د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

م ن غروال
24.04.2005

محترم ورور خټګر صاحب سلامونه او نېکې هيلې مې په حضور کي ومنئ!
ډير خوشخاله يم چې ستاسو غوندې روڼ آنده او په خبرو پوه وروڼه مې په ښکلي پښتو ويب پاڼه کي زياتيږي٠ او مننه کوم چې زما ليکنه مو ستايلې ده چې ماته مو وياړ را په برخه کړو٠
هيله من يم تل خپله همکاري جاري وساتئ او تل له مونږه سره بحثو کي ګډون وکړئ٠
څاروان ورور به هم انشأالله آخر زمونږ په مرام او هدف پوه شي او په ګډه به د خپل هېواد رغونې سولې او هر اړخيز پر مختګ لپاره سره مټې راونغاړو٠
ستاسو د برياليتوب او نيکمرغۍ په هيله!
په درناوې
ستاسو يو نا اشنا ورور محمد نادر غروال


KHATHGAR
27.04.2005

غروال صيب سلامونه له دېخوا هم درقبول کړۍ، د خواږه روغبړ نه موډېره مننه٠
دغه ويبپاڼه په رښتېا هم مونږ پښتنو ته ېو ښه غنيمت دی، چې د هغې د درنو چلوؤنکو په همت دافغانانو دخپلمنځي پوهاوي د پاره ډېر مفيد ثابتېداي شي،نو که خداۍ پاک کوله او مونږ تاسو بندګانوهم په ګډه سره د دغه پوهاوي په لور حرکت وکړ هرو مرو به ئې نتيجه د افغانانو په ګټه وي٠ ستاسو د بياهم په زړه پورو ليکنو او بانډار په انتظار، ستاسو ورور ر٠ خټګر
اباد او سرلوړۍ دی وي ګران أفغانستان



څاروان
30.04.2005

۳۰-۴-۲۰۰۵

خټګره وروره
السلام عليكم ورحمه الله وبركاته

وروره زما په تيره ليكنه ستاسي څخه څو پوښتني كړي وي چه پدي ليكنه كې دى جواب نه راته ښكاري نو خپلي پوښتني يوځل بيا تكراروم او هيله درڅخه كوم چه جواب ئې د اسلام په فورم كې د ترور په موضوع كې وليكې ځكه چه د كفري مستعمرينو د ترور په اړوند خبري ټولي يوځاي كې جمع شي او لوستونكې ئې په اسانې سره د حقيقت درك وكړي شي.
زما پوښتني دا وي:
[[ كومه معنى چه تاسي د ترور ذكر كړي آيا همدغه كارونه مو د روسي مستعمرينو په خلاف جنګ كې د مجاهدينو په نامه نه كول ؟ هغه وخت همدغي كارونو ته همدا تاسي جهاد نه ويلو؟ او په همدي كارونو ښاغلي نه وي؟؟ نن ولي د صليبي مستعمرينو په خلاف دغه كارونو منفور ناروا حرام عمل وايي ؟ سره ددي چه د روسانو د استعمار پروخت كمونستانو همدي كارونو د وجه مجاهدينو ته اشرار ويل خو نن چه ستاسي بادار راغلي او د مجاهدينو له طرفه ورسره همغه چلند ته چه د روسانو سره ئې كولو تاسي منفور او ناروا حرام عمل وايي .او چه تاسي د روسانو او د هغوي د انډيوالانو سره كولو همدغه كارونه روا عمل وه. ولي؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟]]

