د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

larghonay laraway
22.01.2013

السلام عليکم!
[quote:6cc6b53f13]ایا د دیموکراسی داسی یو اصل راښودی شی چی ددی ضمانت راکوی چی دا ماده به همداسی ثابته وي؟؟[/quote:6cc6b53f13]

د راتلونکي تضمين خو هيڅوک هم نه شي کولی!
هغه که شرعي نظام وي، که ډيموکراټيک او که استبدادي وي د يو تضمين هم څوک نه شي کولی چې تل به وي او څوک به يې نه بدلوي.
يو شمېر نظامونه د کودتا، جګړې، زور، انقلابونو او خپلسرۍ په مټ بدلېږي او يو شمېر د رايو او انتخاباتو خو د هيڅ يو نظام د تلپاتې والي تضمين څوک نه شي کولی.
دا که په افغانستان کې اکثريت خلک داسې پرېکړه کوي چې په افغانستان کې دې قانون د اسلام تابع نه وي نو هغه وخت به په افغانستان کې مسلمانان هم په نيشت شمېر وي.


تخاري
22.01.2013

سنت سلام او احترام

[quote:4eadfd99e4]د راتلونکي تضمين خو هيڅوک هم نه شي کولی!
هغه که شرعي نظام وي، که ډيموکراټيک او که استبدادي وي د يو تضمين هم څوک نه شي کولی چې تل به وي او څوک به يې نه بدلوي.
يو شمېر نظامونه د کودتا، جګړې، زور، انقلابونو او خپلسرۍ په مټ بدلېږي او يو شمېر د رايو او انتخاباتو خو د هيڅ يو نظام د تلپاتې والي تضمين څوک نه شي کولی.
دا که په افغانستان کې اکثريت خلک داسې پرېکړه کوي چې په افغانستان کې دې قانون د اسلام تابع نه وي نو هغه وخت به په افغانستان کې مسلمانان هم په نيشت شمېر وي[/quote:4eadfd99e4]

نو چی داسی ده نو مونږ او تاسو خو ابدا هم نه غواړو چی دین مو بدل کړو خو دا چی په دیموکراسی کی یی ځای شته نو همدا ټکی دی چی مونږ او تاسو یی باید رد کړو

مننه لرغونی صیب

له یوه بل تعصب څخه هم باید پرهیز وکړو

هغه تعصب دا دی

اسلامی نظام چی سل په سلو کی معیاری کیدای نه شی دیکتاتوری نوموو
دیموکراسی چی د دیکتاتورانو ساتنه او پالنه کوی ولسواکی نوموو

دا خبری ناسم قضاوت او تعصب دی


پتوال
22.01.2013

[color=blue:cf13d6661e]

ورونو السلام عليکم و رحمة الله !

یو ستر وران پوهاوی او غلط-فهمي ددې بحث محور جوړ کړی دی نو یوځل بیا :

موخه غربي ولسواکي نه ده چې نه په اسلام کې شته او نه هم اسلام په کې شته، بلکې موضوع اسلامي ولسواکي
ده چې د اسلام یو داخلی او لاینفک جز دی . نو چیرې او له کومه راهیسې چې اسلامي ولسواکی نه وه او نشته هلته اسلام هم نیمګړی، ضعیف او ناتوانه وو او دی، خو چیرې چې يې صرف اساسات هم موجود وو لکه د خلافت په وختو کې هغه وخت اسلام هم ځواکمن او غښتلی و . او له کله راهیسې چې چیرې د اسلامي ولسواکۍ دغه ټولنیز سیاسی او نړیوال پوځي تلسټ له منځه تللی هلته دا
۱۲ پیړۍ کیږي چې اسلام مخ په نزولی قوس او ځوَړي روان دی!
مونږ بیرته د اسلام ځواکمنتیا او بشپړول ( راژوندي کول) او له لاسه ورکړي اساسات يې لټول اورامنځته کول غواړو :
نو مونږ هېڅکله په دموکراسۍ کې اسلام نه لټوو ، بلکې په ملي کچه د اسلام په دننه کې ولسواکي = امت واکي = خلافت لټوو !!!
امت واکي او خلافت د اسلامي ولسواکۍ هغه اساسات دي چې په اسلام کې په عملي توګه موجود وو، په تیوریکي ډول اوس هم شته او په عملي توګه بیرته منځته راتلای او اسلامي ولسواکي پرې عیارېد لای شي!
مونږ دد ې مقدس هدف له پاره د کرزیخیلو، غرب وهلو ، شرق ځپلو
لوېدیځ پلوو ، لیبرالانو او لودیځوالو ته هېڅ اړتیا نه لرو !
خو مونږ ددوی ټولو خنثی کولو ته اړتیا لرو!!!
مونږ ددې ډول افغانانو خنثی کولو ، آرام کولو ، رام کولو، ددیني تربیې تجدیدولو ، په اسلامي ټولنه کې بیرته انتګریشن کولو او
د دیندارو ایماندارو افغانانو په صفوفو کې درولو ته اړتیا لرو!
دا ټول نعمتونه ، بریاوې، رحمتونه او سپېڅلي هدفونه او مرامونه د جنګ له لارې نه ، جنګ یو ډیر آسانه کار دی، بلکې یواځې او یواځې د سولې یعنې اسلامي ولسواکۍ له لارې چې ډیر سخت کار دی لاسته راوړای شو او اسلامي ټولنه پرې جوړولای شو !
اسلامي انقلاب د جنګ ګټل نه د زړونو ګټل دي او دا د اسلامي ولسواکۍ کار دی!
والسلام علیکم و رحمة الله و برکاته ![/color:cf13d6661e]


حمید هڅــاند
22.01.2013

اسلام علیکم ورحمة الله

زه فکر کوم چې د ښاغلي فطرت وروستۍ لیکنه بشپړه او هر اړخیزه ده،،،،،تاسې یې یوځل په دقت مطالعه کړئ..زما هم همدا نظر دي:

[quote:7b39be973c="حلیم یار فطرت"]وعلیکم السلام ورحمةالله وبرکاته

دیموکراسی یعنی دخلګو حکومت دخلګو په لاس دخلګو لپاره
Government of the people by the people for the people
ځینی یی بیا د(اکثریت حکومت)
او ځینی نور یی بیا د( ټولوحکومت)باندی تعبیروی چی وروستی تعریف ځکه سم نشو بللای چی پخپله ددیموکراسی له حیاتی اومهم اصل (انتخابات، اودرایو اکثریت) سره په ټکر کی ده کله چی په کوم هیواد کی ددیموکراسی تر چتر لاندی انتخابات منځ ته راځی او یا ټولټاکن? صورت نیسی نو معلومه خبره چی اقلیت درایو په کموالی سره نشی کولای چی له اکثریت سره په یوه تناسب حکومت وکولای شی او یا دی پخپله ګټه کوم قانون تصویب کړی
ددیموکراسی ټولو معیاری اصلونو ته په پام سره هیڅکله ددیموکراتیکو انتخاباتو په صورت کی دلږکیو
حقوق او ګټ? نشی تثبیتیدای زماپه اند کوم دتساوات او عدل معیارونه چی اسلام ټاکلی هغه دنړۍ هر نظام او قانون نشی ماتولای اونه تردی ښه معیار موندلی شی په اسلام کی داشخاصو په ټاکنه اوانتخاب ترټولو مهمه معیار تقوا ده او دخلیفه امیر او یا هم رئيس ټاکل په اسلام کی داهل الحل والعقد له خوا څخه صورت نیسی چی دا پخپله یوه شورا ده او له داسی کسانو څخه جوړه ده چی ټول یی تقوا ، علمیت، او سیاسی بصیرت لری او په احوال الناس باندی پوره واقف اوخبر وی دمسلمانانو دخیر اوفلاح لپاره نیغه او له اسلامی احکامو سره موازی پریکړه کولای شی
تاسو لږ فکر وکړی چی اوس په دی پورته ذکرشویو معیارونو کی کوم یی د ښه اوسوچه اسلامی حکومت په جوړولو توانیدای شی؟
معلومه خبره ده چی عام خلګ دومره د ځان په خیر اوشر (هغه که دنیاوی وی که دینوی) نه وی واقف لکه څومره چی داهل الحل والعقد شورا پوهیږی
درايواکثریت معيار ګرځولو دناسم والی په باره کی دلایل
الله جل جلاله داسی فرمایی: وَإِنْ تُطِعْ أَكْثَرَ مَنْ فِي الْأَرْضِ يُضِلُّوكَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ ۚ إِنْ يَتَّبِعُونَ إِلَّا الظَّنَّ وَإِنْ هُمْ إِلَّا يَخْرُصُونَ
الانعام
ژباړه او که چیری ته د ځمکی دمخ د ډیرو خلګو خبره ومنی نو دالله له لاری به دی واړوی ځکه چی هغوی په ګمانونو پسی روان دی او(اټکلیان) دی
(2)ولکن اکثر الناس لایعلمون
الاعراف
ژباړه: خو ډیر خلګ نه پوهیږی
وقلیل من عبادی الشکور
سباء
ژباړه: زما ډیر لږ بندګان شکر کوونکی دی
پرته له دی داسلام له لومړی حکومته بیا دخلفاء الراشدینو تردوری پوری هیڅ داسی بیلګه نشو پیداکولای چی دامیر یا خلیفه په ټاکلو کی دی عام انتخابات شوی وی او یا دی دعامو خلګو نه رایه غوښتل شوی وی ټول امیران او خلیفه ګان دشورا له خوا ټاکل شوی دی چی او[/quote:7b39be973c]

البته تخاري صیب په خورا ښکلي ډول موضوع څېړلې ده، الله مو په پوهې او علم برکت کړه!

تخاری صیب لیکي:
[quote:7b39be973c]دیموکراسی یو داسی چل دی چی د نړی پانګه وال پری نااهله خلک سیاسی واک ته رسوی او خپلی ګټی پری خوندی کوی دیموکراسی د اسلام خلاف د ژوند کولو سالمه طریقه نه ده په دیموکراسی کی د فرد په لنډمهالی پالنی سره د ټولنی حقوق تر پښو لاندی کیژی چی دا په اوږدمهال کی بیرته د فرد وژل دی

که دا د سودخورو پانګوالو چل نه وای نو ولی له سیاسی واک پرته په علمی او تعلیمی مراکزو د علومو په اکاډمیو کی رای ګیری نه کیژی په ټوله دنیا کی داسی مثال نشته چی هلته دی د پوهنتون استاد د عام اکثریت په رایو سره د استادی درجی ته رسیدلی وی

که رای ګیری ښه وی نو د پوهنتون استاد او د علومو دانشمندان دی هم د عامو رایو په اکثریت سره وټاکل شی تر څو د دیموکراسی مفیدیت؟؟؟ ثابت شی!

