د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

hewad
28.01.2013

اسلام اعليکم
ښاغلی هڅاند
تاسو ووايئ چې د افغانستان لپاره مشر څۀ ډول وټاکل شي؟ تاسو خو رایګيري نۀ مني٠ البته د مشر ټاکلو ډول بۀ پۀ ايت او حديث ثابتوئ٠
موږ پۀ لنډ وخت کې د رباني د اهل حل و عقد، د ملا عمر د علما شورا او د کرزي لوېديزواله ټاکنه وليدلې٠ اوس نو تاسو خپل ځيل راوښايئ چې هغه څۀ ډول دئ؟


حمید هڅــاند
29.01.2013

له ټولو نه مننه، او په ځانګړې توګه له هیواد نه.
پتوال صیب! تاسو څنګه دا موضوع یو اړخیزه پایلې ته رسوئ؟
او ښاغلی هیواد!. زه به ان شاء الله لږ وروسته خپل نظر په دې اړه په تفصیل څرګند کړم.

درنښت


حلیم یار فطرت
29.01.2013

سنت سلامونه مي قبول كړئ
هيواد صاحب ليكلي دي چی:
په ایات او په حدیث ثابته کړو چی اسلامی نظام څنګه راځی؟
اول خو دا یو بیل تفصلی بحث ده چی دلته رانقلول یی موضوع او بحث مغشوشوی خو په هر حال زه به ستا دقناعت لپاره یوکوچنی مثال ولیکم
اسلامی نظام او اسلامی زعیم دټاکلو در? معیاری طریقی وجود لری
کله چی زمونږدپیشواحضرت محمد صلی الله علیه وسلم درحلت وخت رانژدی شو نو یی صحابه کرام راجمع کړل او هغو ته یی خپل خلیفه او ځای ناستی حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه ورمعرفی کړ
او بیا درسول صلی الله علیه وسلم له وفات سمدستی وروسته سیدنا ابوبکر صدیق رضی الله عنه دمسلمانانو دخلافت چاری پر غاړه واخیستی ټولو مسلمانانو دلیری پرتو سیمو عرب قبایلو او دمختلفو سیمو وفدونو له خلیفةالرسول الله سره بیعت وکړ
او بیا دحضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه تر ژونده پوری هماغه یو بیعت وو او ټولوخلګو یی متابعت کاوو
دوهم :خلیفة خليفة الرسول الله حضرت عمر فاروق رضی الله عنه وو چی هغه هم دابوبکر رضی الله عنه دناروغی په مهال دلویو بدری صحابه و عبدالرحمن بن عوف، عثمان بن عفان، طلحه بن عبیدالله اوبعضی نورو صحابه و رضی الله عنهم اجمعین په مشوره سره خپل ځای ناست او خلیفه وټاکی زه به یی پوره تفصیلی عربی مقاله وروسته درسره شریکه کړم ځکه حلیمی صاحب فقط دخپل مطلب توری پکی را اخیستی وو .او بیا دریم خلیفه و ټـاکل شو هغه داسی چی عمر رضی الله عنه تر شهادت مخکی دشپږو کسانو شورا معینه کړ? وه چی هغه ټول لوی او بدری اصحابان وو: عثمان ابن عفان، عبدالرحمن بن عوف، علی بن ابی طالب، زبیر بن عوام او طلحه بن عبید الله رضی الله عنهم وو او دهغوی له منځه دریم خلیفه عثمان بن عفان رضی الله عنه و ټاکل شو
(دلته دحمید هڅاند صیب دسوال جواب هم ورکوم)


حلیم یار فطرت
29.01.2013

په تیر پسی...
چی همدا وروستی یی د شورا شکل وو دلته جوته شوه چی دشورا کسان خاص کسان وو چی هغو زیات امتیازونه درلودل بدریان وو یو له عشره مبشرینو څخه وو دوه درسول صلی الله معتمده او په مشورو کی شریک او ورته نژدی صحابه کرام وو نواوس حلیمی صاحب یا بل یو دا په کوم استدلال سره په عامه انتخاباتو سره توجیه کوی
(( ﮐﻠﻪ ﭼﻪ ﭘﻮښﺘﻨﻪ ﺷﻮ? ﻭﻩ ﻟﻪ ﺳﺮﺩﺍﺭ ﻋﺎﻟﻢ ﻧﻪ ﭼﻪ ﻟﻪ ﺗﺎﺳﻮ ﻧﻪ ﻭﺭﺳﺘﻪ ﭘﻪ ﭼﺎﭘﺴﻲ ﺍﻗﺘﺪﺍ ﻭ ﮐړﻮ ﻧﻮ ﺳﺮﺩﺍﺭ ﻋﺎﻟﻢ ﻭﺭﺗﻪ ﻭﯾﻠﻲ ﻭﻩ ﭼﻪ : ﻓﺎﻗﺘﺪﻭﺍ ﺑﺎﻟﻠﺬﻳﻦ ﺑﻌﺪﻱ ﺃﺑﻮﺑﻜﺮ ﻭﻋﻤﺮ .....  ﻧﻮﮐﻠﻪ ﭼﻪ ﺳﺮﺩﺍﺭ ﻋﺎﻟﻢ ﺭﺣﻠﺖ ﻭﮐړﻲ ، ﺷﺮﻋﺄ ﺧﻮ ﺩ ﺧﻼ‌ﻓﺖ ﺣﻖ ﺩ ﺃﺑﻮﺑﻜﺮ ﻭﻭ ،
(زه وایم چی رسول صلی الله علیه وسلم هدایت ورکړی و چی اول ابوبکر اوبیا عمر رضی الله عنهما و ټاکی )
ﺍﻣﺎ ﺩﺍﭼﻪ ﺍﻟﻠﻪ ﻓﺮﻣﺎﻳﻲ ﭼﻪ "ﺷﺎﻭِﺭْﻫُﻢْ ﻓِﯽ ﺍﻟْﺄَﻣْﺮِ " ﻧﻮ ﻭ ﺍﻣﺔ ﺗﻪ ﺩﻭﻩ ﻧﻔﺮﻩ ﺭﺍﻣﺨﺘﻪ ﺳﻮﻩ ﺩ ﺑﯿﻌﺖ ﻟﻪ ﭘﺎﺭﻩ ﭼﻪ ﯾﻮ ﺃﺑﻮﺑﻜﺮ ﺍﻭ ﺑﻞ ﺳﻌﺪ ﺑﻦ ﻋﺒﺎﺩﺓ ﺍﻷ‌ﻧﺼﺎﺭﻱ ، ﺍﻭ ﺭﺍﻳﻲ ﺣﻀﺮﺕ ﺃﺑﻮﺑﻜﺮ ﻭګټﻠ? ))

