د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

Anonymous
05.04.2005

دهغه چاسر دوهلودې چه نيکتايي اوپتلون يی اغوستي وي اوپه بل يی پيرزو نه وي اودغسی خلک دپښتنو ، افغانستان او دين اصلي دوشمنان بللی شي ٠
دغسی فتنګر اوشرپسند ترټولو خطرناک وي په هيڅ چايی هيڅ نه لوريږي اوچيری چه شراوفساد جوړولی شي نو اسره ورته نه کوي ٠
زه خوداسی کميوټري پښتانه اومسلمانانو باندی ډير غوسه يم چه پخپله دکورنی سره په روپا کی اوسي او دی به فساد ته ساده پوښتانه تشويقوي ٠

څومره بی غيرته اوپست خلک دي


ګوتې خو مه خورې مامور صيب

Anonymous
06.04.2005

وايي چې له دوهمې نړيوالې جكړې وروسته يوه ډله جاپاني عسكر د كوريا په ځنګلونو كې نا خبره پاتې ول. ډېره موده وروسته پداسې حال كې چې له وخت خورا ناخبره ول ، له ځنګلونو څخه يې د وتلو لاره وموندله. وايي، كله چې دغه سپايان له ځنګله څخه راووتل نو په ناتاره او اوترو ډزو يې پيل وكړ، وروسته ډېر په ګرانه خلكو قانع كړاى شول چې اې خلكو! جګړه ختمه ده او ستاسو پوځ او حكومت هم خپله وسله په ځمكه اېښې ده، او كېسه سړه انګړه ده.
ددوى دغه نا خبري د وروسته لپاره يو ضرب المثل شو چې نن يې زمونږ د هېواد د زړو مامورينو ځينې خويونه او نظريې ياد تازه كوي.
ډېرى به يې ګورې چې د ظاهرشاه پاچا د زمانې كورتۍ او پتلنونه به يې رابرسېره كړې وي او د زمانې دوړو وهلې قاراقولي به يې د زړو بوغبندونو له مينځه راپيداكړې وي او سهار مهال به يې دسمال پوزې ته نيولى او د دفتر لورته به روان وي. په لاره به يې څوك د خيرك ادې هم نه بولي خو په دفتر كې به يې له ځانه د پېښور يو خبره سم پېرغون جوړ كړى وي.
د انسان فكري او ذهني ځوانتوب او بوډاتوب دهغه په فكر پورې اړه لري، دغه ډول خلك له فكري پلوه مسن او زاړه وي. ددې قاعدې پر اساس هغوى چې په هلكولۍ اوځوانې كې دغه ډول وراسته افكار ولري هم مسن او زاړه ګڼل كېږي.
د مود او لباس په څنګ كې يې فكر او احساس هم زوړ او په زړو تړلى وي. كاشكې دغه مشران خبر واى چې ددغو تجربو زمانه د امير امان الله خان وخت وو چې هغه وخت لاهم دغه كور مغزه تجربې له ناكامۍ سره مخ شوې وې.
خبره ددې نده چې څوك پتلون ته ناروا يا ناوړه ووايي. خبره ددې ده چې ولي پردي لباس جبري كړاى شي. ولي پردى لباس د لوستوالي او تعليم يافته والي نښه وګڼل شي او خپل تهذيب د وروسته پاتنې او په شاتګ.
كه دغه صاحب خبر شي چې په نننۍ نړۍ كې ملتونه د ځانګړو تشخصونو او هويتونو د تعين او پيژنداوي په لټه كې دي نو داسې شرمېدلى نظر ته به په خپلو مغزو كې هيڅكله هم ځاى ورنكړي خو ستونزه داده چې د پاړسو په خچنو متنونو كې ډوبو دغو كتابخوانانو ډېر كم ځانونه د نننۍ نړۍ له اوښتونونو او پرمختګونو خبر ساتلى او ددغه كار پر ځاى يې خپله ټوله توجه په خپل لاسجوړ كلتور د كليو او بانډو د اصيل او ريښه لرونكي كلتور ځايناستولو ته اړولې او د ښارونو په كوڅو، دفترونو، دوكانونو، مغازو او عامه ځايونو كې يې د كليوالو وګړو لوټلو او ښكانځلو ته لارې نيولي.
هغه كسان چې نه پوهېږي او پدې وپوهېږي چې نه پوهېږو پر هغو سله ځله بهتر دي چې لږ پوهېږي او ګمان كوي چې مونږ ډېر رسيدلي او پوه دي.
كېداى شي لدې ډول جنابانو څخه يوداسې هم پيداشي چې ووايي، دغه سړي د قلم ادب ندى مراعات كړى او تېرى يې كړى دى، خو هغه به هرومرو داسې كوم جناب وي چې له جودانې به غر او له غره به د مچ وزر جوړوي. په زغرده د يوه ملت لباس ته د بې سوادي نښه ويل او د او په خپل كور كې پرديولباسونو ته د عزتمندي نښه ويل به دغه ډول جنابانو ته پكې هېڅ ګناه او حرج نه محسوسېږي؟ كه نور زمونږ، او بيا زمونږ د خوستيو په كور كې د هغوى په درانه او هيبت لرونكي لباس پورې خندلى شي نو مونږ يې په خيرنو او نااوتو كورتيو او موږك خوړليو قاراقوليو پورې نشو خندلاى؟؟؟
دغه جنابان دې خبر شي، په يوه غوږ دې واوري او له بل دي يې نه وباسې چې پخوا كه يوازې ملايانو د پرديو ددغه ډول عبادت كولو مخالف كاوه، نن دغه كار د هرملت پال او ولس پال وګړي پر اوږو دى.
دغه جنابان دې پدې هم وپوهېږي چې ددوى دغه ډول كارونه د همدوى امنيت او خونديوالى ګواښوي او په هېواد كې د لوستو وګړيو او عامو خلكو ترمينځ د فاصلې مينځته راتللو سبب كېږي.
ديادونې وړ ده چې دغه ډول كار د خوست د زده كړيالو وګړو او عامه خلكو ترمينځ د خورا صميمي چاپيريال لپاره ډېر مضر او زهرجن ثابتېداى شي او پايله به يې د خوست د ولس او لوستو وګړو ترمينځ د يوه درز رامينځته كېدل وي اوبس.
درناوى


