د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

عصمت الله
19.01.2007

له سلامونه روسته حامد جانه ورور ښه نظر لری خو زه وایم چې خیر که چا په ی کوم شعر ولکیه خیر ورسره به مقاومت وکړو.
داسی به نه کو چې دغه بنډار خوشې کړو
هو هو بیا هم زه وایم چې ی باید لری ګړو زه خو کوشش کوم چې په ی بیخې شعر ونه لیکم
بیا هم که زما مخ ته یا راغله زه به یې په ززززززززز
ځواب ورکړم

ای زما دې زړه آرامه راشه راشه
سرو قده ګــل اندامه راشه راشه
( رحمان بابا)


رښتینی
19.01.2007

السلام عليکم ورحمه الله وبرکاته

[color=white:d792d7400d]هغه هم وخت و چي دا کلي و په خلکو ودان
اوس يي په هر کورکي دشپي بلوي روي څراغ
درويش[/color:d792d7400d]

په مينه


Syed Shah SaqeeM
20.01.2007

سلامونه ملګرو ماشاالله حجره خو موشه ګرمه وه دلته توري هم په ماوس ليکم اودايوجو توري خو وينم هم نه خير وايي
[color=red:8890cf02ab]اوس ګوزاره دزېه په وينه کوو
حالات چي ښه سوو بيا به مينه کوو [/color:8890cf02ab]
اودا هم يو بي مزي بيت
[color=cyan:8890cf02ab]غريبي ده نن مويويو جانان بس دی
چي دښکلوارزاني شي بيا به ګورو[/color:8890cf02ab]

شکر دی په يي خو نه دی ختم
ستاسو سقيم


ښکلا
20.01.2007

وږي هم نۀ يو د چا زرو پسې نه ورګورو
شر مو هم خوښ نه دی د چا د لارې خار هم نۀ يو
اجمل آند
____________
ټولو وروڼو ته سلامونه نېکې هيلې او دبرياليتوب دعا!


رښتینی
20.01.2007

[color=darkred:a728909a0d]وږي يي هسي هم غاصب هميشه وړي په زوره
کشکي داځل زموږ غنم وکړي دمار سرونه
درويش[/color:a728909a0d]

څومره باريکه مظلومانه او يتيمانه تمنا !!!!!

که مو مجلس داسي ګرم لاره مونږ به داسي
ښکلي ښکلي شعرونه در ډالۍ کوو
دمجلس دنوري ښکلا به هيله


مازدیګر
20.01.2007

هر سهار چه د ګلونو وږمه خوځی
پرخه اوري ستا دحسن اییني دي
حبیب الله رفیع

سلامونه 
حامد ورور دا زموږ شاعرانو ته دی هم خدای تعالی 
هدایت وکړی ..خو چه کوم شعر یی ګوری په همدا (ي)
باندی یی ختم کړی وی .....خدای مو هرکله په دی بانډار کی لره
له لنګۍ نه مو ډیره مننه.


عصمت الله
20.01.2007

سلامونه سلامونه ټولو یارانو ته .
سید شا سقیم وروره ښه شوی چې په خیر راغلی،
وه مازدیګریه وروره دا ی ی دې څه کوله
دا بیا زما مخ ته راغله نه پوهیږم چې ځواب بې په څه ور کړم ما خو مخکې ویل چې زما نوبت ته یا راغله ځواب په ززز ورکوم
خو خیر دغه یو روستي بیت مې په یا زده ده نه پوهیږم چې سم به وی که غلط

یو خوشحال نور سل خټک په طبیت کې
زار شــه د رحــمـــان دې یــوه بنــی فـــــرده
رحمان بابا


رښتینی
21.01.2007

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته

[color=white:9d320b0302]هيڅ دي دم ورباندي نه لګي ناصحه !
دا (( حميد )) بلا وهلي ملا مشه
حميد بابا[/color:9d320b0302]

په مينه


مازدیګر
21.01.2007

هر كاڼى په وينو باندي سور دى اوس مينځل غواړي

شه زياتي راكوز د آس له زينه توره ماته كړه
درویش درانی

ټولو خوږو ګډون کونکو او لوستونکو ته له مینی او سلامو سره


رښتینی
21.01.2007

[color=indigo:a7a2a1710e]هر هر څه زړيږي او سوليږي زه هم دغسي
ترنګ دژوندي ساز وم اوس له هغه تاره تللي يم
پسرلۍ[/color:a7a2a1710e]

