نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
Anonymous
13.06.2005
درنو او عزتمنو ورونو او خويندو ته غنچې غنچې سلامونه !
د بحث له غزولو څخه مو مننه کوم ، زه ترې يو څه زدکړه کولی شم، هيلمنه يم نورو لوستونکو ته هم ګټور ولويږي .
محترم حليمي صاحب ستاسو ليکنه مې ډيره خوښه شوه، ځکه زما د علاقې وړ ځوابونه لري ، خو پوښتنې هم راسره پيدا کوي او په دې توګه مې ستاسو ټولو د بحث غزولو ته سترګې پر ﻻره پاتې کيږم . مثلأ تاسو ليکلي:
[quote:7912bf4852]ا نسان هيڅ وخت د اخلاقو ادراک ،شعور پخپله ندۍ پيدا کړۍ ٠ همېشه له اسمانه ورته راغلۍ دي ٠ که انسان سواد درلودۍ يا نه درلودۍ ٠ [/quote:7912bf4852]
دا ډيره ښکلې روښانه او په زړه پورې جمله ده، خو د حقيقت څيړونکو ته به په ډيرو پوښتنو کې يوه دا هم راپيدا کيږي چې: د انسان د تاريخ ډيره لږه ، وروستۍ څلويتمه يا پنځوسمه ، برخه کې سواد موجود و، ځکه چې انسان ليک نه و اختراع کړی، او د حيرانتيا خبره داده چې ولې ليک له اسمان څخه نه دی راغلی ، بلکې انسانانو اختراع کړی دی، نو تر دې مخکې اسماني کتاب يا ليکل شوې وحې نه ده راغلې ، پغمبرانو هم ليک لوست (سواد) نه درلود، نو اخلاق او ښونه روزنه يې حتمأ ټول شفاهي وو. نو تکيه هم ټوله په شفاهي تاريخ شوې چې په تر ټولو زاړه او لومړي اسماني کتاب تورات کې د هغوی حقيقت انځور شوی دی . تاسو هم ليکلي [quote:7912bf4852]
چه يوازني اسناد ،کتابونه چه موږ پېژنو په تاريخ کښي هغه د اسماني کتابونو نومونه دي ٠ چه عاقده ،اخلاق،حقوق،سياست او حکمت په بر کښي نيسي ٠ او زده کړي ته ئې هنر ويلې سوو ٠[/quote:7912bf4852]
دلته مو د اخلاقو تر څنګ سياست هم شامل کړی ، حال داچې سياست له دولت جوړونې له هڅو مخکې وجود نه درلود او دولت له طبقاتي ټولنې مخکې ديرش څلويښت زره کاله وجود نه درلود، له دې کبله نه ثابتيږي چې ګواکې سياست د انسان د خپل ﻻس پيداوار نه دی او له اسمانه راغلی دی، بلکې برعکس که سياست هم همدغسې لرغونی اسماني وبولو لکه مورال، نو د سياست انساني صنعه چې انسان رامنځته ی، دا ثابتوي چې خير اخلاق هم انسان رامنځته کړی دی .
خو طبعأ برجسته او وتلو انسانانو! وګورۍ سقراط يو فيلسوف و، اسماني پيغمبر نه واو په هيڅ اسماني کتاب کې يې نوم نشته ، خو د اخلاقو يو وتلی ﻻر ښود و او په پای کې په ډير لوړ اخلاقي متانت سه يې د زهرو جام په سراواړاوه او
لستونکو وګړو او ليکوالانو ته د تل له پاره د اخلاقو د يوه سرمشق او نمونې په توګه پاتې شو. تورات يا يهودي دين هم لا هغه وخت په يونان کې چا نه پيژنده.
دغه راز ژبه هم اسماني نه ده ، که چيرې اجتماعي شعور په دوديز شعور يا دود سره ترجمه نکړو، بلکې هر شعور چې له جامعی اوکلتور څخه يې سرچينه اخيستې وي، اجتماعي شعور دی ، يعنې هغه څه چې د پوهاوي افهام او تفهيم وړ اوسي او پر ژبه بيانيږي . ژبه هم د همدغه اجتماعيت او ګډ ژوند څخه منځته راغلې ده. هغه اسماني ژبه چې ادم پرې په جنت کې خبرې کړي، ښايي ځمکې ته ورسره نه وي راغلې او که راغلې وي نو اثاريې ولې پرځمکه نه موندل کيږي ؟
که دغه پوښتنې هم راته ځواب شي ښه به وي. په ډير درناوي.
