نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
Wares Darwesh
12.02.2005
ډير محترم او دقدر وړ ښاغلۍ غروال صيب تاوده سلامونه اونيکی هيلی می دانترنيټ په څپو کښی ومنې٠
ستاسی د حسن نظر،لطف ، مهربانی او پيرزوينی څخه ،چی زما په اړوندمو کړيده ، يو دنيا مننه کووم٠
زه دا لوی وياړ ګڼم چی ستاسی په شان ښه،اديب او په وطن مين دوست زما دليکنو او اندونو ستاينه کړيده٠
او په ضمن کښی تاسی ټولو دوستانو سره دا وعده کوم چی په راتلونکی کښی به زه ، ستاسو منورينو سره په ښو او ګټورو بحثونو کښی ګډون کوم،اوکه کومه غلطی راڅخه په ليکنو کښی کيږی نو هيله ده چی تاسی دوستان می ورته په موقع سره متوجه کړې٠
ستاسی دښه صحت په هيله ٠
په ډير درناوی او مينه٠
وارث درويش٠
نقاد
12.02.2005
[quote:5d9a8ee8ff="Adil watanmal"]ګرانه! د افغانستان پر جهاد چي تر كومه ځايه زه معلومات لرم ټول مصرف دولس زره ميلونه ډالره شوي چي پدي كي د مهاجرينو مربوطه مصاريف هم شامل دي خو امريكايانو فقط زره ميليونه ډالره مصرف كړي نور عربانو وركړي نو ته اوس خپله قضاوت وكړه چي د روسانو د جهاد پر وخت مالي مصاريف چا پر غاړه اخيستي وه[/quote:5d9a8ee8ff]
عادل صاحب سلامونه ، دا ارقام ښايي دټول لويديځ مرستې منعکس نه کړي، بيا هم د عربو مرستې کم ارزښته نه بولم ، خوبايد د بنياد ګرايانو او سختدريزو ډلو زياتوالی او يو دبل پر ضد جګړ ې د يوه افت په توګه هم د عربي مرستو يوه زيږنده وبولو چې افغانستان يې په لنډه موده کې د شوروي له وتلو وروسته د هغوورانيو او ويجاړيو په مقايسه څو ځله زيات وران او ويجاړ کړ ،ک
چې شورويانو په لسو کالو کې وران کړي و. نو که عربو هر څومره مالي مرسته کړې وي، د لويديځ په څير يېد جهاد ټوله سازاندهي او رهبري ای اس اي ته سپارلې وه، او زمونږ هيواد او اولس يې ددوښمن پرﻻس له جنګي اړتيا و څخه سل ځله زيات وران او ويجاړ کړ او د ای اس اي په ﻻس د شيندلې دوښمنۍ له امله يې د افغان اولس تلفات بي دريغه زيات کړل . لويديځوال ښايي په دې کې بي تفاوته و، هغوي صرف شورويان ماتول غوښتل او ګيله ترې هم نشي کيدای ، خو پاکستان داکار د يوه سياسي هدف په توګه کړي او عربو يې پر دغه ژرنده د مرستو اوبه ورسمې کړې وې . تاسو سم ليکلي چې :
((دريمه خبره دا كوم چي روسان هم پر افغانستان باندي د يرغل څخه دمخه د افغانانو سره يي دوستي وه خو د يرغل پر وخت ولي مونږ ورته د دښمن پرنظر وكتل؟ ايا دا هماغه روسان نه وه چي د افغانستان د سركونو زراعتي پروژو ډيمونو په جوړو كي ئي د افغانانو سره مرستي كولي؟ نو وروره نن امريكايان هم همدغسي شكل لري نو د پرون لږ شاني مرستي بايد زمونږ څخه زمونږ پر هيواد تيري ئي له ياده ونه باسي.))
هو هرې بهرنۍ ﻻسونې خپل بړيڅي او ايديالوژۍ زمونږ د هيواد دبربادولو له پاره په دې هيواد کې پري ايښي دي . مونږ ځکه کمونيستي ايديالوژي ، بنسټپالنه او هغه ديموکراسي په هيوادکې بايد وه منو چې دليديځ په مشرۍ پلې کيږي . که پخپله د افغانانو له خوا اولسواکي رامنځته کيږي هغه دکومې مشخصې
بهرنۍ ايديالوژي اوبهرني قدرت سره تړاو نه لري ، نو د حکومت د شکل په توګه زمونږ ټول ملي او اسلامي ارزښتونه او بنسټونه به ټول په کې رانغښتي وي. تاسو ليکلي :
خو زه يوي خبري ته حيرانيږم چي هغه [color=darkred:5d9a8ee8ff]خلكوته چي درسانو پر وخت مونږ ورته د امريكايانو دښمنان ويل هغوي د امريكايانو په راتګ سره ئي غلامان ثابت شول خو هغه چا ته مو چي د امريكايانو دوستان او د هغوي پيداوار ګڼلو هغوي د امريكايانو په راتګ سره ئي دښمنان شول ولي؟؟ [/color:5d9a8ee8ff]
دا هم دحيرانتيا خبره نده ، په څرګنده توګه روښانه کيدای شي:
ایدوایم هغه ډلې چې دیوه بهرني دولت د پلوي له پاره یې د (( مرګ برامریکا)) چغې وهلې ، د بهرپهوډاګیتوب روږدي شوي او پرپل ځان ، پرخپل خدای اوخپلو خلکو یې تکیه نه درلوده اونه یې لري ، نو ځکه کله چې شوروي ړنګ شو، دوی اوس د بل زبرځوا ک سیوری ته کښیناستل . داولسواکۍسره ددوی د دوښمنۍ ، دیکتاتورۍ او توپک سالارۍ بنسټیز لامل هم پر بهرني قدرت باندې تکیه تکیه کول دي ، پرخپل اولس بی باوري او له هغی څخه ویریدل دي، نو ځکه داولس واک او واکمني نشی منلی او د اولسواکۍ له ویرې څخه پرې سخته تبه راځي . دیلومړی د شوروي او د شروي له ړنګیدو را وروسته اوس د امریکا کونه سټي . دوی پرچمیان اودشمالی اتلاف مجاهدین ، دوسمیاناوسماندي . خو باید ووایوا هره ګټه وټه یې دخپلو اتنيکی قومونو اوسیاسی ډلو په ګټه کړی دی .
