د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

هیښ
25.11.2010

سلامونه

صبرکوه خدائ (ج)به ئې درکړي
په بې صبرۍ معشوقې چا موندلې دینه

باد داشنا دلوري راغئ
ځکه مې زړه دخوشحالئ وهي ټوپونه

کاغذ مې باد ته په لاس ورکړ
باد بې وفا دئ دچا نه وړي کاغذونه

غمونه شاته کړه جانانه
غم چې دوړاندې شي ځواني تباه کوینه

کروندګري مهمه نه ده
پښتنې پیغلې غیرتي ځوان خوښوینه
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰
اوربل په توره نه ورانیږي
چې وخت ئې راشي سلایي ئې ړنګوینه

خپله ځواني را پورې اورشوه
خیالي ځوانان راپسې مري خونکاره شومه

ما وې میلمه دئ اوس به لاړ شي
بیلتون زما په زړه کلا ابادوینه
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰
مننه


عنوان

tandar
25.11.2010

هیښه زړه می درباندی خوږ شو٠
دغه میلمه ته رخصت ورکړه
..................چه ددتا په زړګی کور ابادوینه
تربیا٠


خوږی لنډۍ

پښتون.
26.11.2010

دا ته چې ځې اخر به لاړ شې------ماته قدم په قدم مه وا يه چې ځمه
یارانه هله خوندپيدا کړي------چي کــله کــله جــدايی په کــي راځــیــنــه
زمــــا دليــري وطــــن يــاره -----خداي دي سپوږمى کړه چي رڼا دي ووينمه
تر دي کږی لونګى دي ځارشم -----تړلي تاده ړنګه زه درسره ځمه
په مخ مو ښه مېلمنووروڼو -----ورځۍ په مخه مو دلۍ دلۍ ګلونه


عنوان

tandar
26.11.2010

پوښتونه یاره٠
دزړه په سترګو دی تل وینم
..................دسر په سترګو به دی کله ووینمه
تربیا٠


عنوان

tandar
27.11.2010

سترګو له زړه نه ګیله وکړه
.........................چه مین ته ې اوښکی مونږه تویونه
تربیا٠


سلامونه ،ښه چاری

پښتون.
30.11.2010

د زړه په سترګو می دیدن کړه-----دیدن د سر په سترګو کله کله وینه
د زړه په سترګو راته ګـــــــوره-----د سر په سترګو که قسمت و وبشینه


عنوان

tandar
01.12.2010

چه کله کله راپه یاد شی
....................سرپه زنګون کړم اوښکی ښکرته تویومه
دزنګنو دی سر اوچت کړه
.......................رب به اسان کړی ددنیا مشکل کارونه
خدای دی زماکړه خپله یاره
..........................مادی په سر الله ته ډیر کړی سوالونه


عنوان

tandar
03.12.2010

مسافر مه وژنی خاونده
.................................په ځنکدن کی یادوی خپل وطنونه
جانانه خپل وطن ته راشه
.....................که خلک ډیر دی پری اباددی خپل کورونه
مسافری دی ډیره وکړه
..............................رب دی ثواب دخپل وطن وکړه مینه
سبابه لوړ چنارته خیژم
.................................بادبه پوښتم چه اشناڅه ویلی دینه
باده په باد می سلام وایه
.................................په هغه باد چه داشنا په لوری ځینه


محمدزمان هوتک
05.12.2010

سلامونه

که پروطن دی ځان قربان کړ -------- ستاپر مزاربه زه شیندمه سره ګلونه -------- مزی مو وکړی مشرانو -------- پرمظلومانو باندی بل دی سره اورونه -------- روغ به نور نشم طبیبانو -------- زړه می سوری دی دوطن له غمه مرمه -------- ودی پردو خلکو ته وایه -------- دلته مات سوی دنړی ستر قوتونه ‏