زه یو عربی لینک درسره شریکوم چی په هغه کی د حضرت عمر رضی الله د ټاکل کیدو یوه تفصیلی کیسه راخیستی ده چی په هغی کی دا هم جوته شوی چی ابوبکر رضی الله نه غو ښتل چی عام خلگ دی په دی اوازه خبر شی بلکه خاص کسان یی راغو ښتل او یوازی یوازی یی مشوره ورسره کوله او دعمر رضی الله په هکله به یی دمخورو صحابه کرامو نظر او رایه معلوموله ﻋﻨﺪﻣﺎ ﺍﺷﺘﺪَّ ﻋﻠﻰ ﺃﺑﻲ ﺑﻜﺮ ﻣﺮﺽ ﻣﻮﺗﻪ، ﺟﻤﻊ ﻛﺒﺎﺭ ﺍﻟﺼﺤﺎﺑﺔ ﻭﻗﺎﻝ ﻟﻬﻢ: "ﺇﻧَّﻪ ﻗﺪ ﻧﺰﻝ ﺑﻲ ﻣﺎ ﻗﺪ ﺗﺮﻭﻥ، ﻭﻻ‌ ﺃﻇﻨﻨﻲ ﺇﻻ‌ ﻣﻴِّﺘﺎً، ﻭﻗﺪ ﺃﻃﻠﻖ ﺍﻟﻠﻪ ﺃﻳﻤﺎﻧﻜﻢ ﻣﻦ ﺑﻴﻌﺘﻲ، ﻭﺣﻞّ َﻌﻨﻜﻢ ﻋﻘﺪﻱ، ﻭﺭﺩَّ ﻋﻠﻴﻜﻢ ﺃﻣﺮﻛﻢ، ﻓﺄﻣِّﺮﻭﺍ ﻋﻠﻴﻜﻢ ﻣﻦ ﺃﺣﺒﺒﺘﻢ، ﻓﺈﻧﻜﻢ ﺇﻥ ﺃﻣَّﺮﺗﻢ ﻓﻲ ﺣﻴﺎﺓ ﻣﻨﻲ ﻛﺎﻥ ﺃﺟﺪﺭ ﺃﻻ‌ ﺗﺨﺘﻠﻔﻮﺍ ﺑﻌﺪﻱ". ﻓﺄﺧﺬ ﺍﻟﺼﺤﺎﺑﺔ ﺍﻟﺬﻳﻦ ﺟﻤﻌﻬﻢ ﻳﺘﻌﻔَّﻔﻮﻥ، ﻓﻴﺮﻯ ﻛﻞ ﻣﻨﻬﻢ ﻓﻲ ﺍﻵ‌ﺧﺮ ﻗﺪﺭﺓ ﺃﻛﺒﺮ ﻋﻠﻰ ﺗﻮﻟﻲ ﻣﺴﺆﻭﻟﻴﺔ ﺍﻟﺨﻼ‌ﻓﺔ، ﻓﻌﺎﺩﻭﺍ ﺇﻟﻰ ﺃﺑﻲ ﺑﻜﺮ ﻭﻗﺎﻟﻮﺍ ﻟﻪ ﻃﺎﻟﺒﻴﻦ ﻣﺴﺎﻋﺪﺗﻪ ﺑﺎﺧﺘﻴﺎﺭ ﺍﻟﺨﻠﻴﻔﺔ: "ﺃﺭﻧﺎ ﻳﺎ ﺧﻠﻴﻔﺔ ﺭﺳﻮﻝ ﺍﻟﻠﻪ ﺭﺃﻳﻚ"، ﻗﺎﻝ: "ﻓﺄﻣﻬﻠﻮﻧﻲ ﺣﺘﻰ ﺃﻧﻈﺮ ﻟﻠﻪ ﻭﻟﺪﻳﻨﻪ ﻭﻟﻌﺒﺎﺩﻩ".[80] ﻭﺑﻌﺪ ﻓﺘﺮﺓ ﻣﻦ ﺍﻟﺘﻔﻜﻴﺮ ﺍﺳﺘﺪﻋﻰ ﺃﺑﻮ ﺑﻜﺮ ﺍﻟﺼﺤﺎﺑﻲ ﻋﺒﺪ ﺍﻟﺮﺣﻤﻦ ﺑﻦ ﻋﻮﻑ  ﻭﻗﺎﻝ ﻟﻪ: "ﺃﺧﺒﺮﻧﻲ ﻋﻦ ﻋﻤﺮ؟"، ﻓﺄﺟﺎﺑﻪ: "ﺇﻧﻪ ﺃﻓﻀﻞ ﻣﻦ ﺭﺃﻳﻚ ﺇﻻ‌ ﺃﻥّ ﻓﻴﻪ ﻏﻠﻈﺔ"، ﻓﻘﺎﻝ ﺃﺑﻮ ﺑﻜﺮ: "ﺫﻟﻚ ﻷ‌ﻧﻪ ﻳﺮﺍﻧﻲ ﺭﻓﻴﻘﺎً، ﻭﻟﻮ ﺃﻓﻀﻲ ﺍﻷ‌ﻣﺮ ﺇﻟﻴﻪ ﻟﺘﺮﻙَ ﻛﺜﻴﺮﺍً ﻣﻤَّﺎ ﻫﻮ ﻋﻠﻴﻪ، ﻭﻗﺪ ﺭﻣَّﻘﺘُﻪُ ﻓﻜﻨﺖُ ﺇﺫﺍ ﻏﻀﺒﺖُ ﻋﻠﻰ ﺭﺟﻞ ﺃﺭﺍﻧﻲ ﺍﻟﺮﺿﺎ ﻋﻨﻪ، ﻭﺇﺫﺍ ﻟﻨﺖُ ﻟﻪ ﺃﺭﺍﻧﻲ ﺍﻟﺸﺪّﺓ ﻋﻠﻴﻪ".[81]  ﺛﻢ ﺩﻋﺎ ﻋﺜﻤﺎﻥ ﺑﻦ ﻋﻔّﺎﻥ، ﻭﻗﺎﻟﻪ ﻟﻪ ﻛﺬﺍﻙ: "ﺃﺧﺒﺮﻧﻲ ﻋﻦ ﻋﻤﺮ"، ﻓﻘﺎﻝ: "ﺳﺮﻳﺮﺗﻪ ﺧﻴﺮ ﻣﻦ ﻋﻼ‌ﻧﻴّﺘﻪ، ﻭﻟﻴﺲ ﻓﻴﻨﺎ ﻣﺜﻠﻪ"، ﻓﻘﺎﻝ ﺃﺑﻮ ﺑﻜﺮ ﻟﻼ‌ﺛﻨﻴﻦ: "ﻻ‌ ﺗﺬﻛﺮﺍ ﻣﻤَّﺎ ﻗﻠﺖُ ﻟﻜﻤﺎ ﺷﻴﺌﺎً، ﻭﻟﻮ ﺗﺮﻛﺘﻪ ﻣﺎ ﻋﺪﻭﺕُ ﻋﺜﻤﺎﻥ، ﻭﺍﻟﺨﻴﺮﺓ ﻟﻪ ﺃﻥ ﻻ‌ ﻳﻠﻲ ﻣﻦ ﺃﻣﻮﺭﻛﻢ ﺷﻴﺌﺎً، ﻭﻟﻮﺩﺩﺕُ ﺃﻧّﻲ ﻛﻨﺖُ ﻣﻦ ﺃﻣﻮﺭﻛﻢ ﺧﻠﻮﺍً ﻭﻛﻨﺖُ ﻓﻴﻤﻦ ﻣﻀﻰ ﻣﻦ ﺳﻠﻔﻜﻢ".[82] ﺛﻢ ﺟﺎﺀ ﻃﻠﺤﺔ ﺑﻦ ﻋﺒﻴﺪ ﺍﻟﻠﻪ  ﺇﻟﻰ ﺃﺑﻲ ﺑﻜﺮ ﻭﻗﺎﻝ ﻟﻪ ﻏﺎﺿﺒﺎً: "ﺍﺳﺘﺨﻠﻔﺖَ ﻋﻠﻰ ﺍﻟﻨّﺎﺱ ﻋﻤﺮ ﻭﻗﺪ ﺭﺃﻳﺖَ ﻣﺎ ﻳﻠﻘﻰ ﺍﻟﻨﺎﺱ ﻣﻨﻪ ﻭﺃﻧﺖَ ﻣﻌﻪ، ﻭﻛﻴﻒ ﺑﻪ ﺇﺫﺍ ﺧﻼ‌ ﺑﻬﻢ ﻭﺃﻧﺖ ﻻ‌ﻕٍ ﺭﺑّﻚ ﻓﺴﺎﺋﻠﻚ ﻋﻦ ﺭﻋﻴّﺘﻚ!"،[83]  ﻓﻘﺎﻝ ﺃﺑﻮ ﺑﻜﺮ: "ﺃﺟﻠﺴﻮﻧﻲ" ﻓﺄﺟﻠﺴﻮﻩ، ﺛﻢ ﺃﺟﺎﺑﻪ: "ﺃﺑﺎﻟﻠﻪ ﺗﺨﻮّﻓﻨﻲ! ﺇﺫﺍ ﻟﻘﻴﺖُ ﺭﺑﻲ ﻓﺴﺄﻟﻨﻲ ﻗﻠﺖُ: ﺍﺳﺘﺨﻠﻔﺖ ﻋﻠﻰ ﺃﻫﻠﻚ ﺧﻴﺮ ﺃﻫﻠﻚ".[59] ﻭﺑﻌﺪ ﺫﻟﻚ ﺍﺳﺘﺪﻋﻰ ﺃﺑﻮ ﺑﻜﺮ ﻋﺜﻤﺎﻥ ﺑﻦ ﻋﻔﺎﻥ ﻣﺠﺪﺩﺍً، ﻓﻘﺎﻝ ﻟﻪ: "ﺍﻛﺘﺐ: بسم الله الرحمن الرحيم ، ﻫﺬﺍ ﻣﺎ ﻋﻬِﺪَ ﺃﺑﻮ ﺑﻜﺮ ﺑﻦ ﺃﺑﻲ ﻗﺤﺎﻓﺔ ﺇﻟﻰ ﺍﻟﻤﺴﻠﻤﻴﻦ، ﺃﻣّﺎ ﺑﻌﺪ..." ﻟﻜﻦ ﺃﻏﻤﻲَ ﻋﻠﻴﻪ ﻓﻲ ﺗﻠﻚ ﺍﻟﻠﺤﻈﺔ ﻗﺒﻞ ﺃﻥ ﻳﻜﻤﻞ ﻛﻼ‌ﻣﻪ، ﻓﻜﺘﺐ ﻋﺜﻤﺎﻥ: "ﺃﻣَّﺎ ﺑﻌﺪ ﻓﺈﻧﻲ ﻗﺪ ﺍﺳﺘﺨﻠﻔﺖُ ﻋﻠﻴﻜﻢ ﻋﻤﺮ ﺑﻦ ﺍﻟﺨﻄّﺎﺏ ﻭﻟﻢ ﺁﻟﻜﻢ ﺧﻴﺮﺍً". ﻭﻋﻨﺪﻣﺎ ﺍﺳﺘﻴﻘﻆ ﺃﺑﻮ ﺑﻜﺮ ﻣﻦ ﺇﻏﻤﺎﺀﺗﻪ ﻗﺎﻝ ﻟﻌﺜﻤﺎﻥ: "ﺍﻗﺮﺃ ﻋﻠﻲّ"، ﻓﻘﺮﺃ ﻋﺜﻤﺎﻥ، ﻭﻋﻨﺪﻣﺎ ﺍﻧﺘﻬﻰ ﻛﺒَّﺮ ﺃﺑﻮ ﺑﻜﺮ ﻭﻗﺎﻝ: "ﺃﺭﺍﻙ ﺧِﻔﺖَ ﺃﻥ ﻳﺨﺘﻠﻒ ﺍﻟﻨﺎﺱ ﺇﻥ ﻣُﺖُّ ﻓﻲ ﻏﺸﻴﺘﻲ؟"، ﻗﺎﻝ: "ﻧﻌﻢ"، ﻓﻘﺎﻝ: "ﺟﺰﺍﻙ ﺍﻟﻠﻪ ﺧﻴﺮﺍً ﻋﻦ ﺍﻹ‌ﺳﻼ‌ﻡ ﻭﺃﻫﻠﻪ".[82] ﻭﺑﻌﺪ ﺃﻥ ﻛﺘﺐَ ﺍﻟﻌﻬﺪ ﺃﻣﺮ ﺃﺑﻮ ﺑﻜﺮ ﺃﻥ ﻳُﻘﺮَﺃ ﻋﻠﻰ ﺍﻟﻨﺎﺱ، ﻓﺠﻤﻌﻬﻢ ﻭﺃﺭﺳﻠﻪ ﻣﻊ ﺃﺣﺪ ﻣﻮﺍﻟﻴﻪ ﺇﻟﻰ ﻋﻤﺮ ﺑﻦ ﺍﻟﺨﻄﺎﺏ، ﻓﻘﺎﻝ ﻋﻤﺮ ﻟﻠﻨﺎﺱ: "ﺃﻧﺼﺘﻮﺍ ﻭﺍﺳﻤﻌﻮﺍ ﻟﺨﻠﻴﻔﺔ ﺭﺳﻮﻝ ﺍﻟﻠﻪ، Mohamed peace be upon him.svg ، ﻓﺈﻧّﻪ ﻟﻢ ﻳﺄﻟﻜﻢ ﻧﺼﺤﺎً"، ﻓﻬﺪﺃ ﺍﻟﻨﺎﺱ ﻭﺗﻮﻗَّﻔﻮﺍ ﻋﻦ ﺍﻟﻜﻼ‌ﻡ، ﻭﻟﻢ ﻳﻌﺘﺮﺿﻮﺍ ﺑﻌﺪ ﺳﻤﺎﻉ ﺍﻟﻌﻬﺪ. ﺛﻢ ﺟﺎﺀﻫﻢ ﺃﺑﻮ ﺑﻜﺮ ﻭﻗﺎﻝ: "ﺃﺗﺮﺿﻮﻥ ﺑﻤﺎ ﺍﺳﺘﺨﻠﻔﺖُ ﻋﻠﻴﻜﻢ؟ ﻓﺈﻧﻲ ﻣﺎ ﺍﺳﺘﺨﻠﻔﺖُ ﻋﻠﻴﻜﻢ ﺫﺍ ﻗﺮﺍﺑﺔ، ﻭﺇﻧّﻲ ﻗﺪ ﺍﺳﺘﺨﻠﻔﺖُ ﻋﻠﻴﻜﻢ ﻋﻤﺮَ ﻓﺎﺳﻤﻌﻮﺍ ﻟﻪ ﻭﺃﻃﻴﻌﻮﺍ، ﻓﺈﻧﻲ ﻭﺍﻟﻠﻪ ﻣﺎ ﺁﻟﻮﺕ ﻣﻦ ﺟﻬﺪ ﺍﻟﺮﺃﻱ"، ﻓﺮﺩَّ ﺍﻟﻨﺎﺱ: "ﺳﻤﻌﻨﺎ ﻭﺃﻃﻌﻨﺎ". ﺛﻢ ﺃﺣﻀﺮ ﺃﺑﻮ ﺑﻜﺮ ﻋﻤﺮ ﻭﻗﺎﻝ ﻟﻪ: "ﺇﻧّﻲ ﻗﺪ ﺍﺳﺘﺨﻠﻔﺘﻚ ﻋﻠﻰ ﺃﺻﺤﺎﺏ ﺭﺳﻮﻝ ﺍﻟﻠﻪ، ﺻﻠﻰ ﺍﻟﻠﻪ ﻋﻠﻴﻪ ﻭﺳﻠﻢ"، ﺛﻢ ﺃﻭﺻﺎﻩ ﺑﺘﻘﻮﻯ ﺍﻟﻠﻪ، ﻭﺧﻄﺐَ ﻓﻴﻪ ﺧﻄﺒﺔ ﻗﺪَّﻡَ ﻟﻪ ﻓﻴﻬﺎ ﺍﻟﻜﺜﻴﺮ ﻣﻦ ﺍﻟﻮﺻﺎﻳﺎ ﻭﺍﻟﻨﺼﺎﺋﺢ.[84]


