د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

ښکلا
13.12.2006

يو مې سوال جواب د قبر پۀ پښتو کړه
يو لحد پر کندهار درڅخه غواړم

( شاعر يې نه پېژنم )


رښتینی
13.12.2006

[color=white:3ff560be2b]موسم بدل دی ښايي تللي مارغان بېرته راشي
و خپل وطن ته د کډوالو کاروان بېرته راشي
(درويش درانى)[/color:3ff560be2b]
___________________
ښكلا خور او نورو ټولو ته سلام
ښكلا جانى هركلى درته شاعر يي نه دى مهم
دلته خو زيات وروڼه شاعران دى يو به يي را
وښيي ان شاءالله تعالى

په مينه


Syed Shah SaqeeM
13.12.2006

ګرانو، درنو او خوږو وروڼو د ژمي په دا ساړه موسم کې مي ګرم ګرم سلامونه ومنئ .
خاص بيا عصمت جان او حامد جان ته

يو پټ غلی احساس دی چې ارام مي نه پريږدي
په اور مي کړوي لکه چې خام مي نه پرېږدي
جرات مي زياتوي دومره په ځان يمه پوه سوی
غافل له حقه او غلام مي نه پرېږدي

ياره نور کوښښ وکړئ داسي شعرونه مه ليکئ چې په يا ختم وي ځکه د هغو شعرونو پيدا کول ستونزمن دي چې هغه په يا پيل وي که څه هم ما هم همداسي شعر ليکلی دی وبخښئ

سقيم مو


عصمت الله
13.12.2006

یو عاشق دګلونو دحورو په ښکار لاړ
او د جانان دکوره په توبه استغفار لاړ
( غـــنــی خان )
سید شاه سقیم وروره تاسو ته دی هم په خرورو سلامونه ورسیږې
له صمیم او حامد ورور سره .
سید شاه سقیم وروره دغه ستاسو په خوښه په ( ی يا) مې ونه لیکلو
اوس رامخته شه ما پسې

او بیا ښکلا خور ته ښه راغلاست وایم خدای مو هر وخت راوله
يو مې سوال جواب د قبر پۀ پښتو کړه
يو لحد پر کندهار درڅخه غواړم
ښکلا خور ې ۹۸ فیصده فکر کوم چې دا عبدالباری جهانی شعر ده

صمیم وروره ښه شول چې مکمل آدرس دې راکړو اوس به زه کوشش وکړم


Syed Shah SaqeeM
13.12.2006

سلامونه ! عصمت جان حامد جان او ګران صميم ګل ته .
عصمت جانه ! وايې چې يو سړي خپل زوی ته په بازار کې بوټونه را نيول . چې هر څومره دوکانو ته لاړ خو د زوی د پښو بوټونه يې وو نه موندل .
اخيريو دوکان ته لاړل هلته هم همدغه حال وو د زوی په پښو کې يې بوټونه تنګ وو .کله چې دوی غوښتل له دوکانه ووزي نو دوکاندار چې نور بوټونه يې نه لرل ورته وويل خير دی که بوټونه يې تنګ وي نو دا خولی دي غټه ورسره په سر کړي .
ياره باور وکړه چې هر څومره فکر مي وکړ داسي کوم بيت مي وو نه موند چې هغه دي په (ړ) شروع وي ځکه خوو که د (ړ) بيت نه وي دا لنډی يې په بدل کې در واخله ....

ړوند تر هغو کاواک روان وي
چې سر يې مات سي بيا به رو ږدي قدمونه

ستاسو سقيم


عصمت الله
13.12.2006

یاره سید شاه سقیم وروره که مو لیږ نور فکر کړي وه امکان یې درلوده چې په ړ
باندې مو شعر پیدا کړي وه .
خو خیر لنډۍ له شعر نه خوږې وی

هغه په ســـیرې ګریوانونو کې هم ښکلې ښکاری
چــــــا چـــې پـه غـــاړه روایـت دلـــــېــونــــو راوړي
( رحمت شاه سائل)