کنه همدا روش چی څرنګه یو شخص د علومو د اکاډمی عضویت یا د پوهنتون استادی ته رسی د سیاسی مشرتابه لپاره هم معیار جوړ شی

دیموکراسی د نړیوالو په لاس جوړ شوو بشری او د زنکه بازی په حقوقو تکیه کوی نو ایا افغان دیموکرات کولای شی چی حتی د رایو په اکثریت سره اسلامی حدود تطبیق کړی کلا و حاشا

د لرغونی صیب دا خبره سمه ده چی وایی اسلام او دیموکراسی ځنی مشترکات لری خو دی ته مو هم باید پام وی چی مشترکات خو له هندوانو+ بودایانو+ عیسویانو+ یهودانو+هر ګبر و ترسا سره هم لرو خو اصل توپیر مو په عقیده کی دی زمونږ شارع الله ج دی ددی نورو شارع پارلمان دی که د پارلمان تصویبی قانون کټ مټ هغه وی چی خدای ج ټاکلی نو په هغه عمل که هر څو هم هغه وی چی دی نو په عقیدتی لحاظ د داسی قانون متابعت د شیطان متابعت دی[/quote:7b39be973c]
نو د تخاري صیب او فطرت صیب ځوابونه کامل دي، زه ځان ته د دې حق نه ورکوم چې د دوی په خبرو کې خبرې اضافه کړم.
البته د پتوال صیب په خبرو بیا هم تم کېږم.

پتوال صیب وایې چې موږ د غربي ولسواکۍ چیغې نه وهو بلکې خپله اسلامي ولسواکي غواړو. موږ دا څه په اسلام کې لټوو او بیا په اصطلاح جمهوریت یا خلافت او نور...
نو پتوال صیب چې دا اصل په اسلام کې وي، بیا نو په ساده ډول ووایاست چې موږ غواړو د اسلام روح ته ستانه شو او په اسلام عمل وکړو،،،دلته بیا دا خودساخته او پلاستیکي توري ته ځای نشته. او بیا د ټاکنو له اصل سره خو موږ جوړ هم نه شو راتلی، نه منطقي دی، نه عملي دي، نه ګټور دی، نه د تدبیر خبره ده...ځکه:
فطرت صیب لیکي:
[quote:7b39be973c]الله جل جلاله داسی فرمایی: وَإِنْ تُطِعْ أَكْثَرَ مَنْ فِي الْأَرْضِ يُضِلُّوكَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ ۚ إِنْ يَتَّبِعُونَ إِلَّا الظَّنَّ وَإِنْ هُمْ إِلَّا يَخْرُصُونَ
الانعام
ژباړه او که چیری ته د ځمکی دمخ د ډیرو خلګو خبره ومنی نو دالله له لاری به دی واړوی ځکه چی هغوی په ګمانونو پسی روان دی او(اټکلیان) دی [/quote:7b39be973c]
او دا چې:
ډېری خلک نه پوهېږي!!
نو ټاکنې خو زموږ په حالاتو کې د تدبیر خبره هم نه ده، او په دې اړه زه تاسو سره مخکې زیات غږېدلی یم. په افغانستان کې ټاکنې د حل لاره نه ده، بلکې پرځای یې یو له تدبیره ډک د شوری ګام د اسلام د اصولو په رڼا کې اخیستل په کار دي. نه داچې د ټاکنو له لارې سیستم د کمزورینو او خامیو ښکار شي.

درنښت


تخاري
23.01.2013

په تیر پسی تاسو ټولو ته زما له طرف څخه سنت سلام او احترام

هڅاند صیب ستاسو نه مننه او خوشاله یم چی په دی ځای کې دواړه همنظری یو و لله الحمد

پتوال صیب اوس د سو ء تفاهم خبره كوی

د سوء تفاهم په اړه دوه احتمالات کیدای شی

اول:
دا چی د بحث یو لوری یا دواړه به له عقلی لحاظه کمزوری وی خو دا چی څوک به دا قضاوت کوی دا د بحث د اطرافو کار نه بلکه د لوستونکو کار ده ضرور هم نه ده او نه حق پری لرو چی اعلان یی کړی

دوهم:

د دیموکراسی د ماهیت کراهیت دی چی مدافع لوری یی نشی توجیه کولای دا چی ولی یی نشی کولای مالومه خبره ده دوی په خپله منی چی دیموکراسی معلوم معیار نلری یانی په غرب کی د اکثریتو په رایه لواطت لیګلایز یانی قانونی کوی او په شرق کی د اسلام استر دی نو ثابته خبره ده چی دیموکراسی هیڅ بنسټ او معیار نه لری

نو پس هر هغه شی چی بنسټ او معیار ونلری په تیره بیا په معنویاتو کی نو ډیره سخته ده چی د یوه دین چی نوم یی اسلام دی او ثابت او محکم قوانین اصول یانی بنسټونه لری په مقابل کی د مترادف بدیل په توګه توجیه او د ملاتړ وړ وګرزی!!

ددی بحث یوه بله زیږنده چی لرغونی صیب په مناسب وخت کی د مستقل بحث لاندی افتتاح کړی ده بنسټپالنه ده زه به خپلی نوری خبری ان شاالله او که وخت یاری کوله هلته ادامه ورکوم او تاسو محترم هم هلته رابولم

و من الله التوفیق



ع کريم حليمي
23.01.2013

السلام علیکم و رحمة الله
محترم حلیم یار فطرت صاحب ، ښې هیلي !
تاسو لیکلي چه [color=red:5e340d482c]که په درسته نړۍ کی اسلامی خلافت یا امارت نلرو نو د راوستلو لپاره خو یی یو ښه معیار او کره قوانین لرو بیا دنورو پوچو قوانینو ته څه ضرورت؟ [/color:5e340d482c]

مهرباني به مو وي !!!که تاسو د اسلامي خلافت او یا امارت دا کره قوانین د لوستونکو لپاره او و موږ ته ولیکۍ
درنښت


حمید هڅــاند
23.01.2013

[quote:706986bc66]مهرباني به مو وي !!!که تاسو د اسلامي خلافت او یا امارت دا کره قوانین د لوستونکو لپاره او و موږ ته ولیکۍ [/quote:706986bc66]

حلیمي صیب! تاسې هم کله نا کله نادودې کوئ، زه تاسو منطق لوستونکو ته حیران یم چې د دې پرځای چې مسله وسپړله شي، تاسې یې په وړاندې خنډونه جوړوئ او موضوع ګډوډه کوئ. ضرور نه ده چې د یو چا نظر دې هرکله منلی وي، حق ته به حق وایو!.
نو ته او الله، په دې پوښتنه کې چې تا لیکلې ده، باید پوهنځي ولوستل شي!
ته په یوه پوښتنه کې د اسلامي اقتصاد بسنټونه تشریح کول غواړې!
ته په یوه پوښتنه کې د اسلامي سیاست څرنګوالی تشریح کول غواړې!
ته په یوه پوښتنه کې د اسلامي حکومتدارۍ د ځانګړتیاؤ تشریح کول غواړې
او نور...
حلیمي صیب! په دې کې خو به شک نه لرې چې اسلام شخصي نه دی بلکې ټولنیز دی، او داچې سیاست د اسلام برخه ده، او داچې اسلام د ټولنې د رفا او دین او دونیا د نیکمرغۍ لپاره راغلی دی.
که تاسې د هغو قوانینو په اړه مالومات نه لرئ چې فطرت صیب یې یادونه کړې، نو ساده جواب دادی چې قران او احادیث/سیرت مطالعه کړئ.

هیله ده په دې په غوصه نه شې چې پوښتنه دې فطرت صیب نه کړې وه خو ځواب ما درکړ، یا په دې په غوصه نه شې چې تاسې مشرانو ته موږ کشران ولې داسې توند ځواب وایو! هیله ده بحث په بله خوا تلو ته مجبور نه کړئ.

درنښت


پتوال
23.01.2013

سلامونه دوستانو


حمید هڅــاند
24.01.2013

[quote:b76d43c970]په خپل هیواد کې دې د مجاهدینو تر ټولو پوه بنسټپال جهادي مشر حکمتیار صیب ټاکنې اسلامي ګڼي، په ګاونډی
اسلامي هیواد کې دې د ایران اسلامي انقلابي رژیم ټاکنې اسلامي ګڼلي او حکوکت د ټولټاکنو په اساس انتخابوي، دپاکستان
مسلم لیګ والاو دې هم د ټاکنیز حکومتونه کړي او اسلامي یې ګڼلي دي! [/quote:b76d43c970]
علیکم سلام...
پتوال صیب! لومړۍ خبره داده چې د حکمتیار صیب، د ایران د انقلابي غورځنګ دی که پرځنګ او نورو مشرانو خبرې زموږ لپاره حجت نه شې کېدای. دا کسان خو نور هم ډېر کارونه کوي، ضرور نه ده چې خبرې به یې نو هرو-مرو سمې وي او موږ او تاسو به یې ورسره منو. زه ځکه د حکمتیار صیب له نظر سره موافق نه یم چې دوې خبرې پکې وینم:
۱) د شریعت له مخې په داسې یو حالت کې چې افغانستان دی، ټولټاکنو ته څومره اهمیت ورکړی شوی دی؟
۲) ان که بغیر له دې هم سوچ پرې وکړو، زموږ هیواد په داسې یو حالت کې نه دی چې ټولټاکنې دي ستونزه حل کړي، بلکې دا ستونزه به لا ژوره کړي.

ټولټاکنې د لګښتونو، لوی Scale کار او اپرېشن له مخې په افغانستان کې ناممکنې دي. که يې ترسره کړې هم یو خو به دې بې حده لګښت پرې راغلی وي، او د درغلیو مخه هم نه شې نیولی، د ګاونډیو هیوادونو اجنټانو لاس وهنې هم نه شې پکې بندولی او د خلکو سیاسي پوهه خو به بیخې پوښتو نه چې څومره د دې وړ دي چې د خپل زعیم په ټاکلو کې دې رغنده ونډه واخیستلای شي.

نو وړاندې تر دې چې حکمتیار صیب او نور مشران د ټاکنو اصل تر نظر لاندې نیسي او یا یې په ملاتړ خبرې کوي، باید د دې کار شونتیا او پرځایتوب و ارزوي!