حلیم یار فطرت
29.01.2013

دلرغونی صیب خبری خو بیخی هیښونک? دی لیکی:
((   ﻣﻮﻧږ ﻧﻪ ﺷﻮ ﮐﻮﻟﯽ ﭼ? ﭘﻪ ﺍﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎﻥ ﮐ? ټﻮﻝ ﻫﺰﺍﺭﻩ، ټﻮﻝ ﺗﺎﺟﯿﮏ، ﺍﺯﺑﻴﮏ ﺍﻭ ﻧﻮﺭ ﻭﻭﮊﻧﻮﺍﻭ ﻳﺎ ﭘﻪ ﺯﻭﺭﻩ ﭘﺮ? ﺧﻼ‌ﻓﺖ ﻭﻣﻨﻮ! ﻫﻤﺪﺍ ﺭﺍﺯ ﺳﺘﺎﺳﻮ ﺩ ﺍﻫﻞ ﺣﻞ ﺍﻭ ﻋﻘﺪ ﻟﭙﺎﺭﻩ ﻫﻢ ﮐﻮﻡ ﮐﻮټﻠﯽ ﺗﻌﺮﻳﻒ ﻧﺸﺘﻪ. ﻫﻤﺪﻏﻪ ﺳﻴﺎﻑ، ګﻠﺒﺪﻳﻦ، ﺻﻼ‌ﺡ ... ((

دهیښ صاحب لیکنه بیخی هر اړخیزه وه خو بیا هم ځکه بی نتیج? ده چی په اخر کی له روانی موضوع بیخی لیری تللی خو دا خبره یی بیخی دکا ڼی کرښه ده چی لیکلی دی:
ﺣﻘﯿﻘﺘﺎً ﻫﻐﻪ ﻗﻮﺍﻧﯿﻦ ﺍﻭ ﺍﺻﻮﻝ ﭼ? ﺍﻧﺴﺎﻥ ﻳ? ﺟﻮړﻮﻱ ،ﻫﯿڅﮑﻠﻪ ﻣﮑﻤﻞ ﺍﻭ ﺑ? ﻋﯿﺒﻪ ﻧﻪ ﺩﻱ ،ﻫﻤﺪﺍ ﻭﺟﻪ ﺩﻩ ﭼ? ﺟﺎﻭﺩﺍﻧﻪ ﺍﻭ ﺩﺍﯾﻤﻲ ﻧﻪ ﺩﻱ ﺍﻭ ﺩﻭﺧﺖ ﭘﻪ ﺗﯿﺮﯾﺪﻭ ﺳﺮﻩ ﺑﺎﯾﺪ ﭘﺎﻟﺶ ﺷﻲ ﺍﻭ ﺗﻐﯿﺮ ﭘﯿﺪﺍ ﮐړﻲ ،ﭼﻰ ﭘﻪ ﺩ ﺗﻐﯿﺮ ﺍﻭ ﺗﺒﺪﯾﻞ ﮐ? ﺩﻣﯿﻠﯿﻮﻥ ﻫﺎﻭﻭ ﺍﻧﺴﺎﻧﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﺳﺮﻧﻮﺷﺖ ﻟﻮﺑ? ﻭﻭﻫﻞ ﺷﻲ،ﻭﯾﻨ? ﺗﻮﯾ? ﺷﯽ ،ﺑﺪﺑﺨﺘﯽ ﺍﻭ ﻣﺼﯿﺒﺘﻮﻧﻪ ﺩﻫﺮﺷﺨﺺ ﺍﻭ ﮐﻮﺭ ﻣﯿﻠﻤﺎﻧﻪ ﺷﻲ، ﺣﻘﻮﻕ ﺗﺮ ﭘښﻮ ﻻ‌ﻧﺪ? ﺷﻲ ﺍﻭ ﺍﻧﺴﺎﻧﻲ ټﻮﻟﻨﻪ ﺩﻣﺨﺘﻠﻔﻮ ﺳﯿﺎﺳﯽ ﺍﻭ ﺍﻗﺘﺼﺎﺩﻱ ﺑﺤﺮﺍﻧﻮﻧﻮ ډګﺮ ﻭګﺮځﻲ.ﻟﻨډﻪ ﺩﺍﭼ? ﺑﺸﺮ ﺩﺍﻭﺳﻨﻲ ﺗﻤﺪﻥ ﺍﻭ ډﯿﺮﻭ ﻋﻠﻤﻲ ﺍﻭﺗﺨﻨﯿﮑﻲ ﺑﺮﯾﺎﻭﻭ ﺍﻭ ﻻ‌ﺳﺘﻪ ﺭﺍﻭړﻨﻮ ﺳﺮﻩ ﺳﺮﻩ ﺩﺩﺍﺳ? ﯾﻮﻩ ﻧﻈﺎﻡ ﭘﻪ ﺟﻮړﻮﻟﻮ ﻧﻪ ﺩﻱ ﺗﻮﺍﻧﯿﺪﻟﻲ ،ﭼ? ﺩټﻮﻟﻨ? ﺍﻓﺮﺍﺩ ﭘﻪ ﻫﻐ? ﮐ? ﺭﻭﺣﻲ ﺍﻭ ﺟﺴﻤﻲ ﺍﻣﻦ ﭘﯿﺪﺍ ﮐړﻲ ﺍﻭ ﺩﺍﺟﺘﻤﺎﻋﻲ ﺑ? ﻋﺪﺍﻟﺘﯿﻮ ﺍﻭﻧﺎﺑﺮﺍﺑﺮﯾﻮ ﻧﻪ ﺧﺎﻟﻲ ﻭﻱ . 
اوبیا یی لیکلی:
ﺧﻮ ﺍﺳﻼ‌ﻣﻲ ﻗﻮﺍﻧﯿﻦ ﺍﻭ ﺩﻫﻐ? ﭘﻪ ﺍﺳﺎﺱ ﺟﻮړﺸﻮﯼ ﻧﻈﺎﻡ ﺑﯿﺎ ﮐﺎﻣﻞ ،ﺑ? ﻋﯿﺒﻪ ﺍﻭ ﺩﺍﻧﺴﺎﻧﻲ ﺣﻘﻮﻗﻮ ﺍﻭ ﺍﺟﺘﻤﺎﻋﯽ ﻋﺪﺍﻟﺖ ﺗﻀﻤﯿﻦ ﮐﻮﻭﻧﮑﯽ ﺩﺉ ﺍﻭ ﺍﺣﮑﺎﻡ ﺍﻭ ﺍﺭﺷﺎﺩﺍﺕ ﯾ? ﺩﻗﺮﺍﻥ ﮐﺮﯾﻢ ﺍﻭ ﻧﺒﻮﻱ ﺍﺣﺎﺩﯾﺜﻮ ﭘﻪ ﺑﻨﺎ ﺛﺎﺑﺖ ،ﺗﻐﯿﺮ ﻧﺎﭘﺬﯾﺮﻩ ﺍﻭ ﺟﺎﻭﯾﺪﺍﻧﻪ ﺩﻱ ،ځﮑﻪ ﻗﺮﺍﻥ ﮐﺮﯾﻢ ﺍﻭ ﺍﺣﺎﺩﯾﺚ ﻧﺒﻮﻱ ﺩﯾﻮ? ﻣﺸﺨﺼ? ډﻠ? ،ﻗﺒﯿﻠ? ،ﮊﺑ? ،ﻃﺒﻘ? ﺍﻭﻣﻠﺖ ﺩﺧﯿﺮ ،ﺻﻼ‌ﺡ ،ﻧﯿﮑﻤﺮﻏۍ ،ﺣﻘﻮﻗﻮ ﺍﻭ ﻣﺴﺆﻟﯿﺘﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﺍﺩﺭﺱ ﻻ‌ﺭښﻮﻭﻧﻪ ﻧﻪ ﮐﻮﻱ ،ﺑﻠﮑﻪ ﺩټﻮﻝ ﺑﺸﺮﯾﺖ ﺩ ﻧﯿﮑﻤﺮﻏﻪ ﮊﻭﻧﺪ ﮐﻮﻟﻮ ﺩﭘﺎﺭﻩ ﺑ? ﻟﻪ ﺗﺒﻌﯿﺾ ﺍﻭ ﺍﻣﺘﯿﺎﺯﻩ (ﻧﮋﺍﺩﻱ ،ﻟﺴﺎﻧﻲ ،ﺗﻮﮐﻤﻲ ،ﺟﻨﺴﻲ،ﺍﻗﺘﺼﺎﺩﻱ ﺍﻭ ﻧﻮﺭ) ﺟﺎﻣﻊ ﺍﻭ ﭘﻮﺭﻩ ﺍﻭﺍﻣﺮ ﺍﻭ ﺍﺭﺷﺎﺩﺍﺕ ﻟﺮﻱ
او داهم دحمید صاحب لپاره دلیل دی چی ویل په کوم دلیل ثابتولای شو چی بیعت دخلیفه تر ژونده پوری موقوفه ده لاندی عربی مقاله کی پوره او تفصیلی بیان شوی او حدیث شریف او هم دصحابه کرامو اجماع پر دی دلالت کوی چی دخلیفه بیعت د خلیفه تر ژونده پوری دوام لری البته علماء داشرط پکی ایښی چی تر هغو یی بیعت پر خلگو شته چی ژوندی وی او له اسلامی شریعت نه نه وی او ښتی