Anonymous
23.04.2005

پطلون، کرتۍ اونکتايي په افغانستان کې کوم نوی او پردی لباس نه دی او اوږده سابقه لري. دريشي د يو او يا کوم ځانګړي هيواد لباس نه دی او په عمومي ډول د تمدن د يو سمبول په حيث راښکاره شوی دی. په ياد مې دي چې يو وخت به يې په فروشګاه بزرګ افغان کې بې دريشی څوک له لمړي پوړ نه پورته نه پريښول او دا دلوستو او نالوستو ترمنځ دبيلونې يوه علامه وه. دريشۍ قدر او احترام درلود، په دې مانا کله به چې کوم دفترته په دريشۍ کې لاړې کاربه دې ژرخلاصيد او په پوره احترام به يې درسره خبرې کولي او فکر يې کاوه چې ښوونځی او ممکن پوهنتون دې لوستی وي او يو رسيدلی انسان يې خو کله به چې په وطني لباس کې وې نه پوهيدل څه کاره يې او ايا بيخې دي ښوونځې لوستی او که نه. لنډه داچې دريشی ته درسمي او تحصيلي لباس په نظر کتل کېده او کميس پرتوګ ته د غيررسمي کاليو په حيث . په دې کې هيڅ کوم بدي په نظر نه ښکاري. هيڅ پروا نه لري که څوک دفتر ته په يو لباس کې لاړشي او کورکې بل واغوندي. په پرمختللې نړۍ کې خلک درې ډوله لباس لري. يو د دفتر يا کار له پاره، دويم د کارنه وروسته عادي لباس او دريم د خوب لباس. خو زموږ په هيواد کې زيات خلک په هماغه يو لباس کې هم رسمي کار، هم کور او حتی هم ورکې دشپې خوب کوي. چې دا دروغتيا دنظره هم ګټور نه دی. بله داچې موږ داسې کوم ښه لباس هم نه لرو چې په پرې ونازيږو.
غټ پرتوګ چې له يوې خوا يو بې ځايه مصرف دی او له بلې خوا دبدن دساتنې سمه دنده نشي ترسره کولی. پرتوګاښ کيدی شي په يوه وړه نښته کې واز شي يا وشکيږي اوشرم منځ ته راوړي. دفاعي حالت يې ډيرکمزوری دی. دجلال اباد په ٤٨ درجو تودوخه کې د پکول او پګړۍ درلودل نه يوازې داچې ګټه نه لري بلکې ضررونه يې ډير زيات دي. څادر هم پرې برسيره. پطلون د بدن دفاعي وظيفه له پرتوګ نه ښه اجراکوي دپټۍ په درلودلو سره دشکېدلو او خرابېدلو احتمال يې د پرتوګ په پرتله لس وارې کم دی. پطلون کې کيناستل او پاڅېدل او حرکت اسانتر دي.دګرمۍ او يخنۍ په وړاندې ښه دنده ترسره کولی شي او ددې ټولو برسېره يو نړيوال منل شوی لباس دی. دمجاهدينو دمخه ما حتی يو انسان نه و لېدلی چې ددريشۍ سره ېې ضديت درلود او يا يې پرې نيوکه کړي وي. دا ټول دپاکستان د تربيې اغيزه ده چې داسې احساس يې ځنې ورونو ته ورکړی دی او پطلون-نکټايي ته ديو پردي لباس په سترګه ګوري.
البته زه دانه وايم چې دريشي دې يو جبري لباس وي او په زوردې خلک مجبورکړی شي خو که د رسمياتو له پاره په ورو ورو او مسالمت اميزه ډول مروج شي ښه به وي.


Anonymous
24.04.2005

و ازادخيال وروره سلام

زوراوجبررښتياچه دانساني عاطفی خلاف عمل دی خو افغانستان اوپه تېره بيا پښتانه داسی هيواد اوخلک دي چه تمدن اوګټورتغيرات پکی پرته له زوره نه ممکن وو ، نه دي اونه به شي ٠ داداسی هيواد اوخلک دي چه که حکومت په زورورته لاره ونه ښۍ نوحکومت په غلطه لار مجبوروي ٠ په دغه خلکو کی هيڅکله دملي خېر ښېګړو احساس نه وو، تل يې په پيسو ملي ګټی پريښي ٠ دمثال په توګه که داسې پرېښودل شي چه ځه پخپله به فکروکړي مکتب اوانساني حقوق به وپيژني خوپه خدای که يی پری وپېژنی ٠ يوڅوک چه خپله ګټه اوتاوان نه پيژني هغه ته به څوسوه کاله نورهم صبرکيږي چه ابتدايي ضروريات ومني ؟
داخويوحقيقت دې چه سګ جنګيان ، بودنه بازان ، بچه بازان ،قماربازان اوګډبه تهذيب ته راړول هماغسی مطابق زورغواړي ٠
دلس ګزه پرتوګ اولس ګزه لونګۍ څه مطلب دې ؟ هيڅ مطلب نه لري ٠ که مذهبي معنی يې درلودی نوهم به مو منلی وې منګر هيڅ معنی نه لري ٠
بله داچه پښتانه يواځی په بی معنی صفتونو ځان غولوي ٠ حتی ځينی ليکوالان يی هم بېخودی وايي چه د نيکونو شمله می داسی وه بريتونه يی داسی وو اوتوره يی تيره وه خو په دغو تشوصفتونويی ترننه نه څه جوړکړل اونه به يی جوړکړي ٠ هماغه درپه دراوهماغه ناګڼلي خلک دي ٠
دوه لاری دي يابه په جهالت پسی ځو اويابه ورسره مقله کوو ځکه دواړو لاروته مجبوره کيږو٠


