د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

Anonymous
27.11.2005

تر کرزي خو ماته جلالي له جلاله ډک برېښي کرزي بيچاره يو ترسو انسان دي
___________________________________________________

ځکه دوه خپلي اودوی پردۍ اوواشنګټن ته ورسيد ؟


ghafar
28.11.2005

محترم يونس خوګياني صاحب !
ډېره مننه چې ګواکی موثقه منبع مو وښودله ! دا خو اصلاً خبر ندئ بلکې دعلی احمد جلالی له استعفأ څخه وروسته د افغانستان په حالاتو باندې يو تحليلي مضمون دئ چې پاکستانی ژورنالست احمد رشيدپه خليج ټامز کې ليکلي دي. هلته خو يواځې د جلالی له استعفأ څخه، چې دکرزي نږدې او وفادار ملګرئ و او د راديکالو اصلاحاتو غوښتونکئ و . او .... زه به د دغه مضمون هغه برخې انګليسی متن کاپي کړم تر څو ګران هيوادوال پخپله قضاوت وکړي چې څنګه د يوې تحليلي مقالې څخه خبر جوړېزي !!
Just a few days earlier, Interior Minister Ali Ahmad Jalali, one of President Hamid Karzai’s closest aides — highly respected for his honesty and desire for radical reforms — resigned, in what his friends say is a mood of "anger and frustration"
هيله ده چې هغه هېوادوال، چې په انګليسي پوهېږي هغې پاڼې ته لاړ شي او هغه مضمون تر پايه پورې ولولي.
په درناوی


ghafar
28.11.2005

محترم يونس خوګياني صاحب !
ډېره مننه چې ګواکې موثقه منبع مو وښودله ! دا خو اصلاً خبر ندئ بلکې دعلی احمدجلالی له استعفأ څخه وروسته د افغانستان په حالاتو باندې يو تحليلي مضمون دئ چې پاکستانی ژورنالست احمد رشيدپه خليج ټامز کې ليکلي دي.
هلته خو يواځې د جلالی له استعفأ څخه، چې دکرزي نږدې او وفادار ملګرئ
او د راديکالو اصلاحاتو غوښتونکئ و يادونه شوې ده. زه به د دغه مضمون هغه برخې انګليسی متن کاپي کړم تر څو ګران هيوادوال پخپله قضاوت وکړي چې
څنګه د يوې تحليلي مقالې څخه خبر جوړېزي !!
Just a few days earlier, Interior Minister Ali Ahmad Jalali,
one of President Hamid Karzai’s closest aides — highly respected for his honesty and desire for radical reforms — resigned, in what his friends say is a mood of "anger and frustration"
هيله ده چې هغه هېوادوال، چې په انګليسي ژبه پوهېږي هغې پاڼې ته لاړ شي
او هغه تحليلي مضمون تر پايه پورې ولولي.
په درناوی


کرزی بې واکه کېږي

Anonymous
28.11.2005

خوږو وروڼو سلام !
ترڅو به دا زموږ دود وي چې دسر په بدل او د وينو په بدل يو مشر راپيداکوو او بيا يې دورکولو پسې مټې رانغاړو؟
همدغه کرزی مو که د سر او وينو په بدل نه دی راوستې نو يو څه قربانۍ په بدل خو مو راوستی دی .
هغه دا چې دنيکونو نيکونودود مو ورته مات کړو ،ښځو مو رايه ورکړه او کرزی خان مو ولسمشر وټاکه.
پام مو وي چې زه د ښځو رايو اچولو سره مخالف نه يم چې څوک خبره بل پلو ته بونه ځي.
نو راځیء چې دا دود نور پای ته ورسوو او يو ښه نراو پښتون مشر پيدا کړو چې تر پايه راسره وي اودزړه د اخلاصه ملاتړ يې وکړو .
زمونږ ټول تاريخ همدا سې دې چې يو له منځه وړو او بل راپيدا کوو او بيا هغه له منځه وړو او..........................
که څه هم کرزی زمونږ په رايو نه بلکې دبوش په رايو راغلی خو مشروعيت زمونږ دنرو اوښځو رايو ورکړی دی.
ديو نرپښتون مشر په تمه خوچې هيوادمل بيا مشاور نه کړي !!!!!!!


Anonymous
28.11.2005

لارويه وروره کور دې ودان!
ښه خبره دې کړېده غوره لار همدا ده چې نور بايد پښتون ضده کوپړيو ته د ددوئ د فاشيستي اعمالو چانس ورنکړو٠
همدا علت دي چې پښتون تل له خپله لاسه ځان برباد کړئ دي٠
وسلام
م ٠ ل


Anonymous
28.11.2005

لاروی صيب سلام!
که امريکايان او نور خارجی قوتونه وغواړی چې کرزئ بدل کړی بيا به هم دې کار ته زموږ او تاسې دنرو او ښځو په اکثريت «مشروعيت» ورکړی. دا ورته هيڅ مشکل کار نه دئ فکر مه پرې کوه، دوی پخپل کار او د افغانانو د قناعت ورکولو په چل ښه پوهيږی او زور ئې هم لری!