ﻣﺪﺓ ﺍﻟﺮﺋﺎﺳﺔ ﻟﻠﺨﻠﻴﻔﺔ ﻟﻴﺲ ﻟﺮﺋﺎﺳﺔ ﺍﻟﺨﻠﻴﻔﺔ
ﻣُﺪّﺓ ﻣُﺤﺪّﺩﺓ ﺑﺰﻣﻦ ﻣُﺤﺪّﺩ. ﻓﻤﺎ ﺩﺍﻡ ﻣﺤﺎﻓﻈﺎً ﻋﻠﻰ ﺍﻟﺸﺮﻉ، ﻣُﻨﻔّﺬﺍً ﻷ‌ﺣﻜﺎﻣﻪ، ﻗﺎﺩﺭﺍً ﻋﻠﻰ ﺍﻟﻘﻴﺎﻡ ﺑﺸﺆﻭﻥ ﺍﻟﺪﻭﻟﺔ، ﻭﻣﺴﺆﻭﻟﻴﺎﺕ ﺍﻟﺨـﻼ‌ﻓﺔ، ﻓﺈﻧﻪ ﻳﺒﻘﻰ ﺧﻠﻴﻔﺔ. ﺫﻟﻚ ﺃﻥّ ﻧَﺺّ ﺍﻟﺒﻴﻌﺔ ﺍﻟﻮﺍﺭﺩﺓ ﻓﻲ ﺍﻷ‌ﺣﺎﺩﻳﺚ ﺟﺎﺀ ﻣﻄﻠﻘﺎً، ﻭﻟﻢ ﻳُﻘَـﻴّﺪ ﺑﻤﺪّﺓ ﻣُﻌﻴّﻨﺔ، ﻟﻤﺎ ﺭﻭﻯ ﺍﻟﺒﺨﺎﺭﻱ ﻋﻦ ﺃﻧﺲ ﺑﻦ ﻣﺎﻟﻚ ﻋﻦ ﺍﻟﻨﺒﻲ ﺻﻠﻰ ﺍﻟﻠﻪ ﻋﻠﻴﻪ ﻭﺳﻠﻢ ﻗﻮﻟﻪ: «ﺍﺳﻤﻌﻮﺍ ﻭﺃﻃﻴﻌﻮﺍ، ﻭﺇﻥ ﺍﺳﺘُﻌﻤِﻞ ﻋﻠﻴﻜﻢ ﻋَﺒﺪٌ ﺣَـﺒَﺸﻲٌ، ﻛﺄﻥ ﺭﺃﺳﻪ ﺯﺑﻴﺒﺔ» ﻭﻓﻲ ﺭﻭﺍﻳﺔ ﺃﺧﺮﻯ ﻟﻤﺴﻠﻢ ﻣﻦ ﻃﺮﻳﻖ ﺃﻡ ﺍﻟﺤﺼﻴﻦ: «ﻳﻘﻮﺩﻛﻢ ﺑﻜﺘﺎﺏ ﺍﻟﻠﻪ». ﻭﺃﻳﻀﺎً ﻓﺈﻥ ﺍﻟﺨﻠﻔﺎﺀ ﺍﻟﺮﺍﺷﺪﻳﻦ ﻗﺪ ﺑُﻮﻳﻊ ﻛﻞٌ ﻣﻨﻬﻢ ﺑﻴﻌﺔً ﻣُﻄﻠﻘﺔ، ﻭﻫﻲ ﺍﻟﺒﻴﻌﺔ ﺍﻟﻮﺍﺭﺩﺓ ﻓﻲ ﺍﻷ‌ﺣﺎﺩﻳﺚ. ﻭﻛﺎﻧﻮﺍ ﻏﻴﺮ ﻣﺤﺪﻭﺩﻱ ﺍﻟﻤﺪﺓ، ﻓﺘﻮﻟّﻰ ﻛﻞ ﻣﻨﻬﻢ ﺍﻟﺨـﻼ‌ﻓﺔ ﻣﻨﺬ ﺃﻥ ﺑُﻮﻳﻊ ﺣﺘﻰ ﻣﺎﺕ. ﻓﻜﺎﻥ ﺫﻟﻚ ﺇﺟﻤﺎﻋﺎً ﻣﻦ ﺍﻟﺼﺤﺎﺑﺔ ﺭﺿﻮﺍﻥ ﺍﻟﻠﻪ ﻋﻠﻴﻬﻢ ﻋﻠﻰ ﺃﻧـّﻪ ﻟﻴﺲ ﻟﻠﺨﻼ‌ﻓﺔ ﻣﺪﺓ ﻣﺤﺪﺩﺓ، ﺑﻞ ﻫﻲ ﻣُﻄﻠﻘﺔ، ﻓﺈﺫﺍ ﺑُﻮﻳﻊ ﻇﻞّ ﺧﻠﻴﻔﺔ ﺣﺘﻰ ﻳﻤﻮﺕ.


حلیم یار فطرت
30.01.2013

داچی لیکنه می په موبایل کی په زیات تکلیف سره کری ده هیله ده چی مطلب ورنه واخیستلای شی


حلیم یار فطرت
30.01.2013

پر کوم ایت شریف چی تاسو زه او حمید صاحب تر سوال لاندی نیولی یو چی ولح مو په خپل محل کی نه ده استعمال کړی او ولی مو دایت شأن نزول ته نه دی کتلی خو زه وایم چی ایت شریف بیخی پر خپله موقع استعمال شوی دی ځکه دایت شریف کلی مفهوم هم داده چی باید په اتباع کی د اکثریت متابعت معیار ونه ګرځوی لکه تاسو ټولټاکنو ته ژمن چی یی داسلام او ولسواکی مشترک اصل بولی زه به په دی باره کی هغه واقعی رانقل کړم کوم چی رسول صلی الله علیه وسلم داکثریت تر رایو داقلیت رایی ته افضلیت ورکړی او په هغه یی عمل کړی په خلاف داکثریت ځکه چی هغه حق په اقلیت کی ولیدی حتی له هغه اکثریته یی هم تنازل وکړ په کوم کی چی په خپله جناب رسول الله صلی الله علیه وسلم هم همنظره وو دبیلگی په توگه: دبدر په غزا کی یی یوازی دحباب بن المنذر رضی الله عنه په رایه په داسی حال کی عمل وکړ چی پخپله رسول الله صلی الله علیه وسلم دنورو اصحابانو رضی الله عنهم دجنګ دډګر په اړه بله رایه درلوده
همدا راز رسول الله صلی الله علیه وسلم دحدیبیی په صلحه کی داصحاب رضی الله عنهم داکثریت رایه ونه منله او دهغو د رایی پر خلاف یی له قریشو سره صلحه وکړله
ابوبکر صدیق رضی الله عنه د ارتداد دفتنی په مقابل کی دقوی موقف په خپلولو سره داکثریت درایی مخالفت وکړاو داسامه رضی الله عنه لښکر یی دشام په لوری ولیږ ی له پورته ټولو دلایلو معلومیږی چی په اسلام کی داکثریت او اقلیت رایی هیڅ اعتبار نلری او نه ورباندی دحق او باطل روا او ناروا په تعینولو کی هیڅ نقش لری
نور بیا