Anonymous
25.04.2005

ازادخياله ګله پتلون اونکتايی دهيوادترقی اوپرمختګ معنی نه لري بلکي دايوداسي لباس ده چي په افغاني کلتورکښي و رته په ډيره بده سترګه کتل کيږي نه يواځي افغاني اوپښتني کلتوربلکي داسلام مقدس دين يی هم نه خوښوي اونکتايی خويی بيخي ناراوا ده ،
په اسلام کښي دکفاروسره مشابهت څخه ډيره سخته منع راغلي اوپه دي کښي شک نشته چي پتلون يادريشي عرفادکفارولباس دی اومسلمانان عرفاځانګړئ لباس لري اوهغه هم په دي ډول چي په هغه لباس کښي دبدن اعضأ ياعورت غليظ ؤ اثرنه ښکاري لکه په عربي هيوادونواوياپه افغانستان اوپاکستان کښي مروج لباس بهترين لباس دی ،که دکوم خاص ضرورت له مخي لکه پوليس اوملي اردولپاره ددريشئ اوپتلون ته اړتياوي نوهغه بايد دومره تنګ اولنډ نه وي چي له امله عورت غليظ ؤ اثروښکاري ٠
له دي پرته په نوروځايونوکښي يی ملي لباس اواسلامي لباس پرځای غيرلباس مروجول ښکاره داستعماري ځواکونواغيزاوبربريت په ګوته کوي چي زمونږهيوادهرډول اوله هره پلوه دداډول خطرونوسره لاس اوګريوان دی ٠
او وروستي ميلمه ګله که دشملي والا توره نه ده کړي نودپتلون والاخوهم کومه توره راته وښيه ٠
هويوه توره دواړوکړي هغه داچي دپتلون والا خارجي يرغلګرهيوادته رابللي اودشملې والا بيرته شړلي ٠

مؤمن


Anonymous
25.04.2005

ټولو دوستانو ته له سلام وروسته٠
مومن خانه، ګله که داسی وی چی ريښتادريشی او نکټايی دکفارو لباس دۍ او په اسلام کښی نا روا او منع دي، نو بايد څی بياموږ مسلمانان ستاسی خبره ومنواواسلامی (دعربانو) جامی يانی،لنګ ووهو او چلتار په سر کړو، ږيری خو مو هسی هم اوږدی دی ،ترڅو چی لا نو ر هم پسی سوچه مسلمانان سو ٠او دا زموږتاسی دا پګړی هم دسکهانو دلنګوټی سره لږ څه شباهت لری دا به هم نور نه په سر کوو٠
که څنګه؟ که کوم روايت لری راپيش يی کړۍ،خوشال به سم
په درناوی٠
امير محمد٠


Anonymous
25.04.2005

مومن خانه ته چه وايی چه ميلمه ګله که دشملي والا توره نه ده کړي نودپتلون والاخوهم کومه توره راته وښيه ٠
لکه چه ډېر کلونه افغانستان ته نه يی تللی !
دېرش ګزي خښتګونه چاراوستل اوچاوزغلول ؟؟
نيکتايي دار اوپتلون دار؟؟؟ دغه يی توره نه وه ؟؟

((هويوه توره دواړوکړي هغه داچي دپتلون والا خارجي يرغلګرهيوادته رابللي اودشملې
والا بيرته شړلي ٠))

سوچه درواغ دي ٠ دپتلون اونيکتايي والا افغان يواځی وکولای شوچه دنيکتايي اوپتلو ن والاو سره ډغره ووهي او افغانستان ازاد کړي ٠ مګر دچيندولو اولاهوري دروازې شمله دارو دلالانو هېواد ته نيکتاييدار يرغلګر بيا راوستل غوښتل ٠ هغوی هم ځانته مومنان ويل ٠

که دکفر شيان نارواوي نو ته ولی دکفر په لاس جوړ کمپيوټر اوانټر نيټ استعمالوې ؟؟
نورډېر کفري وسايل درته ښودلی شم چه ستاسو غوندی مومنان يی رواګڼي


Anonymous
25.04.2005

اميرمحمد جانه وروره نکتايی ياطوق لعنت به په ځای پريږدوهغه هسي هم دعلماؤپه اتفاق سره ناروا ده اوپاتي شودريشي نوپه دريشئ کښي يوڅه خبرې ضرورشته چي لږمخکښي مااوياښاغلي پتوال صيب ورباندي لږڅه رڼاواچواله اوغيرلباس خو دښاغلي پتوال صيب له ليکنې څخه څومره ښه جوتيږي چي داسلام احکام په تيره بيادلمانځه اواوداسه لپاره څومره ستونځې اوچټلتياله ځانه سره لري ،نوره که لنګ وهي اوکه عربي چلتارپسر ه وي کومه ګناه نه ده بلکي ښه کاراوښه لباس اوکه خپل افغاني لباس دواچولوډيره ښه ده خودريشي يوډيربي ډوله اوبدرنګه چي دانسان بدن پوري مښتئ وي لباس دی اودکفاروزياتره يی دريشي اغوندي اوبل سکهان چي کوم دي نواميرمحمدګله دماغ دارام کړه سکهان که لنګوټئ پسره وي نوهغه لنګوټئ دمسلمانانوله لنګوټي سره ډيرفرق لري اوپه سرکښي يوه غوټه اوهم يی تاوا ولوراتاواولوکښي ډيرتوپير موجود دی بياهم که چيري داسي يوکارچي په اسلام کښي وي اوکوم غيرمسلمانان هغه عادت خپل کړي نودابايد په دي معنی نه شي چي مونږخپل اسلامي لباس اوياداسي بل څه هغو کفاروته ورپريږدو ٠