Anonymous
28.11.2005

محترم غفار
دا بله ليکه هم ولولي

Afghanistan: It Is Time for a Change
پته يې داده:

http://www.globalpolicy.org/ngos/state/2002/1115afghan.htm

مننه
ډاکټر يونس -اوسلو ناروې


A

ډاکتر وطنمل
28.11.2005

د کابينې ټاکل او په هغې کې تغير د ولسشر په خوښه کيږي نو هروخت په کې تغير راتلی شي، ولی ولسمشر د ټول او لس له خوا د پنځو کالو له پاره ټاکل شوی او هيڅوک يې له واکمنۍ څخه نشي راکښته کولی ، مګر داچې يوه پوځي کودتا وشي او اساسي قانون لغوه اعلا م کړي.! والسلام


Anonymous
28.11.2005

او که ولس مشر مړ شی؟\
او که يا ولس مشر عصبی او يا کومه بله مريضی ومومی او يا ستړئ شی او پخپله له دندې استعفا وکړی؟ په اړوند د اساسي قانون حکم څه دئ؟

آياپارلمان ددې واک لری چې پخپلو غونډو او حتی په يوه له لومړيو غونډو کې اساسی قانون ته تغير ورکړی؟


ghafar
28.11.2005

محترم خوګياڼې !
هغه مضمون ته چې تاسو اشاره کړې ده ډېر زوړ دئ. هغه مقاله درې کاله مخکې(
١٥/١١/٢٠٠٢)ليکل شوې او ما د هغې آلماني متن پخوا لوستلئ و.
په درناوی
غفار


Anonymous
28.11.2005

[quote:356ebe7503="Anonymous"]او که ولس مشر مړ شی؟\
او که يا ولس مشر عصبی او يا کومه بله مريضی ومومی او يا ستړئ شی او پخپله له دندې استعفا وکړی؟ په اړوند د اساسي قانون حکم څه دئ؟ [/quote:356ebe7503]
د ولسمشر لومړې مرستيال او که نه د ولسي جرګې مشر پر موقتي توګه د نويو انتخاباتو تر پايه پورې چې له خپل وخت مخکې په فوق العاده توګه ترسره کيږي،ولسمشري پر غاړه اخلي ، ايا همداسې نه ده؟
[quote:356ebe7503]
آياپارلمان ددې واک لری چې پخپلو غونډو او حتی په يوه له لومړيو غونډوکې اساسی قانون ته تغير ورکړی؟[/quote:356ebe7503]
نه ! خو که ٧٥ فيصده غړي يې د لويې جرګې د راغوښتلو پلوی وکړي ، لويه جرګه په اساسي قانون کې تعديلات راوستلی شي .


ghafar
30.11.2005

محترم Admin وطنمل ته سلام!
ګرانه دا د pm موضوع نده چې زه خوګياڼي صاحب ته وليکم، ځکه هغه د خپلې ادعا لپاره چې ( امريکايان غواړي کرزي خلع قدرت کړي ) او دهغه پر ځای جلالی وټاکي، دغه پاڼه د موثقې منبع په توګه ښودلې وه.
په درناوئ


Anonymous
08.12.2005

سر مه پرې خوږوئ ، بوش څه ملانصرالدين نه دى چې د افغانستان په ټاكنو به په مليونونو ډالره لګښت كوي .او هغه به هم ډېر ژر بيا ټاكنې كوي.
تر اوسه پورې كرزى دبوش له پاره تر هر چا ښه دى.
تر څلورو كلونو به كرزى له همدې چپنې او قرقولي سره وي خو كوښښ وكړئ چې تر څلورو كلونو يو ملي مشر بيامومئ دا به مو پوره ميړانه وي.
والسلام
ستاسو لاروى


Anonymous
12.12.2005

اوس هغه کرزي او فهيم بيا له يوه جواله را ووتل;

دا پايلوچ کرزي به له خداي او رسوله واړوي (لکه چې اوښتي) خو له له جنګ سالارانو به يې وا نه ړوئ٠

سرتېر


Anonymous
13.12.2005

دا ولولئ

http://e-ariana.com/ariana/eariana.nsf/allDocs/7C3F5A20250E307A872570D6000B958E?OpenDocument


Anonymous
14.12.2005

وام که دا خيال پلوونه شروع وي پښتانه به همداسي ويده پاته وي
څه وخت به وشي ؟؟

امريکا ليونيان نه دي چي کرزی به ليري کوي
ځکه امريکا د کرزي په ښتون پښتانه په دې خوشحاله کړي چي کرزي پښتون دی او تاجک ئې په دی خوشحاله کړي چه کار به يواځي او يواځي پاړسو ته کيږي