ع کريم حليمي
30.01.2013

محترم او مکرم حلیم یار فطرت صاحب ، او د بحث ملګرو ، السلام علیکم و رحمة الله و برکاته

فطرت صاحب ! تر نینانینانینا دی شروع کړئ ، د خوښۍ خبره دا ده پوهه درسره سته ، خو چوش ئې ندی خوړلی ، چه سن دی پوخ سي نو امید شته چه ان شاء الله پوه به دي هم پخه شي

محترما !
موږ هم په همدا عقیده یوو چه د جنګ په محاذ او ډګر کښي حتیٰ له عسکرو سره مشوری حق نـــــــه لرو ، او ته د اقلیت او اکثریت خبری کوې!!؟؟ عوام عسکر حق نه لري چه د دوستي اوجوړي او روغي صلحي خبري وکړي له مخالف طرف سره (قوله تعالى ياأيها الذين آمنوا لا تتخذوا اليهود والنصارى أولياء) یـــــــــــوازي آمر او فرمانده حق لري چه صلح وکړي .
او دا چا ویل چه په حق او باطل کښي اکثریت او اقلیت ته ځای سته ؟؟

حق او باطل د فرقان او قرآن په اعتبار ، اعتماد لرو
د جنک اعلام او اعلان یا بندېل د قمندان اعلی په اعتبار اعتماد لرو

په داسي کړونو کښی تر نن ورځي ماته داسي ملک نه دي رامعلوم چه د اکثریت په قول دي جنک بند کړي او یا شروع

تا ته داسي ملک در معلوم دی ؟چه د جنګ په ډګر کي رایه کیري کړېوي ؟؟؟

په دا باکستان کي چا تر نن ورځ پوري د حق او باطل په باب رای ګیري کړېوه او یا کړېده ؟؟؟؟

او راسم و انتخاباتوته ، ګرانه ! اصحابو کرامو داسي سم دم انتخابات کړي ، او تر ګټلو ورسته يې کنايي سره ویلي دي ( قتلتم سعد بن عبادة! )

او حضرت عمر بیا ورته وویل چه: قتله الله

یوه ویل چه مړ دي کۍ ،‌او عمر ورته وویل چه الله مړ کړی

دا د پاکستان په انتخاباتو کي هم دغه کــترې او کنايي ویل کيږي

[quote:b0b19acf6e] رسول صلی الله علیه وسلم داکثریت تر رایو داقلیت رایی ته افضلیت ورکړی او په هغه یی عمل کړی په خلاف داکثریت ځکه چی هغه حق په اقلیت کی ولیدی حتی له هغه اکثریته یی هم تنازل وکړ په کوم کی چی په خپله جناب رسول الله صلی الله علیه وسلم هم همنظره وو دبیلگی په توگه: دبدر په غزا کی یی یوازی دحباب بن المنذر رضی الله عنه په رایه په داسی حال کی عمل وکړ چی پخپله رسول الله صلی الله علیه وسلم دنورو اصحابانو رضی الله عنهم دجنګ دډګر په اړه بله رایه درلوده
همدا راز رسول الله صلی الله علیه وسلم دحدیبیی په صلحه کی داصحاب رضی الله عنهم داکثریت رایه ونه منله [/quote:b0b19acf6e]

درنښت


حمید هڅــاند
30.01.2013

حلیمي صیب! اوس لکه چې موږ ښه بېغمه ناست یو او د هیچا ترګواښ نه یو لاندي!!!
اوس لکه چې موږ داسې په سوله کې ژوند کوو چې هغه د چا خبره په لفټونو کې ښکته پورته کېږو!!!
اوس لکه چې دا تصمیمونه چې باید ونیول شي، هسې له ښې ورځې یې نیسو!!!
د خندق او نورو مسلو په اړه تر ټولو منطقي خبره اورېدل خو د تدبیر خبره وه،،نو ځکه باید منله شوې واي. په بله وینا، د پرېکړې اهمیت زیات ؤ!. خو پوښتنه داده چې زموږ اوسنی حالت کې تصمیم نیول هسې هوایي خبره ده چې ته ورته اهمیت نه ورکوي!!!
ښه پریکړه او قضاوت مو کړی دي!!! منم مو!

درنښت


حلیم یار فطرت
30.01.2013

محترم او مکرم حلیمی صاحب هڅاند صاحب او درنو لوستونکو
السلام علیکم ورحمة الله وبركاته
ومو لیدل چی دديموكراسي دپروسیجر مطابق کله په اسلامی جمهوری پاکستان کی دامریکا په بودیجه ځینو تلویزونونو او اخبارونو دخلگو داذاهانو دتحریکولو په موخه پوره شپږ میاشتی د ( ذرا سوچئي) په نوم کمپاین وچلاو چی په نتیجه کی یی دپارلمان اکثریت چی مسلمانان دی دشرعی حدودو (حدود آر ډینینس) دقانون په مادو کی تغیر راوست او بعضی حدود یی داکثریت نایو په درلودلو سره منع اعلان کړل
دپورته ایت شریف او احادثو نه دا مطلب ضرور اخیستل کیږی چی اعتبار وحق ته ده نه اکثریت ته
نور ستاسو خوښه ده حلیمی صاحب زه به رښتیا هم بی علمه یم خو یوه اندازه مطالعه لرمه هیله مند یم چی له تاسو نه ډیرڅه زده کړم که می کوم بی ادبی کړ? وی بخښنه غواړم


hewad
30.01.2013

اسلام اعليکم
ښاغلی فطرت
ستاسو لۀ معلوماتو خو دا جوته نشوه چې پۀ قران شريف کې د مشر ټاکلو پۀ اړه څۀ ډول ارشادات شويدي٠
کله چې حضرت محمد صلی الله وسلم حضرت ابوبکر صديق خلافت ته وټاکۀ نو اصحابو بيا ولې ټاکنې وکړې او حضرت ابوبکر ګټونکی شو٠
حضرت عثمان د شورا لۀ لورې خليفه شو٠دا کۀ څۀ هم فرض يا سنت کار نۀ دی خو اوس هم کېدای شي مشر د شورا(جرګې) لۀ لورې وټاکل شي٠ دا چې څوک د جرګې غړی کېدای هغو ته بايد شرطونه وټاکل شي٠ د مشری لپاره هم
بايد شرطونه وټاکل شي.
بله دا چې زما پوښتنه دا وه چې اوسنيو شرايطو کې دافغانستان لپاره مشر څۀ
ځيل وټاکل شي؟


پتوال
31.01.2013

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته !
[quote:a7af8d9c4d]ﺍﻣﺎ ﺩﺍﭼﻪ ﺍﻟﻠﻪ ﻓﺮﻣﺎﻳﻲ ﭼﻪ "ﺷﺎﻭِﺭْﻫُﻢْ ﻓِﯽ ﺍﻟْﺄَﻣْﺮِ " ﻧﻮ ﻭ ﺍﻣﺔ ﺗﻪ ﺩﻭﻩ ﻧﻔﺮﻩ ﺭﺍﻣﺨﺘﻪ ﺳﻮﻩ ﺩ ﺑﯿﻌﺖ ﻟﻪ ﭘﺎﺭﻩ ﭼﻪ ﯾﻮ ﺃﺑﻮﺑﻜﺮ ﺍﻭ ﺑﻞ ﺳﻌﺪ ﺑﻦ ﻋﺒﺎﺩﺓ ﺍﻷ‌ﻧﺼﺎﺭﻱ ، ﺍﻭ ﺭﺍﻳﻲ ﺣﻀﺮﺕ ﺃﺑﻮﺑﻜﺮ ﻭګټل [/quote:a7af8d9c4d]
یعنې د الله رسول د خپل رحلت په درشل کې دوه تنه وښودل چې له ما وروسته له دوی دواړو څخه یو وټاکئ :
[color=blue:a7af8d9c4d]فاقتدوا بعدی الذین ابو بکر و عمر ! :
[/color:a7af8d9c4d] په دې عبارت کې ددواړو نوم ذکر دی او یو یئ هم نه دی ښودلی چې هغه وټاکئ او هغه بل مه ټاکئ ، بلکې راټول کړی شویو اصابانو (رضی الله عنهم) ته یئ واک ورکړ چې له ما وروسته بیا ابوبکر یا عمر وټاکئ!
ابو بکر همدغسې وکړل کله چې د رسول اکرم له وفات وروسته په جومات کې ټول اصحابان راټول شول د خپل ځان پر ځای یې
خلافت له پاره حضرت عمر بیشنهاد کړ، خو هغه سمدلاسه خپل بیعت له ده سره وکړ
او د نورو بیعت رایو ته اوبو بکر او عباده ودرېدل . د رایو او بیعت خاوندان ټول د اهل حل او عقد خاوندان وبلل شول
دا ډول بیعت بالکل د ټولټاکنو اساس ، ریښې او اصل (پرینسیپ) دی ، چې هغه وخت د وروسته پاتې شرایطو اوجنګ جګړو له خطره
یې وده ونشوه کړای، که نه نو د امنیت په شرایطو کې د خلافت اصول ډیر ژر بشبړېدل او د نني ټولټاکنو تر جزیاتو پورې داسې معین کیدل چې په نړۍ کې به یې ساری نه و .یعنې نننئ ټولټاکنې به په اسلامي هیوادونو کې له تقوا او امانتدارۍ سره تر سره کېدلې!

هو، هغه زمان بیعت د ایت له حکم سره سمون درلود نو اوس چې د هغې معادل ټولټاکنې دي نو ددغه ایت کریمه دپلي کولو له پاره باید
ټاکنې په بشپړه اسلامي طریقه پلې کړل شي!

