د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

watanmal
02.05.2009

وركړه د قسمت دي ، چاله ډيره چاله كمه
خداي د هغه دركړي چې وي ستا په شونډو سمه

================== غني خان


و.افغان
02.05.2009

.
.

==================== هيڅ ځما په زړه کی ستا آشنايي نه وه
==================== کومی چارې لره خداي ځما آشنا کړې
==================== که ډیر بد راسره کړې په ښه يي نيسم
==================== خپلې مينې راته ستا ترخې حلوا کړې

.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
خوشـــــــــــــــــــــال خـــــــــــــــــان خـــــــــــــــټــــک بابا

په درنښت


هیښ
02.05.2009

سلامونه

یو به نه شم مغلواله د رقیب ستا
---------------------------- که زو کړئ وم رښتیا له پښتنې زه
ته چې مخ دمهر واړوې رقیب ته
----------------------------په کودي کې له غیرته شم نینې زه

ح--------می---------------د بابا

مننه


رښتینی
02.05.2009

.

سلامونه
[color=white:18b57c745f]
هغه یار می هسی ناست دزړ په سر دی
لکه ایښی دچا ګل وی په دســـــــــــــــتار

عبدالرحمن بابا رحمه الله تعالي [/color:18b57c745f]

په مينه

.


ريان احمدزى
03.05.2009

سلامونه

راځه وړه يې ټول دي ستاله څڼوځارشي
دزړه باغ مي له ببريومالامال شته

په مينه


watanmal
03.05.2009

ورسته له سلامونو

[color=white:a01bb68508]هسي شان په لږه لوږه مبدل شى
چې ګونګټ اخلي په طمع د املوك[/color:a01bb68508]

============= [color=darkblue:a01bb68508]حميد مومند[/color:a01bb68508]


هیښ
03.05.2009

ټولو ته سلامونه

ډیرښه .دنظره مه شئ.

په خپل حضورسره دښاغلي وطنمل صاحب په خبره دسکوت پیریان مه پریږدئ چې دلته دیره شي.
وطنمل صاحب په (ک)دمه وکړه ،زه به د(ک) نه زموږ ګد سفرشروع کړم .

[color=red:6034efc640]که سرتور دعشق په تورشې مه شرمیږه
دجـــــمـــــــله وو لویو سر پیغور دئ دا
چې ریبي مې بې صرفې دزړګي ولې
کږې وروځې دي دیار که لــــُور دئ دا[/color:6034efc640]

حـــــــــــــــــــمـــــــــــــــــــــيد بــــابــــا

مننه


ريان احمدزى
03.05.2009

په سلامونواوښوارزوګانومولمانځم

اې چې نه پکي جلال اونه جمال شته
داسي مينه کي ثواب نشته وبال شته
هرنالوست يې په غمجنه چوپياپېږي
زماکلي کي همدغه سترکمال شته

په مينه


و.افغان
03.05.2009

.

سلامونه !

هديره يي دشهيد په څنګ کې بویه
======================== هر سړی چی مړ په توره دبيلتون شــــه
په ګلونو به يي ژغ کاندی بلبلــــــــې
======================== دا ګلزار چې په بیاض ځما زرغون شه

ــــــــــــــــــــــــ
خوشال بابا

په درنښت

.


میوند ننګیال
07.05.2009

سلامونه !

وروڼوډيره مننه .

هدف دې ورک منزل مجهول غايه بدله ښکاري
ټول تعريفونه بدل شوي دي زمان بدل شو

نوې دودونه دي راوړي خصلتونه نوی
دونيا بدله شوه تصميم بدل وجدان بدل شو

داهم د شاغلي بروفيسر عبدالكريم محب صيب


هیښ
07.05.2009

ټولو ته سلامونه او احترامونه
ژوندي واوسئ
نوبت د(و) دئ .

[color=blue:93f4f5258a]واړه مشق دخونریزئ کړې درپوهیږم
داچې ناست ئې پټې سترګې لکه باز
چې په داهومره سینګارسره سازیږې
خدایزده بیا کوې دچا د قتل ساز[/color:93f4f5258a]

مننه


رښتینی
07.05.2009

.

