د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

سترګو کې

الهام
14.03.2007

هره ادا سترګوکې
وکړه اشنا سترګو کې

ښه ده مسکا ستا خولا کې
اوښکې زما سترګو کې

نصرت الهام


سلامونه

Syed Shah SaqeeM
27.08.2007

سلامونه ګرانو ملګرو هيله ده روغ اوجوړبه ياست دادى يوځل بياتردېرې پورې راغلم . خو دادی ملګرو بيا دپخوا په شان [color=cyan:28d65c57d6]يې[/color:28d65c57d6] سرخوړلې ته سر ټمبه کړی دی . اوتاسو ته خو نو ښه معلومه ده چې ما مخکې هم د دې [color=cyan:28d65c57d6]يې[/color:28d65c57d6] ظاليمې له لاسه حجره پرې يښې وه .
خير وايې که غل نه اوړي مل دي واوړي .
دجهاني صاحب په دې دوو بيتوبه ځان تېرکړم که څه هم سم مي په يادنه دي
[color=cyan:28d65c57d6] يامي بڼ دځوانۍ لاش دخزان لاس کړ
يادتاک په افسانه کې اثرنشته
که مستي وه که هستي دواړه پردۍشوې
دپرديوپه انګړکې اخترنشته
عبدالباري جهاني [/color:28d65c57d6]
تر بيا موپه لوی او مهربانه خدای پاک سپارم
په تانده مينه ستاسو سيد شاه سقيم


Nawabi
19.11.2007

ډک اسمان د ستورو نه وينم په سر راياديږی د خپل کلي مازديـــــــګر


salam
05.01.2008

عريانې مې د احساس پټيدے نۀ شې
کۀ دا ټول اسمان پۀ سر باندي را خور کړم

ستا د زړۀ پۀ کنډولې کښې اوبۀ نۀ شته
کنډولې ددواړو ستر گو به نسکور کړم

(قيصر افريدے)


مجاهدكتوازي
28.01.2008

زړګي مي ليوني ده هم شا يست او هم وفا غواړي
هم خواږه درواغ هم تر خه رشتيا غواړي
دادمحبت لا عجيبه تكا زا وګوره
هم له سترګو ګرمي وشكي هم ترينه خندا غواړي


عادل عادل
29.01.2009

له یاری نه به دې څنګه لاس په سر شم
له تنې نه مې جدا که څوک کړي سر غوڅ


رښتینی
31.01.2009

زه د احتجاج په توګه شعر نه ليكم ځكه تاسو دبيت بازي
له يواځني اصل نه پښي اړولي دي او دموضوع هدف ته مو
شاكړي دهه ځكه موضوع داسي پيل شوي وه :

.................................. د ټول افغان د بيت بازي مشاعره ......... !

ګرانو وروڼو اوناز دانه خوېندو ،
اسلام عليکم ور حمتۀ الله و برکاتۀ !
د ټول افغان د شعرونو پۀ برخه کې زموږ اوستاسې کمې او کالعدمې علاقې او دلچسپي دې ته لار هواره کړې ، چې پۀ بشپړتوګه يي د پاڼې تړل ښايي بې ځايه و نه بلل شي ،خو موږ يې تړل نه غواړو ، پر همدې بنسټ مو د بيت بازي د مشاعرې تابيا کړې ، هيله لرو چې ټول وروڼه او خوېندې به پۀ کې پۀ پرله پسې توګه برخه واخلي ،
[color=blue:00aa7bb435]يادښت :
د بيت بازي د مشاعرې اصول دادي ، چې کوم شعر پر کوم توري ياني ټکي سره پا يته رسېږي ،دوهم شعر چې بل ليکونکی به يي وايي ، له هماغۀ توري څخه بايد پيل شي ،چې د لمړي شعر پۀ پای کې راغلی ، د ساري پۀ توګه به د حمزه باباله يوې غزلې دوه شعرونه راوړو،
... پۀ يو ديدن دې ديوانه کړمه زۀ
............................... پۀ بل ديدن دې فرزانه کړمه زۀ

هغه خو نه يم چې پر هره شمع ،
........................ زړګيه تابه پروانه کړمه زۀ [/color:00aa7bb435]
خو مګر پۀ دې برخه کې به له کيفه وتل ، ياني غير معياري شعر ليکل نه منل کېږي ،
پۀ پای کې به زۀ د بسم الله الرحمن الرحيم پۀ ويلو سره د کاروان صيب پۀ يوۀ پۀ زړۀ پورې شعر سره مشاعره پرانيزم ،
.... شاعران يو پۀ نغمو يادوؤ خدای
.............................. ښکلي ګور پۀ لېمو يادوؤ خدای
ستاسې د ګډون پۀ هيله ،
ورور مو صميم

په مينه


هیښ
17.02.2009

سلامونه
حامد صاحب !
که دخوښه وي ،تير به هير کړو ، دصميم صاحب په شروع به يي بيا شروع کړواو دکاروان صاحب شعر يي چه ليکلئ دئ د(ی)په توري ختم شوئ دئ .
زه به دحضرت عبدالرحمان بابا په يوه بيت دالړئ پيل کړم ،نور وروڼه به دوام ورکړي.

