د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

کټوازی
29.01.2007

وايي دنيا چې ابادېږي ولې؟
دايي جواب دی چې ورانېږي ولې

کار خو د سترګو وي له سترګو سره
سترګې له سترګو نه شرمېږي ولې!!؟

ستر حمزه بابا
_____________________
هاهاهاها يره خو حامد کاکا!
رښتيا هم چې د خندا خبره ده، خو لېوني چې څۀ وايي پخپله هم ورباندې نه پوهېږي [color=blue:f3006308b9]ښايي[/color:f3006308b9] دا ښکلی امتزاج د هغې ناخبرۍ له لمنې وي چې ستاسو پرطبيعي عمر يې سيوری کړی او زۀ يي اټکل نه شم کولای! که څرنګه؟


رښتینی
29.01.2007

يا هغه پښتانه نوروو داڅه نور سول
يا دخداي دي اوس دا هسي شان فرمان
خوشال خټک

-----------------------------
ياره صميم صيب زه چي دا مشترک توري (صيب) ګرد ورد درسره ګرځوم
لامل يي همدا نا خبري ده خو زه وايم چي دا انټرنيټي يارانه داسي مجهوله
بايد پريږدو که څنګه ؟؟

اخير دا مازديګر؛ سقيم ؛عصمت او پکتيس وروڼه ځه شول ؟؟؟؟

په مينه


مازدیګر
29.01.2007

نن دې وخت دی که مې اه وفریاداورې
څو چې خاورې نه دی هر اندام زما
رحمان بابا

سلامونه دی وی او په دی خواږه مجلس دی وی
او په هغو ټولو دی وی چه د ژوندی احساس خاوندان دی
دشعر په خوږه پسته او مینه ناکه ژبه پوهیږی 
صمیم ورورکیه رښتیا درته وایم دوست ته می داسی تلوسه وه او ده
چه بیانول یی ګران دی دا چی نه یو بریالی چی پیدایی کړو ...البته الله ته به منظوره نه  وی ممکن...  که نه ښرنه خو دومره پردی مخی 
نه ده چه (دوستان)هم نه پکی پیدا کیږی ...
حامد صیب مازدیګر خو دغه ده په ټاکلی محال حاضر ده خدای پاک
دی دا نور ملګری هم را پیدا کړی ...ښه صبا درته غواړم


رښتینی
29.01.2007

اوښکي په څه باندي کړم وچي خدايه څه لرم زه
لستوڼي شته خوپه لستوني کي لاس نه لرم زه
درويش

---------------------------
ټولوته سلامونه اونيکي هيلي


عصمت الله
29.01.2007

الله پاک مو مه خواره وه حامده ورور او صمیم جانه ورور له نورو یارانو سره
په تاسو دغه مشاعره څومره ښکلې ښکاری خدای پاک مو تل دغه شان حاضر لره
له مازدګری ورور سره
صمیم جانه ورور زه خو دی هغه بلې غاړې پښتنو ورور نو په ژبه په چوبیست ساعتو کې یو ځل کولای شم راشم نور خو زیاد وخت په کار کې یم

درواخلۍ دغه خوږ بیت

همګي بزرګواران چې څوک يې وایي
د هــــمـــه و بــــزرګـــوار دى رب ځــــــما
(رحمان بابا)


رښتینی
30.01.2007

اوښکي ددرويش به تنها ستا دپاره نه څاڅي
بله به هم څوک په دي غميو در شريکه وي
درويش

-----------------------------------
ټولوخوږوملګروته سلامونه
ياره عصمت الله جانه له دي (ي) نه مو خلاصون
ګران ده دازه نه وم چي چي ناري سوري به مي
وهلي خواوس يي بياهم راوړم راځئ ازاده يي کړو
که څنګه مو خوښه ده ؟؟؟


مازدیګر
30.01.2007

يا خو زه ورته نظر کولی نشم
يا خو دې ډير په ليمو کي زوروردې
خاطر


رښتینی
30.01.2007

يوسف هاله شه لايق دبادشاهي
چي يي وخوړي څپيړي دغضب
حميد

=================
سلامونه او نيکي هيلي


مازدیګر
30.01.2007

بيا يې وار په دا دنيا نشته رحمانه
په هر چا باندي چه تير شو وار دعمر
رحمان بابا

نيکي هيلی او ډير سلامونه


رښتینی
30.01.2007

راغلم جهان ځاي داوسيدونه و
کډه په زيړي مازديګر بيرته وړم
پسرلۍ

=========================
مازديګريه وروره لکه ماوتا يي چي سره پريښودلو ؟
خير ميدان به نه خوشۍ کوو ديارانوله غيرحاضري او
ياګانوسره به په نره مقابله کوو :) :)

په مينه


عصمت الله
30.01.2007

سلامونه بیا هم ټولو ته سلامونه له ښه صحت او خوشحاله ژوند سره
ښه خیر حامده ورور دې ( ی) یاګانو بندیز خلاص شو.
دغه زه هم له (ی) سره راغلم

ما ته حورې غلمان مه ځنډه بس دی
په والله که مې له تانه په چا کار شی
( غنی خان )

ورورنو بښنه غواړم زه کله کله غلطیږم .
کوم بیت مې که غلط لیکلی وی نو په بزرګواری مو وبښۍ
که چا راته سم کړو ډیر منندوي به یې یم


مازدیګر
31.01.2007

يو ځلې يې وران کړي ستا تصوير راله اشنا
هم هغسی زما هغه فکرونه نه جوړيږی
خاطر

سلامونه
حامد صيب دملګرو حال خو داده لکه 

(سائل) چه فرمايي
ته دژمی لمر شوی په اسمان کی ښکاره کيږی نه
سترګوته نظر شوی خو په سترګو ليدل کيږی نه

او له (سائل )نه مخکی به لا پښتنو پو هانو متل کاوه
چه اوبه له سره خړيږی نو پړه خو زماپه  رايي  
ټوله په صميم صيب وراوړي که نه يي منی دا نو بيله خبره ده
راغلو د (ی) موضوع ته نو تر څو چه دی د ورور حافضه له کاره نه ده غورزيدلي
تر هغی خو بی خوف و خطر په ميدان ولاړ اوسه
ستا سو خاطر راباندی ګران وو چه د(ی )بيتونه می نه ليکل که نه شکر دی پښتو
بډايه ده .....بريالی اوسۍ .