څاروان


نقاد
08.05.2005

څاروانه وروره له سلام وروسته بښنه غواړم چې ځواب مې وځنډېده:
[quote:219927c68b]څاروان :که د مجاهدينو اوسني مقاومت له منځه لاړشي نو دغه صليبيان به همغه كارونه ... وكړي كوم ئې چه د غرناطي د مجاهدينو د مقاومت د ختميدو څخه ورسته ئې د مسلمانانو سره وكړل، [/quote:219927c68b]
تيروتی يې څاروا ن صيب، افغانان به د طالبانو له تسليمولو وروسته ټول بهرنيان له خاورې څخه باسي، تر ټولو مخکې امريکايان او انګليسان او بيا نور د ايساف پوځونه . که امريکايي اډې دلته وي نو له هغوﻻشرايطو څخه به چې په پاکستان کې لرلې په غوره شرايطو وي او د افغانستان له پاره به په لا زياته اقتصادي ګټه اوسي ، نه بر عکس! او که نه و، اډې مډې به هم پريږدي او پښې به سپکوي.
او دا چې طالبان يې پر ضد فعاليت کوي ، نو راوستي هم دوې دي د بن ﻻدن او هغه د سعودي عرب په خاطر ، نو اوس که خپله چټلي پاکوي احسان يې پر چا نشته ، خو بري نه لري او د امريکايانو د پاتې کيدلو له پاره صرف پلمې هغوي ته په ﻻس ورکوي .
[quote:219927c68b]نقاد صيب زما ليكنې د طالبانو د ملاتړ لپاره نه دي بلكې د مجاهدينو په ملاتړ او د كفري صليبي ښكيلاكو ځواكونو په خلاف دي خو تاسي د خپل بادار په څير هر هغه كس چه د صليبيانو فرعونيت او طاغوتيت نه منې هغه د طالبانو او القاعدي په ليست كې نيسي . زما د طالبانو سره هيڅ اړيكې نه وي اونه شته او د كفري مستعمرينو خلاف اواز اوچتول خپل ايمانې او قومې دنده بولم .[/quote:219927c68b]
زه به هم ستا په پورتنيوجملو ځواب درکړم :

څاروان صيب زما ليكنې د امرکايانو د ملاتړ لپاره نه دي بلكې د ملي او دموکراتو ځواکونو په ملاتړ د القاعده او طالب اورپکو ځواكونو په خلاف دي خو تاسي د خپل بادار په څير هر هغه كس چه د القاعده واکمني نه منې هغه د لويديځ پلوو
په ليست كې نيسي . زما د لويديځوالو سره هيڅ اړيكې نه شته او نه وې خو د
طالب او القاعدې د واک غوښتونکو هڅو خلاف اواز اوچتول خپله اړينه ملي او اولسواکه دنده بولم ، څو دغه طالب راوستي بهرنيان د طالب له مشرۍ پرته بيرته له هيواد څخه ويستلو ته اړباسو!
د امريکايانو اعمال چه دا ئې كړي او دائې كړي زه په پرېنده توګه غندم او پر افغانستان يې تيری بولم ، خو ددوی د وېستلو له پاره چې اوس څه ته اړتيا وينم هغه په هيواد کې آرامي او سوله ده ،څو د امريکايانو شتون ته هم په هيواد کې دپای ټکی کيږدو.
[quote:219927c68b]د كفري صليبي مستعمرينو تر سرپرستي لاندي په هيواد كې له دري كالو راهيسي ولسواكۍ پلي كيدل شروع دي خو نقاد صيب ته خو يوڅو كسان په ګوته كړه چه په سزا ئې رسولي دي [/quote:219927c68b]