سقیم ورور دا خو بیا په يا ختم شو دا به څنګه شی؟
خیر پریږده حامد جان ورور ته یا صمیم ګل ته هر یو چې پرې وار دی اوله شو


رښتینی
14.12.2006

يه ! زمونږ زرينه خوبه ستړى يو لږ رايشه
ګوره درپسى مو په تڼاكو پښو تعبير روان
(كاروان)

_______________________
ټولو وروڼو او خويندوته دمينى سلامونه
او نيكى هيلى ډالۍ كوم

سقيم ورور ښه خبر كړى ده چى بايد د(ى) شعرونه كم
كړو خو عصمت الله جان خو يو داسى حرف (ړ) رامخته
کړ چى (ى) دسل ځله بلا وروګرځى (ټوكه)

ما له ډيرو هڅو وروسته د(ړ) شعر پيانه كړ ګورو به
كه صيم چيرته توره وكړه او د (ړ) شعر يي را پيدا كړ

په مينه


Syed Shah SaqeeM
14.12.2006

سلامونه اشنايانو !
هيله ده روغ او جوړ به ياست ياره حامد او عصمت جانه دا صميم جان سمه حاظري نه ورکوي له دې سره څه کول په کار دي ؟

[color=cyan:406c2c4e5b]نيمګړى هار يې په ګردونو باندې زوړ غوندې شو
ګوره هغه لا د لونګ په بهانه تللې ده

ماشومې هيلې مې د زړه ورپسې تل ژړېږي
د ارامانونو د سردار مې جنازه تللې ده
به قلم خود [/color:406c2c4e5b]

ستاسو له غرونو او ګړنګونو نه پنا سقيم


عصمت الله
14.12.2006

هسې هــــم ایرې یمــــــه د باد سره الــــوځم
سکور مې څله نیسې د زخمونو په سرونو
( خاطر افریدی)

له سلامونه روسته سید شاه سقیم وروره او حامد جانه ورور
دغه ده ما خو خپل حاظری ورکړه انشاه الله چې صمیم ورور به هم پیدا شی
دا یا سره خو زما له پخوا نه جوړه نه وه کوشش به وکړو چې یا کمه کړو


Syed Shah SaqeeM
14.12.2006

سلامونه عصمت جانه مننه چې کوښښ مو کړی له يا نه ځان ګوښه کړئ .

[color=cyan:86378e0041]وړې ! ګومان مې نه شي ستا خبرو ته مې پرېږدي
دا ستا د سپينو لېچو په مر مرو کې جادو
داستا د اننګو بوسه مې داسې لېونى کړي
کټ مټ لکه موادو مخدرو کې جادو
نجيب عامر [/color:86378e0041]

ستاسو له ډېرو غرونو او ګړنګونو نه پنا سقيم


Syed Shah SaqeeM
15.12.2006

سلامونه لکه چې وځنډېدی ځواب .
خير زه ورته ځواب وايم .

[color=cyan:ff3dacef86]وربل يې ماپه خوب کې پرېشان ليدلی دی .
قسمت مي ديارانو دغه شان ليدلی دی
تعبير يې کړی ما په ظالمانو به چپه سي
چپه کاکل مي خوب کې د جانان ليدلی دی
فکر کوم د الفت صاحب به وي [/color:ff3dacef86]

الوۍ دا خو بيا دا يې زوی مړې راغله بخښنه غواړم
ستاسو سقيم


Syed Shah SaqeeM
15.12.2006

ګرانو په يې مي موندلي بيتونه ختم سوي وو ځکه خو ورباندې ستاسو سر نه خوږوم

[color=red:14efe7a410]يوازې مونږ يو چې په خپل وجود باور نه لرو
نورو ته ګوره تر اسمانه خلك ورسېدل
نبيله غزل [/color:14efe7a410]


عصمت الله
15.12.2006

لــه ما ګــوښه دې لـه مـا ډیــر لــرې ودان دی خـلـک
زه تورې خاورې یم او ستوری د آسمان دی خـلـک
(درویش دراني )

خیر اوسی سید شاه سقیم وروره څومره ښکلی شعر مو انتخاب کړي ده
چې ما هم ورته په ډیره آسانی سره ځواب پیدا کړو.

