د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

عصمت الله
17.12.2006

نه پشتون ویخ شو نه یې سرو لمبو ته ځان اونیوو
څه وړو خــلکو ترې د ژوند دجنګ میدان اونیوو
(رحمت شاه سائل)


Syed Shah SaqeeM
17.12.2006

هممممم په وو ختم سوی دی ؟ ښه .

[color=cyan:0cc1c2a8af]ويده لمر به څه درانه خوبونه ويني
چې شبنم د ګل پر پاڼو باندې بار شي
دا ساړه ساړه بادونه څه پېغور کا
ګل به غېږې له راځي ، خو چې بهار شي
مصطفی سالک [/color:0cc1c2a8af]

سقيم مو


ښکلا
18.12.2006

ټولو وروڼو ته سلامونه او ښې چارې ، له سلامونو مو مننه !
خو خدای دې دا ياګانې لږې کمې کړي چې ډېر څۀ اسان شي .
___
یو شاعر او یو چنار کوي خبرې
زما روح کې له ماښامه تر ماښامه

ډاکټر حميد شجاع ځاځی


Syed Shah SaqeeM
18.12.2006

سلامونه حامد جان ، عصت جان ، صميم جان او ښکلا خور ته
هيله ده روغ او جوړ به ياست ياره يو دوه بيتونه راته ياد سو خو د هغو په پای کی [color=yellow:e5fd11c5d3]يې[/color:e5fd11c5d3] ظالمه وه اخير مجبور سوم چې خپل يو بيت وليکم

[color=cyan:e5fd11c5d3]هغه وخت به بيا ژاړې د سقيم يوه ديدن ته
چې پورته يې کړي خلک جنازه سوکه سوکه
به کلمي خود [/color:e5fd11c5d3]
ستاسو له ډېرو غونو او ګړنګونو نه پنا سقيم


عصمت الله
18.12.2006

زه هم سید شاه سقیم ورور ته اول سلامونه وړاندې کوم بیا غیر حاضرو ورور نو ته صمیم جان حامد جان ته خدای مو په خیر حاضر کړه
ښکلا خور ته دې هم سلامونه او نیکې هیلې ورسیږې

هیڅ دعشـــــق له غــمه نه دی برابر غــمونه کل
چې دیار فراق دې ووی دغه دی دخدای وهل
(غنی خان)


Syed Shah SaqeeM
18.12.2006

سلامونه عصمت الله جانه ته خو دادی شکر حاظر سوې خدای پاک مهربانه دی نور ملګري به هم راسي

[color=cyan:5bcf475d77]لمن مې ډکه ده له ګاڼو خو څوک نه پرې ولم
په عـــادتونو کې دا يو عادت د غـــــــر لرمه
دروېش درانی [/color:5bcf475d77]

ستاسو سقيم


کټوازی
19.12.2006

هغه جنت پرېيښی مابه له دنيا وباسي
لکه ادم غوندې زۀ هم يم د حوا لېونی

اباسين يوسفزی (پېښور)
__________________
ګرانو اوخوږو يارانو
سلامونه مې ومنئ
عصمت الله جانه وروره له رالېږل شويو شعرونو مو يو وارې بيا مننه. دادی کښته مې کړل او اورم يې!
ګران سقيم جانه ! ماشاالله تاسو خو ډېر وړاندې روان ياست، يار زړۀ مې غواړي چې هره ګړۍ ستاسې پۀ مجلس کې و اوسم خو څه وکړم .............؟
پۀ پای کې يو وارې بيا ټولو يارانو ته پۀ لمنو ،لمنو سلامونه پۀ تېره بيا کمکۍ خور ښکلا جانې ته!


Syed Shah SaqeeM
19.12.2006

سلامونه يارانو
ياره صميم جانه ښه راغلي
درته هر کلی وايو خو بيا دي ځان سره [color=cyan:d78521ace4]يې[/color:d78521ace4] ظالمه راوستې ده .