د خرابو شرایطو له امله
[quote:a7af8d9c4d]د حضرت عمر رضی الله د ټاکل کیدو ... کی دا هم جوته شوی چی ابوبکر رضی الله نه غو ښتل چی عام خلگ دی په دی اوازه خبر شی بلکه خاص کسان یی راغو ښتل او یوازی یوازی یی مشوره ورسره کوله او دعمر رضی الله په هکله به یی دمخورو صحابه کرامو نظر او رایه معلوموله.[/quote:a7af8d9c4d] نو آیا دا رایګیري او نظر اخیستنه نشوه ؟؟؟؟ که وي نو اوس د رای اخیستنو له پاره له شفافو عادلانه، علني او عامو انتهاباتو څخه کومه بله دریمه لار شته ؟؟؟؟؟ نه، نشته !
اصلا خو دغه د حل و عقد او مشورې خاوندان په حقیقت کې د شورا وکیلانو پرځای وو، چې نن سبا له ټاکنو پرته په بل شکل ټاکل یې د مسلمانانو د قناعت وړ نه ګرزي او په هېځ درد هم نه دوا کیږي!
اوس اسلامي بیعت همدومره پرمختګ کړی چې د شورا وکیلان یا شورا هم د مؤمنانو یا امت له خوا ټاکل کیدای شی، او د ولس مشرصرف د ۵ کالو له پاره ټاکل کیږي!دا یو ښه بشپړاوی دی !
که د ملي چوکاټه امت له خوا جمهور ريیس او اسلامي ملي شورا ځینې غړي بیا وټاکل شي نو په خپل مسولیت او صلاحیت ماموریت غځولی شي ، [color=blue:a7af8d9c4d]که نه نو اقلا ددې مخه خو ښه
کلکه نیول کیږي چې قدرت دې په وینو بهولو له یو نه بل واکمن یابل خلیفه ته انتقال شي. او دا
د اسلامي نظام ثبات او پایښت تضمینوي ! له دې امله اسلامي امتواکي او اسلامي ولسواکي
لا له شلمې پیړۍ راهیسې د اسلام له پاره حیاتي ارزښت لرلی دی او نقضولو یې اسلامي نظام د راشیدینو
خلفاو له له خلافت را وروسته تر ننه پورې له زوال سره مخامخ کړی دی .مونږ غواړو چئ نور د اسلام
د زوال مخه ونیول شي یو عصری ، بشپړ او متکامل اسلامي خلافت ته لومړی په ملي چوکاټونو او وروسته
په سوله ییزه توکه ورو ورو ترې نړیوال مرکزي خلافت رامنځته کړو انشا الله وما علینا الا البلاغ ! والسلام[/color:a7af8d9c4d]


حمید هڅــاند
04.02.2013

زه پتوال صیب سره دې کې اختلاف نه لرم چې ټولټاکنې به سمې وي که نه....دې کې باید پلټنې وشي او د هغه وخت حالات سم وارزول شي. ما مخته هم ویلي ول چې د مشر ټاکلو په اړه د طرزالعمل لاره موږ ته حدیث کې نه ده روښانه شوې. په بله وینا، موږ ته یې دا چاره ایله کړې ده. نو ځکه، دا د دین تغیر نه منونکې موضوع نه شي کېدای. خو،،،
دې ته باید پام وی چې موږ ته دا ویل شوي دي چې ((ډېری کسان اټکلیان وي)) او یا دا چې (ډېری نه پوهېږی) او نور. نو د دې لارښوونو په رڼا کې، او د افغانستان د اوسنیو حالاتو نظر کې نیولو سره، ټولټاکنې د تدبیر خبره نه ده!!. موږ خپل برخلیک په اټکل نه شو برابرولی. ځکه خو، که موږ عملي سوچ پرې وکړو او پایلې وارزو،،،په اسانۍ دې پایلې ته رسېږو چې: نه، ټولټاکنو ته اړتیا نه لرو!

درنښت


پتوال
04.02.2013

هڅاند صیب سلام او له هاند او څو مو ډیره مننه کوم چې یوې پایلې ته د رسیدو له پاره یې کوې!
دشورا په ټاکنو کې خو د ملت د نظر خاوندان راچڼیږي ، لومړی په کاندید کیدلو کې، چې اقلا لسانسه خو وي، بیا ګڼ شمیر
کسان یې کاندید کړي نو کوم معمولی عامیانه شخص خو نه وي او بیا ددوی تر منځ انتخاب او غوراوی صورت نیسي او د ټولې ولسوالۍ بهترین یو و دوه یا درط تنه غوره کیږي! نوآیا دا به د ولسوالۍ نخبه، رسیدلی او خلکو ته د ښه سړي په نامه شهرت نه لري او دحل او عقد سویه به نه لري؟؟؟؟
بیا د شورا له منځ څخه د هیواد په کچه تر ټولو وتلی وکیل د ولسمشر په توګه دټاکل کیږي نو که لا شورا ته د
د کاندید کیدلو یو شرط تقوا وي او ولسمشر ۍ د بیا کاندیولو مهم او سخت معیار بیا د هیواد په کچه دینی تقوا په قانون کې
ثبت وي نو کافي چاڼ د ولسمشرۍ د کاندیداننو تر سره کیدای شي!
او بیل کله چې رایګیري پرې کیږي نو بهترین او متقی ترین او محبوب ترین شخص به بریالی کیږي، په دې شرط چې نظام اسلامی او په ټاکنو کې شفافیت او عدالت علنا او قانونا تضمین شوی اوسي!
که دغه وروستی شرط تامین وی نود تدبیر او تدبر خاوندان هم د شورا او هم ولسمشر په ټاکنو کې د بری تر ټولوږ زیات چانس لري او هغه معیار چې پوهه او تدبیر یې بولي په ټولټاکنو کې لا ښه پلی او مراعات کیږي!
له بلې خوا مشوره هغه رکن دی چې د الله رسول له ټولو اصحابو سره (مثلا د بدر په غزوه کې) کړې ده ، او په ایت شریف کې هم د مشورې امر په ټولو شامل دی ! نو که حضرت عمر صرف د څو تنو تر منځ د یو ټاکلو امر صادر کړی و نو هغه هر یو یط ګڼ شمیر پلو یان لرل چې عملا د یو وکیل شورا په توګه د ډیرو کسانو استازیتوب کاوه او نوموړط مجموعې د ټول ولس د رایو مجموعه بلل کیدای شوه ! نو په سیستم کې د اسلام سره ټکر نشته خو د شفافیت، عدالت او کنترول ممعیارونه باید د تاکنو تامین شي او بس !
والسلام
والسلام


Musaferjan
17.02.2013

السلام علیکم
وروڼو !
ولې پرې سر خوږوئ ، هر هغه سیاسی او ټولنيز نظام چې د ولس له منځه او
بالخصوص د منځنۍ طبقې له منځه نه وي
راټوکېدلی، او د نورو له خوا تپل شوی وي، له ځان سره له بربادۍ او تباهۍ پرته
نور څه نشي راوړلی ، اګر که له ښو څخه ښه نظام وي
د اسلام مبارک مبین دین چې خلکو ته بیان نه کړې، پرې پوه يې نه کړې، پرې تربيه
يې نه کړې، او وچ په وچه په زور يې پرته له تدرجه په خلکو تطبيقوې؛ هغه هم ورته
نتيجه لرلئ شي؛ مثالونه يې ستاسې ټولوپه وړاندې واضح دي، همدا وجه ده چې
اسلام کې يو مهم لوی اصل دی ، چې تدرج يې بولي، کوم چې د اولویاتو یو بل لوی
اصل هم په ځان کې رانغاړي، او د اسلامي احکامو هضم د وګړو اوټولنو لپاره آسانوي.
افسوس چې زمونږ سیاستمداران: آخوندان، سیکولران او دیموکراتان له دغو اصلونو غافله وو او دی.
بخښنه غواړم خبره رانه اوږده شوه.
په احترام


پتوال
21.02.2013

[quote:66906f8e0a]هر هغه سیاسی او ټولنيز نظام چې د ولس له منځه او
بالخصوص د منځنۍ طبقې له منځه نه وي
راټوکېدلی، او د نورو له خوا تپل شوی وي، له ځان سره له بربادۍ او تباهۍ پرته نور څه نشي راوړلی ، اګر که
له ښو څخه ښه نظام وي [/quote:66906f8e0a]
دا جمله باید په دې ډول بشپړاوي سره تایید او لا کوټلې شي:
نو له دې کبله ټولټاکنې یو اړین کارلاره او کارچاره ده، ځکه چې ټولټاکنې د منځنۍ طبقې د سیاسی تبارز او مبارزې اصلي ډګر ،
تیره وسله او یواځینۍ وسیله ده!
او منځنۍ طبقه باید پراختیا وموندي ځکه چې د ټولنې د ثبات ضامنه طبقه ده، او په زورواکۍ سره یې ځپل ترې د باروتو غونډۍ
جوړوي او د سیاسي واکمنې د ستنو دلړزېدنې لړۍ رامنځته کوي.
منځنۍ طبقه له شک پرته د ټولنې د سیاسي، اقتصادي او معنوي ثبات او پرمختګ چورلیز دی او له اسلامي ولسواکۍ پرته ددې ټولو ارزښتونه شتون د پوښتنې لاندې راولي او بس!


تخاري
30.07.2013

یو ځل بیا سلامونه او احترامات

د دیموکراسی بی بنسټه اصل په شکلي لحاظ د اوبو په شان دی چی د هر لوښي بڼه غوره کوي.

پورته تعریف به کیدای شی تر ډیره بریده د دیموکراسی د مسلمانو متصدیانو وروڼو د خوښې او منلو وړ وي ځکه چې:

د اسلام په پیاله (قالب) کی به دیموکراسي هم د پورته تعریف له مخې ضرور د همدغی پیالی شکل غوره کوي نو پس هیڅ ستونزه وجود نلري.