--------------------------------------
مازديګره وروره ګړندۍ او بريالۍ اوسي سره
له يارانواو عصمت صيب نمبرمي درنه ونيو
بښنه به کوي

په مينه


پاچاخوستي
21.01.2007

عصمت لله ، حامد ، مازدیګر ، Syed Shah SaqeeM له هرڅه نه مخکې مې نيکې هيلې سلامونه مې ومني
خداي دوکړي چې ښه صحت ولري عصمت لله بښنه غواړم چې ډيروخت وروسته مشاعرې ته راغلم دشنبې اويکشنبې په ورځ ښونځي روصخت وي کمپيوټرروښانه کړم بله ورځ اجازه نلرم چې کمپيوټرته کښينم ٠
خوکوښښ به کوم چې په اوني کې ٢يا٣ ځلې دښکلي مشاعره کې ګډون وکړم ٠

ما تا  چې  دواړو ورته  ژاړلي  وو
نن دهغې اوښکې اوبه ده مسته مسته
پاچا
********************************
عصمت لله وروره نه پوهيږم پدې مشاعره کې شاعرخپل بيت هم ليکلي شي اوکنه ؟
خودابيت ماته دم په تورې رايادشوهيله منديم چې ستاسوخواښ شي ٠


رښتینی
22.01.2007

[color=green:0ed98cfb65]هغه څوک چيښکليو وراټه له دره
وربه نه کاندي مکه مدينه فيض
حميدماشوخيل[/color:0ed98cfb65]

پاچا خانه وروره بيخي ډير غيرحاضرشوي خوبياهم شکر چي راغلي په غيرحاضري
اوس مونږهم ډيره خوانه بدوو ځکه دلته له حاضري نه د غيرحاضري نمبري زياتي دي
اوخپل شعرخو چي دي راوړي زما په اند خودابيخي ښه خبره ده ځکه متل دي واي له
پردي زويه خپله ړنده لور هم ښه ده او زه غريب خو ولاکه ړنده لورهم لرم ځکه هر وخت
دنوروشعرونه راوړم

خوپه خپلوشعرونوکي يوه ټکي ته ځيراوسه هغه داچي که زما مني داسي
شعربالکل مه ليکه چي په (ي) پاي ته رسيږي ياني په اخرکي يي (ي) مه را
وړه نور دخداي وکړي چي په (ض) ختم وي..........

په مينه


عصمت الله
22.01.2007

احمد شاه پاچا په خیر په خیر چیرې وی ورک ورک وی ښه شوی چې راغلی ما ویل چې یو خاص پیغام درولیږم چې راشی خوښه شوه چې خپله راغلی
حامد جان ورو ما فکر وکړ چې یاره داسی شعر به پښتو کې وی کنه چې په ض
شروع شی.
ماسره خو په حافظه کې داسی بیت نشته
دغه ده اوس به زه دې رحمان بابا کتاب وګورم چې په ض یو ی بیت پیداکړم.
م م م م م م م مممممممممممم
له شلو دقیقو نه روسته
دغه بیت پیدا شو

ضدیت دې سړی عمر په عذاب کا
پکــــار نـه دي ضــــدیت په دا دنیا
(حمان بابا)


رښتینی
23.01.2007

[color=black:4bfe211390]انتظار يي د نرګس ګونه کړه زيړه
سروي سرپسي له باغه بيرون وکيښ
حميد[/color:4bfe211390]

------------------------------------------
عصمته وروره خوشاله اوسي ولاپه دا (ض)خوزه
په خپله پښيمانه وم ګومام کوم له (ي) نه هم سخت
و او دانور ملګري بايد ډګر يواځي ماوتا ته را پري
نږدي

په مينه


پاچاخوستي
23.01.2007

ښې چارې !
عصمت الله .٠حامد ، اونوروملګروله لويه خدايه ستاسوښه صحت !
عصمت الله مننه والا راغلم ٠خودشنبې اويکشنبې په ورځوبه ډيرراځم ٠

ښکاري لاس کې دې مينې چراغ مړدی
يي روان په ګړنګونو لارويه
عبدالله پيکار


M Musa Pakteen
23.01.2007

ملګرو سلامونه او ښي چاري شاباس تاسي خو ميدان يوړو رانه ! خو ځه زما زما هم څه مصروفيتونه ول چي اوس تري ايله يو څه فارغ شوم
پاچا ملګريه! په خير رالی خدائ دی وکړي چي هر وخت مو ملګرئ ئې !