[color=cyan:d78521ace4]ياران يې ويده کړي په اوده د شاعرۍ
عامر ده خوره کړې سخن ورو کې جا دو

نجيب عامر[/color:d78521ace4]

[color=yellow:d78521ace4]ستاسو له ډېرو غرونو او ګړنګونو نه پنا سقيم [/color:d78521ace4]


عصمت الله
19.12.2006

وطنه ستا د وجود کوم اندام باقی پاتې دي
څوک د دسین سودا کوی څوک د دغر سودا
سائل

سلامونه دی بیت بازی مشاعری ټولو یارانو ته او لوستنکو ته وړاندې ګوم
هیله ده چې ټول سره روغ او خوشحاله اوسی
صمیمه وروره ډیر خوشحاله شوم چې هغه جادوګر غږونه درورسیدل
چې زحمت مې عبث ندي تللي،
له لیک نه دې یو دنیا مننه.
څومره ښکلی لیک وو قسم ده
دی سپیلنی جادوګر غږ مې سید شاه سقیم ورور ته هم ورولیږه خو فکر کوم چې
سقیمه وروره ستا د ایمیل بکس تر ستونی ډک ده بل څه په کې نه ځایږی


کټوازی
20.12.2006

اوس خو راغلې چې بيا بېرته رانه درومې

بيا راځې ولې چې دومره دې تلوار وي!؟

به قلم خود ( د ګران سقيم پۀ کلاسيک اصطلاح :oops: )
____________
ګرانو وروڼو هر يو ښاغلي سقيم جان ، عصمت الله جان ته
پۀ لمنو لمنو سلامونه ،د روغتيا او خوښۍ نېکې هيلې !
عصمت الله جان ! ولا که مې کوم شعر ذهن ته راغلی وي ځکه خو مې دا پاس خپل شعر ووايۀ / وليکۀ چې هلته مې د عابد صيب پۀ مشرۍ پۀ طرحي مشاعره کې ويلی وو.
يار سقيم جان ! ولا بيا مې يې / يا راوسته خو باور به مې و نه شي چې پۀ ټولنيز او وګړنيز ژوندانۀ کې مې هيڅ عمل دخل نه لري :oops: :lol: :oops:
بيا هم سلامونه او نېکې هيلې پۀ تېره بيا کمکۍ خور ښکلاجانې ته چې ټول افغان ته راځي خو موږ هېروي او هغه زموږ کاکا :oops: حامد جان ته چې بيايي د ناسوبتيا چابړۍ ښه پېخر درنه سوې !
پۀ مينه او نېکو هيلو


Syed Shah SaqeeM
20.12.2006

سلامونه په شاتو لړلي ټولو ملګرو ته .
ګرانه عصمت الله جانه ستاسو له خوا راغلی برېښنا ليک مي تر لاسه کړ ډېېېېېېېېره مننه
ډيــــــــــــــــــــــــــــر په په زړه پوري وو يو ځل بيا مننه .
او کټوازی صاحب نه پوهېږم چې دا د [color=cyan:192923e9bb]يې [/color:192923e9bb] ځوانيمرګي ولي له تاسو سره داسي جوره ده ؟
چې هر ځل درسره لکه نا بللی مېلمه را روانه وې ؟

[color=cyan:192923e9bb]يوبت مې خوښ دی او له نوروڅخه کرکه کـوم
پو هېږم نه چې ابراهيم يم که آذر يم ګـرانې

بېله خبره ده چې روح راته سپا رلی بولــې
زه دې دسرو نا زکو شونډو قلندر يم ګــرانې
به کلمي خود[/color:192923e9bb]
ستاسو سقيم


Syed Shah SaqeeM
20.12.2006

سلامونه
[color=cyan:9449cf0e3a] يې[/color:9449cf0e3a] مي راوستې وه بېرته يې ځان سره بيا يم .