[quote:b76d43c970]را شدینو خلفاوپه وخت کې هم خلیفه په بیعت سره ټاکل کېده چې اوسنۍ ټاکنې او رایګیري هم په تیوري کې
د همغې اصل او پریسنیپ یوه عصري بڼه ګڼلی شو . د لومړي خلیفه حضرت ابوبکر صدیق (رض ) ټاکل په بیعت سره شوي دي
دده په وړاندې یو بل اصحابی هم کاندید شوی و چې د لږو رایو له امله ناکام شو، ولې کاندید کېدل یې هغه حرام
یا ناجیزه نه و ګڼلي! دا ټول په آزادو انتخاباتو دلالت کوي !
هو ، د اهل حل او عقد له خاوندانو څخه چې هر يو یې د ډلو ډلو مسلمانانو مشري او استازیتوب کاوه بیعت (= رایه) اخیستله او په دې توګه د ټولومسلمانو عربو رایې راټولولې ! [/quote:b76d43c970]

زه هم د د همدې یاد شوي اصل پلوی یم. موږ باید د پوهو او وړ کسانو یوه شورا ولرو، د دې شورا د ټاکلو لپاره ممکن بیلابیلې لارې ولټولې شي...دا اهل کسان باید د دې واک ولري چې څه ډول کس په کومو شرایطو برابر د هیواد مشر کاندي. نو زه د ټاکنو له همدې ډول سره جوړ نه یم چې کرزیخیلو افغانستان ته راوست او بیا یې د ولسواکۍ بریالۍ څېره وبلله! سره له دې چې ماشوم هم پوهېږي چې دې ملک کې د ټاکنو په نوم کومې نادودې ونه شوې.

لنډه دا چې، د ټاکنو اوسنی ډول هیڅکله زموږ د درد دوا نه شې کېدای...هسې بې ځایه لګښت پرې کېږې او په پای کې داسې کس رامینځته کړي چې هم اهل نه وي او هم په درغیو راغلی وي.

[quote:b76d43c970]هغه وخت دغه امت واکۍ دغه سیستم نوی او بې تجربې او نابشپړ و او بې ودې پاتې شو، که نه ننني ټاکنې پرینسیپ کې لا همغه وخت ډیر ژر رامنځته کېدلې ، او دا چې رامنڅته نشوې نو د هر خلیفه
خلافت له پط ثباتۍ یا خلیفه په شهادت رسولو له ګواښ سره مخامخ و . له لومړي خلیفه پرته نور دریواړه د آن د پیغمبر د لمسو پورې ټول یو دبل پسې په شهادت ورسول شول او هغه هم په جهاد کې
او د کفارو له خوا نه دي شهید ان شوي!
که د بیعت رایګیريو پختګي او وده موندلی وای نو د خلفاو د وژنو مخه به نیول شوې وای، د حضرت عثمان وژل به
په مسجد او د قران د طلاوت په وخت نه کزدل او د معاویه او حضرت علي (رض عنهم) دوه بیل او دوښمن حکومتونه
او وربسې د پیغمبر د لمسیانو وژل به د یزید له خوا هم نه رامنځته کېدل ! البته د بیعت سیستم بشپړول د روان نړیوال جهاد او فتوحاتو د سخت بهیر له امله له ځنډ سره مخامخ شو ، که نه د لومړي خلیفه بیعت بالکل د تیوري له مخې د نني ټولټاکنو قوي اسلامي اساس دی [/quote:b76d43c970]

د هغو اختلافونو انګېزې او ترشا پراته لاملونه ډېر زیات او نور ول. شیعه ګان خو ان اوس هم په دې نظر دي چې واک باید له لومړیو د علي رضی الله عنه په لاس کې وای، خو په دې فکر کې نه دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې خوښ ؤ چې ابوبکر دې خلیفه شي او علي رضی الله عنه هم په دې خوښ ؤ.

دوی ته منافقینو تاوان واړاوه، مګر ابولولو څوک ؤ؟

نو زه دا پوښتنه کوم چې د ټاکنو اوسنی ډول په افغانستان کې څومره منطقي کار دی او ګټې او تاوانونه یې څنګه پرتله کېدای شي؟؟

درنښت


پتوال
24.01.2013

درنو ګډونوالو ته سلامونه او درناوی!

یاره هڅاند صیب تاسې پخواني بحثونه د خلافت د نتیجو په اړه نه دي تعقیب کړي که نه د حکمتیار صیب ، ایران او باکستان
یادونه هم ما صرف ددې له پاره کړی چې دوی ټولو د خلافت بیعت
رایګیري او ټولټاکنې بللی او په دې توګه د اسلامي نظام
جز ګڼي، نه ددې له پاره چې زه د ایران پاکستان حکمتیار بل او بل مثالونه اساس ګڼم ! یعنې آن دوی هم پرې قایل دي چې دا یوه اسلامي لار ده . داچې غربي دیموکراسي او ټولټاکنې یې دڅه له پاره او څنګه صورت نیسي معلومه ده چې مردودې دي او د مشروعیت سبب نه ګرځي!
[quote:328d0ba2ae]۱) د شریعت له مخې په داسې یو حالت کې چې افغانستان دی، ټولټاکنو ته څومره اهمیت ورکړی شوی دی؟ [/quote:328d0ba2ae]
هڅاند صیب متوجه نه يې چې زمونږ غوښتنه د یو آزاد اسلامي نظام له رامنځته کېدو نه دوه درې عبوري کاله وروسته ټولټاکنې دي!
[quote:328d0ba2ae]
۲) ان که بغیر له دې هم سوچ پرې وکړو، زموږ هیواد په داسې یو حالت کې نه دی چې ټولټاکنې دي ستونزه حل کړي، بلکې دا ستونزه به لا ژوره کړي. [/quote:328d0ba2ae]
په ظاهر شاهۍ کئ هم دحل او عقد د ځاوندانو د شورا له پاره ټولټاکنې کېدلې، مصارف او درغلۍ په کې ډیر کم وو .
سره له دې چې نظام سیکولر و خو شریعت په کې جاري او مسلط ساتل کېده ! که اسلامي ولسواکي وای نو دغه ستونزې به يې بیخي نه درلودای !
نو مصرف د نظام د فساد پورې اړه لري، د مخدره توکو د کښت بندیز اوس په میلیونونو مصرف لري خو پری یې په برخه نه دی ولې
د ملا عمر په وخت کې د یوه امر په صدور سره دغه ناوړه ځلنه(پديده) بالکل له منځه لاړه !

نو وړاندې تر دې چې حکمتیار صیب او نور مشران د ټاکنو اصل تر نظر لاندې نیسي او یا یې په ملاتړ خبرې کوي، باید د دې کار شونتیا او پرځایتوب و ارزوي!

[quote:328d0ba2ae]زه هم د د همدې یاد شوي اصل پلوی یم. موږ باید د پوهو او وړ کسانو یوه شورا ولرو، د دې شورا د ټاکلو لپاره ممکن بیلابیلې لارې ولټولې شي...دا اهل کسان باید د دې واک ولري چې څه ډول کس په کومو شرایطو برابر د هیواد مشر کاندي.[/quote:328d0ba2ae]
دا به د ټولټاکنو له لارې کیږي خو هغه به اسلامي ټولټاکنې وي نه غربي نه د کرزیخیلو ! بلکې د شاهي نظام له ټولټاکنو به هم شفافې او کم منصرفه وي!
د عربی هیوادونو د انقلابونه خصلت اسلامي او د ټولټاکنو غوښنې لري، دا یوه اړتیا او اړینتیا ده چې د اسلام د خلافت سیاسي
کلتور او سیاسی مدنیت یو له بل سره تړي او مشروعیت رامنځته کوي ، که نه له دې پرته د پردیو لاسوهنې او سیاسی وحشت نه ورکېدلای او نه رام کېدلای شی!
نو دا خبره مو سمه ده چې
[quote:328d0ba2ae]لنډه دا چې، د ټاکنو اوسنی ډول هیڅکله زموږ د درد دوا نه شې کېدای...هسې بې ځایه لګښت پرې کېږې او په پای کې داسې کس رامینځته کړي چې هم اهل نه وي او هم په درغیو راغلی وي. [/quote:328d0ba2ae]
له دې کبله به ټولټاکنې د اسلامي انقلاب له بري وروسته په دویمه اصلاح شوې طالب دوران کې له لګښتونو برته او
په شفاف ډول تر سره کیږي، که نه مشروعیت به ونه لري!

خو ایا پاکستان به طالبانو ته ددغسې اسلامي مشروعیت اجازه ورکړي؟؟؟؟ او یا به دوی د تورسونټو له اجازی پرته دغه اسلامی او ملي رسالت ته اوږه ورکړي؟؟؟؟؟؟
والله اعلم !


حلیم یار فطرت
24.01.2013

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
محترمو دبحث لوستونکو او ګډون کوونکو
خدای دی وکړی چی روغ او خوشحاله به یاست زه دا دوه ور ځ? ناسوب ومه هیله کوم عذر می ومنی
حلیمی صیب د اسلامی خلافت او اسلامی نظام دنفاذ او عملی کولو د فارمول? پو ښتنه کوی ما مخکی هم لیکلی وو چی په اسلام کی عامه انتخابات هیڅ اصل نلری او نه یی څوک ثابتولای شی او بل عامه انتخابات ( ټولټاکن? ) له بیعت سره مه مقایسه کوی دولسواکۍ انتخاباتی ارگان خو ولسمشر دپنځو کالو لپاره منتخبوی او بالکعس بیعت دایمی وی دمسلمانانو بیعت اوتړون له امیر یا خلیفه سره دهغه ترژونده پوری موقوف وی تر څو چی خلیفه یا امیر ژوندی وی او تر څوچی ښکاره دشریعت خلاف کار نه وی تری صادر شوی متابعت یی واجب ده او پر خلاف یی پاڅون بغاوت ده چی مرگ یی هم دوخت حکومت ته جایز ده نو اوس به په ولسواکی کی دا دپنځو کالو انتخابولو ته په کوم دلیل اسلامی بیعت ووایو؟
داتوجیه سراسر غلطه ده
پاتی شوه داسلامی حکومت او دهغه زعیم ټاکل دایو رو ښانه او عام فهمه موضوع ده چی پورته په لیکنه کی می پوره توضیح کړی اوس فقط دومره لیکم چی اسلامی نظام دعامه انتخاباتو له لیاری نه بلکه دولس د نامتو علمی څیرو پوهانو او هغو سیاسی مشرانو له خواچی په پوره ډول اسلام او هیواد ته ژمن وی را تلای شی اوس می دموبایل ټایپینګ ډیر ستړی کړم بیا به وروسته انشاءالله یوه بله لیکنه درسه شریکه کړم چی انشاءالله پر حقیقت به اډانه وی
په درنښت


