د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

Abid
01.06.2006

ګمان مې نه شي چې لاسونه مې در ورسيږي
ته د آسمان لمنه زه د ديوالونو سيوری
ډاکټر اکبر اکبر
دوستانو سلامونه او درناوی.
هيله ده چې ټول به ښه ياست. عصمت الله جانه وروره په ايمان چې ستا اميل زما په ادرس تر اوسه نه دی را رسيدلی. البته جالک ميل ته که راغلی وي او له ما نه ډيليټ شوی وي نو نه پوهيږم، دا اوس هم ما سره په جالک ميل کې دوه خطونه پراته دي زه يې اوس ګورم که چيرې ستا خط په لاس راغی په ايمان چې ځواب يې درکوم.


رښتینی
02.06.2006

يارانو ستاسو خوږ مجلس مى ډير خوښ شو كه مى په يارى منئ
نو كله كله به زه هم سر درته راښكاره كوم او دا هم ځواب

يه مرګيه ماشومان مې راته خاندي
سره پريږده څو شپې ما او څراغونه
درويش درانى


Re: د ټول افغان د بيت بازي مشاعره .... !

مازدیګر
03.06.2006

[quote="صميم کټوازی"][color=blue:9703a8405d] .................................. د ټول افغان د بيت بازي مشاعره ......... ![/color:9703a8405d]

ګرانو وروڼو اوناز دانه خوېندو ،
اسلام عليکم ور حمتۀ الله و برکاتۀ !
د ټول افغان د شعرونو پۀ برخه کې زموږ اوستاسې کمې او کالعدمې علاقې او دلچسپي دې ته لار هواره کړې ، چې پۀ بشپړتوګه يي د پاڼې تړل ښايي بې ځايه و نه بلل شي ،خو موږ يې تړل نه غواړو ، پر همدې بنسټ مو د بيت بازي د مشاعرې تابيا کړې ، هيله لرو چې ټول وروڼه او خوېندې به پۀ کې پۀ پرله پسې توګه برخه واخلي ،
يادښت :
د بيت بازي د مشاعرې اصول دادي ، چې کوم شعر پر کوم توري ياني ټکي سره پا يته رسېږي ،دوهم شعر چې بل ليکونکی به يي وايي ، له هماغۀ توري څخه بايد پيل شي ،چې د لمړي شعر پۀ پای کې راغلی ، د ساري پۀ توګه به د حمزه باباله يوې غزلې دوه شعرونه راوړو،
... پۀ يو ديدن دې ديوانه کړمه زۀ
............................... پۀ بل ديدن دې فرزانه کړمه ز[color=blue:9703a8405d]ۀ [/color:9703a8405d]

[color=white:9703a8405d]ه[/color:9703a8405d]غه خو نه يم چې پر هره شمع ،
........................ زړګيه تابه پروانه کړمه زۀ
خو مګر پۀ دې برخه کې به له کيفه وتل ، ياني غير معياري شعر ليکل نه منل کېږي ،
پۀ پای کې به زۀ د بسم الله الرحمن الرحيم پۀ ويلو سره د کاروان صيب پۀ يوۀ پۀ زړۀ پورې شعر سره مشاعره پرانيزم ،
[color=cyan:9703a8405d] .... شاعران يو پۀ نغمو يادوؤ خدای
.............................. ښکلي ګور پۀ لېمو يادوؤ خدای [/color:9703a8405d]
ستاسې د ګډون پۀ هيله ،
ورور مو صميم[/quote]سلامونه٠٠يازمازړګي ته پيښه وه لېکلې٠٠٠يادي سترګې په رشتیا چی دي کوډګري


مازدیګر
05.06.2006

کټوازی ورور او ګرانو لوستونکو سلامونه .شعر ډالی کوم. یازمازړګی ته پیښه وه لیکلی....یادی سترګی په رښتیا دی جادوګری. په کټوازی مینه.


زرملوال
05.06.2006

مازديګرصيب سلام مى ومنه
ياره رشتياچى دكټوازۍ مينى فدايي يي ځكه دا نولس مخه شعرونه دى پري ايښى دى
او هااااااااااااااااااااغه دصميم صيب شعر ته دى ځواب ليكلى دى او دا مينه دومره درباندى
غالبه ده چى دصميم صيب اصول دى هم تر پښو لاندى كړى دى او داصولو له پاره له صميم صيب
نه پوښتنه وكړه