[color=cyan:9449cf0e3a]ياره زه ملنګ جان ستا مينې احتياج کړم
کنې ما کله احتياج کاوه د چا
ارواښاد ملنګ جان [/color:9449cf0e3a]
ياره زه وايم که دا د بيت بازي رنګ څه وربدل کړو څنګه به وي ؟
هغه داسي چې که يو چا کوم بيت په کوم توري شروع کړ بل يې بايد په هغه توري ختم کړي يعني د اوس سرچپه .
ستاسو د ځواب په تمه سقيم مو


عصمت الله
20.12.2006

اوس که وینې یم خو شین به له خندا شم
زه بــه خــال پـه غـونـډه زنه دصــنم شـــم
(کاروان)

سقیم جانه زه په ګوړې لړلی سلامونه تاسو ټولو ته په مینه مینه وړاندې کوم
او ستاسو په شاتو لړلی سلامو ته والیکم وایم
صمیم وروره ستاسو سلامو ته هم وا علیکم وایم
خوشحاله اوسۍ
سقیم جانه ښه نظر لری
خو زما نظر دادی که دغه سر چپه کولو ته بل نوی عنوان وټاکۍ ښه خبره به وی
او صمیم ورور چې کومه پخه تیږه ایښې دا به پرږدو چې دا تر کومه ځایه جګ ولای شو


Syed Shah SaqeeM
21.12.2006

سلامونه اشنايانو هيله ده روغ او جوړ به ياست .
ياره سرليک ورته تا سووټاکئ چې څه به وي ؟

[color=cyan:986438d8d5]مينې څه نوی اړخ بدل کړو آشنا
ستا نه مې زړه کې نن خطر پرېوت
ارواښاد حمزه بابا [/color:986438d8d5]

[color=green:986438d8d5]ستاسو له ډېرو غرونو او ګړنګونو نه پنا سقيم [/color:986438d8d5]


Syed Shah SaqeeM
21.12.2006

سلامونه يارانو !
نن خو نه ترسترګو کېږئ چی څه وجهه ده ؟
خير -

[color=cyan:f444de3140]ته به مې پېژنې دروغ به نه وي
زه خو دې ښکليه په رښتيا پېژنم

کله ساقي کله پيالې ته ګوري
زه به محفل کې وارخطا پېژنم
ارواښاد حمزه بابا [/color:f444de3140]

ستاسو سقيم


عصمت الله
22.12.2006

ما ورته کاروان د اوښکو پرخې پرخې پرخرې کړ
ګـــل به شم جــانـان مـــــې دګـــلــو نــو پیغمـــبــر لرم
(پیرمحمد کاروان)
سقیم جانه ورور بښنه غواړم چې تاسو یوازی پاتی شوی یاست
خو ما هم پرون یو بیت ولیکه خو کله چې مې غوښتل ویلیږم زما کمپیوتر بند پاتې شو له حرکت وولید بیا دې دوهم ځل لیکلو لپاره ناوخته وه.
بس نوم تاسو ورته وټاکۍ هر نوم چې لازم ګنۍ
دی بیت بازی سرچپه مشاعره یا بل کوم غوره نوم ورته کیږدۍ


Syed Shah SaqeeM
22.12.2006

سلامونه ملګرو هيله ده روغ او جوړ به ياست .
عصت الله جانه ښه سوه چې راغلې په حجره کی يوازې وم ډېر ديغ سوم .
ښه سوه چې ته د خيره راغلې
ما په کچکول پتري وهل درپسې تلمه

[color=cyan:64a3cd730c]مونږه غريبان يې يو ديدن هم غنيمت ګڼو
سر به ېې په سپينو لېچو کښېږدي دنيادار خلک
شاعر يې ﻻانه هېر دی[/color:64a3cd730c]
ستاسو س سقيم


عصمت الله
22.12.2006

که ته سور اور یې زه ولاړ یم د ابو په طرف
د نیــلــــوفــــرو دنـــرکـــسو بـنـفـشو په طرف
شاعر یې پیژنم
کاروان ده
سقیمه ورور سلامونه سلامونه درته وړاندې کوم
خدای به حامد او صمیم هم پیدا کړی
له ښکلا خور سره


Syed Shah SaqeeM
22.12.2006

[quote:683928c96b="Syed Shah SaqeeM"]سلامونه ملګرو هيله ده روغ او جوړ به ياست .
عصت الله جانه ښه سوه چې راغلې په حجره کی يوازې وم ډېر ديغ سوم .
ښه سوه چې ته د خيره راغلې
ما په کچکول پتري وهل درپسې تلمه

