د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

Shir Baz
02.11.2010

جان عبدالسلام صيب
دتندرسره خو دې روغه وكړه الله دې پكي له دي نه وروسته خير واچوي، خو كه دا ووايي چې څه لامل وه چې خفګان رامنځته شوى وه؟ :roll:
زما په شمول ډيروروڼه تراوسه نه دي پوه چې ولې تاسو سره خفه شوي وئ.
ډيره مننه


عنوان

tandar
02.11.2010

شیرباز خانه سلامونه خدای وکړی چه په تا می احترام بد ونه لیږی٠
پخوانی عبدالسلام ،ننی جان زما په لیکنو خوابدی شوی و او ماورڅخه عذر وخوښتو٠
که دی هر څومره زړه کی عقده لری زه بیاهم ورته احترام لرم ٠
او عبدالسلامه دا نوی نوم راته هغه دشهرنو نازدانه خلک ،چه قنداغا،جان اغا اوګل اغا رایادوی ،نور نومونه درباندی خدای درولی وه،لکه،کاڼی،یاددهقانانو په لاس کی لښته ،چوکه، چه سړی پسی سړی راوخلی،مقصد یو پوښتو نوم ځان ته کیږده بده به نه وی او له دی جان مان نه تیرشه،درسره ښه نه ښکاری او که زما منی ځان باندی کاڼی یا چوکه نوم کیږده٠
مننه


محمدزمان هوتک
03.11.2010

تندر وروره سلامونه وایې
‏(نه یاری سته نه دوستی سته عجیب کاردی،
زما په فکرهرسړی ترمطلبه یاردی)
ورورکه نن صبا هرسړی ترخپل مطلبه پوری یاردی چه مطلب یې ترسره سو بیادی نه پیژنی
رابه سه لنډی ته چه خبره درنه نسی باید زیاته کړم چه دالنډی زمانه دی

______جانانه داسی خوڅوک نکړی ______ لکه دسوال غوښه په اور دی ویلی کړمه ______ ناسته ولاړه دهغو کړه______ چه پرسترخوان دمور اوپلار لوی شوی وینه______ ناسته دسپکو خلکومکړه ______سپکو همیش درانه درانه سپک کړی دینه______ نصیبه تاکی ګناه نشته ______ چه بخت کوټه شی پاچهان ټکری خورینه ______


tandar
03.11.2010

عبدالسلامه سلامونه٠
زماپه زړه کار دی وکړواوس دی دا نوم هم ښکلی ښکاری٠
دا چه ډیر ټکی لری بیا دی څوک نه لیکی چه لیکلو ته ې تنبل وی٠
مسافر مه وژنی خاونده
.......................په زنکدن کی یادوی خپل وطنونه
هر چاته خپل وطن کشمیر دی
.......................زمایادیږی دننګرار شیکی باغونه
تربیا٠


سلامونه ،ښه چاری

پښتون.
03.11.2010

د لنډیو څخه مو پورته ګیله منډی جوړی کړی .یارانو ګیلی کمی او لنډی ډیری کړی.د لنډیو لوستلو ته راشم نو بیرته وتښتم چی اوس د لنډیو په ځای تاسی نثرونه شروع کړی.او کنه نو تاسی ته دا لنډی وړاندی کوم او د شیفته مل پشان یی زمزمه کړه.
لنډۍ
خيال ته مې داسې لنډۍ راغله .....چې دسلام سره يې غبرګه وړاندې کمه
راکـــیـــټه لـــــوړه غــــرغــــــړه کــړه---زمونږه وطـــن تــه کــافـران راغـلي ديــنــــــه
کمیس ي تور لمنه ئ لنډه ---ابئ ئ کنډه شه په ما کوی ظلمونه
که ګناهګار یم ده خدای یم ---ده بعضی بعضی خلکو هڅی بدی شمه
راځه چه دواړه ټال ته خیژو---ټال به بهانه کړو سینی مینځ به جنګونه
پاړسی کی څنګه ورته وایی---کور دی راښایه چی جرګه درولیګمه
اوس به دي پلار رانه خلاص نه شي--- مانه دي درې منه بادرنګ خوړلي دینه
اوس په والاکه خو یی پریږدم---تندره چی تا نه یی هندواڼی خوړلی دینه ....هاهاها
او دا هم به تاسی کله اوریدلی وی.
پرتوګ دی سوړی سوړی راوړه ----چی هر سوړه دی ګنډم ژړا رازینه.....هاهاهاها
ستاسی د نورو لنډیو په تمه.