[quote:615658d138]مومن خانه ته چه وايی چه ميلمه ګله که دشملي والا توره نه ده کړي نودپتلون والاخوهم کومه توره راته وښيه ٠
لکه چه ډېر کلونه افغانستان ته نه يی تللی !
دېرش ګزي خښتګونه چاراوستل اوچاوزغلول ؟؟
نيکتايي دار اوپتلون دار؟؟؟ دغه يی توره نه وه ؟؟

((هويوه توره دواړوکړي هغه داچي دپتلون والا خارجي يرغلګرهيوادته رابللي اودشملې
والا بيرته شړلي ٠))

سوچه درواغ دي ٠ دپتلون اونيکتايي والا افغان يواځی وکولای شوچه دنيکتايي اوپتلو ن والاو سره ډغره ووهي او افغانستان ازاد کړي ٠ مګر دچيندولو اولاهوري دروازې شمله دارو دلالانو هېواد ته نيکتاييدار يرغلګر بيا راوستل غوښتل ٠ هغوی هم ځانته مومنان ويل ٠ [/quote:615658d138]

پتلون ګله اونکتايې جانې اپلتې دشروع کړي دا څه وايی پتلون ګل اونکتايی جانه خوايله په منډه کښي تکړه ووچي ځانونه يی اروپااويا امريکاته وره سول اوله هغه ځايه بس سيلونه کول ډيروته قبولي په دي ورکول کيده چي داسلامي احکاموسره حساسيت لري اونه شي کولای دلنګئ اوبرقعې لاندي ژوند وکړي

[quote:615658d138]
که دکفر شيان نارواوي نو ته ولی دکفر په لاس جوړ کمپيوټر اوانټر نيټ استعمالوې ؟؟
نورډېر کفري وسايل درته ښودلی شم چه ستاسو غوندی مومنان يی رواګڼي[/quote:615658d138]

هاها ها ها
ښه ده چي نه پوهيږي
ودخنده ولم

مؤمن


pattang
25.04.2005

يو پلو مې يار لونګين مې په دا بل پلو
لا وړوکيه دې پلو را واوړه !! !
LOLOLOLOLLOLl !!!

سړی په رنګ او جامو نه سړی کيږي
سړی هغه دی چې ئي کار دسړو وينه٠

خر که په کته کې وي او که بې کتې وې نو هغه خردي.
که په زمرې د خره کته هم کيږدو بيا هم دزمرې خواص لرې ٠

دپښتنو د درنو او سنګينو جامو په مينه ستاسو پتنګ


Anonymous
26.04.2005

خويندو ورونو ته سلام!
د خواشينۍ ځای دی چې په ټول افغان کې ښځينه ليکونکې ليکنې نه کوي او دا ډګر يې يواځې نارينه و ته پرې ايښی دی . که جامې د ښکلا ، زينت او ښه ښکاره کيدو وسيله هم وي، بيشکه چې د نارينه و د جامو په ا ړه د ښځو او د ښځو د جامو
په اړه د نارينه و نظر ، رايه ، تبصره او بيطرفانه ارزونه ﻻ اړينه بريښي .
که محصلان او مامورين ملي جامې چې په ذوق برابرې ګنډل شوې ، پاکې او اطو شوې وي ا و له خولۍ او پټکي پرته يې واغوندي ، ښايي دريشۍ ته يې هيڅ اړه پيدا نشي ، د تودو سيمو او اسلامي کلتور ( لمانځه او اوداسه ) سره سخت سمون لري . له پتلون سره استنجا اوله کورتۍ سره نوراودس کول د ستونځو له امله نا ممکن او سربيره پردې د سختې رسوايي سبب ګرځي . د دريشي اطو هم پرې خرابيږي او پنځه وخته لمانځه او اوداسه ته نشي ټينګيدای . له دې امله دريشي په سليقه سره کارول مخکې له مخکې د بيلمانځۍ يو څه سبب ګرځي اوله بي سليقې کارولو څخه خو يې نه کارول ډير ښه دي . له تحصيلي ساحې بهر اود ماموريت له رسميت وروسته ورسره د ژمي په شپو کې د خولۍ او لونګۍ څخه هم خوند اخيستل کيدای شي او دا ټول ددريشۍ د لګښت په څلورمه يا پنځمه برخه شوني دي.
[color=blue:4d643a87e9]ولې که څوک له دريشۍ سره شوق ولري بايد دغه ذوق يې وهڅول شي او له جبر څخه نه په دريشيو او نه په ملي جامو کې کار واخيستل شي.نوکه د مرکزي حکومت څخه د خوست د پوهنتون رياست ته ددريشۍ د اجباري کولو امر نه وي شوی ، نوموړی ريس صاحب يې دجبري کولو نه حق لري او نه صلاحيت !خو محصلان ورته تشويقولای شي ، په دې شرط چې د تشويق له پولې څخه يو سانتي متر هم تيری ونکړي! خو برعکس که په دې اړه ددولت فرمان صادر شي، بايد له استثنا پرته او په کلکه توګه په پام کې ونيول شي ، په تيره بيا پښتانه بايد ددريشۍ سليقه خپله کړي او خپل لمونځ او اودس هم پرې نږدي! والسلام[/color:4d643a87e9]