سلامونه مي ومنئ!

---------------------------------------

دا ستا په خندا ګانو مې مینځلې دي سندرې
دا دومره چې رڼې او شرنګېدلې دي سندرې
چې باد ته ستا دزلفو رشتې پورته په نڅا شوې
په ما هغــــــــــــــــه شیبه را ورېدلې دي سندرې
رارغړي ستا له سترګو په رنجو ککړه اوښکه
تصویر ته یې حیرانې غلې غلې دي سندرې
دا ستا دې ځمبېدلو سترګو څه جادو را وکړ
په شونډو کې زما هم په خوب تللې دي سندرې
کاته دې که وژل نه کړي نو دومره راته وایه
دا چا مې په زړګي کې را وژلې دي سندرې
یوڅوڅاڅکي یې پریوځي چې دا ستا پر بارخوګانو
دا ځکه دباران او پاڼو ښکلې دي سندرې
[color=yellow:6c5e7056c2]زما د زړه له شاړې هم خوږې نغمې ټوکیږي
بېګاه دې سترګوبیا پرې ورولې دي سندرې [/color:6c5e7056c2]
نالوستي تخییل مې پرې ایمان د مستۍ راوړ
د شونډوله کتابه دې راغلې دي سندرې
د کلي چټې پېغلې له منګیو سره ناڅي
لېوال دغره چینې ته نن و یلې دي سندرې

-----------------------------------


هیښ
09.05.2009

سلامونه

[color=blue:cfa2e4c815]يوځل بيا په دغې لارې باندې راشــــــــــــــه
داغيار دپښو ګرد دې پــــه پــــــــل پروت دئ
ستا د سترګو دبڼو غشــــــــــو ويشـــــتـــــلئ
چې سورئ سورئ مې داسې ګوګل پروت دئ[/color:cfa2e4c815]
حبيب الله زړه سواند شينواری

مننه


رښتینی
09.05.2009

سلامونه مي ومنئ

بینائي د سترګو څه ده ؟ = بې فائدې خوشي کتل دي
چی می زړه لاځني تور شي = دهغه ظلمت لیدل دي
[color=blue:93a34cef74]یو زړګی ترې جوړ نه وینم = د دې دهر دا درمل دي[/color:93a34cef74]
ورک له سترګو دا کاته کړئ
څاڅئ څاڅئ ژر واتــه کړئ


و.افغان
10.05.2009

.
.
.
=========== يا دښو ځلميو غږ دی په ميدان کی
=========== يا د ښو دلبرو ځي په جهان کوکې
.
په درنښت


هیښ
10.05.2009

سلامونه
ستړي مه شئ

[color=blue:9e8ea2407e]یونیم ژوند ډک دمستئ وي یوسرور وي چې شرنګیږي
پردې ټولې په خپل ځائ وي،پاکې ښې په سور غږیږي
یو نیم ژوندخوږ اوبې نوره،ګود په شلو پښو روان وي
هرقدم ئې یو ټینډک وي،تورپه غم ئې کل جهان وي
یوبل ژونددشمعې ژوندوي،لا به مري لابه سوځیږي
هلته نور اورڼا راشي،چې په سر ئې او ر بلیږي
یوکاروان کې ټول روان دي،که ړانده دي او که سم دي
څوک په چغو څوک مسکي دي،څوک خمارکې څوک په غم دي
قافله یوه روانه ،یوه لار،یوئې منزل دئ
داترې مخکې څوک روان دي ،سپین مشال دئ اورپرې بل دئ[/color:9e8ea2407e]

غــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــنــــــــــــــــی خان

مننه


رښتینی
11.05.2009

سلامونه اونيكي هيلي مي منئ!