امريکه په دې ښه پوهيږي چي د افغانستان په ارګ چي هر دله ننوتی پاړسو ته يواځي کار کړ ی دی
او امريکا هم د هغو پر پلونو په افغانستان کي حکومت جوړ کړی که دا تګلاره نوي نو ولاکه امريکا هم په افغانستان کي پوسي وولي


pattang
15.12.2005

جا ر دشم عبدالله کاشکې ټول ستا غوندې فکرونه وکړي
د پښتونولي په ميه پتنګ

[quote:b45875884a="عبدالله"]وام که دا خيال پلوونه شروع وي پښتانه به همداسي ويده پاته وي
څه وخت به وشي ؟؟

امريکا ليونيان نه دي چي کرزی به ليري کوي
ځکه امريکا د کرزي په ښتون پښتانه په دې خوشحاله کړي چي کرزي پښتون دی او تاجک ئې په دی خوشحاله کړي چه کار به يواځي او يواځي پاړسو ته کيږي

امريکه په دې ښه پوهيږي چي د افغانستان په ارګ چي هر دله ننوتی پاړسو ته يواځي کار کړ ی دی
او امريکا هم د هغو پر پلونو په افغانستان کي حکومت جوړ کړی که دا تګلاره نوي نو ولاکه امريکا هم په افغانستان کي پوسي وولي[/quote:b45875884a]


Anonymous
18.12.2005

[quote:e6be8a4f8f]دا صحي کار وي[/quote:e6be8a4f8f]
کوشان صيب ستا مطلب د پورتنې جملې نه ممکن ،،،صحيح،،، وي نه صحي٠
ما ويل چې کرزی به څه وکړي خو امريکايان دوستميان او مسعوديان غواړي او پښتانه د القاعده او تروريستانو په نوم پيژني٠
بس اوسمهال پښتون بې مشره دي او لا اوس هم پښتانه نپوهيږي چې څه د دوئ په ګټه دي٠ کاروان هم کوږ دي او چټل٠ 
درنښت
م٠ل


دربار
21.12.2005

عقل دوست او ميلمه وروره هر څوک چي ېاست
اخلاق د انسان درونوالې او کورنۍ تربيه انځوروي
يو ځل دا خپل وجدان ته سر کښته کړی څه ليکلي د يو ورور د ليکني املاېې اصلاح ئې غوښتې ده او تاسي څه په سر کي ور تومبلي دي
د خدای قربان شمه پښتانه خو دوره سپک نه وه لکه تاسو چي ئې نوم ور سپکوی
[color=blue:7c8e43c52c]پښتو اصيلتوب دى.
پښتو سيالوالى دى.
پښتو نجات دى.
پښتو عاليجنابي ده.
پښتو عزت دى.
پښتو كښې بې پتي، دګلتوب (حقارت) نه شته، ځكه چې پښتانه يې نه شي منلى.
پښتو ساووتوب او باداري ده.
پښتو درندوالى (وقار) دى.
پښتو د پښتنو درنول دي.
پښتو كښې ټيټال او تملق نشته.
پښتو كښې سپكه نشته، نو ځكه سپك پښتون نه دى.
پښتو كښې پوچه نشته، نو ځكه پوچخولى پښتون نه دى.
پښتو د پوچخولي خوله څيري.
پښتو شرافت دى.
پښتو ښه نيت دى.
پښتو د پښتنو او مسلمانانو خيرغوښتنه ده.
پښتو ښه اخلاق دى.
پښتو سپېڅلتوب (تهذيب) دى.
پښتو روغه پوهه ده.
پښتو تدبير دى.
پښتو پاكوالى دى، چټلتوب پښتو نه ده بې پښتوګي ده.
پښتو فضيلت دى.
پښتو مزيت دى.
پښتو د پښتنو معنويت دى.[/color:7c8e43c52c]
تاسي که په خپل يا مستعار نوم داسي ليکني کوی نو ستاسو پر سپين ستګۍ دې لعنت شي : د مجاهد نوم خدای په خپل کلام کښي په څمره ناز يادوي خو ته ورسره لوده ليکې وروه خپه نشی لږ خپل ځان وپيژنه چي ته خپله څوک ئې او تر مرګ وروسته چيرته ځې

په پښتنولي درنښت


Anonymous
21.12.2005

کرزی خو آدم بد نيست.اگر دل امريکا آرامی افغانستان است مافيای مجاهدين را از دور کرزی دورکند.اما ميگويند يک رهبراين مافيارييس ولسی جرگه ميشود وديگرش رييس مشرانو جرگه .


pattang
21.12.2005

سلام ميلمه ع زما اوس مجلس شروع کيږي وخت نلرم خو دلته دي تحليل غلط دي که
د نن مجلس نتيجه خرابه شي نو مسئول يې زه يم نور نو خپله فکر وکړه

دپشتنولي په مينه پتنګ

[quote:ac7e5a9094="ع"]کرزی خو آدم بد نيست.اگر دل امريکا آرامی افغانستان است مافيای مجاهدين را از دور کرزی دورکند.اما ميگويند يک رهبراين مافيارييس ولسی جرگه ميشود وديگرش رييس مشرانو جرگه .[/quote:ac7e5a9094]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more