په انسانى مينه


عصمت الله
05.06.2006

سلامونه او نیکې هیلې ټولو ګرانو یارانو ته وړاندې کوم
خدای پاک مو په عزت لره هر ځای چې اوسۍ ډیر خوشحاله اوسۍ
عابد لالا ته هم مینه اواحترام وړاندې کوم امشاءالله په دا نیږدو ورځو کې به بل بریښنالیک به درولیږم خیر چۍ هغه بل لیک نه دی درسیدلي،
یو غم نه دي چې یې وکړې ای خاطره
ډیر غمـــونه دی کـوه یـې په ساړه زړه
خاطر افریدی


Abid
06.06.2006

سلامونه يارانو فکر کوم وقار صاحب د پاټلۍ نه وتی دی خو زه به د صميم جان د بيت په تعقيب خپل وار تير کړم.
يارانو وکړه غونډه چې له کلي يې وباسو
دې يو کليوال ټول کلی په سر اخيستی دی.


داود فايز
07.06.2006

زه به هم يو شعر درته وليكم خو په يوه بله ژبه خوند به دركړي
ځكه زما سره پښتو شعرونه نشته
بس چي درته معلومه شي چي زه هم ستاسو شعرونه ګورم او خوند راكوي
فقبلتها تسعا وتسعين قبلة وأخرى على خدها وكنت على عجل

محمد أبو عمر


عصمت الله
07.06.2006

سلامـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــونه

لـــه مــا کــوښـه لــه مــا ډیـر لــري ودان دی خلک
زه تورې خاوری یم او ستوری د آسمان دی خلک
درویش درانی
له شعره دې ډیره مننه محمد ابوعمره وروره که دې مهرباني له مخې دا بیت موږ ته وژباړې خوشحاله به شو.
په ډیره مینه


مازدیګر
11.06.2006

زرملوال ورور ته دسلامونو ګېډۍ ...عزیزه ېو خو زه په دا مجلس کی نوی یم ...بس یو شعر می را یاد شو او چونکه خپل می وو ومی لیکو اوس دا چه اصول او قواعد می نه دی مراعت کړی نو هره ناغه چه رابا ندی ږدی پری کولو ته تیار یم پا ته شوه دا چه دا هر څه د کټوازی مینی د ډیر زیاتوالی له امله شوی دی نو دا ځواب په یو بل شعر کی وړاندی کوم .دپلارکوره صدقه دی شم له مځکی.له هوا نه له سیندو نه دی خیرات شم .....بريالی اوسی


Abid
11.06.2006

که لاس مې پورته کړ نو خامخاجانان به غواړم
څه بې ايمانه دومره نه يم چې ايمان به غواړم
اجمل اند
درنو او قدرمنو ورونو سلامونه مې ومنئ هيله ده چې ښه به ياست.


کټوازی
12.06.2006

ما ته به ګل د ښاپېريو له باغونو راوړي ،
کله له قاف نه تاووي کله له چين لاسونه
{ کاروان صيب }
_______________________
ټولو يارانو  ته سلامونه او ښې چارې !
پۀ تېره بيا ، له ګران عصمت الله ، عا بد جان ، ګران ورور لقمان ( زرملوال ) نه کاروان کاروان مننې ، چې بيا بيا يي يادکړي يو ، او نويو يارانو ته يي پۀ مشاعره کې زموږ د شتون احساس وربښلی ، خدای مو ژوندي او ګړندي لره چې مشاعرې موپسې اوږدې شوې او تر تصويري لنډيو غځېدلې !
______[color=cyan:d71af38d71]
پۀ ځانګړي ډول ، مازديګر جانانه ،
د ټول افغان پاڼې ته ښۀ راغلاست ، هر قدم مو پرلېمو !
د ټول افغان پاڼې ته ته مو له راتګ څخه خوښ يو ، هيله من يو چې له موږ سره به د ټول افغان پۀ ټولو بنډارخونو کې پۀ پرله پسې توګه برخه اخلئ او يوازې به مو نه پرېږدئ ! [/color:d71af38d71]
له تاسو څخه پۀ مننه ،
ورور مو صميم


Abid
12.06.2006

هر څه به روښانه شي سترګې په جنګ راوله
څوک خو به ستومانه شي سترګې په جنګ راوله
نجيب عامر
ټولو يارانو ته سلامونه او نيکې هيلې
ستاسې ورور عابد


عصمت الله
13.06.2006

هره يوه مسره مې بس دتورو وينو لپه ده
نه يمه شاعر دسروغاټولو کنډولی يمه
پیرمحمد کاروان
سلامــــــــــــــــــــــــــــــونه او احترامات ټولو لیدونکو ته وړاندې کوم
په خاصه توکه حامد ورور ته او مازدیګر ورورته زه هم دواړو ورونو ته ښه راغلاست وایم .
خدای دې وکړې چې یواځی مو پر ې نږدۍ