عنوان

tandar
05.12.2010

پوښتونه یاره تاته ،قریشه، حذیفه ورور ،شیرباز خان، اوعبدالسلام ورور ته جدا جدا سلامونه او دالنډی له زړه نه؟
چه چیرته تاسی هلته زه وی
..............................نصیب تقدیر می درنه لری ګرځوینه
که خدای ته عقیده لری ،دامی په واقیعت سره دزړه یو بغ ایستلی دی او ټوکه نه کوم ،او واې که خان ې نو په یارانو ې٠
خپل وطن ،حجره ،ستار منګی ،ځوانان او سپیڅلی پوښتانه او تاسی رایاد شوی نو ځکه می دالنډی فکر ته راغله او ومی لیکله٠
تربیا٠


ښه چاری

پښتون.
05.12.2010

زما سلامونه هم تاسی ته تندر صیب او ټولو یارانو ته د خوشحالیو د شیبو سره په هیله ،وړاندی کوم.
زمونږ حجرى دى وي ودانې-----پښتانه تل د ميلمنو قدر كوينه
او
په انټرنېټ یې وې د څوارلسو یم
چې راغله ښځه دشپیتوکالو وه
بیا مې دځان په ځای نیکه ته وکړه
:lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
زما په قـــبر د نســــــــــوارو پوړۍ مه تشوه
زه چې ژوندی وم تا به ماته نسوار نه راکول
:lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
الله ج مو مل اوسه.


قريش
06.12.2010

ډيرمننه تندرصيب اودازمادخوانه دزړه بړاس دي٠
په ټس اوپس مي کار ونسو.................
.................................جانانه غرقه مي وهه چي بلاربه سمه.......
:D :D :D :D :D :D :D :D :D :D
څنګه چل دي پښتون صيبه
خوند يي وه كنه؟؟ :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:


عنوان

tandar
06.12.2010

قریشه یاره لکه چه ټوکی دی دلته رانقل کړی؟
او داغرق وهل ستادمینتوب دعلاج یګانه لاره ده ،چه چغ او پغ پیداشو بیابه دمینتوب نوم په خوله وانخلی٠
دادغرق وهلو دعوت ې چه درکړی ،پس ارمان دی تر سره شو،زمونږ معاینه خانی ته لکه چه نور رانشی؟
ته چه زما دیاری نه وی
....................زماویده زړګی دی ولی ویښونه٠
زه ښه شو چه ته خوشحاله وی ،مونږ خوشحاله یو٠
تربیا٠


پښتون.
06.12.2010

ښه دی چې مړ درباندې نه یم -----ستا لباسي خنداله هرچا سره وینه
ته دې د شونډو شربت راکړه-----زه د هجران په تبه پروت زګېروی مې ځینه
تل یې له غمه نسکور ګرځم-----د زړه په وینو رنګووم سپین کاغذونه
د قریش لپاره :
په لک او خرپ دی کار ونشو-----د بلاربیدو لپاره بل ته سوال کوینــــــــه :wink: :lol: :lol: :lol: :lol:


عنوان

tandar
07.12.2010

دسپینی خولی می ورته وویل
.................................یو ې څوک راکړو دوه ې لوټی وویشتمه
نصیبه وسوزی ایری شی
...................................تندیه مات شی په تا ې څه لیکلی دینه
په ملایانو نور ونه شوه
..................................سبامی نیت دی خواجه حیدربابا ته ځمه
زیارت کوم نه رارسیږی
................................... یا ټګه زه یم یاټګان دی زیارتونه
تربیا٠


محمدزمان هوتک
10.12.2010

انډیوالانو سلامونه دلنډیو په میداکی داڅو ورځی نه معلومیږی ابو محمود وروره ته خو یو ځای هم نه معلومیږی خدای دی رو غ لره چه هرځای یې .،