خو: !!!!!!!!!!

د مصر روانو حالاتو ته په اشاری سره ویلای شو چی:-

دا قالب مشخصه هغه پیاله (د خمارو نازک جام) دی چی په نړیواله کچه د بی دینه لیبرالانو په لاس کی خوندی پروت دی او هیڅ مسلمان دا حق نلري چی په دې دقیق قالب کې د خپل کاله (ټولنې) د بنسټ خښتې تویې کړي.

پوښتنه داده چې ناچاره مسلمان ته بالاخره !!! څه کول پکار دي؟

د ښاغلو دوستانو په تیره بیا پتوال صیب د مجدد اشتراک او اظهار نظر په هیله



ع کريم حليمي
31.08.2013

وعلیکم السلام ورحمة الله و برکاته

ستاسو د سوال جواب ته ، دا ویلی سم چه د رب العزت په قول عمل وکړو

وَأَعِدُّوا لَهُمْ مَا اسْتَطَعْتُمْ مِنْ قُوَّةٍ وَمِنْ رِبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدُوَّ اللَّهِ وَعَدُوَّكُمْ وَآخَرِينَ مِنْ دُونِهِمْ لَا تَعْلَمُونَهُمُ اللَّهُ يَعْلَمُهُمْ وَمَا تُنْفِقُوا مِنْ شَيْءٍ فِي سَبِيلِ اللَّهِ يُوَفَّ إِلَيْكُمْ وَأَنْتُمْ لَا تُظْلَمُونَ

اوتياروئ ( اى مؤمنانو) لپاره ( دجنګ ) ددغو( ماتوونكودعهديا دمطلق كفارو) څومره چې توانيبږئ ( جمع كولى شئ ) تاسې له قوت ( اسباب دجنګ ) اوله روزل اوساتل شووآسونو( لپاره دجهاد) چې ويروئ تاسې په دغه ( قوت اوتيارۍ ) سره دښمنان دالله اودښمنان ستاسې اونوركسان بې له دوى نه چې نه پيژنئ تاسې هغوى الله عالم دى په ( عداوت د) هغوى ، اوهرهغه څه چې نفقه كوئ ( لگوئ ) تاسې له يوه شي په لاره دالله كې ( لپاره دترقۍ ددين) پوره ( بدل دهغه ) به دركړى شي تاسې ته حال دا چې پرتاسې به ظلم ونه كړى شي ( دثواب په لږوالى اودعذاب په ډيروالي )

دانن چه تاسو اسلحې لرئ ، د بل اسلحه دي پر اوږه اخستې او غر او فیل وایی ، د دغي اسلحې نه زه او ورور دي ډارېږو ، باور وکه چه هغه څوک چه ته ئې کافر او دښمن بولې ، دئ نه ډاریږي ، ولی نه ډاریږي ؟؟ د نه دارېدلو سبب دا دی چه : دا اسلحه ده درکړې د دغه له پاره چه تا وجنګوي ، تاته خو ئې ستنګر هم درکړه ، هغه اسلحه چه دئ ځنی ډاریږي هغه ستنګر وو ، ته څومره ساده وې ښه دي پیاد دي چه سټنګر ئې درنه واخستل د دوو رپو په مقابل کي‌ ، هغه پیسې چه د سټنګر پر سر دي اخستلې ، هغه ډالرونه دي د خوار او یتیم سره شریک کړه ؟؟؟ اوس دي جګ جګ تعمیرونه په واخستل ، اوس بیا هغه د روس او خلقي په توپک شهید مجاهد ، یتیم زوی بل جنک ته بیا يي !!!

هغه توپک چه ښایسته وو جور کړی او تاته ئې درکړی ، په دغه توپک استقلال او اسلام واکي او ولسواکي نسي تر لاسه کېدای ، زما په ژوند ئې نشم لیدلی

درنښت


مسلم قلموال
31.08.2013

ټولو ورونو او پوهانو،
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته، ما غوښتل چې د اسلام او دیموکراسۍ په اړه یوه لیکنه وکړم خو خوشبختانه دغه بحث مې بیاموند او ټول مې ولوست، چونکه زه انټرنیټ ته کم لاسرسی لرم نو دغه بحث مې په ډیر وخت کې ولوست، الله دې د ښاغلي فطرت صیب، تخاري صاحب او هڅاند په ایمانونو او عقیدو کې نور هم برکت واچوي.
د اسلامی نظام او جمهوریت په اړه ما او دروند مشر حلیمي صاحب د ساتنپال ولسواکانو په بحثونو کې د دروند ورور رښتینی صاحب لخوا د لیکل شوې موضوع (الله واکي که ولس واکي) تر عنوان لاندې اوږود بحث کړی وو.

محترمو! کچیرته تاسو واقعا د اسلام ټول اساسات او اصول منئ نو مونږ به درسره د منتخب حکومت مبادي او اساسات ومنو چې د شورائیت او رايي ګیرۍ په اساس ولاړې وي خو د دیموکراسۍ سره د اسلامي نظام چې الهی نظام دی نور مشکلات لري، چې تر ټولو غټه مسئله د تقنین او تشریع او پارلمان ده.
ایا اسلام شوری ته چې تاسو یې پارلمان بولئ دا جواز ورکړی چې د الهي احکامو پرته نور داسې قوانین جوړ کړي چې هر فرد ته شخصي ازادي ورکړي او د اسلامي احکامو تطبیق په هر فرد لازم نه وي؟ بلکه هر سړی په خپل دین، عقیده او شخصي ژوند کې خود مختار وي؟ ایا دا اجازه شوری ته شته؟
ایا اسلام د شوری لپاره د رايي ګیرۍ په وخت کې د غیر مسلمانو او فاسقانو څخه رایه اغیستې؟
ایا په شوری کې د مسلمانانو نه پرته نور خلک لکه هندوان، سکهان، عیسایان او کمیونستان شامل شوي او د شاملیدو جواز یې ورکړی؟
ایا په اسلامي شوری کې ښځې شاملې وې؟ او ایا د ښځو او سړو رایه په اسلام کې برابره ده؟
ایا اسلامي شوری د امیر المؤمنین د یو محدود وخت لپاره د ټاکلو صلاحیت لري؟
ایا اسلامي شوری ته هر یو کس پخپله خوښه ځان کاندیدولاي شي؟
ایا اسلامي شوری د اکثریت په رايي کولاي شي مسلمان او کافر ته یو هومره حق ورکړي؟ او یا اسلامي شوری کولاي شي چې د رایو په اکثریت د ذمي کافر څخه ټیکس او محصول لغو کړي؟
ایا اسلامي شوری د رایو په اکثریت کولاي شي د کافر په قتل کې مسلمان قصاص کړي؟
ایا اسلامي شوری کولاي شي د غل، زاني، قاتل او نورو لپاره ټاکل شوي حدود د ماانزل الله په خلاف تغیر و تبدیل او یا لغو کړي؟
ایا اسلامي شوری د دیموکراسۍ او پارلمان بین المللي قوانینو او موازینو ته مسؤله ده که د الله او رسول صل الله علیه وسلم احکامو ته مسؤله ده؟
داسې نور ډیر سوالونه دي چې د کفري او طاغوتي پارلمان او د هغوي د تقنین څخه زیږيږي چې د اسلام د روح او ماهیت سره په ستر تصادم کې دي.
او هیڅ مسلمان، با ایمانه او باوجدانه کس پدې اساسي خبرو سترګې نشي پټولاي اګر که شورائیت او رايه په اسلامي نظام کې اساس لري خو ایا اسلام شوری ته د اهلیت لپاره اکثریت اساس ټاکلی؟

والسلام علیکم ورحمة الله

م . ق



ع کريم حليمي
01.09.2013

محترم او مکرم مسلم قلموال صاحب ، السلام عایکم و رحمة الله و برکاته !
ستاسو صحت او سلامتي زما آرزو ده ، نو خدای دي وکړي چه ښه صحت ولرې ، خوښ یم چه تاسو ته اظهار نظر وکړم ( د معاییر شرعی او فقهي په چوکاټ کښي )

محترمآ‌ ، تاسو لیکلي چه :د دیموکراسۍ سره د اسلامي نظام چې الهی نظام دی نور مشکلات لري، چې تر ټولو غټه مسئله د تقنین او تشریع او پارلمان ده.

محترم قلموال صاحب ، نه داسي نده ، مشکل نسته

ایا اسلام د شوری لپاره د رايي ګیرۍ په وخت کې د غیر مسلمانو او فاسقانو څخه رایه اغیستې؟

جواب - بلې هو دغیر مسلمان څخه رایه اخلو ، او که خبره په وحی سره ثابته وي موږ د مسلمان سره هم رایي ګيري نه کوو ، اما که خبره د برق د ميټر د نسبولو او جوړولو وي چه باید د برق میټر د خلکو په کورونو کي نسب کړو او که په کوڅو کښي نو طبعا د هندو سره هم رایه ګيري کوم ! دلته خو کوم ممانعت شرعي نسته .
ـــــــــــــــــــــــــــــ
ایا په شوری کې د مسلمانانو نه پرته نور خلک لکه هندوان، سکهان، عیسایان او کمیونستان شامل شوي او د شاملیدو جواز یې ورکړی؟

محترم قلموال صاحب ، دا د مشرانو په جرګه کښي‌ هر څوک چه د ملي منافعو
سره ضد نه وي ، د راتلو حق لري

زموږ په ملک کښي شرعي شوری په وزارت عدلیه کښي داخله ده ، ( قاضي القضات ، ۹ مشاورین ئې اصلي او شرعي شوری ده !!! چه تنها د أنزل الله په چوکاټ کړني تر سره وي
چه بېله مسلمان ، عالم ، منصف ، بل هیچاته اجازه نسته چه شرعي شوری کښي تصروف وکړي . دغه هغه شرعي شوری ده چه د افغان امة او حکومت پر سر ولاړه ده !!!!یعني د مشرانو پر جړګې امر لري
په مقابل کښي د مشرانو جرګه او رئیس جمهور ا امر حق نه لري ،او یا د قاضی القضات او ۹ مشاورینو له حکمه سر غړونه وکړي

او دا د مشرانو جرګې ته افغان امة داسي حق نه ور کوي چه شریعت کښي ګوتي ووهي ، دا د مشرانو جرګه زموږ عرفي جرګه ده او شرعا ئې اجازه لرو .