Anonymous
26.04.2005

ځنی چه هرڅومره ځان راته مومن کي ، په هرلباس کی چه ځان پټ کي هرڅومره تعليم ولري زه يی له کوناټو اوخښتګه پيژنم ٠ :lol:
دريشي اونيکتايی هماغسی انساني باډي اولياقت غواړي ٠ ګاوميشو اواوښانو سره خوزيب نه کوي ٠ :lol: دغرونو اودښارونو په حيواناتو کی لا فرق شته نوپه انسانانو کی خود٠ هغه چه په درې کالو کی يوځل په کوم ډنډ کی ولامبي هغه نونيکتايي اودريشي ته څه ضرورت لري ٠
اوپتنګه ته ووايه چه همدا شېبه په کوم لباس کی يې ؟ په لويديځ کې خو هر څوک هره جامه کارولی شي ، نو که په افغاني ملي جامو کې نه ګرځې ، نيکتايي اوپتلون استعمالوی اوپه بل دی پيرزو نه وي نو دهررنګه بدويلو لايق يی


Anonymous
26.04.2005

پتلون ګله دخدای فضل دی ښه ښائسته اسلامي اوافغاني لباس مي په تن دی او دکوناټوننداره خودپتلون کښي وکړه چي روان وي څرنګه دميښې غوندي شخوند وهي ٠

[quote:73f492244b]دريشي اونيکتايی هماغسی انساني باډي اولياقت غواړي ٠ ګاوميشو اواوښانو سره خوزيب نه کوي ٠ دغرونو اودښارونو په حيواناتو کی لا فرق شته نوپه انسانانو کی خود٠ هغه چه په درې کالو کی يوځل په کوم ډنډ کی ولامبي هغه نونيکتايي اودريشي ته څه ضرورت لري [/quote:73f492244b]

دغه باډي اولياقت خودتاته مبارک وي ،پتلون وال صاحبان چي دکيناستووس نه لري په بيت الخلاؤ کښي دګاوميشواواوښانوغوندي په ولاړه متيازې کوي اوبل داچي داوښانواوحيواناتوپه غاړه کښي هم پړئ يارسئ ځوړند وي اودپتلون وال صاحب هم په غاړه کښي پړئ يانکتايې اچولي وي نواوس داوښانو اوحيواناتو سره يی توپيرتاسوپه ګوته کړئ ٠ والسلام

مؤمن


Anonymous
26.04.2005

درنو لوستونکو ته سلام .
دغه ليکنه د درناوي له پولو څخه وتلې وه ، نو ړنګه شوه ، په راتلونکو ليکنو کې
دې مؤمن صيب خپل قلمي عفت په پام کې وساتي . اداره .


دواجان
26.04.2005

خداۍ مو دواړه په دې أخلاقو وشرموه، أخر مو سره دغې کچې کې وکنځل او مو نږ خوارکېان مو ددغه څه په لوستلو مجبور کړو٠
پښتو څه سوه؟ اسلام څه سو؟؟؟
په ډېر خپګېان، دواجان


Anonymous
26.04.2005

آميانو او طالبانو هرڅومره ترپکي چې ووهی دپتلون او نکټايي په وړاندې نه شی خنډ کېدی. دا په نړيواله سويه دترقۍ او تمدن لباس دی او دابه بيرته زموږ ګران هيواد ته راستنيږي. بزګران او نورنالوستي وطنوال په رښتيا هم تراوسه ددريشی او نکټايي اچولو ته تيارنه دي، او نه ورته کوم ضرورت دی، او چې ضديت ښکاره کوي داهم داسې کسان دي چې پاکستاني مدرسو ته تللي او دای اس ای له خيټې خبرې کوي. خو لوستي کسان به يې اغوندی او دبل چا چې څنګه خوښه وي هغه دې کوي. خښتګونه دې ځان پسې راکاږي. داوړي په ګرمۍ کې دې خپل پکول او پکړۍ په سر کوي ترڅو په خپلو خولو د سپږو او ريچو کرکيلې ته غوره شرايط برابرکړي. خپل نصواردې اچوي .
تراوسه خو زموږ دګيرواو ويښتانو وک تاسې رانه اخيستی و خو اوس غواړی حتی په لباس کې هم اسلام راننباسی او سبا به د څه شي نوبت وي....؟


Anonymous
26.04.2005

دخارجي کلتور مينه واله په تا دي پطلون مبارک وي په مونږ دخپل ابا کالې ٠
وطن خو ملامت ندي چې د پطلون واله له لاسه در بدره شه٠ يو وار ئي روس راؤست
او بيا اوس امريکا چې له خلکو سره په زور لوا طت کوې٠

ملا او امي د افغانستان زړه


Anonymous
26.04.2005

د پطلون او شپو مذدورانو ته دي شرم ځاي دي :


افغانستان ته د ملګرو ملتو د بشري حقونو استازى له دندي ګوښه کړاى سو
چاپي بڼه غويى ٥، ١٣٨٤ له بينوا څخه :

کابل: شريف بسيوني افغانستان ته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار ځانګړى استازى له خپلې دنده له هغه وروسته ګوښه سو چې په افغانستان کې يې په امريکايي چارواکو له بشري حقونو څخه د سرغړوني له امله سختي نيوکي وکړي. ښاغلى بسيوني چې د مصر تبعه دى په افغانستان کې يې له افغان بنديانو سره د امريکايي ځواکونو له لوري د ناسم چلند په اړه په ډانګ پېېلي خبري کولي. ده تېره اونۍ د بشر د حقونو د څار ډله Human Rights Watch دې ته وهڅوله چې د امريکا د دفاع وزير او د څارګرۍ د اداري د مشر د ځانګړي محاکمې غوښتنه وکړي د کوم په ترڅ کې چې له دوى څخه بايد په عراق او افغانستان کې د بنديانو د ځورولو او شکنجه کولو په اړه پوښتني ګروېږنې وسې.