[color=violet:6d923cd1af]يا داستاچشم(و)ابرو وينم په خواب کې
يامستان دي ووده شوي په محراب کې
يا په جام کې ستادمخ عکس ليده شــــي
ياخورشيد دئ تجلي کا په حبـــــاب کې[/color:6d923cd1af]
مننه


هیښ
17.02.2009

سلامونه
حامد صاحب !
که دخوښه وي ،تير به هير کړو ، دصميم صاحب په شروع به يي بيا شروع کړواو دکاروان صاحب شعر يي چه ليکلئ دئ د(ی)په توري ختم شوئ دئ .
زه به دحضرت عبدالرحمان بابا په يوه بيت دالړئ پيل کړم ،نور وروڼه به دوام ورکړي.

[color=green:5b54599a21]يا داستاچشم(و)ابرو وينم په خواب کې
يامستان دي ووده شوي په محراب کې
يا په جام کې ستادمخ عکس ليده شــــي
ياخورشيد دئ تجلي کا په حبـــــاب کې[/color:5b54599a21]
مننه


watanmal
12.04.2009

سلامونه ښى چارى

يا به ژوند د ژوند په څېر كړو
يا به مرګ د افتخار كړو
ځكه تش لاس په سنګر كښې
له دښمن سره پيكار كړو


Syed Shah SaqeeM
18.04.2009

ورځ مې شوه په انتظار شپه په سودا
ورځ کې هغه ژړوي مې شپه کې دا

ياره زه ملنګ جان ستا مينې احتياج کړم
کنې ما کله احتياج کاوه د چا


watanmal
18.04.2009

ډير ښه سقيم صيب.

[color=darkblue:08c0713369]اې زما ګرانه وطنه له تا جار شم
============ كړم به فخر ، كه قربان داستا په لارشم

ستا دښمن مې كه بندى كه زندانى كړى
============ ګومان مه كړه چې له تا نه به بېزار شم[/color:08c0713369]

======= = = په مينه وطنمل


هیښ
18.04.2009

سلامونه

ولې نه ګورې وماته ســـــــــــــــــــــم په څه
زیاتوې دغمزده وو غــــــــــــــــــــــــم په څه
ستا په غم کې چې ماویني عالـــم ژاړي
ژړوې راسره نور عالــــــ ــــــــم په څه
لږئې وپوښته چې حال ئې دزړه څه دئ
درحمان له سترګو څاڅي نـــ ــــم په څه

رحمن بابا

مننه


هیښ
18.04.2009

سلامونه

بښنه غواړم مادوطنمل صاحب واو په توري شروع وکړه،خبرنه وم چې نوبت د میم دئ.

مدام ناست یم وچ ګوګل سترګې په نم کې
عشق راوښودبحروبر په خپل حــــــــرم کې
ماچې ستا توره دزخم په خوله ښکل کړه
نورمې دالذت بیا نه موند په مـــــــرهم کې

رحمن بابا

مننه


شپون
19.04.2009

له سلام او احترام سره داهم زما له خوا دمساپر شاعر
عبدالرحمن غضري کلام دډالۍ په ډول.....يره چې دا دغضري به څه معنی وي :wink: ؟

یوڅوک په شپه کې راشي دخبروچل راښي
خوږه خوږه غږیږي دشکروچل راښي
لاسونه زماترغاړه لکه دوه دایرې تاوکړښي
په سترګو دبنګال دجادوګروچل راښي


هیښ
19.04.2009

سلامونه
ښاغلئ شپون صاحب!
دشعر وزن راته کم وزيات ښکاره شو،خو په هر حال لوبې ته به دوام ورکړو.

يارچې ونيسي په مينه د آشنا لاس
----------------------------- بيا دخلاص وي اې ملګرو ددنيا لاس
دوه مين چې شمسه خپلو کې رضاوي
---------------------------- رقيبان به چيرې نه وهي خطا لاس

شمس الزمان شمس خټک

مننه


میوند ننګیال
20.04.2009

محترموورونو سلامونه او نيكي هيلي !

