د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

عنوان

tandar
29.12.2010

ماې دمور دخیټی جارکړی
.......................چه ګلالۍ لوڼۍ راوړی ما پری سیزینه
ګل په لاس درته ولاړ یم
.......................یامی ګل واخله یا رخصت راکړه مینه
تربیا٠


عنوان

tandar
30.12.2010

که د زړه حال می درته وویل
.........................خندا به پریږدی په ژړا به شی مینه
له زړه می وینی راجدا شی
.......................چه دبڼو څوکو ته راشی اوښکی شینه
تربیا٠


عنوان

tandar
31.12.2010

جانانه کوم ښه به دی یاد کړم
.....................چه ناکردی دی یادوم ژړا راځینه


عنوان

tandar
03.01.2011

له تورو غرو دی ځان پناه کړو
.......................په زړه سنګینه یاره خوب څنګه درځینه
قریشه یاره یوه دی وی خو ښه دی وی٠
تربیا٠


قريش
03.01.2011

ډیراعلی تندرصیب
دهلکانو میندی مړی شه
....................... چی یاری نکړی سترګی څه له توروینه


قريش
03.01.2011

په هغه شپه به زلزله وی
..........................چی زوړ بوډا په پیغلی واچوی لاسونه


عنوان

tandar
03.01.2011

بوډا څه کوی هیلی ته ګوره ٠
زه به فارسیوان سړی ونه کړم
..........................چه تر بړستنی لاندی چه میګم راته لرینه
تربیا٠


قريش
04.01.2011

بوډا به هیڅکله یارنکړم
.....................چی نیمه شپه شی په نصوارو می لړینه


محمدزمان هوتک
04.01.2011

ســـلامـــونه
ماویـــل ترمرګه به یاری وی ،،،،،،، ته دنیمۍ لاری ملګری وی ظالمه ،،،،،،، نور دغفلت خوبونه پریږدی،،،،،،، دپښتنو خویندو عزت مولیلام شونه ،،،،،،، ستاله ټانکو کله بیریږو ،،،،،،، دفیدایانو راسره دی کاروانونه ،،،،،،، جانانه زرشه ځان فیدا کا،،،،،،، دجنت حورو درته سره کړله لاسونه ،،،،،،،


پښتون یار
17.02.2011

یاري د جیګې جینۍ خوند کړي
چې په ملا ماته شي تر ځټ خوله درکوینه

د کور په خوا کې مې چینې دی
لرې ګودر ته یاره ستا دپاره ځمه

جینی د خدای لور مې دروړی
چې په مخ راشې مخ ته مه نیسه لاسونه


محمدزمان هوتک
17.02.2011

سلام پښتون یاره
اشنا اول چه نوم دې په پښتو وو مزه یې کوله
مګر اوس خو ولاکه د
دوو روپو خوند کوې؟
دا زمانظر وو


bette
19.02.2011

یوه ډیره نازکه اوبیخی باریکه لنډۍ دبیټ له خوا هم درغله

زړه می نرۍ دی لکه لوټه
دغم شمال یی ړپوی لکه دیوال

د تورو او ترکیبونو باریکی ته ښه ځیر شئ بیخی
نازک او لوړ تخیل کارول سوی دی !!!!!!!!


پښتون یار
19.02.2011

سلامونه مې ومنه
هوتک صاحب نوم مې لدې وجه په انګلیسی ولیکی
ځکه بعضې کمپیوټران پښتو نه لري

بیا هم ستاسو لپاره پښتو به يې ولیکم


محمدزمان هوتک
19.02.2011

سلام۰
پښتون یاره وروره مننه
خدای ج دې ژوندی لره


عنوان

chaparharay
22.02.2011

السلام علیکم
بیټ صاحب دومره باریکه شعر دی ویلی بیخی عبدالحمید ماشوخیل یی ،خو دا شډل شعر به دی نو څنګه وی دا خو دی باریک دی !