بل هغه ډله وه چې دغلام پر غلامۍ یې داسلام پر نامه ویاړ کاوه . دوی به خپل سیاسی اومعنوی بادار (پاکستان) سخت تیر ویستل او د مالی بادارامریکا سره به یې ددوی د مستقمو ایکو پلوی نه کاوه، څو دامریکا سره خپلې مستقلې او
مستقیمې اړیکې پیل نکړي . ځکه پاکستان جهادي تظیمونه د جهاد په اوږدو کې هم داریکا او لوید یځ د ډبلومرستو سره سره له اریکاسره له ستقیمو ایکو څخه لیرې ساتلي وو او هغه شعار چې اخواني ضیأ الحق به پخپله نشو پورته کولی،
دامریکا پر ضدبه یې پر دوی پورته کاوه چې : نه شرق غواړو نه غرب . خو کله چې ربانی قدرت ته ورسید ،هم یې دهند او روسیې سره اړیکې ښې کړې او هم یې له دمریکا سره دتۍ سترګکونه پیل کړل . حکتیار ترې هم ایران ته لاړ ، د پاکستان په
وړاندې د رباني دومره استقلالیت اور ولګاوه ، نو له دې ترخې تجربې څخه له زدکړې ورسته یې طالب غورځنګ ځان ته د لازیات اولاسخت وفادار غورځنګ په توګه رامنځته کړ او په لږ وخت کې یې قدرت ته ورساوه . ددوی اسلام محافظه کار اوورسته پاتې دهقاني اسلام و، او ټولنیزبېز اوبنسټ یې هم پر یوه ژوره قومي
اویوه سطحي خو هغه وخت اغیزمنه سمتی عقده ولاړ و:
دافغانستان د سهیل لویدیځ سمت وګړو یو جهادي تنظیم هم نه و رامنځته کړی، او د هیڅ یوه قدرت ته رسیدل یې هم خپل قومي یا سمتي قدرت نشو بللی . که څه هم د حکمتیارسره یې کومه قومي عقده نه درلوده، خو هغه نه قدرت ته ورسیداونه هم دهغه تظیمي واکمني ددوی دقدرت معنی لرلی شوه، په داسې حال کې چې نوموړی په مخالفه خواکې هم ددوی دسمتی و اکمن تره کی په نسبت دهغه د قاتل خروټي حفیظ الله امین سره دهمقومۍ او خپلوۍ نږدې اړیکې درلودې . په تیره بیا
کله چې د اسلامی ګوند دبی کمالۍ،نالایقۍ او سیاسی ماتې له امله قدرت بالکل دپښتون قام له منګولو څخه ووت، او په عین وخت کې پاکستان له رباني څخه مایوسه شو، نو د سهیل لویدیځ قومي پوتنسیال ته یې پاملرنه وکړه اودخپل بلوچستان د پښتنوله لارې یې وسره اړیکې ټینګې کړې . د ملاعمر پرمشرۍ هغه ژوره قومي عقده هم ګواکې »حلیدله « چې دمیرویس خاند د قوم غلزیو اواحمد شاه بابا د قوم درانیو ( یا سدوزیو+ محمدزیو) ترمنځ د قدرت پرسر یې څو پیړۍ دوام کړی دی . د پاستان سهد طالب غورزنګ تړاو یو بله بدبختي وه چې د دوی د دیکتاتورۍ او دافغانانو د سیاسی ستونځو په وړاندې دوی د بی پروایۍ سبب شوه.
خوتر ټولو زیات زیان په دغه خت کې د اسامه بن لادن پورې د طالب غورځنګ د سیاسی مشرتابه تړلورامنځته کړ: اسامه پهدې بریالی شو چې دملاعمر ډله دامریکا د یونیکال د کمپنۍ سره د تیلودنل دتیرولو له تړون له لاسلیکولوڅخه واړوي او د هغې پر ځا ی همدغه تړون د سعودی عرب دتیلو د یې کپمنۍ سره لاسلیک کړي چې د سعوی د حکومت تر مستقیم کنترول لاندې ده. اساه په دې توګه له طالب ژیم سره د امریکا دوښمنۍ ته کلک بنسټ کیښود او په عین وخت کې یې د سپتمبر د۱۱ نیټې په بریدونو سره دامر یکا د حوصلې کاسه لبریزه کړه. نو دپاکستان ګوډاګیتوب له یوې خوا او د اسامه سره دملاعمر دکولموتړل له بلې خوا د اسلام په تشه بهانه د امریکاسره ددوښمنۍ او د هیواد پرآزاۍ اوخپلواکۍ باندې د طالبانو دلوبو کولوسبب شوي دي اوبس .