ډاکتر څپاند
25.01.2013

[quote:ab817e563d]پاتی شوه داسلامی حکومت او دهغه زعیم ټاکل دایو رو ښانه او عام فهمه موضوع ده چی پورته په لیکنه کی می پوره توضیح کړی اوس فقط دومره لیکم چی اسلامی نظام دعامه انتخاباتو له لیاری نه بلکه دولس د نامتو علمی څیرو پوهانو او هغو سیاسی مشرانو له خواچی په پوره ډول اسلام او هیواد ته ژمن وی را تلای شي٠ [/quote:ab817e563d]

درنو هيوادوالو ځما سلامونه هم ومنئ،

پورتنې ليکنه دعامو انتخاباتو پر ځای دې دولس د نامتو علمی څیرو پوهانو او هغو سیاسی مشرانو له خواچی په پوره ډول اسلام او هیواد ته ژمن وی ،ددولت دې مشرد ټاکنو تجويز کوي٠خو اوس به داسې خلکو پيژندنه او ټاکلو څنګه تر سره شي؟
نن تقريبا هر افغان دعوی لري چې زه تر ټولو ښه مسلمان،پوه ا و هيواد پرسته يم٠
دا توصيه واجب ګڼل شوې چې ددئ ثبوت خورا مشکل بريښي،مګر بيا هم نه دخدای ج امر او نه دپيغمبر ص سنت دي٠ 


hewad
25.01.2013

اسلام اعلیکم
قدرمنو کۀ مهرباني وکړئ د قران او حديث لۀ مخې څرګنده کړئ چې د هېواد مشر بويه څۀ ډول وټاکل شي؟


حمید هڅــاند
26.01.2013

سلامونه او احترامات!
پتوال صیب! ستاسې وروستۍ لیکنه واضحه ده، مننه. تاسې وایاست چې د عبوري دولت نه دوه-درې کاله وروسته به دا ډول ټاکنې کېږي او راتلونکی طالب حکومت به دا چاره کوي... او بیا فطرت صیب هم د ولسمشر ټاکل د ټول عمر لپاره بللي دي، البته د شرعیت له مخې. نو دلته درې خبرې رامینځته کېږي:
۱) دینپوهان باید دا خبره جوته او څرګنده کړي چې د ولسمشر د ټاکلو لپاره ټولیزې ټاکنې (ټولټاکنې) له شریعت سره ټکر خبره نه ده.
۲) د طالب حکومت خبره دې کړې ده؛ ولې طالب حکومت؟ ایا ضرور ده چې راتلونکی حکومت دې طالبانو پسې وتړل شي؟
۳) په اسلامي شریعت کې مشر د ټول عمر لپاره ټاکل چې فطرت صیب پرې ټینګار کړی دی.
تر کومه چې د لومړۍ پوښتنې خبره مطرح ده نو، که د نوماندانو رامینځته کېدل د ځینو شرایطو له مخې وشي. مثلاً: د ټاکنو کمیسیون یواځې هغه کسان د نوماندۍ وړ وبولي چې د مالومې کچې زده کړې ولري، ښه سابقه ولري، په اسلام خبر وي، تقوا لرونکی وي او بل هر مهم او اړین شرط. او پردې سربېره، د ټاکنو پروسه هم رڼه او پروسیجر یې ساده وي، نو بیا خو فکر نه کوم چې دا سې یوه چاره دې د اسلام خلاف لاړه شي. ځکه، د دا ډول ټاکنو له لارې خو هرڅوک نه شي بریالی کېدای، بلکې یواځې یوڅو مخکې له مخکې وړ کسان به ورته ولاړ وي. تاسې څه نظر لرئ؟ البته فطرت صیب دي هم نظر څرګند کړي.

او مشر باید ولې د ټول عمر لپاره وټاکل شي؟؟
دا پوښتنه مې له فطرت صیب څخه ده...ځکه، په اسلام کې ټول هغه کارونه اړین او ضروري دي چې رسول الله یې امر کړی وي او د هغه خلاف کار نه یې منع کړي یو. خو د خلیفه یا مشر د ټول عمر ټاکلو خبره خو به په کوم حدیث کې نه وي چې موږ یې ټینګه ونیسو. که په حدیث کې نه وي، بیا نو دا خبره یواځې له محمد صلی الله علیه وسلم څخه د را وروسته وخت مروجه کار ؤ، چې اړینه نه ده کلک ونیول شي. یانې، دا کار بیا د اسلام برخه نه شي کېدای!!

درنښت


پتوال
26.01.2013

سلامونه دوستانو !
هڅاند صیب غواړي ووايي چې ګواکې په اسلامي خلافت کې د خپل وخت مطابق هم رایګیري او ټاکنې نه وې(!) او فطرت صاحب هم
دغسط اندتوګه وړاندې کړې ده ، نو زه مخکینۍ لیکنه په جزي تغیر سره دلته بشپړوم او د هغې په ځای یې دلته وړاندې کوم :

[quote:6b35bd4606]
پتوال ... وایې چې موږ د غربي ولسواکۍ چیغې نه وهو بلکې خپله اسلامي ولسواکي غواړو. موږ دا څه په اسلام کې لټوو....نو پتوال صیب چې دا اصل په اسلام کې وي، بیا نو په ساده ډول ووایاست چې موږ غواړو د اسلام روح ته ستانه شو....بیا د ټاکنو له اصل سره خو موږ جوړ هم نه شو راتلی، نه منطقي دی، نه عملي دي، نه ګټور دی، نه د تدبیر خبره ده[/quote:6b35bd4606]
په خپل هیواد کې دې د مجاهدینو تر ټولو پوه بنسټپال جهادي مشر حکمتیار صیب ټاکنې اسلامي اصل ګڼي، په ګاونډی
اسلامي هیواد ایران کئ اسلامي انقلابي رژیم ټاکنې اسلامي ګڼلي او حکومت د ټولټاکنو په اساس انتخابوي، دپاکستان
مسلم لیګ والاو دې هم د ټاکنیز حکومتونه کړي او اسلامي یې ګڼلي دي!
را شدینو خلفاوپه وخت کې هم خلیفه په بیعت سره ټاکل کېده چې اوسنۍ ټاکنې او رایګیري هم په تیوري کې
د همغې اصل او پریسنیپ یوه عصري بڼه ګڼلی شو . د لومړي خلیفه حضرت ابوبکر صدیق (رض ) ټاکل په بیعت سره شوي دي
دده په وړاندې یو بل اصحابی هم کاندید شوی و چې د لږو رایو له امله ناکام شو، ولې کاندید کېدل یې ابو بکر صدیق (رض) حرام
ناجیزه یا غیر اسلامي کار ونه ګاڼه ! دا ټول په آزادو انتخاباتو دلالت کوي ! زه نه پوهیږم چې ښاغلی حلیم یار فطرت صاحب د انتخاباتو له اصل نه څنګه انکار کولی شي او
هغه د اسلامي بیعت بشبړ شکل نه بولي؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
ځکه د اهل حل او عقد له خاوندانو څخه چې هر يو یې د ډلو ډلو مسلمانانو مشري او استازیتوب کاوه بیعت (= رایه) اخیستل کیده او په دې توګه چې د اهل حل او عقد رایه د هغه د ټولو پلویانو د رایو محموعې وزن درلود ټولومسلمانو عربو رایې راټولولېدلې !
هغه وخت هغه کسان چې د ډیرې تجربې ، علم، ولسي موقف ، قومي ځواک او تقوا له امله د افرادو د باور او اعتماد
وړ او متنفذین وو د حل او عقد دخاوندان ګڼل کېدل او د هر یوه رایه د هغه د اړونده کسانو د رایو مجموعه ګڼل کېدله او له هغوی
څخه به خلیفه مشوره اخیستله !
اوس هم د حل او عقد خاوندان هغه وکیلان دي چې افرادو ورته د شوری له پاره رایې ورکړې وي ، یعنې د شورا وکیلان
د پخوانو حل او عقد د خاوندانو پر ځای رایې او مشورې ولسمشر او حکومت ته ورکوي!
نو که رژیم یو کلک غښتلي اسلامي دولت وي بیا همدغه شورا او وکیلان يې د حل او عقد د خاوندانو مسولیتونه او صلاحیتونه لري !

البته هغه وخت د امت واکۍ دغه سیستم نوی او بې تجربې او نابشپړ و او بې ودې هم پاتې شو، که نه ننني ټاکنې په پرینسیپ کې
لا همغه وخت ډیر ژر رامنځته کېدلې شو، خوا دا چې رامنڅته نشوې نو د هر خلیفه خلافت يې د بې ثباتۍ او خلیفه په شهادت
د رسولو له ګواښ سره مخامخ کړ. د انتخاباتو په نه شتون کې د حکومت د بذلون له باره یوه لار پاتې شوه : د خلیفه د قتلولو لار(!):
نو د لومړي خلیفه پرته چې بیعت یط تر نورو زیات انتخاباتو ته ورته و نور دریواړه خلفا آن د پیغمبر د ۲ لمسیو حسن او حسین رضی الله عنهم پورې ټول یو دبل پسې په شهادت ورسول شول او هغه هم په جهاد کې او د کفارو له خوا نه دي شهید ان شوي!
تر دې زیاته انارشي نشته !
که د بیعت رایګیريو پختګي او وده موندلی وای نو د خلفاو د وژنو مخه به نیول شوې وای، د حضرت عثمان وژل به
په مسجد او د قران د طلاوت په وخت ناممکن شوی وای او د معاویه او حضرت علي (رض عنهم) دوه بیل او دوښمن حکومتونه
او ورپسې د پیغمبر د لمسیانو وژل به د یزید له خوا هم نه رامنځته کېدل !
البته د بیعت سیستم بشپړول د روان نړیوال جهاد او فتوحاتو د سخت بهیر له امله هم له ځنډ سره مخامخ شو ، که نه د لومړي خلیفه بیعت بالکل د تیوري له مخې د نننيو ټولټاکنو قوي اسلامي اساس دی
مونږ ته يې صرف د یو غښتلي اسلامي حکومت په موجودګۍ کې عملي کول پکار دي، څو د اسلام بشپړ رنساس برې رامنځته کړو، له کوم پرته چې حکومت نه مشروعیت او نه ثبات رامنځته کولای شی! دیکتاتوري خو نه په اسلام کې شته او نه هم د حل کومه لار ده ! والسلام