_________________________

هر کال چې پسرلی شي له کیږدیو سره راشي
یو څوک مو شینکي کلي ته شپیلیو سره راشي
رمه درې ته بیایم د ځنګله لار ورته نیسم
د غرونو مسته لور ګوندې څيړیو سره راشي
[color=yellow:f243b9e567]یو چا په تورو سترګو کې د پړانګ خوی دی پټ کړی
د زړه ښکار ته مې غلي له هوسیو سره راشي[/color:f243b9e567]
راغلې بنګړیوانې خوشه چینه لاری څاري
چې خوا ته یې لوګري له ستریو سره راشي
د سترګو زخم ساتمه د اوښکو په نیزار کې
کیدای شي چې تصویر دې د هیلو سره راشي
[color=darkred:f243b9e567]توپان توپان وطن ته مو یو نوح د ثواب نه شته
چې دومره ګنهکارو ته بیړیو سره راشي[/color:f243b9e567]

ليــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــوال


هیښ
14.05.2009

سلامونه

ښاغلئ حامد صاحب ډیره مننه چې دا ښکلئ شعر دلیکلئ دئ .
داسې ښکاري چې په دخونه کې زه او ته پاته یو ،دوطنمل صاحب او شپون صاحب درک نشته .خدائ (ج) دوکړی چې وطنمل صاحب دمینې پیریانو نه وي تښتولئ او دشپون صاحب په رمه دغمازانو لیوانو چاپه نه وي اچولې .که زموږ خبرې لولي نو دخیرت راپور دوړاندې کړي چې زموږ تشویشونه رفع شي.

شمس صاحب وائي:

څه زه لیونئ وم څه غمونو لیونئ کړمه
څه درقیبانو پیغورونو لیونئ کړمه
[color=white:aa2a47c2e7]یاره ته وعده راسره وکړې او بیا نه راځې
زه دانتظاردغه وختونو لیونئ کړمه [/color:aa2a47c2e7]
مینه چې دنه کوله ماته دخندل ولې
اوس دزه خوږوخوږو یادونو لیونئ کړمه
رابه شي؟که نه راځي؟زماده ؟که دبل به شي
زه دخپل زړګي دغه سوالونو لیونئ کړمه
خلک داغزو دلاسه ژاړي په چمن کې تل
شمسه!زه ښایسته ،ښایسته ګلونو لیونئ کړمه

شمس الزمان شمس خټک

مننه


رښتینی
14.05.2009

كاروان وايي :

هغه ملاله اوخماره جينۍ
هاچمبه ماره ټپه ماره جينۍ

ټولــــــــــــې ټپې يې اوس ټپي ټپي دي
غــــــرونه تپي يي اوسي ټپي ټپي دي

ستوني يي بس دياقربان هديره
زړه يي دهر يوه ارمان هديــــــــره

....
.....


هیښ
17.05.2009

سلامونه

غني خان وائي:

[color=white:4142520c2e]هغه ده سپوږمئ دونو څوکو کې مسکئ شوله
پاڅیږه لالیه ! اوس دباغ دګرزیدو دئ وخت[/color:4142520c2e]
لاړ ساقي بوډاشو ، خیام هم دبزمه پریوتـــــو
اې دمستئ جامه دغه ستا دماتیدو دئ وخت
مه ګوره اینه کې لیلی هسې به د وژړوي
لاړه چې ځواني شي بیاهروخت دژړیدو دئ وخت
مرګه صبر وکړه لږشان اورمې په وجودکې شته
ډیر مې دي سیځلي اوس زما دسوزیدو دئ وخت

مننه


رښتینی
17.05.2009

هيښ صيب ستړۍ مشي
زه وايم دا ماوتا هم لا ښه يو كه نه نور خو راخلاص ندي او كه باهم
چيرته راشي نو دسياست برخه يي وګرځوي او تر عــــ.......شــــــ........قـــــــ........ي
برخي نشي رارسدلي
خو ګوره ماو تا به يوڅه اتيات سره كوو زماپه دا مخكيني ځوابي شعر كي
داصلي كړي په پاي كي (ي) ده:

[color=darkred:b7c346917a]هغه ملاله اوخماره جينۍ
هاچمبه ماره ټپه ماره جينۍ

ټولــــــــــــې ټپې يې اوس ټپي ټپي دي
غــــــرونه تپي يي اوسي ټپي ټپي دي [/color:b7c346917a]