ښاغلي بسيوني تېره اونۍ له يوه کال پلټنې او په افغانستان کې د بشر د حقونو د بېلابېلو قربانيانو سره له مرکو وروسته يو ٢٤-مخيز راپور صادر کړ چې امريکايي پوځ ته يې ګوتڅنډنه کوله چې بې ګناه وګړې بې له محاکمې په بند کې ساتي، هغوى په زندانونو کې ځوروي او د بشر د حقونو خپلواکي ټولنې نه پرېږدي چې د امريکا تر واک لاندي زندانونو څخه ليدنه او يا د بنديانو د حالت څارنه وکړي.

څو ورځي وروسته له هغه چې ده خپل راپور په ژنيو کې د ملګرو ملتونو د بشر د حقونو کميسون ته وسپارل، د واشنګټن چارواکو د ملګرو ملتونو په مشرتابه دباو واچاوه چې بسيومي بايد نور د امريکايي ځواکونو څارنه ونه کړي چې مانا يې وه هغه بايد له دندې ګوښه سي.

د حقوقو دې کارپوه په هغه سفرونو او مرکو کې چې د افغانستان له ګوټ ګوټ نه يې ترسره کړې وې، په ځانګړي توګه دې ته ګوته نېوله چې امريکايي پوځيان په خپل سر د خلکو په کورونو ننوزي او خلک نيسې او په بند کې يې شکنجه کوي. ده په څو څو ځله هڅه کړي وه چې په ګونتانامو، کندهار او بګرام کې د خپلې دندې د يوې برخي په توګه د امريکا لوىي بنديخاني وګوري، خو امريکايي پوځ ورته اجازه نه وه ورکړي.

په افغانستان کې امريکايي ځواکونه هغه کسان چې د ترهګرو ډلو سره د اړيکو يا په ورانکاره کارونو د لاس درلودلو ګومان پرې وسي په خپل سر نيسي او لومړى يې په خپلو سيمه ييزو اډو کې بنديانوي چې وروسته يې د ګونتانامو بنديخانې ته لېږدوي


پطلونوالان اوس څه پکښې وائي ، خو دوی ولاکه شرم ولرې٠


Anonymous
26.04.2005

د اولس او ملت غږ او فرياد دپطلونې مذدورانو له لا سه :

پګړۍ اوپتلون ( له ټول افغان ځخه )

ديو نوي فرمان له مخې دافغانستان په ښونځيو کې پتلون جبري شو٠
افغاني زدکونکي دغه نوي فرمان له پرېشانۍ سره مخامخ کړي دي ٠
په دې اړه حفيظ الله په جلال اباد کې دفارم هډې دلېسې زدکونکی ( چې دپتلون دجبري کېدو له امله پېښور ته راغلی اوغواړي دلته خپلوزدکړوته ادامه ورکړي ) وايي .

((پرون چې طالبانو پګړۍ راپه سرولې که مونږ پرې راضي وو اوکه نه دنړۍ ټول اطلاعات په همدې خبره څرخېدل چې طالبان ظلم کوي په جبر پګړۍ ورپسروي په داسې حال کې چې پګړۍ زمونږ شان دی زمونږ نيکونوداشملې په سرهسکې کړي دي زمونږ پلرونودا شمله نه ده ټيټه کړې خونن چې ديوپردي په اشاره پردی اوبدرنګ لباس جبري کېږي دې ته څوک هم ظلم نه وايي زه پېښورته دې دپاره نه يم راغلی چې مسافري وکړم سبق ووايم خوشاله به يم خپل وطن راته کشميردی خوله پتلون نه راتښتېدلای يم ٠په وطن کې مې دپګړۍ او پتلون جګړه ده او په سترګويې وينم چې پتلون ښه په زور کې دی الله دې هغه ورځ نه راولي چې زمادنيکه شمله دپتلون په پښو کې وغورزيږي))


Anonymous
27.04.2005

په دواړو شه کاروسو ، يوعربي اويوپنجابې ورک سول ٠ زموژ هېواد ددغه دواړو له لاسه خراب سو٠ دواړه بې اصله جټان وو٠


Anonymous
27.04.2005

((په دې اړه حفيظ الله په جلال اباد کې دفارم هډې دلېسې زدکونکی ( چې دپتلون دجبري کېدو له امله پېښور ته راغلی اوغواړي دلته خپلوزدکړوته ادامه ورکړي ) وايي . ))

دادبړوجولادپطلون اودرېشۍ نه څه خبرده ٠ دبنوڅواستاذانومينه پسی پيښورته تللی ٠


Anonymous
27.04.2005

اوپه زرګونودوطن متخصصين او کادرونه چې دناپوهه مجاهدينو-طالبانو له لاسه په زوردږيرې پريښودلواو په شخصي ژوند کې دمداخلې له امله د وطن پرپښولوته مجبورشول او اوس په غربت کې ژوند کوي. داږيرور خښتګ والا څه پکې وايي؟
ددريشۍ په زندانونو کې دلواطت سره څه؟ ايا دريشي والا زيات لواطت کوي او که دافغلنستان په کليو او بانډو کې دمجاهدو کوماندانانو په شمول پراخه لواطبت موجود دی. او يا که ستا په نظر افغان د افغان سره لواطت کوي کومه پروا يې نه شته؟ ايا دريشي په ډيرواسلامي هيوادنوکې نشته. دايران داسلامي جمهوريت په شمول.؟ اوس چې يو بې پوهې محصل چې الف او ب يې په مغز کې نشته او خپل بادارپاکستان ته يې پناه وړېده دلته مثال وړاندي کيږي.