پتوال
26.01.2013

سلامونه دوستانو !
هڅاند صیب غواړي ووايي چې ګواکې په اسلامي خلافت کې د خپل وخت مطابق هم رایګیري او ټاکنې نه وې او همدغه اندتوګه فطرت صیب هم وړاندې کړې ده (!):
[quote:dde5c20ac2]
پتوال ... وایې چې موږ د غربي ولسواکۍ چیغې نه وهو بلکې خپله اسلامي ولسواکي غواړو. موږ دا څه په اسلام کې لټوو....نو پتوال صیب چې دا اصل په اسلام کې وي، بیا نو په ساده ډول ووایاست چې موږ غواړو د اسلام روح ته ستانه شو....بیا د ټاکنو له اصل سره خو موږ جوړ هم نه شو راتلی، نه منطقي دی، نه عملي دي، نه ګټور دی، نه د تدبیر خبره ده[/quote:dde5c20ac2]
په خپل هیواد کې دې د مجاهدینو تر ټولو پوه بنسټپال جهادي مشر حکمتیار صیب ټاکنې اسلامي اصل ګڼي، په ګاونډی
اسلامي هیواد ایران کئ اسلامي انقلابي رژیم ټاکنې اسلامي ګڼلي او حکومت د ټولټاکنو په اساس انتخابوي، دپاکستان
مسلم لیګ والاو دې هم د ټاکنیز حکومتونه کړي او اسلامي یې ګڼلي دي!
را شدینو خلفاوپه وخت کې هم خلیفه په بیعت سره ټاکل کېده چې اوسنۍ ټاکنې او رایګیري هم په تیوري کې
د همغې اصل او پریسنیپ یوه عصري بڼه ګڼلی شو . د لومړي خلیفه حضرت ابوبکر صدیق (رض ) ټاکل په بیعت سره شوي دي
دده په وړاندې یو بل اصحابی هم کاندید شوی و چې د لږو رایو له امله ناکام شو، ولې کاندید کېدل یې ابو بکر صدیق (رض) حرام
ناجیزه یا غیر اسلامي کار ونه ګاڼه ! دا ټول په آزادو انتخاباتو دلالت کوي ! زه نه پوهیږم چې ښاغلی حلیم یار فطرت صاحب د انتخاباتو له اصل نه څنګه انکار کولی شي او
[color=red:dde5c20ac2]د انتخاباتو اصل او پرینسیپ ، نه د هغې عملی شوې ناقصه بڼه ، د اسلامي بیعت بشپړ شکل نه بولي؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ [/color:dde5c20ac2]ځکه د اهل حل او عقد له خاوندانو څخه چې هر يو یې د ډلو ډلو مسلمانانو مشري او استازیتوب کاوه بیعت (= رایه) اخیستل کیده او په دې توګه چې د اهل حل او عقد رایه د هغه د ټولو پلویانو د رایو محموعې وزن درلود نود ټولومسلمانو عربو رایې راټولولېدلې !
هغه وخت هغه کسان چې د ډیرې تجربې ، علم، ولسي موقف ، قومي ځواک او تقوا له امله د افرادو د باور او اعتماد
وړ او متنفذین وو د حل او عقد دخاوندان ګڼل کېدل او د هر یوه رایه د هغه د اړونده کسانو د رایو مجموعه ګڼل کېدله او له هغوی
څخه به خلیفه مشوره اخیستله !
اوس هم د حل او عقد خاوندان هغه وکیلان دي چې افرادو ورته د شوری له پاره رایې ورکړې وي ، یعنې د شورا وکیلان
د پخوانو حل او عقد د خاوندانو پر ځای رایې او مشورې ولسمشر او حکومت ته ورکوي!
نو که رژیم یو کلک غښتلي اسلامي دولت وي بیا همدغه شورا او وکیلان يې د حل او عقد د خاوندانو مسولیتونه او صلاحیتونه لري !

البته هغه وخت د امت واکۍ دغه سیستم نوی او بې تجربې او نابشپړ و او بې ودې هم پاتې شو، که نه ننني ټاکنې په پرینسیپ کې
لا همغه وخت ډیر ژر رامنځته کېدلې شو، خوا دا چې رامنڅته نشوې نو د هر خلیفه خلافت يې د بې ثباتۍ او خلیفه په شهادت
د رسولو له ګواښ سره مخامخ کړ. د انتخاباتو په نه شتون کې د حکومت د بدلون له پاره یوه لار پاتې شوه : د خلیفه د قتلولو لار(!):
نو د لومړي خلیفه پرته چې بیعت یې تر نورو زیات انتخاباتو ته ورته و نور دریواړه خلفا آن د پیغمبر د ۲ لمسیو حسن او حسین رضی الله عنهم پورې ټول یو دبل پسې په شهادت ورسول شول او هغه هم په جهاد کې د کفارو له خوا نه دي شهید ان شوي!
تر دې زیاته انارشي ، که هر څو د بیعت د اصولو د نه بشپړاوي له امله شرایطو تحمیل کړې وه بله نشته!
که د بیعت رایګیريو پختګي او وده موندلی وای نو د خلفاو د وژنو مخه به ارو مرو نیول شوې وای، د حضرت عثمان وژل به
په مسجد او د قران د طلاوت په وخت ناممکن شوی وای او د معاویه او حضرت علي (رض عنهم) دوه بیل او دوښمن حکومتونه
او ورپسې د پیغمبر د لمسیانو وژل به د یزید له خوا هم نه رامنځته کېدل !
البته د بیعت سیستم بشپړول هغه وخت د روان نړیوال جهاد او فتوحاتو د سخت بهیر له امله هم له ځنډ سره مخامخ شو ، که نه د لومړي خلیفه بیعت بالکل د تیوري له مخې د نننيو ټولټاکنو قوي اسلامي اساس دی.
نو که ټولټاکنې رامنځته نشي په اوسنیو شرایطو کې امارت او خلافت دواړه مطلقه میراثي شاهي او سلطنت رامنځته کوي چې صرف قدرت به له محمدځیو څخه غلځیو ته ولیږدوي او بس !

[color=blue:dde5c20ac2]نو مونږ ته صرف د یو غښتلي اسلامي حکومت په موجودګۍ کې د انتخاباتو عملي کول پکار دي، څو د اسلام بشپړ رنساس پرې رامنځته کړو، له کوم پرته چې حکومت نه مشروعیت او نه ثبات رامنځته کولای شی! دیکتاتوري خو نه په اسلام کې شته او نه هم د حل کومه لار ده !
هغه اندلوري چې دیکتاتوری د یوې ایدیالوژي سره که هغه ایدیالوژي اسلامي وي که ملي وي او که فاشیستي
یا کمونستي وي ټول مردود دي ! او له امت واکیز عنصر پرته یو اسلامی رژیم بې دیکتاتورۍ او زور زیاتي نه چلېدای شی او نه پایېدلای شی! اسلامي خلافت چې تر کومې درجې پورې سم چلېدلی او سم چلښت یې پایېدلی دی، په همغه پیمانه يې په بیعت کې د انتخاباتو د ماهیت پر پلی کولو ټینګار هم کړی دی . له دې کبله مونږ [color=blue]له سیکولریزم پرته په اسلامي آزادو شفافو او عادلانه انتخاباتو ټینګار کوو [/color:dde5c20ac2]
، [color=red:dde5c20ac2]څو په هرو پنځو کالو کې اسلامي ولسمشر او ملي شورا نوې وټاکي .[/color:dde5c20ac2] [color=yellow:dde5c20ac2]د طالب نوم ځکه ور سره مل کووچې په اوسنیو شرایطو کې ددې ډول اسلامي واکمنۍ تومنه په بل چا کې نه لیدله کیږي، خو شرط يې دادی چې طالب غورځنک هم تش بې عقله فزیکي ځواک نه ، بلکې دغسې معنوي او سیاسي ځواک هم نور خپل کړي چې نوموړی اسلامی انتخاباتي سیستم رامنځته کړای شي [/color:dde5c20ac2]او که نه قدرت ته د رسیدو نه وروسته به يې خدای مکړه ډیز ژر
د زوال شېبې د اسلامي چنګیز یانو په توګه د تاریخ یوه بې معنی پاڼه شي (!) او له پښتنو پرته به بل دهېچا تاریخ له ځانه سره انتحار او د مرګ کندې ته ور دیکه نکړي !

والسلام[/color]


larghonay laraway
27.01.2013

السلام عليکم!
زه خو حيران دې ته يم چې پښتون ولې د افراط دويم نوم دی؟
باور وکړئ چې د پښتنو مسلماني، کمونيستي، امپرياليستي، دودپالنه، ډيموکراسي، جهاد، فساد، الحاد او ... ټول له نړيوالو سره ډېر زيات توپير لري.
زه خبره نه اوږدوم تاسو د هرې عقيدې پښتانه ليدلي چې تر نورو ډېر افراطي دي. مثال يې يوازې د طالبانو راوړم چې (له ادمه تر دې دمه ) د دوی غوندې عجيب او غريب حکومت، امارت او جهاد نه ؤ.
همداسې ګلبدين، شابدين او تره کی درواخله!
زه وايم په اوس وخت کې خلافت جوړولو ته لاره نه ده هواره!
مونږ نه شو کولی چې په افغانستان کې ټول هزاره، ټول تاجیک، ازبيک او نور ووژنواو يا په زوره پرې خلافت ومنو! همدا راز ستاسو د اهل حل او عقد لپاره هم کوم کوټلی تعريف نشته. همدغه سياف، ګلبدين، صلاح الدين، کرزی، دوستم او نور به تر ټولو وړاندې په اهل حل او عقد شورا کې ناست وي.
نو که د نړۍ ټووووووووووووووووول اسلامي هېوادونه په (شاهي او جمهوري) حکومتونو لرلو سره نه کافر کېږي مونږ به هم خدای جل جلاله نه کافران کوي!
راځئ له افراطه تېر شو او يو ډول حکومت ته ترجيح ورکړو يا شاهي او يا جمهوري!
دا هر يو بيا خپل ډولونه لري چې د نړۍ اسلامي هېوادونه يې پر بنسټ حکومتونه او دولتونه جوړوي!
خو
زما دا هدف نه دی چې مونږ دې د خلافت خلاف و اوسو! بلکې خلافت به زمونږ يو ارماني هدف وي او نيت به مو وي چې راولو به يې خو اوس نه ځکه چې اوس له افغانسان او پښتنو نه د موزيګي کټ جوړ شوی دی:
د موزيګی شکيدلی کټه
چې زه دې لنګه ټينګوم بازو دې ځينه
راځئ اوی همدغه د ټولو خلکو عامو رايو ته په درنه سترګه وګورو. د ولس د رايو پر بنسټ حکومت جوړ کړو او بيا خپل اسلامي دعوت، مبارزې او ارماني هدف ته کار وکړو!
مننه
ستاسو لاروی


هیښ
27.01.2013

السلام علیکم

درنو او محترمو مشرانو او کشرانو !
ستاسو ټولو نه مننه ،چې په پوره حوصله مندۍ او منطقي دلایلو مو دا بحث شروع کړئ او دوام ورته ورکوئ او ټولو قدرمنو خپل نظرونه د اسلام او دموکراسۍ په هکله بیان کړي دي.