هميش می مخی ته ځليږي راته
ستورۍ د وينم په فلک لاليه
.................
شيرولي سبا


مازدیګر
23.01.2007

هم هغسی چه خندا کی هنر نشته
په ژړا کی هم له سره اثر نشته

پژواک

سلامونه دی وی په ټولو باندی پاچا صیب ستړی مشی


M Musa Pakteen
23.01.2007

مازيګر وروره ښه راغلاست!

هجر خوږ وصال هم خوږ هر څه خواږه
دومره خوشحاليو ته سالار دې کړم؟
....................
محمدالله تبسم


مازدیګر
23.01.2007

ما دپاره هغه لومی دصیاد شوی 
امیلونه چی په لاس وو دباغوان کی
ولی محمد طوفان

پکتین روغ او ودان اوسی....حامد... :lol:
دا خو بیا.....


عصمت الله
23.01.2007

یا به شهد یا به قند یا به نبات وی
هر کلام چې د رحمـانه شنیده شی
(رحمان بابا)
مازدیګریه ورور دا تاسو درواخلی


رښتینی
23.01.2007

ټولووروڼوته سلامونه
ماشاء الله اوس خولکه چي ټول په يوه سلا سره په يوه وخت انتر نيت ته ناست يو
ما مازديګر ورورته هغه د (ي) شعر تيار کړي و چي هغه عصمت الله ورور وار را
باندي مخته کړ خو خير ديوسي واريي زما وار رابيکاره نه کړځکه هغه (ي) ده هم
را وړي ده نومازديګره وروره درنيسه يي

[color=darkred:0a9e5456cd]يوحميد له توره خطه شکوه نه کا
دي وباکړ ټول عالم خراب تراب ډير[/color:0a9e5456cd]

خوګوره مازديګره هغه زما د(ض) په وخت کي خوبياته غلي وي .......

په مينه


عصمت الله
23.01.2007

نه نه حامده ورور مازدیګر ي به اوس ویده شوی وی
مازدیګری ورور که په خیر له خوب را ویښ شوی دغه د بیت ته به تاسوهم ځواب ورکوی.
ستاسو (ی) کانی خو تل زما په غاړه وی خو ښه ده چې حامد ورور هم کمک کوی

رحمان هسې ګوښه خوند له خلقو بیا موند
چــې هـرکـز نه دي دا خـونـد مـونـدلـی خــلق
(رحمان بابا)

سید شاه سقیمه ورور څه شوی ؟


رښتینی
23.01.2007

[color=darkred:f6894f98a2]قاتل به نه يي خوزه دومره ګواهي ورکوم
توره دي تکه سپينه يووړه تکه سره دي راوړه
درويش[/color:f6894f98a2]

-------------------------------------
عصمته زه وايم چي ما وتا دي خداي ژوندي لري ........
........سره له ټولويارانو مازديګر خو له لمرډوبيدو
سره ترۍ تم شي نه پوهيږم څه چل دي ؟؟؟

په مينه


مازدیګر
24.01.2007

هلقونه وچ سر مو په لمر تلي په مزکه سوځي
که ژاړو ما او تا به ژاړو د ده څه مانده دي
بوریوال کاکړ

سلامونه حامد او عصمت الله وروڼو اوټولو ګډونکونکو او لوستونکو
عصمت الله وروره خوب خندا خو درحمان بابا خبره په بی غمی کیږی
زه خو چه له بانډار نه ووزم نو ی ګانی لټوم چه ددا مجلس حرارت
لږ نور هم زیات شی ...نیکمرغه ورځ درته غواړم


رښتینی
24.01.2007

[color=green:402a4049ca]يار راڅخه لاړشه پسي نه مرم ژوندي پايم
تو زما په مينه چي لا پا يم بي وفا يم
حميد[/color:402a4049ca]

--------------------------
سلامونه او نيکي هيلي مي ومئ

په مينه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more