عنوان

tandar
03.11.2010

پوښتونه کاشکی کوم بل مصروفیت می لرلی ددشیطان ماشین سره می سرو کار دی دتا دبنز چراغونه به ٢٠ ځلی ګورم چه تا سره دافکر څنګه پیدا شو ماته یو سوال دی؟
او بیا څه ښکلی رنګ لری٠
یار می نوی موټروان شو
........................دکیلینډر په ځای به زه ورسره ځمه
هغه دی هیر شوه که په یاد دی
.......................چه دکړکی شمال په دواړو لګیدنه
پوښتون دارالمجانین کی هندوانی غواړی
........................عبدالسلام ته سره انار خوند ورکوینه٠ هاهاهاها٠........
پوښتونه لکه چه داځلی می په چا وهی ،بیا به دفاع هم نه کوی ،خدای دی بڅرکی او مبارزشاه را پیدا کړی ،بیا مجلس وګوره٠
تربیا،که چا غرض ونکړو٠


عنوان

tandar
03.11.2010

پوښتونه اوس می په خلکو وژنی٠
خمتا تری لری کړه زیږه ده
.........................دهندوانو په سر اتلس مزه کوینه
تربیا که ژوندی و


خیریوسی
06.11.2010

تندر ، پښتون او محمد زمان هوتک صاحبانو تر سلام او احترام وروسته
تندر صاحب انرژي دي ټوله په ټوکو کي خلاصه کړه په مسافری کی به دې دوطن په اړه ډیری لنډی لیکلی وی څه راوغورځوه ګوره چي هنوانې ونه غندې
مسافری خواره خواري ده
باران به اوری څوک په ځای نه درکوینه
پلار د ولور ډیر رانه غواړی
وبل وطن ته به خواري لپاره ځمه
پلار دې نادان دي نه پوهیږی
ولور بانه کړی ما او تا جلاکوینه
صبر کوه صبر ښه کاردی
سخته یوه اساني غبرګی به راځینه
خیریوسئ


محمدزمان هوتک
06.11.2010

خیریوسی،سلامونه انډیواله تادی الله راولی
د لنډیو نه خو تندر اوپښتون وټوکو ته کډه و کړه خو یو څو لنډی به ورته ولیکو بلکی راسی

‏_____>> له دی خټین کورودی جارشم _____ پکی لوی شوی پښتانه کاږه بریتونه _____ زړه می معشوم شو راته ژاړی ____ زمانه غواړی دمسافریار دیدنونه ____ زړه می نری دردونه وکړه ____ چه می جانان دبل وطن مسافرشونه _
مننه‎ ‎


Shir Baz
06.11.2010

د وطن ترخې مې خوراااااااااااااااک وااااااااااى
خوراک مې نه واى د پردي وطن ګلووووووووووووووووووووونه


عنوان

tandar
06.11.2010

وروره خیر یوسی٠ بده خبره دی ولاکه کړی وی ،دوطن فکر تل راسره دی خو کله کله سړی ته خپل دانارو باغونه او دهندوانو پالیزونه هم وریادیږی او په یوه شکل دانډیوالانو سره دزړه بغ اوباسی٠
زړه می دتورو وین ډنډ دی
........................چه غرغری کړم عالم به ټول په وینو کړمه
یو نوی شعر می شروع کړی امید چه خوښ دی شی ،اول ې درته لیکم٠
درانه غمونه می په ځان زیاتیږی
....................................... ښکلی وطن می په ایمان یادیږی
نور به په قصرنو دجهان نازیږی
.....................................زماخپله خاوره افغانستان یادیږی
شعر می په اوتری لیکلی و مګر اوس می اصلاح کړو٠
مننه


عنوان

tandar
06.11.2010

شیربازه ١٠٠٠ لنډی دتا دلنډی ځواب نشی ویلی،یکه ده خو ټکه ،، بی جوړی ،،ده
دباز غوندی ځان ښکاره کړو
خوشحاله اوسی٠


سلامونه ،ښه چاری

پښتون.
06.11.2010

په تاسو ټولو زما سلام دی ---- الله دی تاسی راته روغ او جوړ لرینه

او دا نوری ورسره د نورو لخوانه زما له طرفه تاسی ټولو دوستانو ته!

که ګناهګار یمه د خدای یم -----ده بعضو بعضو خلکو هسی بدی شمه
چه دی پرون دوصال ویش وو - ---مالیونی کچکول چپه نیولی وونه
دحال ويلو ځای می نشته ---- د ګيلو ډک زړګی به تور لحد ته وړمه
که دي غلط smsراکړ ----دزړه ډيټابه دي په اور وسوځومه
که زه ریښتیا د چا بدی سم ----مخامخ رادیشی چی دبوسو خسی یی کړمه


مینه

tandar
06.11.2010

پوښتونه په اخری لنډی کی درڅخه ،،مینه ،،له یاده وتلی دی مینه٠ هاهاها٠
په بوس خانه کی دی خدای راکړه
............................چه خاښی راواخلم او کونجاړه دی وباسمه
په ښکرته ځی په پورته ګوری
.........................په زړه دی څه دی راته ووایه مینه
لاس دی په لاس کی راته راکړه
.........................دلاس نیوی به دی تر عمره یادومه
عبدالسلامه بیا دی ځان غلی کړی دی خدای دی خیر کړی، دقاضی خان اوږه خالی ده ،دوه خپل ستوری به دی هغه ته ورکړی وه؟ زمونږ اوس په کار نه دی٠
چه سیالی ې برابره شوی وی٠ هاهاهاها....................................................هاها
مننه