Anonymous
13.06.2005
ګرانه حليمى صاحب وتاسو اولوستنكو ته دهغه ريګ چى ددرياب پرغاړه تا وليدى دهغه ريګپه تعداد سلامونه عرض كوم
ستاسو قيصة مى ولوستل هغه چى تا ويل:
نن و بيچ (د بحر غاړه ) ته تللۍ وم ٠ داسي حال مي وليدۍ چه په چورت کي ډوب يم ٠ خدای دي وکړي چه وئې ونۍ راڅه
د درياب پر غاره ناست وم چه درختي راشنئ سوې ٠ او غټي سوې ٠ او ورته کتل مي پخپله راچپه سوې ٠ او کړپی دي تختې ځيني چوړي سوې پخپله
دغه تختې سره راځغلي سره مښلي ٠ کراکرار په اخيره کښي کښتي (بېړۍ )
څيني چوړه سوه ٠ او پخپله رهي سوه اوبونه ولوېدل او رهي سوه ٠ او تر سترګومي نيهامه سوه ٠ چه هر څه فکر کوم وايم خوب به مي ليدلي وي ٠
دا ستا دسترګو ليدلى حال بلكل ريشتيادى ولى كه دا ريشتيا نه وى
1_ نو داسى څنكه كيدلاى شى چى موردارې اوبه ( منى) ورحم ته داخل شى هغه يو ټوټه غوښى شى او بيا به كښى هډوكى بيدا شى او په هغه كى سر سترګى غوږونه لاسونه توتى نوكان ويښتان زړه سږى اينه پښتورګى بښى خوله پزه ژبه ورځى پخپله جوړ شى او هر اندام خپله وظيفه اوتوماتيك اجراكوى كه يو د سترګوو ليدلو ته په غور سره فكر وكړو هم دغه د انسان دپاره بس دى جى شحم ( وازګه ) ځنكه ليدل كوى
سبحان من خلق شحماً بصيرا ً
2_ يو بوټى چى خوراك ئى اوبه او خاورى دى ميوه ئى جلا جلا رنګ او جلا جلا خوند او جلاجلا شكل لرى
مرچك، ليمون ، توت، پياز ، اوږه، انار، مالټه ، كيله، سيب ، الو، الو بالو، كوپړه، بانجن ، جوز ، بيسته بادام او داسى نور ........................................................................................................................
دټولو خوراك اوبه او خاورى دى ودغه ميو ته رنك ، خوند ، او شكل څوك وركولاي شى
ابو محمود
المدينة المنورة
ع کريم حليمي
13.06.2005
درنې او پتمي وربل او ګرانو وړونو سلام !
هو سقراط يو فيلسوف انسان وو او که ووايو چه په فيلسفانو کي فيلسوف
هم ويلای سوو ٠
[quote:6e83819999]خو د اخلاقو يو وتلی ﻻر ښود و او په پای کې په ډير لوړ اخلاقي متانت سه يې د زهرو جام په سراواړاوه او
لستونکو وګړو او ليکوالانو ته د تل له پاره د اخلاقو د يوه سرمشق او نمونې په توګه پاتې شو[/quote:6e83819999]
که زه تاسوته يو واښکی سپين کيشميش در واستوم ٠ او تاسو چه ئې وخورۍ
او ماته حال راواستوۍ چه انګوړ ډير خواږه وو ٠ نو د دې څه ماته معلوميږي چه تر دغه انګورو له مخه تاسو خواږه انګور نه وه خوړلي ٠ اما ماچه دراستول خواږه مي نه کړه احساس ولي چه دوې ورځي دمخه ماتردغو انګورو خواږه خوړلي وه ٠ معنا داچه انسانان هرڅه ته د نسبت په سترګه ويني ٠ نو د دوو تر منيځ فرق فرق کولې سي ٠
د خپل عصر د اخلاقو استاد به وو ٠ ولي چه وحي الله کوي انسان ته٠ نه ده ضرور چه خامخادي رسول وي ،لقمان هم يو انسان وو زما عقل راته وائي چه دواړه انبيا نه وه٠ څه شک سته چه وحي به ورته کيدې ٠ ايا دا يو طبيعي اخلاق دي چه حکومت دي څوک په زهرو وژني او دئ دې هم وچيښي ٠ په داسي حال کښي دئ پوهيږي چه د عصر قانون غلط دۍ ٠ او هم د بند څه ځان خلاصولې سي ٠ بيا ئې هم زهر پورته کړه ٠ هو نافذ قانون ته غاړه ايښودل ښه اخلاق دي ٠ او که سړی ١٠٠ في % پوهيږي چه قانون غلط دۍ
د قانون څخه تښتيدا بيا افضل اخلاق دي ٠ ولي چه طبيعي شکل هم دغه دۍ
او کله چه مبارک اخلاق پوره کړه نو د مځکي پرمخ مشهور اخلاق اخلاق اسلامي دي ،او هم طبيعي دي
[quote:6e83819999]دلته مو د اخلاقو تر څنګ سياست هم شامل کړی ، حال داچې سياست له دولت جوړونې له هڅو مخکې وجود نه درلود او دولت له طبقاتي ټولنې مخکې ديرش څلويښت زره کاله وجود نه درلود،[/quote:6e83819999]
هو داسي مي ليکلي [color=blue:6e83819999]عاقده ،اخلاق،حقوق،سياست او حکمت په بر کښي نيسي [/color:6e83819999]
سياست څو تعريفه لري ٠ چه يوتعريف ئې تغير راوستل ٠
چه هر اسماني دين نوي اخلاق راوړي ٠ هغه چه موازي وي نه ئې تغيره وي
او د نوي دين جز ئې ګڼي ٠
او مطلب مي د سياست څه دولتي سياست نه دۍ
Anonymous
13.06.2005
محترم حليمي صاحب ته غنچې غنچې سلامونه او نيکې هيلي وړاندې کوم .