Anonymous
27.04.2005

[quote:faa8d1aa9b]ديو نوي فرمان له مخې دافغانستان په ښونځيو کې پتلون جبري شو٠ افغاني زدکونکي دغه نوي فرمان له پرېشانۍ سره مخامخ کړي دي ٠ په دې اړه حفيظ الله په جلال اباد کې دفارم هډې دلېسې زدکونکی ( چې دپتلون دجبري کېدو له امله پېښور ته راغلی اوغواړي دلته خپلوزدکړوته ادامه ورکړي ) وايي .

((پرون چې طالبانو پګړۍ راپه سرولې که مونږ پرې راضي وو اوکه نه دنړۍ ټول اطلاعات په همدې خبره څرخېدل چې طالبان ظلم کوي په جبر پګړۍ ورپسروي په داسې حال کې چې پګړۍ زمونږ شان دی زمونږ نيکونوداشملې په سرهسکې کړي دي زمونږ پلرونودا شمله نه ده ټيټه کړې خونن چې ديوپردي په اشاره پردی اوبدرنګ لباس جبري کېږي دې ته څوک هم ظلم نه وايي زه پېښورته دې دپاره نه يم راغلی چې مسافري وکړم سبق ووايم خوشاله به يم خپل وطن راته کشميردی خوله پتلون نه راتښتېدلای يم ٠په وطن کې مې دپګړۍ او پتلون جګړه ده او په سترګويې وينم چې پتلون ښه په زور کې دی الله دې هغه ورځ نه راولي چې زمادنيکه شمله دپتلون په پښو کې وغورزيږي)) .
[/quote:faa8d1aa9b]
هآ هآ هآ هههه هه هه ! هه ! هه!
دا لکه يو غټ کو ناټور ٨ کلن ـــ ١٠ کلن شوپه ماشوم چې له سنتــګرۍ څخه بل کلي ته وتښتي چې والله زما خو يې د خلکو په مخکې ستر عورت ماتولو ، د پښتون بچی به دا څنګه ومني ؟
دا شوده ګان د خپلو نيکونو د پښتونولۍ شملې اوس په شوپه توب ساتي . دريشي لومړی آن د امان الله خان له وخته نيولې د نادرخان، ظاهرخان په تيره بيا د دادو خان دصدارت له په خت کې په رسمياتو کې باب اود ولاياتو په مرکزي ليسو پورې تعميم شوې وه او د نجيب الله د دورې تر پايه پورې رسمي او ښاري مدني جامه وه.
د وحشت په دوره کې له منځه ﻻړه ، خو د وحشت د ختميدو سره به دا لړۍ هم ختميږي اودريشي به د مدني جامو په توګه هر چيرې چې اقتصاد اجازه ورکوي تعميم مومي . انسانيت تل نړيوال ، مذهب څو هيواديز او دودونه سيمه ييز ، قومي ، قيله ييز او کليوالي اعتبار لري . دريشي نړيواله جامه ده او کليو بانډو او نورو سوړو او څمڅو ته ترې د ګيدړ يا موږک په څير تيښته په کار نه ده !
[color=yellow:faa8d1aa9b]ﻻ د پمپرس په بدلولو ژاړې .......خدايږو ماشوم يې چټلي به غواړې
ستا ﻻ ماغزه دومره چټل پاتې دي ...چې دريشۍ نه پيښور ته ﻻړې ! [/color:faa8d1aa9b]


Anonymous
27.04.2005

((ګرنو لوستونکو ته سلام .
دغه ليکنه د درناوي له پولو څخه وتلې وه ، نو ړنګه شوه ، په راتلونکو ليکنو کې
دې مؤمن صيب خپل قلمي عفت په پام کې وساتي . اداره .))

زماپه خيال چه دړنګولوپه وخت کی دعينکی هېري وی که نه وې نودا کوم عفت دی ؟
________________________________________________________

((،پتلون وال صاحبان چي دکيناستووس نه لري په بيت الخلاؤ کښي دګاوميشواواوښانوغوندي په ولاړه متيازې کوي اوبل داچي داوښانواوحيواناتوپه غاړه کښي هم پړئ يارسئ ځوړند وي اودپتلون وال صاحب هم په غاړه کښي پړئ يانکتايې اچولي وي نواوس داوښانو اوحيواناتو سره يی توپيرتاسوپه ګوته کړئ ٠ والسلام

مؤمن
__________________________________________________________

رښتيا چه خپل عيب دولومنځ دۍ نه شکاري :wink:

دباڼډه والواودغربي افريقی دصحرادکلتورپيروانوته ځواب ددريشۍ اونيکتايي په عفت نه ورکول کيزي بلکه دچوکی په خله کولو


Anonymous
27.04.2005

[quote:f71fd8d69f]زماپه خيال چه دړنګولوپه وخت کی دعينکی هېري وی که نه وې نودا کوم عفت دی :

((،پتلون وال صاحبان چي دکيناستووس نه لري په بيت الخلاؤ کښي دګاوميشواواوښانوغوندي په ولاړه متيازې کوي اوبل داچي داوښانواوحيواناتوپه غاړه کښي هم پړئ يارسئ ځوړند وي اودپتلون وال صاحب هم په غاړه کښي پړئ يانکتايې اچولي وي نواوس داوښانو اوحيواناتو سره يی توپيرتاسوپه ګوته کړئ والسلام )) [/quote:f71fd8d69f]