عنوان

tandar
06.11.2010

رب دی له بامه راخطا کړه
.....................چه غونډه منډه دی په غیږ کی ونیسمه
چه سور کمیس دی ورته وکړو
.....................نور ې زمونږ له کوڅی منعه کړه مینه
اوربل دی یوی خواته چوټی کړه
.......................دمخ دالان دی راته خوشی کړه مینه
او مینی دی داسی لیونی کړم
.......................چه لاالله کړمه لیلی خولی ته راته راځینه
تربیا٠


سلامونه ،ښه چاری

پښتون.
06.11.2010

تندر صیب هیله ده دا ورځ مو پخیر تیره کړی وی او ستومانه نه اوسی. دا څو ،که لنډۍ یی نو د لنډۍ په شان یی ولوله. عنوان یی تاسی ورکړی وو نو ماته دغسی لنډۍ په فکر راغلی .
د بو ساړی سره غیږ راکړه---- د پټو منځ کی مړزان نیسم مینه
د بو ساړو سره می ګوره ----چی په خاښی باندی ټوکری در ډکومه
زما د غوا لپاره ګلی ---- د پلارد کوره کونجاړه راوړه مینه
زه ستا د غوا لپاره ګلی ----د کونجاړی بوری په تخرګ کی ګرځومه
ما د اوله پیژندلی ---- د کونجاړو غټه بوجی دی ګرځوله
د بوساړو سره ودریږه----پلار دی خاښی سره ولاړ دی رابشینه
هغه دی ندی اوریدلی ---- د زړی غوا چی کونجاړه په خوب راشینه
تندر صیب اوس ته ووایه چی کومه یی صحیح نده.


عنوان

tandar
07.11.2010

خلک زیارت ته پتاسی وړی
.......................زه به دجوارو نینی وړم چه کونډه شمه


محمدزمان هوتک
07.11.2010

سلامونه ټولو ګډونوالوته

وطن مو ټولوکنډواله سو....................... ور باندی اوری دبمونوبارانونه....................... زه به نورڅنګه خوشحالی كړم....................... په ګران وطن کی موبمبارشولو ودونه....................... ناوی شوه پاتی زوم شهید شو.......................غمجنه موریې په آرمان ژړاکوینه.......................

مننه ستاسی دښه ژوندپه هیله


عنوان

tandar
07.11.2010

عالمه لری شی لار راکړی
.....................زه مسافر اشنا ته غیږه ورکومه
او له ځنګنو دی سر اوچت کړه
......................رب به اسان کړی ددنیا مشکل کارونه


عنوان

tandar
07.11.2010

پوښتونه ډیر ډیر می یادیږی
....................خدای دی ناڅاپه چیرته راوله مینه


سلامونه ،ښه چاری

پښتون.
07.11.2010

واه واه ښکلی لنډی مو لیکلی دی.
تندره سلام بیا می کلام دی ----تاسو زه یادکړم تا دی خدای په یاد لرینه
هوتکه ته هم می په یاد یــی ----تاسره زما دی وی په ټولو ســلامونــــــــه
بیګاه می بد خوب وو لیدلی ---- چی ګلان ژاړی اوښکی وینی تویه وینه
مـسـافری ما ډیره کــــــــــړی---- اوس د وطن نه بل ځای خوند نه راکوینه
او دا یی نوری،د نورو یارانو:

وطن مې تن ،تن مې وطن دي ....................دتن په وينويې ساتم ترڅوچې يمه

نړۍ مريح ته رسيدلـــــــــــې .................موږلاتراوسه وړوپه خروباندې بارونه

مننه
خوشحاله اوسی.


محمدزمان هوتک
08.11.2010

سلامونه پښتونه او دیا دولو ډیره مننه الله دی جوړ لره

‏..>>> زړه به می حاله خوشحالی کا........... چه وطنوال می پر ارام وکړی خوبونه ................. کاغزه لاړشه په هوا شه ........... پرمسافرو باندی وایه سلامونه ................. په بل وطن کی مسافره ........... الله دی خپل وطن ته راوله مینه........... په بل وطن کی مسافرشوم ........... ډیر می یادیږی دوطن لوړ چنارونه...........
‏ ______________________
روشتیا ،خیریوسی، نه معلومیږی هسی موږ دی لنډیو ته وتخنه ولو ستا درک نسته
په مینه اومننه‎ ‎


خیریوسی
08.11.2010

ورڼو تر سلام وروسته ستاسو لنډۍ مي ډیری خوښیږی

که مي یاد کړی یو وارې
زه به دې لس واره یادومه

درزق ضامن د پاک الله دی
پر بل ورور ولی کړی ظلمونه
خیر یوسئ


و.افغان
08.11.2010

پياوړي ليکوال اوغښتلي نقاد لرغوني لاوري ته:

يو وارې بيا په دې لار راشه
په پخوانو پلو دې پرېوتل ګردونه

په درنښت


عنوان

tandar
08.11.2010

واهاجه دومره په ما ګران ې
.................چه ته روان ې زه دی شمارم قدمونه
دخدای په امان دی را وویل
.................اوښکی می راغلی دیواله ته دریدمه
تربیا


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more