M Musa Pakteen
31.01.2007

يو وخت ؤ چي زه هم ومه دښکلو د سرتاج
وختونه دې تيريږي نن که بر دئ د چا لاس

...................
محمد حسن حقيار
.........................................
ګرانو وروڼو
سلامونه او نيکي هيلي هر يو ته په جداګانه ډول!
او حامد صيب دادی زه خو راغلم خدای دي کړي چې دا نور ياران هم راشي يعني کټوا زی صيب او خوستی صيب!


عصمت الله
31.01.2007

ستـــا په تــورکــــه په خــــنجــر قلــم قلـــم شم
آزاد ســــر یمــــه په خــــدای که ورته خـم شم
( پیر محمد کاروان )


رښتینی
31.01.2007

موږ يي غواړو اي حسينه ! دخپل وخت له جابرانو
دي چي ستا دپاکي ويني په يزيد پسي پور پاته
درويش

=================
ټولوته سلام اونيکي هيلي

په مينه


مازدیګر
01.02.2007

هغه يار مې هسې ناست دزړه په سر ده
لکه ايښې دچا ګل وي په دستار
رحمان بابا

په مينه----------------------------------


ښکلا
01.02.2007

راشه جنت مې شه جنت به دې شم
راشه ايمان مې شه ايمان به دې شم

پيرمحمد کاروان
________________
ټولو وروڼو ته سلامونه او نېکې هيلې


عصمت الله
01.02.2007

زه هم ټولو ته سلامونه وړاندې کوم سره له نیکو هیلو

منم په هـــر څه کې احــتياط مـنمه ***. خو يو په مينه کــــــې افــراط مـنمه

(پیــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــر محمد کــــــــــــــاروان )


رښتینی
05.02.2007

هغه درويش ترپايه ونه کړهګيله له وخته
په پټه خله يي دخپل تن زخمي څرمن ګنډله
درويش

___________________________________
ملګرو داسي بريښي چي مجلس مخ په سړيدو روان دي ؟


عبدالشکور جوا
07.02.2007

تولو ورونو ته د زره له کومی سلام وایم

پام چی تمنا دی بی نشی نه شی
لنډی مرحلی چی د اوږدی نه شی
عشقه پښیمانی په میو مستی کړه
پام کوه چی جوړی تر توبی نه شی

حمزه بابا


عبدالشکور جوا
07.02.2007

ددی شعر جواب له تاسو سخه غوارمه

ستا په لار کی د پل نخه جوریدمه تلمه تلمه
جاروتل می ناممکن وه ورانیدمه تلمه تلمه

لکه اوخکه ناقراره دلمر مخی په حسرت کی
د فنا په لور روانه سسیدمه تلمه تلمه

حوادث که شو رامخ لکه بی واره تندرونه
دفنا په لور روانه سسیدمه تلمه تلمه
حمزه بابا :x


مازدیګر
08.02.2007

هر کلام چې بي دتا له ياده وکړم
سل توبی دی په هغه کلام زما
رحمان بابا

عبدالشکور جوا وروره ستړی مشی
دبيت بازی بانډار ته ښه راغلی ورورکيه ددی مقابلي
څو اسان شرايط دی او لمړی يي داده چه پورتنی بیت
چه په کوم حرف ختم شوی وی ستاسی بیت بايد
په هغه حرف شروع شوي وی دلا زیاتو تفصيلاتو لپاره
ددي بانډار په اوله پاڼه کی ددی مقابلی دبنيادګذار
ښاغلی صمیم کټوازی صيب لار ښونی کتلای شی
هیله ده راسره اوسۍ
له ګډون نه مو مننه 


Syed Shah SaqeeM
13.02.2007

سلامونه ملګرو هيله ده روغ او جوړ به ياست .
[color=cyan:962534729e]الهي دمحبت سوز او ګداز را
په دا اور کې د سهي سمندر ساز را
حميدبابا[/color:962534729e]
په مينه ستاسو ورک سقيم


کټوازی
18.02.2007

اوس د هجرې مجلس ته هم د شپې ياران نه راځي
پر لاره تلو داسې ويل يوۀ لېوني مساپر
________
طاهر بونيری
________
سقيم جانه!
سلامونه او نېک هيلې
داپاس شعر که څۀ هم چې مخکې هم ليکل شوی وو خو د يارانو د غيرحاضرۍ د موقعې پۀ مناسبت مې يي د تکرار ضرورت بيا موند!


عبدالشکور جوا
21.02.2007

ای ساقی زمونږ مستی به یی پښیمان کړی
لومړی شیخ ته شراب ورکړه میخوار پریږده
واخله ومی کړه توبه درله د میو
ای واعظه لږ می کیف ته اوزگار پریږده
ای حمزه چی سری کار دی شو له عشقه
راشه بس کړه ددنیا کاروبار پریږده


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more