قريش
22.02.2011

زما خو پری دکاظم خان شیدا شک راځي.
والله اعلم


و.افغان
15.03.2011

بېټ صاحب:
اوس دغه درواخله.
زړه مې نرۍ شو لکه لوټه
د سهار باد يې رپوي لکه لکړه

په درنښت

[quote:21af1b41e7="bette"]یوه ډیره نازکه اوبیخی باریکه لنډۍ دبیټ له خوا هم درغله

زړه می نرۍ دی لکه لوټه
دغم شمال یی ړپوی لکه دیوال

د تورو او ترکیبونو باریکی ته ښه ځیر شئ بیخی
نازک او لوړ تخیل کارول سوی دی !!!!!!!![/quote:21af1b41e7]


عنوان

tandar
23.03.2011

وهاج صيب سلامونه،ژوندې دې زمونږ دټوکو څانګه کې هم که کله کله دغسې لنډې د قريش خبره ور وتوغوې :roll: :roll: لږ به مو زړه درباندې ډاډه شې چه يواځې نه يو٠
مننه
[quote:4307833c17="وهاج افغان"]بېټ صاحب:
اوس دغه درواخله.
زړه مې نرۍ شو لکه لوټه
د سهار باد يې رپوي لکه لکړه

په درنښت

[quote:4307833c17="bette"]یوه ډیره نازکه اوبیخی باریکه لنډۍ دبیټ له خوا هم درغله

زړه می نرۍ دی لکه لوټه
دغم شمال یی ړپوی لکه دیوال

د تورو او ترکیبونو باریکی ته ښه ځیر شئ بیخی
نازک او لوړ تخیل کارول سوی دی !!!!!!!![/quote:4307833c17][/quote:4307833c17]


پښتون یار
04.04.2011

۱. خولګۍ دې خورم نه پرې مړېږم :: نامردې تا پکې ګني کرلي دينه
۲. خولګۍ دې خورم نه پرې مړېږم :: نامردې ټوله راپشا شه چې دې وړمه
۳. خولګۍ مې خوره څو يې خوړای شې :: شکره نه ده چې په تول به کمه شينه
۴. خوله به په زوره درنه واخلم :: وړوکی نه يم چې ځاري درته کومه
۵. خوله به تر شونډو لاندې درکړم :: په تورو غاښو مې لونګ کرلي دينه
۶. خوله به د خدای په رضا درکړم :: منګۍ مې ولی ښوروی لمده دې کړمه
۷. خوله د ډېوې رڼا کې راکړه :: په توره شپه کې دې زلفان خولي له راځينه
۸. خوله دې د تريو انار دانه ده :: د رنځورانو قافلې درپسې ځينه
۹. خوله دې د سپينو زرو جام دی :: زما پرې پام دی چې موزي پرې اوبه څښينه
۱۰. خوله مې غوښته ژبه يې راکړه :: خدايه سخي نجلۍ ته ورکړې جنتونه


هوتک
23.04.2011

سلام.
یارې خو تاکړه ماخو نکړه.......
اوس چه پرنیمه یې پریږدې ژړا راځینه.......
چه کله کله راپه یاد شې.....
له ډیره غمه زړه ته ورکړم زنګنونه......
په هغه ورځ به لوې اختروی.....
چه له سنګره مې شهید کورته راوړینه......‏‎.‎


سمسور منلى
23.04.2011

سلامونه

په کتو مینه نه زیاتېږي
څو چې د دنګې غړۍ تاو نه شي لاسونه

پاس د اسمان ستورو ته ګوره
په تا مې دومره دي د سپینې خولې پورونه

په ما دې ځان د انځر ګل کړ
بوی دې راځي ګل دې په سترګو نه وینمه

جلۍ د خدای روی مې دروړی
چې مخ ته راغلې مخ ته مه نیسه لاسونه

چې کلیواله مې ګڼلې
ځکه مې سوال د سپینې خولې درته کاوونه

مینه یم منکره نه یم
که شینکی خال مې د چړو په څوک ځینه

او

[color=green:1898f515f5]خدای دې په واورو کې ایسار کړه
چې د تودې غیږې مې درشي ارمانونه[/color:1898f515f5]


هوتک
24.04.2011

تر سلام وروسته.
‏- چه بیلتانه ته مې نظرشو----------------
ځانته مې فکرشو چه څله لویېدم----------------
چه بې وفا اشنا خبریږې----------------
‏ ددښمنانو سپو به زه خوړلی یمه ----------------چه بې وفا اشنا خبریږی----------------دغم سیلاب به په کفن ویشتلی یمه----------------


-
06.05.2011

.
په پښو چالاکه اوښه ګوډ شې

د یاردیدن به مي کاوه تیره دې کړمه


۰
15.05.2011

که توریالی يي توره وکړه
نن دافغان په کورکفار راغلي دینه


Kamil
15.05.2011

د حنيف حيران يوه ټپيزه
پاس په كمره تل راته ناست و
يا به ترڅنګ خپل راته ناست و
لكه ډيوه بل راته ناست و
ګل مى كاره ګل راته ناست و
چى ګل را لوي ګل مى توريى خاورى خورينه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more