خو تا (ه) ته ټوپ كړي دي او هاغه د (ي) پور مي لا در باندي دي

اوس ستاسو دشعرځواب ته را ځم:

سپرلیه لږ خو راشه ستا یادونه را نه هیر شول
زخمونه مي ډیر ولیدل ګلونه را نه هیر شول
د حسن د ګلونو سترګې ډکي دي له اوښکو
د عشق د بلبلانو آوازونه را نه هیر شول
د ژوبل زړه په وینو کې مې تږې آرمان لامبي
ساقي نه پیژنم ډک جامونه را نه هیر شول
اغزو رانه اخیستی دی په باج کې لال د وینو
راځه د زړه طبیبه مرهمونه را نه هیر شول
[color=green:b7c346917a]تیارې راته خورې دي د هجران په تور ماښام کې
د وصل هغه ښکلي سهارونه رانه هیر شول[/color:b7c346917a]
د ژوند په باغ او بڼ کې د باروتو بوی خور شوی
د ګلو د عطرونو کاروانونه رانه هیر شول
د وریت احساس په غیږ کې مې کاروان د سلګو پروت دی
اشنا یه د خندا ډک غزلونه را نه هیر شول


هیښ
19.05.2009

ښاغلئ حامد صاحب!
سلامونه او احترامونه تاسو او ټولو لوستونکو ته وړاندې کوم .
ماداسې فکر وکړچې دجینۍ اخرې حرف (ه) ده ،ځکه په پښتو لیکدود کې کله ناکله د(ه)تورۍ لکه د(ۍ)دلکۍ په شکل هم لیکل کیږي ،په هر حال ستاسو نه ډیره مننه چې زما دا تیروتنه مو په سړه سینه ومنله . خو بیا هم پور به دې ان شاءالله اداکوم .

اوس خو نوبت په (ل)ولاړدئ ،نو حمزه بابا وائي:

[color=red:e52650dd57]لاڅو تڼئ دګریوانه پاته دي -------------- وخته داستا په زړه کې څه پاته دي
په خلاصیدو شوه دزړه وینه حمزه -------------لا ډیر غمونه میلمانه پاتـــه دي[/color:e52650dd57]

مننه


و.افغان
19.05.2009

سلامونه او نيکې هيلې مې ومنئ.
دا هم درواخلئ دخوږژبې شاعرې بليڼډه بدرۍ ښکلې شعر:
[color=yellow:21d1a7330b]

یا دې ها تورو اوږدو څڼو پر ما
=================== یادې هم تت ښایست اثر کړی وي

یا به دې دا وي زړه کې غوټه کړي
===================== چې زمونږ چم کې ژڼي رنګ نه لري
[/color:21d1a7330b]

یا به ېې دوه دیرشه لټونه د اتڼ نه وي زده
======================== بخت دې په دې ؤ چې زمونږ له کلي ناوې وته

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بلینده بدرۍ
ما لونګین درته لوګی کړ تا حجرو کې ووې
چې د لر کلي د ښکلا ملکې دنګې بدرۍ
زما اتڼ ته نظرونه مات کړل
ما لونګین درته لوګی کړ تا حجرو کې ووې
چې د لر کلي له بدرۍ نه مې زړه چور وړی ؤ
شاید چې تا به داسې خیال کړی وي
چې به دستا هغې مستۍ راباندې
یا دې ها تورو اوږدو څڼو پر ما
یادې هم تت ښایست اثر کړی وي