زماد پوښتنو موخه دځان پوهول و،ستاسو له ځوابونو څخه مننه کوم، ځکه تاسو هم په لرغوني يونان کې ان دسقراط په سطحه داخلاقو موجوديت منئ، او داچې مبارک (ص) داخلاقو بشپړونکی و،په دې هيڅ شک نشته، شک په دې کې شته چې ګواکې سقراط ته وحې کيدله. ځکه وحې لږترلږه د خدای تعالی پر وحدانيت
عقيده لرل ﻻزموي، خو په لرغوني يونان کې عقيده پر ار باب الانواع موجوده وه اود واحدخدای په اړه سقراط هم څوک باور ته نه دي رابللي .
[quote:cb63b62e40]معنا داچه انسانان هرڅه ته د نسبت په سترګه ويني ٠ نو د دوو تر منيځ فرق فرق کولې سي[/quote:cb63b62e40] ٠
هو، بالکل فرق او توپير د ښو او بدو د پيژندلو او دا پيژندنه په ټولنه کې د اخلاقو مور ده. سقراط ښه او حقيقت دواړه سره ﻻزم او ملزوم او په بنسټ کې سره يوشی ګڼل ، او ويل به يې چې حقيقت ښوته ، او ښه حقيقت ته وايي. دده پر اند انسان له خپل اساس څخه ښه او اخلاقي موجود دی، که چيرې يې د تفکيک او پيژندنې قوه پياوړې شي او حقيقت درک کړي ، نو اخلاقي عمل او قضاوت کوي . نو ښه روزنه د انسان پوهول دي .
[quote:cb63b62e40]ايا دا يو طبيعي اخلاق دي چه حکومت دي څوک په زهرو وژني او دئ دې هم وچيښي ٠ په داسي حال کښي دئ پوهيږي چه د عصر قانون غلط دۍ ٠ او هم د بند څه ځان خلاصولې سي ٠ بيا ئې هم زهر پورته کړه ٠[/quote:cb63b62e40]
نوموړی ځوان نه و او د ډير عمر خاوند و، مبارزه يې هم سياسي نه ، بلکې فلسفي او اخلاقي وه، آن په ځلميتوب کې يې د ټاټوبي په دفاع کې د لومړي داوطلب سرتيري په توګه ( دداريوش پر ضد) برخه اخيستې وه ، ښايي په دې فکر چې د زهرو چښل به خلکو ته دده د ﻻرې پياوړتيا او برحقيت د جاري قانون او موجوده نظام په وړاندې ښه روښانه کړي ، خپل متانت ته به خلک ګوته په غاښ او د عملي درس په اخيستلو سره به ددوی کرکه له ظلم څخه زياته کړي .
والسلام .
ع کريم حليمي
14.06.2005
پتمني وربل خور او درنو وړونو سلام !
وحي و هر انسان ته کيږي ٠ خو دومره خبره ده چه د رسالت وحي نه
د رسالت وحي يوازي و رسول ته کيږي ٠ چه خلګ و وحدانيت دعوت کړي ٠
چه د رسالت وحي يوازي جبرايل عليه والسلام راوړي ٠
که ستاسو فکر وي فلاسفه داسي څه را اخلي له طبيعت څه چه هر انسان ئې نسي راوړلې ٠ رسولانو ته د الجبر،رياضي وحي نه کوي ٠ هر هغه پوه چه د تجربې څه پيداکيږي ٠ هغه وحي نه دي ٠ او هر هغه څه چه بيله تجربي څخه و سر ته د انسان راځي هغه يا وحي دي يا الهام يا ملکه وي ٠ چه ملکه ئې هغه ضعيفه تريني وحي دي ٠
وحي يوازي انسان ته هم يوازي نه کيږي ٠ غالبوزي ، مېږي ٠٠٠ ٠٠٠ ته هم کيږي ٠ اوهم سوي وې ٠ نو فلاسفه وو ته ولي نه کيږي وحي ٠
نو فزيک او کيميا رياضي ، موږ ته الله څرنګه راوښئ ٠ بيله کومه شکه څخه ئې ومنۍ ٠ ولي داسي کوم څه د ردېدو د دې خبري نسته ٠