ستاسو دتوضیحاتو نه ما دا برداشت وکړ ،چې په یوه خبره دما په شمول ټول سره سلا او متحد الفکره یاستئ ،هغه دا چې د بشر دټولو هر اړخیزو مشکلاتو حل او دیوه نیکمرغه ،ارامه او مرفه ژوند جوړول هغه وخت میسریږي ،چې داسلام دین دانساني ټولنې په سیاسي ،اقتصادي،اجتماعي ،فرهنګي او علمي ساحو کې دیوه اصل او تهداب په توګه عملي اوتطبیق شي .مانا داچې ټول داسلامي نظام دبرقرارولو او دهغې مطابق دژوند کولو سره موافق یاستئ او دننئ دفساد او شر په مرض اخته بشري ټولنې دنجات له پاره همدا نسخه توصیه کوئ .
الحمدلله مسلمانانو ته الله تعالی(ج) د با عزته او نیکمرغه ژوند دکولو طریقه داسلام ددین دنزول او ارشا د له کبله لورولې ده او که مسلمانان دهغې مطابق دزړه داخلاصه عمل وکړي هم به یې ددنیا رفاه او اسودګي په برخه شي او هم به یې داخرت خیرونه او نعمتونه نصیب شي.

حقیقتاً هغه قوانین او اصول چې انسان يې جوړوي ،هیڅکله مکمل او بې عیبه نه دي ،همدا وجه ده چې جاودانه او دایمي نه دي او دوخت په تیریدو سره باید پالش شي او تغیر پیدا کړي ،چى په د تغیر او تبدیل کې دمیلیون هاوو انسانانو په سرنوشت لوبې ووهل شي،وینې تویې شی ،بدبختی او مصیبتونه دهرشخص او کور میلمانه شي، حقوق تر پښو لاندې شي او انساني ټولنه دمختلفو سیاسی او اقتصادي بحرانونو ډګر وګرځي.لنډه داچې بشر داوسني تمدن او ډیرو علمي اوتخنیکي بریاوو او لاسته راوړنو سره سره دداسې یوه نظام په جوړولو نه دي توانیدلي ،چې دټولنې افراد په هغې کې روحي او جسمي امن پیدا کړي او داجتماعي بې عدالتیو اونابرابریو نه خالي وي .

خو اسلامي قوانین او دهغې په اساس جوړشوی نظام بیا کامل ،بې عیبه او دانساني حقوقو او اجتماعی عدالت تضمین کوونکی دئ او احکام او ارشادات یې دقران کریم او نبوي احادیثو په بنا ثابت ،تغیر ناپذیره او جاویدانه دي ،ځکه قران کریم او احادیث نبوي دیوې مشخصې ډلې ،قبیلې ،ژبې ،طبقې اوملت دخیر ،صلاح ،نیکمرغۍ ،حقوقو او مسؤلیتونو په ادرس لارښوونه نه کوي ،بلکه دټول بشریت د نیکمرغه ژوند کولو دپاره بې له تبعیض او امتیازه (نژادي ،لساني ،توکمي ،جنسي،اقتصادي او نور) جامع او پوره اوامر او ارشادات لري ،چې عمل پرې کول او دهغې مطابق دسیاسي اجتماعی او اقتصادي تعاملاتو عیارول به دټولو فتنو او فسادونو چې بشر ورسره مخامخ دئ مخه ونیسي .

تردې ځایه زه فکر کوم ټول په یوه نظریو ،خو سوال دا پیداکیږي ،چې اسلامي امت ددومره لوی الهی نعمت په درلودلو سره دخلقایې راشدینو نه را وروسته ولې دیوې سوچه اسلامي ټولنې او نظام په برقرارولو کې نه یوازې ناکام پاته شوئ ،بلکه دذلت ،خوارۍ ، ملنډواو بې عزتۍ ژوند یې په برخه شوئ ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

په اسلام کې خو عیب نشته او مسلمانان دومره په خپله عقیده کلک ایمان لري ،چې په دفاع کې یې دخپل ژوند قربانولو ته تیاردي،نو مشکل چیرته دئ ،دچا دخوانه دئ ،چې په اصطلاح مسلمانان دسیند په غاړه وچ حلقونه او سپېرې شوندې دتندې دله منځه وړلو له پاره دنورو دباران په تمه وازې سترګې نیولې دي؟؟؟؟؟؟؟؟؟

په دا څوارلس سوه کاله کې د اسلامي مطبوع او غوښتونکی نظام د استوارولوخیال او ارمان نه په عمل کې دپیاده کولواهلیت ،ظرفیت او لیاقت ولې په مسلمانانو کې را پیدا نه شو ،سره ددې چې داسلامي نظام ،شریعت او الهی قوانینو دحقانیت او په انساني قوانینو فوقیت اوبرتریت یې هره ورځ زمزمه کوو؟؟؟؟؟؟؟؟

ایا هغه طریقې او شېوې چې داسلامي نظام دقایمولو دپاره تراوسه ورنه کار اخستل شوئ سمې ،صادقانه او مخلصانه وې او که هسې داسلام ددین نه دنورو مقاصدو دلاسته راوستلو له پاره دیوې وسیلې په توګه کار اخستل شوئ
دئ ؟؟؟؟؟؟

داسې او دې ورته سوالونو ته باید دعقل او دینې مسؤلیت په اساس ځوابونه وویل شي ،نه دجذباتو او فرقه ای،تنظیمي اوحزبي مناسباتو سره دتړاو په جذابیت او دتیرو واقعاتو ،اشتباهاتو ،نیمګړتیاوو اوجعل کاریودقیقه او ژوره علمي او تاریخي څیړنه او ارزیابي وشي ، پند ځنې واخستل شي او دتکرار مخه یې ونیول شی ،ترڅو خپل مقصد ته درسیدو دپاره سمه او مناسبه لاره پيدا کړو.

زه فکر کوم دمسلمانانو د اسلامي نظام دراوستلو او شرعي امورودتطبیقولومشکل په اجراییې ،اداري او مدیریتی برخه کې دئ ،چې دیوشمیراستبدادګرانو او ستمګرانو له لوري ددرباري او معامله ګرو دیني عالمانو په خیانت سره غصب شوئ او د مطلقه نظامونو دړنګولو او په ځای یې د اسلامي نظام داستقرارولو مخه یې په جعلي فتواوو او تبلیغ سره نیولې ده او داسلامي قوانینو او مقرراتو دتطبیق،نظارت او مدیریت دپاره د سالمو ،متعهدو ،صادقو ،لایقو او مسؤلویت پذیره دولتي اراکینو(سیاسي قدرت) دتعین او ټاکلو حق یې د امت نه په مختلفو بانو او چلونو سلب ،غصب او ګروګان کړئ دئ او ملت اوپه مجموع کې اسلامي امت یې چې دسیاسي قدرت دمشروعیت او رواتوب اصلي او اخرینۍ سرچشمه او منبع ده دتصمیم نیولو او پریکړې کولو نه محروم او حاشیې ته غورځولئ دئ او په مطلقه حکمروایۍ یې
خپل غیر مشروع قدرت ته دوام ورکړئ دئ او دامت هیلې او ارمانونه د یوې واقعي اسلامي جامعې او نظام دجوړولو او داجتماعی عدالت دتاءمینولو له پاره دخاورو سره برابر کړي او دخپلو ناروا او ستمګرانه واک دچلولو او تداوم قربانی يې ګرزولي دي ،چې دا تراژیدی تر اوسه دوام لري او که دې روش د دولت دارۍ او حکومت دارۍ ته خاتمه ورنه کړل شي داسلامي امت حالت به دبهترۍ په لوري سوق نه شي.

دهر سياسي قدرت او حاکمیت منشاء او سرچینه چې ورته مشروعیت او قانونیت ورکوي باید معلومه او واضح شي او یوازینئ منشاء دسیاسي واکدارۍ لکه چې مخکې مووویل امت دئ ،چې فقط د ملت او یا امت تائيد ، تصمیم او فیصله سیاسي واکدارۍ ته مشروعیت ورکوي ،له دې وجهې مطلقه او او استبدادي قدرتونه چې ددې کیفیت او صفت نه محروم دي ،نو مطلق العنانه حکماوو،سلاطینو،امیرانو او پاچاهانوخپل ستمګرانه واک ته دحقیقت ،تقدس او الهي ورکړې رنګ ورکړئ دئ،ترڅو دهر انتقاد،رد،اعتراض او پوښتنې مجال ئې له منځه یوسي ،ځکه حقیقت ،تقدس او او الهي داد باید یوازې تائید او تصدیق شی او که چا دا ډول سیاسی قدرت ترپوښتنې لاندې راوستئ دیاغي ،باغي او تکفیر ترنامه لاندې په ډیر ظالمانه شکل سرکوب کړي دي .

استبداد دخپل ظالمانه او غیر انساني واک دتحکیم او تمدید دپاره له دوو وسیلو څخه کار اخلي:
اول ــ
د وولس اویا امت اذهان په تیارو کې ساتل او دهر نوع معلوماتو ،اطلاعاتو او پوهې نه محروم ساتل ،ترڅو خلک دخپلو حقوقو او مسؤلیتونو نه بې خبره پاته شي او سیاسي شعور اوفکر يې بیدارنه شي او داسې ذهنیت ورته تلقین شي ،چې دوئ (وولس) دازله ـ قسمتي کم عقل ،جاهل او بې علمه دي او دټولنې دادارې ا و رهبرۍ په رازونو او نزاکتونو ئې سرنه خلاصیږي او دیوې ګلې او رمې حیثیت لري ،چې یو چوپان ئې باید دژوند کولو له پاره رهبري کړي ،که نه دنابودۍ او تیتیدو خطر ئې شته او لیوان به ئې تارومار کړي ،نو ددې خطر دمخنیوي له پاره نه یوازې بې له چون او چرانه دواک دخاوندانود دستورونو او فرمانونو نه باید تابعیت او پیروي وکړي ،بلکه باید دواکمنانو دا احسان اونیکي ئې دشکرونو په ادا کولو ومني ،چې ددوئ دژوند دحفاظت او سمبالتیا، الله ورکړې وظیفه یې په غاړه اخستې او وولس او یا امت ئې دمرګ او نابودۍ دخطر نه بچ کړئ دئ .
ددې ظالمانه پالیسۍ اوکړنو پایلې نن ورځ موږ په خپلو سترګووینو او په پوست ئې لمس کوو ،چې اسلامی امت دعلم او پوهې په ډګر کې څومره وروسته پاته دئ ا و دکفارو دعلمی او تخنیکي برتریت له وجهې مسلمانان دڅومره احتیاج،عذاب ،ذلت او بدمرغیو سره مخامخ دي ،چې نه ئې سر ،نه ئې مال او نه ئې ناموس خوندي دئ او دوحشیانه تجاوزونو او اشغالونو قرباني ګرزیدلئ دئ.