یا به دې دا وي زړه کې غوټه کړي
چې زمونږ چم کې ژڼي رنګ نه لري
یا به ېې دوه دیرشه لټونه د اتڼ نه وي زده
بخت دې په دې ؤ چې زمونږ له کلي ناوې وته
او په خوړه کې څوک اتڼ نه کوي
خو ای د بر کلي ژڼکیه ، ای یتیم هلکه
هو، ما زړګی بایللی
خو زما زړه نه د چا رنګ نه د چا ننګ وړی دی
د خدای کتاب وړی او هاغه قران
زما په زړه کې مکمل اوسیږي
راشه زه لاس درته په زړه مې ایږدم
چې قیصه داسې نه وه
تاپه ډګر کې داتڼ چې څڼې واچولې
دلته دې کونډه ها غریبه مور مسکۍ شوه درته
خدایزده چې ولې ېې د سپینو اوښکو
څو ملغلرې تر ګریوانه لاړې
پټ ېې په وچو سپیرو شونډو نوم د خدای یادؤ
هم درته ګرانې خور دې داسې کتل
لکه چې پلار ېې چا وژلی نه وي
یا لکه دا ډولۍ چې تاته دروړي
ما لونګین درته لوګی کړ تا حجرو کې ووې
خو ما لیده هغه سپین سرې نیا دې
چې څه په منډه سپيلني ېې دروړل
ما دې لیدې هاغه وړوکې خویندې
چې ېې په زور درته لاسونه وهل
هم مې لیدې ستا د مالت ها د خانانو جونه
هاغه بدرنګې شنې شخټې پیغلې
هم ېې کاږه واږه زلمي اوږدې وتلې پوزې
درپسې ټولو شونډې بوڅې وې او وروځې چنګې
نو ما د کبر د غرور ها بدرنګ څلي لیدل
چې څنګه وران شي څنګه لولپه شي
او دې غریبو ، خواروسترګو کې لا ورنګیږي
دا یوه شیبه مسکا تل پاتې انځورورنه راوړي
نو ای د بر کلي ژڼکیه ، ای یتیم هلکه
نو مې همزولو ته په غوږ کې ووې
چې درته چکې وهي تیزې تیزې
او زه هم درغلمه
د ټولو وړاندې مې په لوی ډګر کې
دستا اتڼ ته لونګین لوګی کړ

______________________
په درنښت


Syed Shah SaqeeM
21.05.2009

سلامونه !

زما په خيال د اغلې د بدرۍ د شعر کوم بيت چې بيت بازي ته وړاندې شوى دى هغه په ه ختم دى ،. نو دا ده زه به يې هم په ه پيل کړم .

هسي دي غاښ وچيچل غوسه شولې .
ماته درته په لېچو کې بنګړي کتل .

خبر نه يم چې ليکوال يې کوم بونېرى دى خو دومره مي ياد دي چي تخلص يې بونېرى وو .

په درنښت
ستاسو سقيم


هیښ
21.05.2009

سلامونه
سقیم صاحب ګډوډي به نه جوړوې او د(ی) دتوري نه به نه تښتې .داغلې بدرۍدشعر بیت په (ی)پائ ته رسیدلئ دئ.

[color=yellow:ebd17321fc]یا دې ها تورو اوږدو څڼو پر ما
=================== یادې هم تت ښایست اثر کړی وي

یا به دې دا وي زړه کې غوټه کړي
===================== چې زمونږ چم کې ژڼي رنګ نه لري [/color:ebd17321fc]

نو ته به ددې دپاره چې دلوبې قاعده مراعات شي دوه واره داسې شعرونه راوړې چې په (ی) شروع شوي وي،دادجریمه ده ،خفه نه شې.
او س به بیا همغه دبدرۍخور دبیت دوروستي حرف یانې (ی)له توري خپله لوبه شروع کړو.
خاطر افریدئ وائي:

داستا په سترګوکې به څه پاتې شي
رقیبه یار که مې په خوله پاتې شي

ستړئ مزدور سحر وختي پاڅیږي
دشوګیرو مین اوده پاتې شي

[color=white:ebd17321fc]یوځلې نیغ په دې لار تیرشه اشنا
چې دې کاږه واږه کاته پاتې شي[/color:ebd17321fc]

افسوس داستا په خیال کې څه ښکارمه
دغه ارمان به مې په زړه پاتې شي

وستایه ډیر دیا ر تراخه (خاطره)
چې په کتاب کې دې خواږه پاتې شي

مننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more