که ضرورت پیدا سو د هغه نورو پوښتنو ته به هم په ساده پښتو جوابونه ووایم

او د دغه پوښتنی جواب دي اوس وایم (کافرپه قتل کې مسلمان قصاص)

ذمي ،ملي منافعو ساتونکی کافر که چا مړ کړي ، فدیه او قصاص ئې حق

درنښت


مسلم قلموال
01.09.2013

[quote:20c194b10c="ع کريم حليمي"]محترم او مکرم مسلم قلموال صاحب ، السلام عایکم و رحمة الله و برکاته !
ستاسو صحت او سلامتي زما آرزو ده ، نو خدای دي وکړي چه ښه صحت ولرې ، خوښ یم چه تاسو ته اظهار نظر وکړم ( د معاییر شرعی او فقهي په چوکاټ کښي )

محترمآ‌ ، تاسو لیکلي چه :د دیموکراسۍ سره د اسلامي نظام چې الهی نظام دی نور مشکلات لري، چې تر ټولو غټه مسئله د تقنین او تشریع او پارلمان ده.

محترم قلموال صاحب ، نه داسي نده ، مشکل نسته[/quote:20c194b10c]

وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته،
محترم مشر حلیمي صاحب مشکل ډیر غټ دی خو هغه چا ته نه ښکاري یا نه غواړي چې په ګوته یې کړي څوک چې اسلام(الله او رسول واکي) د دیموکراسۍ (ولس واکي) تابع کول غواړي او غواړي د اسلام اساس (ان الحکم الا لله) تغیر کړي او ان الحکم الا للناس ترینه جوړ کړي.

[quote:20c194b10c="ع کريم حليمي"]ایا اسلام د شوری لپاره د رايي ګیرۍ په وخت کې د غیر مسلمانو او فاسقانو څخه رایه اغیستې؟

جواب - بلې هو دغیر مسلمان څخه رایه اخلو ، او که خبره په وحی سره ثابته وي موږ د مسلمان سره هم رایي ګيري نه کوو ، اما که خبره د برق د ميټر د نسبولو او جوړولو وي چه باید د برق میټر د خلکو په کورونو کي نسب کړو او که په کوڅو کښي نو طبعا د هندو سره هم رایه ګيري کوم ! دلته خو کوم ممانعت شرعي نسته . [/quote:20c194b10c]
ډیره غټه مغالطه او تیر ویستنه!
زما سوال ته ځیر شئ! زه وایم که د پارلمان لپاره ټاکنې د اسلامي شوری لپاره د راي ګیرۍ په اساس کیږي نو ایا اسلام دا اجازه وکړې چې د شوری په ټاکلو او رايي اچولو کې دې غیر مسلمانان کافران هم برخه واخلی؟؟؟
که جواب هو وي نو چیرته دا ثابت شوي؟ په کوم اسلامي تاریخ یا سیرت کې؟
د برق خبرې د برق د وزارت او د ټیکنالوژۍ خبرې د ټیکنالوژۍ د وزارت پورې مربوطې دي چې هغوي ورته هررنګه پالیسي جوړوي هغه د تقنین پورې اړه نه لري او نه ورته رايي ګیري کیږي.
مونږ دلته خبره د پارلمان لپاره د ټاکنو کوو چې تاسو یې اساس او پرنسیب د شوری لپاره رایي ګیري او یو پرمختللی صورت بولۍ.
هیله ده چې دا اشتباه مو حل شوې وي.
ـــــــــــــــــــــــــــــ
[quote:20c194b10c="ع کريم حليمي"]ایا په شوری کې د مسلمانانو نه پرته نور خلک لکه هندوان، سکهان، عیسایان او کمیونستان شامل شوي او د شاملیدو جواز یې ورکړی؟

محترم قلموال صاحب ، دا د مشرانو په جرګه کښي‌ هر څوک چه د ملي منافعو
سره ضد نه وي ، د راتلو حق لري

زموږ په ملک کښي شرعي شوری په وزارت عدلیه کښي داخله ده ، ( قاضي القضات ، ۹ مشاورین ئې اصلي او شرعي شوری ده !!! چه تنها د أنزل الله په چوکاټ کړني تر سره وي
چه بېله مسلمان ، عالم ، منصف ، بل هیچاته اجازه نسته چه شرعي شوری کښي تصروف وکړي . دغه هغه شرعي شوری ده چه د افغان امة او حکومت پر سر ولاړه ده !!!!یعني د مشرانو پر جړګې امر لري
په مقابل کښي د مشرانو جرګه او رئیس جمهور ا امر حق نه لري ،او یا د قاضی القضات او ۹ مشاورینو له حکمه سر غړونه وکړي

او دا د مشرانو جرګې ته افغان امة داسي حق نه ور کوي چه شریعت کښي ګوتي ووهي ، دا د مشرانو جرګه زموږ عرفي جرګه ده او شرعا ئې اجازه لرو . [/quote:20c194b10c]
یوازې د مشرانو د جرګې خبره نه ده دا د نمایندګانو په جرګه کې چې غیر مسلمانان ناست دي؟
او که د مشرانو د جرګې خبره شي نو ایا په اسلامي شوری کې د مشرانو او کشرانو جرګې موجودې دي؟ کچیرته مونږ د جمهوري نظام اساس اسلامي شوری بولو.
دوهم دا د راتلو حق چا ورکړی؟ اسلامي شوری کې خو کافران نشي کیناستی، اوس دغه حق ته د کوم اسلامي بنسټ په اساس ورکوې؟
که شرعي شوری په وزارت عدلیه کې موجوده وي نو د غه د پارلمان مقننه قوی د څه لپاره موجوده ده چې د اجرایيه قوی لپاره قانونونه جوړوي؟
بله خبره چې ستاسو نازک استدلال راپه ګوته کوي، که په وزات عدلیه کې اسلامي او شرعي شوری موجوده وي نو بیا خو د پارلمان لپاره هیڅ جواز نه جوړیږي چې د هغې اساس اسلامي شوری وبلل شي ځکه چې تاسو خپله پدې اقرار وکړو چې په وزارت عدلیه کې د شرعي شوري په وجود سره د پارلمان اسلامیت منفي شو. (یعنې پارلمان اسلامي شوری نه ده او اسلامي شوري په وزارت عدلیه کې ده)
بله اشتباه: د عرفي جرګې جواز موجود دی اما د مشرانو جرګه په عرفي جرګې قیاس کیداي شې؟ دا عرفي جرګه ده که یوه رسمي جرګه چې ټول غړي یې انتسابي دي او د یو معین وخت لپاره ده؟ که عرفي جرګه وي نو ایا د شرعي احکامو سره په مقابل کې د نورو احکامو د تصویب حق عرفي جرګې ته حاصل دی؟ چې هغه احکام د شرعیت غوندې د یو مکمل قانون حیثیت لري.

[quote:20c194b10c="ع کريم حليمي"]
او د دغه پوښتنی جواب دي اوس وایم (کافرپه قتل کې مسلمان قصاص)
ذمي ،ملي منافعو ساتونکی کافر که چا مړ کړي ، فدیه او قصاص ئې حق[/quote:20c194b10c]
په قوسونو کې موجود سوال یو دی او ځواب بل.
خبره ده کافر ده د ذمي نه ده، د مثال په توګه په افغانستان کې یو مسلمان یو امریکايي، انګلیسي یا چینايي کافر ووژني نو اسلامي شوری کچیرته پارلمان وي کولاي شي چې دغه مسلمان د امریکايي په مقابل کې قصاص کړي؟ او که خبره بالعکس وي یعنې کافر په اسلامي ملک کې مسلمان ووژني نو بیا اسلامي شوری څرنګه قانون عملي کوي، اسلامي که طاغوتي؟

باقي هغه سوالونه چې تاسو یې ځواب نه دی کړی په خپل ځاي پاتې دي.

حسبنا الله ونعم الوکیل

م . ق



ع کريم حليمي
06.01.2015

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
دروند او محترم مسلم قلموال صاحب ، او د بحث ټول ګدونوالو ، خدای دي وکي چه جوړ او روغ یاست ، او ښې هیلي مي و منۍ

[quote:c78bf5938e] د عرفي جرګې جواز موجود دی اما د مشرانو جرګه په عرفي جرګې قیاس کیداي شې؟ دا عرفي جرګه ده که یوه رسمي جرګه چې ټول غړي یې انتسابي دي او د یو معین وخت لپاره ده؟ که عرفي جرګه وي نو ایا د شرعي احکامو سره په مقابل کې د نورو احکامو د تصویب حق عرفي جرګې ته حاصل دی؟[/quote:c78bf5938e]

هر کله چه مونږ ووایو چه عرفي : نو مطلب یعني معروف او پر هر هغه فعل او خبره چه خیر بناء وي‌ : د شریعت له نظره معروف وي او پر هر هغه فعل اوخبره چه الشر بناء وي نو بیا د شریعت له نظره المنکر بلل کیږي

او دا چه په کلام الله کښي راغلي چه : وَأَمْرُهُمْ شُورَىٰ بَيْنَهُمْ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنْفِقُونَ

د شوری نه مراد دا کیږي چه په مراودات اجتماعی کښي شوری
په الهي احکامو کښي شوری کولو ته ځای نسته .

درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more