دوهم ــ
دزور ،جبر،اختناق ،فشار او ترور په وسیله دهغو جنبشونو او پاڅونونو چې داستبداد په ضد دي ټکول ،سرکوب کول او له منځه و ړل. استبداد اوستم فقط زور کاروي او هر مخالف باید دزور او فشار له لارې محو او نابود کړي.ددې غیر اسلامي ، ظالمانه او غیرانساني میتودونو په کار وړلو سره دمیلیون هاوو انسانانو وینې بهیدلې او بهیږي.
دتحمل ،مذاکرې ،مفاهمې ،منطقي او علمي استدلال او یو بل ته دقناعت ورکولود فرهنګ او په عمل کې دخوږو او جذابو ادعاوواو وعدو دپیاده کولودثبوت په ځائ یوازې زور دئ چې په هر قیمت وي واک باید وچلوي .اسلامي اخوت ،انساني کرامت ،عاطفه او انساني حقوق زورورو واکدارانو ته اهمیت او مانانه لري ،بلکه یوازینی شی چې ورته مطرح دي هغه ددوی جابرانه واک دئ ،چې یوازې په زور باندې متکی او ساتل شوئ دئ .دزورد وسیلې په کارولو سره دهر منتقد ژبه باید په توره غوڅه شی او د هر معترض غږ باید دټوپک په مرمۍ چوپ شي.

دپورته خبرو په بنا دنني جهان اسلام او په خاصه توګه افغانستا ن کې د اسلامي نظام د نه استفرار، دمصیبتونو ،بې عدالتیو ،ځاني او ما لي زیانونو ،فقر او وروسته پاته کیدو اصلي مقصر او عامل داستبداد او دیکتاتورۍ حاکمیت تر هر نامه او عنوان لاندې او اولس دسیاسي قدرت داصلی او اخری منبع او سرچشمې په توګه نه پیژندل دي.

نو داسلامي نظام د جوړیدو او قائیمیدو دپاره باید په اول قدم کې استبداد ،دیکتاتورۍ ، انحصار دقدرت او طریقو داعمال دقدرت ته ئې د رد او نه منلو ځواب وویل شي او هر شخص ،ډله ،سازمان،حزب او تحریک چې داسلامي نظام دپياده کولو ادعا کوي باید په دې متیقین شي ،چې یوازې د ملت او امت دتصمیم او فیصلې په اساس کولائ شي دسیاسي قدرت دلاسته راوستلو له پاره عرض وجود وکړي او دملت او امت له خوانه دسیاسي قدرت داعمال ماموریت ته دملت له خوانه دمشروطه شرایطو په نظر کې نیولو سره ځانونه ورسوي ،نه دزور،فشار،ترور او تزویر له لارې .
داستبداد او استبدادی طریقو دردولو په صورت کې نور اصلي مشکل رفع کیږي اودوهمه لار چې ورته ولسواکي ،یا
ا مت واکي یا دموکراسي او یا اولسي اقتدار او یا بل هرنوم چې ورباندې ايښودل کیږی مهمه نه ده او موږ باید دنومونو په سر ډیر سرونه سره ونه خوږوو،بلکه محتوا ئې مهمه ده چې دسیاسي قدرت منشاءیې باید ملت او یا امت وي او اولس یا ملت او امت بایدتصمیم اوپریکړه وکړي چې داسلامي د قوانینو او احکامو دعملي کولود ماموریت دپاره څوک وړ،مناسب ،باظرفیته ،متعهد او صادق دي او دملت او امت په وړاندې ددې امتحان نه کامیاب راوزی او یا ناکام .که کامیاب ووتل او عملاً یې خپله وړتیا او صداقت ثابت کړل ملت به بیا ورته ماموریت سپاری او که ناکام وو ،په ځای به یې نورو ته ددې ماموریت داجراکولو سپارښتنه کیږی بې له دینه چې زور او فشار استعمال شي .

نتیجه دا چې دحکومتدارۍ او دولتدارۍ همدا دوې لارې(دیکتاتوري او یا ولسواکي) دي اوس مو خوښه چې په کومه لاره هدف ته درسیدو دپاره تګ کوئ؟

مننه


پتوال
27.01.2013

السلام علیکم و رحمة الله وبرکاته !
ما شاا لله هیښ صاحب په ګوتو مو برکت او په اندتوګه مو د الله رحمت شه! زه د هیچا په لیکنه کې د افغان مسلمان
اولس د ارمانونو د پوره کولو د لارې او خپلو لیکنو د هدف دومره تایید او تصدیق نه وینم لکه څومره چې ستاسې په دې
لیکنه کې نغښتی دی !
نو له ټولو لیکونکو او لوستونکو افغانانو څخه هیله کوم چې ټول په همدې نتیجه چې تاسو هم د اسلامي ولسواکۍ
مفهوم ورکړی سره راټول یو غږ او یوموټی شو او له دې وروسته ورته ټول افغان ولس د طالبانو ورونو
په شمول راوبولو ، ځکه چې تر اوسه پورې نه هغوی د امیرالمؤمنین د عمري سلطنت تردید کړی او نه یې د هغې د میراثی
انتقال امکانات رد کړي ! په درنښت !


حمید هڅــاند
27.01.2013

لرغونی صیب! خبره ډېره نه اوږدوم، ځکه ورځنیو کارونو راته حوصله نه ده پرې ایښې.
موږ افراط کول نه غواړو، موږ د اسلام په لاره تلل غواړو او بس، دې ته که څوک افراط وایې، خپل کار یې!. د ځینو کړیو ناسم چلند د دې مانا نه ورکوي چې نو ګاوکې موږ دې خپلو ستونزو ته په اسلام کې حل ونه لټوو.
باید تا ثابته کړو چې ټولټاکنې څومره ښې او څومره بدې دي!. ما مخکې هم یادونه کړې وه چې:
که د نوماندانو رامینځته کېدل د ځینو شرایطو له مخې وشي. مثلاً: د ټاکنو کمیسیون یواځې هغه کسان د نوماندۍ وړ وبولي چې د مالومې کچې زده کړې ولري، ښه سابقه ولري، په اسلام خبر وي، تقوا لرونکی وي او بل هر مهم او اړین شرط. او پردې سربېره، د ټاکنو پروسه هم رڼه او پروسیجر یې ساده وي، نو بیا خو فکر نه کوم چې دا سې یوه چاره دې د اسلام خلاف لاړه شي. ځکه، د دا ډول ټاکنو له لارې خو هرڅوک نه شي بریالی کېدای، بلکې یواځې یوڅو مخکې له مخکې وړ کسان به ورته ولاړ وي.
نو دلته به ولې سیاف کاندید کېږي؟ زه پوښتنه کوم، د یوه ریاست یا دیپارتنمت د پرمخبیولو لپاره ولې خلک ټاکنې نه کوي؟؟؟ ځکه، وړ لاره داده چې داسې مشر باید د ځینو خاصو ځانګړتیاؤ او وړتیاؤ لرونکی وي، په ټاکنو کې د هر ډول دووس د راتګ احتمال وي! او په مطلق ډول ټولټاکنې به څنګه سمې وبولئ؟ دا ټاکنې کله د تدبیر خبره وه!!! چې تاسې پسې کلک نښتي یاست!
ځکه خو الهي وینا ده:
وَإِنْ تُطِعْ أَكْثَرَ مَنْ فِي الْأَرْضِ يُضِلُّوكَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ ۚ إِنْ يَتَّبِعُونَ إِلَّا الظَّنَّ وَإِنْ هُمْ إِلَّا يَخْرُصُونَ
الانعام
ژباړه او که چیری ته د ځمکی دمخ د ډیرو خلګو خبره ومنی نو دالله له لاری به دی واړوی ځکه چی هغوی په ګمانونو پسی روان دی او(اټکلیان) دی...

[quote:9d36da751a]نو که د نړۍ ټووووووووووووووووول اسلامي هېوادونه په (شاهي او جمهوري) حکومتونو لرلو سره نه کافر کېږي مونږ به هم خدای جل جلاله نه کافران کوي!
[/quote:9d36da751a]
لاروی صیب! له دې خبرې سره خو دې باالکل جوړ نه یم. دا نو بیا څه دلیل شو؟
[quote:9d36da751a]راځئ له افراطه تېر شو او يو ډول حکومت ته ترجيح ورکړو يا شاهي او يا جمهوري!
[/quote:9d36da751a]
ولي؟؟؟ دلیل څه دی، چې یو له دواړو به انتخابوو او بیا کوم یو له دواړو به انتخابوو؟
او د خلافت موضوع موږ هم نه ده مطرح کړې. موږ په افغانستان کې یو وړ او منطقي خوځښت غواړو او یو داسې پیل چې بنسټ یې متزلزل نه وي او هر (په وینو سور لاس ) ته د راتګ چانس نه وي!!
او د هېښ صیب پیله چې کوم یو یې خوښ کړو، دیکتاتوري که ولسوالکي؟
نو هېښ صیب! دا ولسواکي ولسواکي باندې مو زموږ د غوږو پردې وشلولې، خو تعریف مو نه کړه. کومه ولسواکي او څه ډول ولسوالکي؟؟؟ او بیا دا دیکتاتوري له څه شی شو؟؟ موږ د اسلامي لارښوونو له مخې حرکت غواړو، نه هسې په اوهامو او اټکلونو ولاړ حرکت!

درنښت


پتوال
28.01.2013

هڅاند صیب له سلامونو وروسته مې پوښتنه داده چې کوم ایت شریف تاسې اقتباس کړی د کفارو په اړه دی که د مؤمنانو ؟
په ځانګړې توګه یواځې او یواځې پیغمبر(ص) ته خطاب دی او که په عام ډول هر مؤمن ته ؟ د دین په مسایلو کې د اکثریت تابعیت مقصد دی که په دنیوي مسایلو کې يې مقصد دی ؟باید دایت شانزول ورسره مل او په پام کې ونیسئ .