[color=cyan:683928c96b]مونږه غريبان يې يو ديدن هم غنيمت ګڼو
سر به ېې په سپينو لېچو کښېږدي دنيادار خلک
شاعر يې رانه هېر دی[/color:683928c96b]
ستاسو س سقيم[/quote:683928c96b]


Syed Shah SaqeeM
22.12.2006

سلامونه
ياره عصمت الله جانه داسي بيت دي راوړی وو چې ډېر زور غواړي .
په هر حال زما دي د مور شيدي سي چې بيا هم بريالی سوم . الله دي وکړي چې سم وي .
[color=cyan:533a1d5cad]فارسيانودحيرت ګوتې په خوله کړې
چې حميد سخن سازي کړه په پښتو کې
حميد بابا[/color:533a1d5cad]

ستاسو له ډېرو غرونو او ګړنګونو نه پنا سقيم


عصمت الله
23.12.2006

سقیم جانه وروره واه واه واه وایم بیشک دې ډیر ښکلي بیت مو ورته پیدا کړ
زما په خیال چې یو څو دقیقې خو به تاسو هم په فکر کې تللی یې چې اوس دا ف
ته څه پیدا کړم بیا هم ډیر ښکلي بیت
اوس به زه فکر وکړم چې په ی یو بیت پیدا کړم
مممممممممممممممممم :?
مشکله خو ده ی یا
که غلط وه بښنه غواړم
یوه ورځ یوې صحرا ته په ښکار وتیوم روان
یو ګـــلاب مــې ولاړ ولــید ښایښته خـــندان
فکر کوم چې دغنی خان شعر ده


Syed Shah SaqeeM
23.12.2006

سلامونه عصمت الله جانه او نورو ټولو ملګرو د ښکلا خور په ګډون .
هيله ده جوړ او روغ به ياست .

[color=cyan:c01920758b]نورو که لارې ډکولې په اغزيو باندې
تا هم د چا مخته و نه پاشل لونګ دروېشه
دوی چې له خپلو ماشومانو سره لوبې کوي
شي زموږ هر يوه يتيم ته زړه ور تنګ دروېشه
دروېش درانی [/color:c01920758b]

ياره عصمت جانه دا نورو ملګرو لکه چې زه او ته په نيمه لار کې پرېښودو ؟
خير ګرانه زه هم سبا له خيره سره ځم او هلته بيا د انټرنيټ اسانتيا نه لرم تر کومه وخته چې بيا حجرې ته راځم تاسو ټول زړه ته راتېر خواږه ملګري په لوی [color=cyan:c01920758b]الــــــــــــــــــــــــــــــلــــــــــــــــــــــــــــــــه [/color:c01920758b]سپارم
تربيا .
ستاسو له ډېرو غرونو او ګړنګونو نه پنا سقيم


رښتینی
01.01.2007

salamona aw akhtar mo mubark sha

aws leg pa aram sawam kho de ;ompeotar hal me staso pa makhki da
che kala da barabar kam bea ba sara gardwgo


Syed Shah SaqeeM
02.01.2007

Salamoona Malgaroo !
Nikmargha Loy Akher Aw Naway Kaal Mo Mubarak Sha Pa Tiira Bia Graana Esmay Jan , Hamid Jam Katwazii Jan Aw Shkala Khoor Ta
Hila Da Roogh Aw Joor Ba Yast .
Yaara Pa Compuetr Ki Mi Winows 98 Da Aw Pashto Ham Na Larii .
Diir Stonzman Day .
Kala Chi Bia Tar Khpal Computer Poori warasiizam Bia Ba Gooro

Staso Syed Shah SaqeeM


Syed Shah SaqeeM
04.01.2007

سلامونه
[color=cyan:099c5dc370]هريوغم به درنه لرکړم ,خوشحالۍ به درپه سرکړم
زه به دومر ه مينه درکړم چې دونيا به شي حيرانه
شاعريي نه پيژنم[/color:099c5dc370]
اوپه ماوس يي ليکم
ستاسو سقيم


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more