خـــــــدایه تباه مو دښمنان کا-------
مـــــــونګ سره یوکړه چه ارمان مو پوره شـــــــینه ------ خـــــــدایه زمونګ وطن آزاد کـــــــا------ چه په کی وباســـــــم دژوند ټول ارمانونـــــــه------ کـــــــرزیه خدای خودی تاخوارکـــــــړی-------نور پر افـــــــغـــــــانانوباندی مکوه ظلمـــــــونه ------- نورشو داکلی رانه پـــــــاتی ------- ځـــــــم به دلوړو غروپه سرکی ژوندکومـــــــه ------ ســـــــتاله واسکټ نه دی لوګئ شم------ له دوښمنانو دی په ژوند وایستل زړونـــــــه


هیښ
20.12.2010

سلامونه
دتندر صاحب دغیاب نه داحجره تشه او خپه ښکاریږي .خدائ پاک ئې دې دپوره صحت سره بیا حجرې ته راولي ،ترڅو په حجره کې دده په حضور سره بیا شور،تګ راتګ او خوښي را منځ ته شي.

که به زما په دعا کیږي
الله (ج)د ې تا ته روغ صورت در وبښینه
یارمو رنځور په موږه غم دئ
خدائ ئې دجوړکړي چې بیا ټول خوشحاله شونه

مننه


عنوان

tandar
22.12.2010

دعبدالسلام ورورکی له غمه
...........................اخر می وچاودل دتنکی زړګی رګونه
د ډیری مودی وروسته می درته وررکی وویلو ،مګر هسی خو زما مشر ې٠
مقصد وزن او قافیه سره جوړ کړی٠
ستاسو ټو لو دخوښی او لیدو په هیله٠
مننه٠


عنوان

tandar
23.12.2010

دزړه رګونه می بمبی شوی
...........................پوښتونه راشه که شپیلۍ تری جوړوینه٠
تربیا.
دټوکو دیره ډیره سړه ښکاری چه ولی؟


عنوان

tandar
27.12.2010

راشه په زړه می ګوتی کیږده
....................چه عاشقی می درمعلومه شی مینه
تربیا٠


محمدزمان هوتک
27.12.2010

پرتاســــی ټولو می ســــلام دی ،،،،،، زه ســــتاسو ټولــــو د دیدن په ارمان یمــــه ،،،،،،،،،،،،
خلک خوشحال دی خوشحالی کړی ،،،،،،،،،،، زه دوطــــن والو په غــــم شپی سبا کــــوومــــه ،،،،،،،،،،،،،


شین ګل
27.12.2010

شاغلی محمدزمان هوتک دسپین بولدک اوسیدونکی
که داراته ووایۍ چی د وطن ولی په مینه څه معنی لرینه
ماخپل دماغ پکارواچاوو
خوکومی نتیجی ته ونه رسیدوونه
یابه زه بیسواد یم
اویابه ستافکرشوی نه وینه
که زماپه ټپوکی کومه املایی غلطی وی یایی په وزن اوقافیه کی کوم ټکی تیروبیرشوی وی
نومعافی وکړۍ ځکه چی کیبورډصحیح کارنکوی


عنوان

tandar
29.12.2010

لنډی نه ده خو زما ددی شاعر دا لاندی احساس ډیر خوښیږی٠
زه یمه قیس له تا به ډیر شمه خوشحاله
.................................ماته لیلا دزلفو بوی راوړه شماله
تربیا٠
امید دی چه غلط می نه وی لیکلی٠


tandar
29.12.2010

سترګی دی سری لکه دزرکی
.....................په شوګیرو کی به ې خرابه کړی مینه
سپوږمۍ داسمان په نیماې شوه
....................... زه خواره ناسته مرور پخلا کومه
تربیا٠


عنوان

tandar
29.12.2010

مزی دی وکړی سوداګره
.......................دکیلی مینځ کی بی پروا ګرځی مینه
چه لس کلن هلک مین شی
.....................لکه په شنه بوټی چه بل شی سره اورونه
تربیا


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more