د ټولټاکنو له پاره دې اړین کمېسیون ته ګوته نیولې چې اصلاً باید مشکوک ، په معیار نیمګړي او ستا خبره »هر په وینو سور لاس «
په ټولټاکنو کې هډو برخه وانخلي. نو دا موضوع به د ټولټاکنو په قانون کې روښانه شوي وي!
لنډه داچې تر ټولو ښه مسلمان، ښه متقي، ښه عالم، ښه سیاستوال او د ښو اخلاقو خاوند هغه څوک دی چې ولس ته يې دغه
ټولې ښېګړې معلومې او ثابتې شوی اوسي، نو په ټولټاکنو کې يې هم غوره کوي او هم یې ملاتړ کوي، ځکه چې ګټه یې تر بل هرچا اوس ته ریاته رسیږي! او فاسد ، فاسق ، جاهلو ، ظالم ، خاین..... هم اولس ته رسوا او معلوم وي او تر هرچا زیات ترې ولی ګرکه کوي ځکه چې د ولس په تاوان خپل ټول بد عملونو ته دوام ورکوي، نو ځکه د ولس قضاوت د کاندیدانو د شخصیت او څیرو په اړه دقیقه او د کاڼي کرښه وي! حتی د یو مړي له تدفین وروسته چې د مسلمان حاضر ولس ( اکثریت) ورته ښه سړی ووایی جنت او که بد سړی یې وبولي دوزخ ورته واجبیږي !
د ټولټاکنو نتیجې په ښو او اسلامي شرایطو کې ښې او اسلامي (رحمت) وي او په بدو، کفري او پردي حاکمیت ،
سیکولريت او فساد په شرایطو کې بدې ، غیر اسلامي ،سیکولري ، له فسق او فساد ډکې نتیجې وي . یو حالت باید له بل سره بدل نشي!، نو په دغسې بدو شرایطو کې یې ردول پکار دي، ولې په اسلامي نظام کې شفافې او عادلانه ټولټاکنې هغه لعلونه دي چې د اسلام او ملت د دوښمنانو د تبلیغ په ایرو کې پټ پاتې کیږي . والسلام


حمید هڅــاند
28.01.2013

[quote:d73af7438f] کوم ایت شریف تاسې اقتباس کړی د کفارو په اړه دی که د مؤمنانو ؟
په ځانګړې توګه یواځې او یواځې پیغمبر(ص) ته خطاب دی او که په عام ډول هر مؤمن ته ؟ د دین په مسایلو کې د اکثریت تابعیت مقصد دی که په دنیوي مسایلو کې يې مقصد دی ؟باید دایت شانزول ورسره مل او په پام کې ونیسئ . [/quote:d73af7438f]
پتوال صیب! زمانه تاسې ښه پوهېږئ چې وحې د خاصو حالاتو د تشریح په اړه چې کله هم راغلې وي، هغه داسې نه ده چې په دې او هغې بهانې لکه تاسو چې ذکر کړي دي په اصطلاح نعوذ باالله اوټ ډېټیډ وبولو. ولس او عوام ډېری وخت د اکثریت نظر غوښتلو په مهال اټکلیان وي او هسې په اوهامو پسې راوان وي، د تدبیر ټکی بیخي له مینځه ځي. که د خلکو اټکلونو ته اهمیت ورکول ښه کار وای، د هر ډیپارټنمټ مشر لپاره به ټولټاکنې کېدې.

[quote:d73af7438f]حتی د یو مړي له تدفین وروسته چې د مسلمان حاضر ولس ( اکثریت) ورته ښه سړی ووایی جنت او که بد سړی یې وبولي دوزخ ورته واجبیږي ![/quote:d73af7438f]

دا بیا په کومه حواله؟؟

درنښت



ع کريم حليمي
28.01.2013

حمید جانه ! لږ څه احتیاط کوه د ایاتونو په حوالو او دلیل راوړلوکښي .

کله چه پوښتنه شوې وه له سردار عالم نه چه له تاسو نه ورسته په چاپسي اقتدا و کړو نو سردار عالم ورته ویلي وه چه : فاقتدوا باللذين بعدي أبوبكر وعمر .....

نوکله چه سردار عالم رحلت وکړي ، شرعأ خو د خلافت حق د أبوبكر وو ، اما داچه الله فرمايي چه "شاوِرْهُمْ فِی الْأَمْرِ " نو و امة ته دوه نفره رامخته سوه د بیعت له پاره چه یو أبوبكر او بل سعد بن عبادة الأنصاري ، او رايي حضرت أبوبكر وګټلې

و امت ته الله دا حق ور کړي چه :یو نــــبــي د زمانې به له امت سره ،په اجتماعي او ټولنیز کارونو په باب مشورې کوي ، نو کومه مشوره چه يې خوښه شي ، نو بیا به توکل پر الله کوي

یعني عوام حق لري چه خپل سیاسي رئیس په خپله وټاکي ، رب العزت فرمايي چه : وَ شاوِرْهُمْ فِی الْأَمْرِ فَإِذا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ ـــ په چارو كښې هغو ته هم په مشوره كښې برخه وركړه ، بيا چي ستا اراده پر كومه رايه ټينګه شي ؛ نو پر الله توكل وكړه، د الله هغه خلك خوښېږى چې د هماغه په ډاډينه كار كوي.

[color=blue:7942427818]كلمه ((الامر)) در ((شاورهم فى الامر)) مفهوم وسيعى دارد و همه كارها را شامل مى شود ولى مسلم است كه پيامبر صلى اللّه عليه و سلم هرگز در احكام الهى با مردم مشورت نمى كرد بلكه در آنها صرفا تابع وحى بود.
بنابراين مورد مشورت ، تنها طرز اجراى دستورات و نحوه پياده كردن احكام الهى بود و بعبارت ديگر پيامبر صلى اللّه عليه و سلم در قانونگزارى ، هيچ وقت مشورت نمى كرد و تنها در طرز اجراى قانون نظر مسلمانان را مى خواست و لذا گاهى كه پيامبر صلى اللّه عليه و سلم پيشنهادى را طرح مى كرد مسلمانان نخست سؤ ال مى كردند كه آيا اين يك حكم الهى است ؟ و يك قانون است كه قابل اظهار نظر نباشد و يا مربوط به چگونگى تطبيق قوانين مى باشد اگر از قبيل دوم بود اظهار نظر مى كردند و اگر از قبيل اول بود تسليم مى شدند.[/color:7942427818]

[quote:7942427818]وَإِنْ تُطِعْ أَكْثَرَ مَنْ فِي الْأَرْضِ يُضِلُّوكَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ ۚ إِنْ يَتَّبِعُونَ إِلَّا الظَّنَّ وَإِنْ هُمْ إِلَّا يَخْرُصُونَ [/quote:7942427818]
دغه ایة شریف د امام د ټاکلو سره هیڅ تعلق نه لري ،
د دغه ایات شریف نه ګټه پورته کول همسایه ملک ته رسیږي (همسایه ملک ئې تبلغ کوي )، چه خپل اقلیت پر سر د قدرت کښېنوي ، او کثریت امت مسلمه له سیاسي قدرته محروم کړي ، په جنګ کښي خپل خره چاغوي

[color=white:7942427818]الــــلـــــه ذاالجلال و الاکرام فرمايي و سردار عالم ته چه :

(اى پېغمبره ! ) دا د الله لوى رحمت دى چې ته ددې خلكو له پاره ډېر نرم خويه جوړ شوى يې كه داسې نه واى او ته توند خويه او سخت زړى واې نو دا ټول به ستا له شاوخوانه خواره شوي ووددوى خطاوې وبښه ، ددوى له پاره بښنه وغواړه ، او ددين په چارو كښې هغو ته هم په مشوره كښې برخه وركړه ، بيا چي ستا اراده پر كومه رايه ټينګه شي ؛ نو پر الله توكل وكړه، د الله هغه خلك خوښېږى چې د هماغه په ډاډينه كار كوي.

[/color:7942427818]

درنښت


ډاکتر څپاند
28.01.2013

وَإِنْ تُطِعْ أَكْثَرَ مَنْ فِي الْأَرْضِ يُضِلُّوكَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ ۚ إِنْ يَتَّبِعُونَ إِلَّا الظَّنَّ وَإِنْ هُمْ إِلَّا يَخْرُصُونَ 
الانعام 
ژباړه او که چیرید ځمکی دمخ د ډیرو خلګو خبره ومنی نو دالله له لاری به دی واړوی ځکه چی هغوی په ګمانونو پسی روان دی او(اټکلیان) دی... 

"که چیری ته  د ځمکی دمخ د  ډیرو خلګو خبره ومنى"

داسى بريشي چى محترم ورور ته د ځمکی مخ يوازى افغانستان شكاري او يا هم عربستان.
د ځمکی دمخ هستوگن اوس اوس ٧ بيليونه دي چى  دونيم بيلونه ىي په هند او چين كى اوسيژي . معلوم داره خبره ده چى خداى ج ددځمکی دمخ داكثريت خلكو د خبرو منلو په هكله چى اتكليان دى خپل ستر پيغمبر ته هدايت وركوى نه دا چى د افغانستان او عربستان دخلكو!!


پتوال
28.01.2013

درنو ورونو ته سلامونه!

الله تعالی د ځمکې په مخ ډیر کافران پیدا او دوزخیان کړي دي او لږ يې مؤمنان پیدا او جنتیان کړي دي.
[color=blue:398bffe4c9] نو د یو کافر اکثریت خبره منل يې مؤمنانو ته نه دي روا کړي، حال داچې د مؤمنانو له پاره یې د ایت او حدیث نه وروسته په دنیوي ټولنیزو کارونو کې مشوره او د شورا په اکثریت او توافق نظر اساس ګرځولی دی ![/color:398bffe4c9]
که داسې نه وای نو لومړي خلیفه په نه بیعت ته مراجعه کړې وای او نه به یې د مخاف کاندید ته د بیعت رایو د اخیستلو اجازه او موقع ورکړې وای . نو دا یو منلی او کوټلی اسلامي حقیقت دی چې بیعت اصل او اسلامي ټولټاکنې د هماغه اسلامی بیعت شکلي بشپړاوی دی او بس!
په دې کی نه هېڅ ډول انکار ځای لري او نه پکې غربي دموکراسي!
اړونده پوښتنې ټولې د ټاکنو په قانون او ټاکنو د کمېسیون په ګمارلو پورې اړه نیسي ، څو د بیکفایته ، بې تقوا، ناپوه، لنډه غرو او جنایتکارانو د کاندید کیدا مخه يې پرې کلکه نیولې او د ټولټاکنو شفایت يې ۱۰۰۰۰٪ تضمین کړی اوسي!
د هیښ صیب له تبصرې وروسته دا موضوع نور څیړل نه غواړي او د بشپړې شوې سکالو په توګه پرې باید هوکړه او آمین وکړو او
د ټولټاکنو قانون او د کمیسیون د دندو ټاکل د اسلامي حکومت رامنڅته کیدو ته وسپارو . والسلام


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more