سقیم وروره زه خو هر ورځ تقریباً پینځه بجې له کاره کور ته راځم .
تر څو چې اودس مونځ او ډوډۍ دا ضرورتونه خلاصیږې
شپږ بجې کیږې . شپږ چې کمپیوتر څخه راشم تر اوو نیمو یا تر اتو پوری
بیا دې ماخوستن یا مازخوستن نه پوهیږم چې څه قسم لیکل کیږې .
مونځ ته ودریږم له مونخ نه چې خلاص شم بیا زما نه کشر ورور مې په کمپیوتر یرغل وروړي وی بیا نو هغه ته نشم ویلا چې پاسه هلکه چې زما زړه ندی یخ شوی
خو بیا هم زه خوشحاله په دې یم چې زه خو ښه کټه ترې اخلم
او خفه مې ورورته یم چې هغه ولی ترې سالمه کټه نه اخلی
ښه ورته دوا وکړۍ چې خدای یې مستقیم یې لارې ته برابر کړی
کنه نور خو بیخی ښه هلک ده


Syed Shah SaqeeM
15.12.2006

ګران عصمت الله جانه په ګرمو سلامونو دي لمانځم
الله مو درته کشر ورور نيک او صالح کره او الله دي له مونږ سره ورته د نيکي هدايت وکړي . امــــــــــــــــــــــــــــــــــين

[color=cyan:f6110a1fa8] که دي سقيم شونډان په برخه کې را ورسېدل
بيا په کيسه کې د جنت نه د کوثر يم ګرانې !!!!
به قلم خود [/color:f6110a1fa8]

ياره لکه چې دا [color=cyan:f6110a1fa8]يې[/color:f6110a1fa8] زوی مرې هم شرم نه لري
ستاسو سقيم


عصمت الله
15.12.2006

یو عشق وو نوي نوي په خوږو نه مړیدو
څــه نـوې تمـاشـه وه په کـــتـو نه مــړیدو
( خاطر افریدی)

سلامونو ته مو والیکم وایم سقیم جانه ورور .
امین خدای پاک دې موږ ټول له بد عمال نه وساتې .
فکر کوم سقیمه ورور چې زه او ته پاتې شو دې میدان کې


رښتینی
16.12.2006

[color=white:4b27466fe3]وسلې چې زمونږ کلي ته راليږي د وژلو
د وينو سوداګر مو د سرو دی پوروړی
(نصرت)[/color:4b27466fe3]

____________
سلامونه مى درواخلى

په مينه


کټوازی
16.12.2006

ګرانو وروڼو دادې راورسېدم
پۀ سلامونو مو لمانځم ، سقيم جانه يار څنګه چل وکړم ناخلاصه يم !
خو خير پر [color=white:dca77e483a]ړې[/color:dca77e483a] داشعر درونيسئ :
[color=white:dca77e483a]ړوند وي هم کوڼ وي ،بې تعليمه وي هغه حنيفي
چې شاعر نه لري که غټ وي هغه قام زړګيه [/color:dca77e483a]

سيد وارث حنيفي (ننګرهار)


کټوازی
16.12.2006

حامد جانه ستا پرشعر هم سترګې نه پټوم :

[color=white:41f07992bd]يووخت وو چې زۀ هم ومه دښکلو دسر تاج
وختونه دي راځي خير که اوس بر وي دچالاس؟ [/color:41f07992bd]

محمدحسن حقيار (کابل)
_______________________
عصمت الله جان !
ستاسې ليک او ضميمه شوی فايل ترما پورې راورسېد مننه مو کوم ، خو اجازه راکړئ چې پروړمهال يې کښته کړم او خوند ورڅخه واخلم
بيام له تاسو څخه پۀ بيا بيا مننه