څاروان صيب په رښتيا چې اولسواکي له ا ساسه نه پيژنې، اولسواکي چيرې د بهرنيو ځواکونو په شتون کې پلې کيدای شي، خو کيدای شي امنيتي مقدمات يې راجوړ کړي ، مثلأ که چيرې غښتلې ملي اردو جوړه کړي چې د ملي خپلواکۍ او او ولسواکۍ ساتنه وکړي.
نو ځکه خو (( هغه له ټول ښاغلي .. چه ډير ظلم ئې كړي ، د بيلګې په توګه هغه ډله چه د سنيانو څخه به ئې په ولاړه او ژوندون پوستكې ايستل او په سرو به ئې ميخونه ورته ټكوهل، په كانټينرو كې ئې وريتول او.... مقصد مې كريم خليلي او ډله ئې ده. بل دوستم چه د زرګونو بي ګناه افغانانو قاتل دي او تعليم ئې هم په نشت حساب دي نن ... په حكومت كې لوي درستيز دي )) د طالبانوپشان داولسواکۍ پر دغسې دوښمنانو کله اولسواکي جوړيږي . مونږ ډاډ درکوو چې طالب راوستو او طالب
ټينګ کړو امريکايانو له خوا په ((خپاره شوي غوړ غوړ شعارونو باندي )) مونږ نه غوليږو .
څاروان صيب د ډيرو نورو ځوابونو ترڅنګ دي زما له دې جواب څخه هم سترګې پټي كړي چې اسلام زما په نظر د انسانانو د حقوقو اساس دی او ته ئې هم غواړي نو بيا ولي د اسلامي حكومت په نوم دخلکو د ولسواكۍ پر حق سترګې پټوئ
او آ ن اسلامي اولسواکي هم نه منئ؟؟؟
ولې مو د انسا ن او انسانيت ، ولس او ولسواکۍ د ټكې سره دومره ورانه ده؟؟؟
هغه شيان چې په اسلامي عدالت کې شته ايا اسلامي او ملي افغاني ولسواكي هغه نه مني؟ او ايااسلام اجازه نه وركوي؟؟ كه په ذكر شويو شيانو كې په امريکاکې كوم شي ته اجازه نه وركوي نو دا خو د افغان اولسواکۍ ګناه نه ده چه تاسي ترينه دومره بيزاره يي چه د نوم څخه ئې هم ... كوي ، د مخكينيو اصلو څخه دا قاعده مونږ ته راپاتي ده چه نه اسلام او نه ولسواکي په افرادو پيژندل كيږي ، بلکې عكس ئې صحيح دي چې افراد پرهغوی دواړو ښه پيژندل کيږي . اسلام او اسلامي اولسواکي سره خور او ورور دي اوتاغوندې شل څاروانه يې سره نشي بيلولي، بي له دې چې د دواړو په وړاندې پر خيانت مرتکب شې . هومونږ د اولسواکۍ له پاره له عيسويانو څخه مرسته نه غواړو ، خو شرط يې دادی چې تاسې او طالبان هم د اولسواکۍپر ضد خپل لجوجانه مقاومت ختم کړئ، د يو ملي اسلامي اواولسواک حکومت په جوړولو کې د ټولو افغاني ورونوسره برخه واخلئ، نو امريکايان به انشأالله ژرتر ژره له خپل هيواد څخه په ګډه وباسو.
ما ليکلي وو:
((که څو تنه چې د خپل تور قدرت څخه لویدلي ود خپل لجاجت او شق کولو له پاره د خپل پخواني پنجابي بادارانوغیږې ته ورتښتي)) ، خو تاسو دا خره پر ځان ر اړولې او ليکئ چې :
[quote:219927c68b]نقاد صيب كه زما اوسيدل په پښتونخوا كې تاسي په دي معنى اخلي چه زما تربيه پنجابيان كوي او زما باداران دي نو ستاسي دغه خبره هم د بادارنو په څير دي له انصاف څخه لري ده [/quote:219927c68b]
څاروان صيب د القاعدې ډير غړي او طالب ورانکاران پاکستان ته تښتيدلي دي، که څوک هغوي يادوي او ته پر ځان بدګمانه کيږي، نو دا ستا خپل کاردی ، ما خو ته نه يې ښودلی، خو شايد پلمه دې لټوله څو دغسې بيځايه او بي ارتباطه تورونه ولګوې : [quote:219927c68b]ځكه نن پنجابيان هم د وخت فرعون په مخ كې ستاسي په څير په ركوع دي او د بيت الله په ځاي ئې سپيني ماڼي ته مخ ګرځولي خو اوس خو په هيواد كې ستاسي د صليبي بادارانو حكومت دى ولي ورته نه راځي؟؟ [/quote:219927c68b]
اوس د اولسواکۍ جغ ستاسو پر څټ نه دی لګيدلی، دا دامريکايانو جغ دی چې پر تاسو ايښودل کيږي، دا مونږ هم نه غواړو، خو کله چې هغوی ووتل او تاسو د اولس واک ، د خپل مسلمان افغان اولس واک ته تن ايښی وي يعنې د هغوی د واکمنۍ جغ ته مو څټ ونيو، او لغتې وهل مو بس کړل او دکيل پرليکه سم شوئ، انشا الله بيابه مونږ هم راشو او ننداره به مووکړو چې د ورانولو پر ځای وطن څنګه ښه ابادوئ !
خو وروره د اولس واک او داولسواکۍ تسلط د عقل اوجمعي تفکر جغ دی ، د وحشت او ياغيتوب پر ضد د منطق، پوهې، عدالت ، حق او حقيقت ،دسيپلين او ورورولۍ جغ دی چې بده يې وانخلې !
[color=blue:219927c68b]د امريکايانو ويستل زمونږ او ستاسو ګډه دنده ده ، خو اول بايد په خپلو کې سره صلا شو چې د يوې ملي (افغاني) اسلامي اولسواکۍ له پاره به اوږه پر اوږه د بهرنيانو پر ضد سره ودريږو! دا د اسلام ، وطن او ملت دريواړو د نجات ﻻر ده !
نو راځۍ چې پردغه ﻻری سره ﻻسونه ورکړو ! ومن الله التوفيق .[/color:219927c68b]

. ومن الله التوفيق .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more