هادي حيران
13.06.2006

[color=red:c59287abe9]هم مې څيز، هم مې ناڅيز کا په مېدان کې
زۀ خوشحال په حال خبر نۀ يم چې څۀ يم[/color:c59287abe9]

خوشحال خان خټک


مازدیګر
15.06.2006

ما حمزه ته یثربی باده خاونده ......... په ښاغلی پیما نه کی دافغان را ......... کټوازی ورور عصمت الله جان ورور او ټولو خویندو وروڼو  ته تاوده سلامونه او نیکی هیلی عزیزانو یقین مو وشه په دومره تاوده هر کلی مو دومره تر احسان لاندی کړم چه توری رانه ورک دی ټکنی یم نه پوهیږم څنګه درنه مننه وکړم له الله نه به تو فیق غواړم چه وکولای شم دا پور مو پری کړم بریالی اوسی٠                  


رښتینی
15.06.2006

[color=yellow:88ce8f5f36]اوبه يې کړې شيدې،بوټي ګلان،کاڼي مرجان،او
هوا راته د ګران وطن عطرينه کړې څښتنه
شيرين زوى [/color:88ce8f5f36]

--------------------------------------
ټولو يارانو ته سلامونه اونيكى هيلى


sheer

الهام
16.06.2006

هرارمان مې ځوانيمرګ شي هرارمان مې سرخوړلی
هره ورځ مې هديره کې دزړه جوړوي نوی څلی
شيرين زوى


رښتینی
16.06.2006

[color=blue:3f1e732619]يمه کاڼی ته راګوره چې اوبه شم
غوټۍ ګل شه چې د پاڼو رنګ دې زه شم[/color:3f1e732619]

كاروان

يارانو سلامونه اونيكى ارزوګانى درليږم

په مينه


زرملوال
16.06.2006

[color=green:e0712b6b76]ملغلرې زور ورو ته ورپريږدي
اوښکې خپل کور ته کمزوري راوړي راشي
درويش درانى [/color:e0712b6b76]
-------------------------------------------
يارانو سلامونه داد درويش صيب شعرونه خو كه
له چا سره وى خدايګو كه به يو څو نه راته ليكئ


تمه شه

الهام
17.06.2006

يمه تش لاسى دغليم په وړاندې لږ تمه شه
په تېرې تورې پسې ستاتېره باڼه لټوم

شهزاده ((شيرين زوى ))


عصمت الله
17.06.2006

سلامـــــــــــــــــــــــــــــــــونه پر ټولو لیدونکو وایم

مانه شيشې مه تاووه زه خو څه څراغ نه يم
نه مرم په طوفان کې عجيبه اور اورکی يمه
پیرمحمد کاروان


مازدیګر
17.06.2006

هغه چه په بایللی هدف سر ږدی
بچیه ګرم یی مه بوله ناچار دی
سعدالدین شپون
سلام دی وی او په ټولو دی وی
عصمت الله جانه ډیره مننه پیره : :wink:


داود فايز
17.06.2006

سلامونه اونيك هيلي مي ومني
داهم در واخلي
چي يي مور وي زيږولي په دي خاوره
كه په هر ژبه ګويان وي خو افغان دي

شاعر يي نه پيژنم تاسي يي راوښيي


زرملوال
17.06.2006

ابوعمر صيب سلام
[color=darkred:f68fb2b19d]بچيه ګرم يی مه بوله ناچار دی [/color:f68fb2b19d]
داپورتنى دمازديګرصيب نيمه مسرى ده چى وروستى تورى يي [color=yellow:f68fb2b19d](ى)[/color:f68fb2b19d] ده
ته چى كوم شعر راوړى نو دهغه لومړى بيت به حتما په [color=brown:f68fb2b19d](ي)[/color:f68fb2b19d] سره پيل كيږى
دبيت بازى دمشاعرى خو نور چندانى اصول نشته خو دا يو اصل يي فرض عين ده چى بايد مراعت كړل شى
او كه دى مراعت نه كړ نو بيا ياران وايي چى له پاټلى ولويدى بناء دپاټلى يواځنى اصل مادرته په ګوته كړ
اوس كه ته وايي چى له ما سره پښتو شعرونه نشته نو دادپښتو ټولى پاڼى دشعر برخى لرى او ډيرى شاعران
ويبلاكونه لرى نو ته هغوى ته مراجعه وكړه په پنډو پنډو شعرونه به بيامومى انشاء الله


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more