ښکلا
16.12.2006

سترګې دې ډکې شي چې وګورې دې حال ته زما ،
ساده آ شنا دغم دپاسه ولې غم راکوې؟
حمزه بابا
____________________
ټولو وروڼو ته سلامونه او نیکې هيلې
کمکۍ خور مو ښکلا


عصمت الله
16.12.2006

یو غــــــزل یم خــو باور مـــې دی کــــــــاروانه
چـــــــــې به سوولـــــــــو زړونو ته مـــرهــــم شم
پیر محمد کاروان
صمیمه وروره وایم سل اجازې دې څه لپاره مې درولیږه
خدای دې وکړی چې دا بل دې هم خوښ شی


Syed Shah SaqeeM
16.12.2006

ګرانو وروڼو عصمت جان حامد جان کټوازی جان او درنې خورکۍ ښکلا ته په ښکلا پټ سلامونه .
ماشاالله نن خو مو بيخي هجره ګرمه کړې ده بيا هم ماشاالله
الله دي وکړي داسي نور زلمي هم راسره برخه واخلي .
ياره زړه مي غواړي بيخي ډېري خبرې وکړم او هردويم بيت زه وليکم خو ملګري دومره فعاله ونډه نه اخلي تر څو ژرژر بيتونه وليکو او صميم جان ورور خو طوفان کړی دی د [color=cyan:a97ab9a7b1]ړې[/color:a97ab9a7b1] بيت يې پيدا کړی دی
هسي مي هم کټوازې زلميان ډېر خوښېږي او بيا چې داسي توره هم وکړي نو ماشاالله . خير

[color=cyan:a97ab9a7b1]مونږ سره لېري يو مونږ ډېرسره نږدې کړې خدايه
زماپه اوښکو د جانان سترګې لندې کړې خدايه
دروېش درانی[/color:a97ab9a7b1]

ستاسو له ډېرو غرونو او ګړنګونو نه پنا سقيم


رښتینی
16.12.2006

[color=indigo:3256c8d4b5]هيروه مى چى هركله درپه ياد شم
يادوم به دى ترڅو مى چى وس رسى
(مرحوم موسى شفيق )[/color:3256c8d4b5]

-----------------------------------------
ولا دا شعر به سم وى كه نه خو ماته داسى
ياد دى كه څه يي هم په اخر كى (ي)ده خو
داستاد مرحوم په خاطر يي بايد په ليمو ومنو

ګورى په نظر نه شئ !
نو زه به ددى موخى په
اساس څو ورځى ګښه شم

په مينه


عصمت الله
16.12.2006

یو بلبل به دی ګل نوم آخیستي نه و و
چې خبر وو چې ګل نه دي خار دي دا
(رحمان بابا)
او تاسو ټولو بیا سلامونه وړاندې کوم له لوستنکو سره

حامد ورور
سیدشاه سقسم ورور
صمیم جان ورور
او
ښکلا خور
خدای مو روغ لره له ډیر عمر سره


Syed Shah SaqeeM
17.12.2006

سلامونه اشنايانو هيله ده روغ او جوړ به ياست .
ياره حامد جانه ايله خو اوس دېرې يو څه ګرموالی وموند او تاسو بيا ورنه د تګ خبره وکړه ياره مه کوه داسي که نه نو په اصطلاح کفر رانه ويل کېږي . خير

[color=cyan:19b4b9e2e6]اخربه په لاس درشي رڼه توره لکه لمر
دستوروپه نېزو وهه تيارې دکفرستان
کاروان [/color:19b4b9e2e6]
ستاسو له ډېرو غرونو او ګړنګونو نه پنا سقيم


عصمت الله
17.12.2006

[quote:9ca91cdcdd="عصمت الله"]یو بلبل به دی ګل نوم آخیستي نه و و
چې خبر وو چې ګل نه دي خار دي دا
(رحمان بابا)
تاسو ټولو ته بیاپه مینه مینه سلامونه وړاندې کوم له لوستنکو سره

حامد ورور
سیدشاه سقسم ورور
صمیم جان ورور
او
ښکلا خور
خدای مو روغ لره له ډیر عمر سره[/quote:9ca91cdcdd]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more