ميلمه وروره سلام!
بخښنه غواړم ، ستاسو هغه ليکنه ما هم ليدلې وه، غوښتل مې ړنګول يې تاييد کړم ، خو چې ستاسو احساساتي غبګون مې وليده ، نو اړوتم چې ځواب يې زه درکړم :
د ټول افغان د بحث فورمونو د ادارې پر مقصد تاسو پوه شوي نه ياست که دا سې فکر کوئ چې ادارې ته د مقابل طرف ليکنه چې تاسو دلته د مثال ه توګه ښودلې ده، مؤدبه او له قلمي عفت نمونه ښکاري ، نو تير وتلي ياست . ستاسو په ليکنه کې دوه غټې نيمګړتياوې موجودې وې :
١ـ تاسو يومشخص ليکونکی مخاطب کړی و ، خو په پورتني مثال کې کې هيڅوک هم مخاطب شوی نه دی ، د پطلونوال کلمه اوښان او نورو يادونه عامه کارول شوې او په اوداسه کې د پتلونوال ستونځې هم عامې يادې شوې چې زيات اروپايانو ته راجع کيږي ، ما ، تا او بل او بل ورور ته يې ګوته نه ده نيولې چې پرې تحقير يې کړي، خوتاسو ميلمه ليکونکې ته لومړی طالبه ويلی او بيا دې پرې د خپل مخاطب په توګه خوله راخلاصه کړې ده .
٢ـ په ويبپاڼه کې څوک مخاطب کول او بيا ورته د يو ډول ښکنځلو په شکل جنسي الاتو اشاره کول او يادول يې نورښتيا چې د ادابو او درناوي له هرې پولې څخه وتلي ؤ .
[quote:f71fd8d69f]رښتيا چه خپل عيب دولومنځ دۍ نه شکاري [/quote:f71fd8d69f]
مالومه نه ده دا خبره مو چاته راجع ده، خوکه د هغه پاسنۍ جملې سره مو يو ځای شي چې [quote:f71fd8d69f]زماپه خيال چه دړنګولوپه وخت کی دعينکی هېري وی [/quote:f71fd8d69f]نو ښايي دلته مو هم آداره مطلب وي چې ستاسې ليکنه يې ړنګه کړې ده، په دې صورت کې مو هم دوه تيروتنې کړي :
١ـ داچې د ادارې مسول وطنمل صاحب مو د خپل اقتباس کړي شخص سره په يوه ليکه کې درولی او د خپل مدعي په سترګه مو ورته کتلي، ځکه د غه تيروتنه مو دده پر شا غورځولې چې ګواکې ده ته دغه تيروتنه د خپلو ولود منځ په څير نه ښکاري ، کومه چې ستاسې په اند يې د ړنګولو په وخت کې د عينکو د هيرولو له امله نه شوه ليدلای . حال داچې وطنمل صاحب نه له ستاسې او نه ستاسې د مدعي له نظر سره څه کار لري ، ستاسې ددواړو اونورو ليکونکو د حقوقو ساتنه او څارنه يې خپله دنده ګڼلې ده او بس .
دوهم داچې آن د ادارې په وړاندې مو هم له امرانه پوځي ، لنډ پارې او اشرافي لهجې څخه کار اخيستی چې د آدابو په کې رنجه هم نه مالوميږي .
د غسې zynism مو د بانډوالو او صحرايي وګړو په هکله د خپل نظر په ﻻنديني اقتباس کې هم له بلکې څخه وروسته په وروستيو کلمو کې وګورئ:

(( دباڼډه والواودغربي افريقی دصحرادکلتورپيروانوته ځواب ددريشۍ اونيکتايي په عفت نه ورکول کيزي بلکه [color=blue:f71fd8d69f]دچوکی په خله کولو))[/color:f71fd8d69f]
وروره چې د انټر نيټ په پاڼه کې د بحث مقابله خوا ، او هغه هم د دريشۍ او جامو په يوه نامهمه موضؤع کې ، پر چوکيو باندې پر خوله وهل غواړې، نو وطن ته خو به له له ټانکونو ، توغنديو او B-52 پرته هډو ستنيږې نه !


Anonymous
27.04.2005

سيال ګله وروره مؤمن زما انتخابي نوم دی اودمؤمن په نوم ليکنه کښي داسي څه نه ووچي هغه دړنګ کړل شي . ښايي تاسو د نامعلومه ميلمه شکايتي ليکنه دمؤمن د ليکنې په نوم پيژندلي وي چي هغه ميلمه دخپلې ليکنې ړنګيدواودمادليکنې د نه ړنګيدوشکايت کاوه اوداقتباس په ډول يې زما دالاندي ليکنه راخستي وه ٠

[color=blue:01c57a2770]،پتلون وال صاحبان چي دکيناستووس نه لري په بيت الخلاؤ کښي دګاوميشواواوښانوغوندي په ولاړه متيازې کوي اوبل داچي داوښانواوحيواناتوپه غاړه کښي هم پړئ يارسئ ځوړند وي اودپتلون وال صاحب هم په غاړه کښي پړئ يانکتايې اچولي وي نواوس داوښانو اوحيواناتو سره يی توپيرتاسوپه ګوته کړئ ٠ والسلام [/color:01c57a2770]

چي هغه ده ځواب يی تاسوپه خپله ورته ليکلئ نورنودمؤمن طرفه دليکنې ړنګيدوشکايت نه شوئ اونه ورته اړتيا ليدل شوي

ستاسوورورمؤمن


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more