هيښ ورور څلوريځه په س ختمه كړي نو د س نه :

[color=blue:4130f48200]دبلبل ژبي شاعر او زما دروند او محتر م استاذ كاروان صيب [/color:4130f48200]شعر تاسو محترمو ته وړاندي كوم :

[color=red:4130f48200]ستا له سندرو نه دشنوغنمو
دغوڅوغوڅوپاڼوبوی راځي
ستاپه نغموکې دماشومې دنيا
شوخي مستي اوهای وهوی راځي[/color:4130f48200]
پيرمحمد كاروان


هیښ
20.04.2009

سلامونه
ننګیال صاحب!
ډیر خوندئې وکړ.تاسو بیا په (ی)نوبت راووست او د(ی) په توري دشعر پیدا کول هغه دکندهاریانو خبره دکرک هګئ دي.بیا هم لټوونکي موندونکي دي.
سلامونه
ننګیال صاحب!
ډیر خوندئې وکړ.تاسو بیا په (ی)نوبت راووست او د(ی) په توري دشعر پیدا کول هغه دکندهاریانو خبره دکرک هګئ دي.بیا هم لټوونکي موندونکي دي.

[color=blue:e12e821633]یویو داغ په ټټر ایښئ دهر چـــــا دئ
که بادشادولایت دئ که ګــــــــــدادئ
دهرچا برخې ورکړې ګوښې ګوښې
خپل قسمت دهر سړي جــداجـــدادئ
چې مولي ورسره مل نه وي رحمانه
که لښکرې ورسره وي یکـــــتنهادئ[/color:e12e821633]
رحــــــــــــــــمـــــــــــــــــــــن بـابـا

مننه

رحــــــــــــــــمـــــــــــــــــــــن بـابـا

مننه


شپون
20.04.2009

سلام مي ومنئ
هيش صاحب نو تاسي خو هم په ي ختمه کړه
موږ ته دي څه پريښودل؟
ځه خير نو څه کئ باري.........

یو وخت به راشي بی حسابه حسابېږې به نه
خلک به غټ غټ درته ګوري او ښکارېږې به نه
دلته رڼا نه خلک ځان لکه د غشي ساتي
یوه سپرغۍ به درکومه خو بلېږې به نه

سيدشاسعود


میوند ننګیال
20.04.2009

سلامونه او ښي چاري !

هيښ صيب كور موودان شپون صيب په خير راغلي .

شپون صيب ستاسو په ( ه) خلاص وه زه به يي شروع كړم .

دمحترم او نه هيريدونكي ملګري او خواخوږي ورور [color=blue:3cb4bddead]باز محمد عابد [/color:3cb4bddead]چي ما ورته په مينه باز ويل يوه څلوريزه ستاسو لپاره په ټوله پښتنه مينه .


[color=red:3cb4bddead]هر قدم کې ښويدلی يم جانانه
ستا له پامه چې لويدلی يم جانانه

په کوم ښکلي کې چې ستا نښې پيدا وي
زه په هغه پسې تللی يم جانانه[/color:3cb4bddead]


watanmal
25.04.2009

اشنايانو ورسته له سلامونو څخه

د چوپتيا پيريان خو پدى ودان ځاى كى له څلور ورځو څخه حاكم دى زه به د يوه شاعر څلوريزه وليكم ګوندى د چوپتيا پيريان په تيښته شى.

=========
هر هېواد پر خپل ملت باندې ودان دى
كه ملت نه وي تش زمكه تش اسمان دى

چى افراد يې ځانځاني كړي ملت نه دى
ملت دا چې په يوه لاره روان دى

================

په مينه
وطنمل


رښتینی
25.04.2009

زما سلامونه اونیکی هیلی هم ومنﺉ !

.
[color=blue:83fb3a9018]يه د رنځور حسن مېرمنې، سپېلنی دې شمه
مه کېنه داسې لاس تر زنې، سپېلنی دې شمه
ستا د ښايست د لېوني خمار په تمه- تمه
شوم سودايي د بنګو ونې، سپېلنی دې شمه[/color:83fb3a9018]

دنور الحبیب نثار شعر

په مینه


watanmal
27.04.2009

له سلامونو ورسته:

=============
هر هرڅوك د خپل وطن په غېږ كښې پايي
هر شاعر د خپل وطن سندرې وايي
په رنګو، په نيرنګو يې دوكه نه شې
څوك په يوه رنګ ، څوك په بل رنګ كښې يې ستايي
=============
=============

په مينه
وطنمل


ريان احمدزى
01.05.2009

ټولوګډون والوته سلامونه

يمه سېلاب دتړمواښکولوړژورنه ګورم
غم له (پاره )ګرېوانه وړم اخترته لارجوړوم

احمدګل ريان


هیښ
01.05.2009

سلامونه

[color=red:88dd5223c4]معلوميږي ستا د سترګو له غمزو
----------------------------- چې ئې مرګ دتيره تيغ دئ راپيرزو
ستا دسترګو دباڼو تر منځ حيران يم
------------------------------ يو مې وژني په سره اور بل په نيزو[/color:88dd5223c4]
حميد بابا

مننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more