وطن پال او نور ګټور شعرونه
س افغان
21.03.2011
ی
یو یی غټ بولی هغه بل ورته وړوکی وایی
.................................خيټه یی غټه خو ککره یی وړه ده ډیره
دده له کوره هغه وخت خیروخیرات راوځی
................................چی تناره کی څڅیدلی تری پیړه ده ډیره
کوټه توده تشناب تود دی تنور تود وی مدام
..................................هر څه تاوده دی د ګدا برخه سړه ده ډیره
په یوه سوی ډوډۍ خدای نه جنتونه غواړی
..................................دده سره د اخرت سودا وړه ده ډیره
ه
هیښ
22.03.2011
سلامونه
ته چې هسې ګاه ئې ترش ګاه ئې خندان
له عاشق سره کینه کړې که احسان
[color=red:43ca6776a5]ه[/color:43ca6776a5]غه شونډې چې خوږې دي ترشکرو
له ښکنځلو ئې عار نه کا عاشقا[color=blue:43ca6776a5]ن[/color:43ca6776a5]
عبدالرحمن بابا
مننه
س افغان
23.03.2011
ن:
نور د عدل انصاف ځای شو چیرته پاتی
چی غمخور په ظلم و زور راغی خونخورشو
و:.
عنوان
tandar
24.03.2011
[color=red:7de0b67f93]و[/color:7de0b67f93]يښ يم که ويده يم دود مې خيژې له ګوګله
..................................ورک شو محبت سوداګيرې شوه يو تر بل[color=cyan:7de0b67f93]ه[/color:7de0b67f93]
ملنګ جان ملنګ٠
س افغان
24.03.2011
ه
هیواد ته مخه چی د طوفان شي.....ښارونه،کلی،کورونه وران شي
سره شي په وینو ډیر میدانونه......یوه سړي نه جوړ قهــرمان شي
دګل پاچا الفت صیب له اشعارو څخه
ي
عنوان
tandar
27.03.2011
هسې خوارې راپسې مه کړه
.........................دانځر ګل يم په لاس نه درځم مينه :roll:
پښتون یار
31.03.2011
هسي یادیې همیشه مدام زما
چي اورادیې په هرصبح شام زما
هرکلام چي بې دستا له یاده وکړم
سل توبي دي په هغه کلام زما
ننګ نام که ستا په مینه له مادرومي
زارشه ستا تر میني ننګ ونام زما
چي قائم شوم په مقام دعاشقۍ
هیرشو دلته واړه بل مقام زما
څو دعشق په خم خانه مي داخل نکړ
پخته نه شو دغه عقل خام زما
ن
ن دې وخت دئ که مې آه وفریاد اورې
څوچي خاوري نه دي هراندام زما
هزار جا م دصراحي دي فلک مات کړل
څو به ګرځي په دادور جام زما
زه رحمان به دانا کام کوم تر کومه
وایه کله به حاصل کړي کام زما
عنوان
tandar
31.03.2011
[color=red:d2b701d155]ا[/color:d2b701d155]دې راته غږ وکړه ،که دمور خوښې دې غواړې
..............................Mama ,Papa نه مې زړه تور دی ،ده دکافر ژب[color=darkblue:d2b701d155]ه[/color:d2b701d155]
پښتون یار
03.04.2011
هله ژر کوه جانانه ساه مې لاړه
په سلګوسلګو کې راکړه راته غاړه
په سرو شونډو دې شروع سوره یاسین که
ځما د پاره بښنه د رب نه غواړه
چې روښانه مخ د خدای حضور ته لاړشم
په کفن مې یو سو اوښکې توی که ژاړه
جفاګانې به دې ټولې در ته معاف کړم
چې دا یو نیکی دې وی راته یاده
عنوان
tandar
03.04.2011
[color=red:d37940676f]ه[/color:d37940676f]وسې چه پيداکيږې کلې اوکور کې
ليونيه څله پسې ګرځې بيابان کې ؟
روانې ډلې ډلې ګودر ته مازديګر کې
سره منګې په سر،شربتونه ې لبان کې
په مکه کې دوعا د١٤ کلنې راته کاندې
دتندر په ٨٠ کې پوره دغه ارمان ک[color=darkblue:d37940676f]ې[/color:d37940676f] :roll:
په مکه کې مې مطلب دګران ورور وهاج صيب څخه دې٠
مننه
پښتون یار
04.04.2011
واه واه تندرصاحب مونږ به هم دعا درته کوو چې آرمان دې پوره شی که څنګه
یو افغان یم بل مسلمان یم بل پشتون یم
ستا په مینه لولپه یمه مجنون یم
خدای دې نکړی چې زه به بې وفا کیږم
د خپل ځانه بې اختیاره یم مفتون یم[color=red:d5fcb154d2][/color:d5fcb154d2][color=blue:d5fcb154d2][/color:d5fcb154d2]
عنوان
tandar
04.04.2011
مادرته ويل پوره به ې نکړې
............................ديارانې خبرې ګرانې دې مينه :roll:
تربيا٠
Kamil
05.04.2011
هسی مه وايه چی زه يم په جهان کې
پيدا کړی الله سردپاسه سردی[color=red:08280a64b4][/color:08280a64b4]
پښتون یار
06.04.2011
یا لاس د مینې راکړه چې منزل ته ورسیږم
یا مې داسې لیونی کړه چې ځنګل ته ورسیږم
نه سه وینمه په سترګو نه سه اورم په غوږونو
کله کله چې په خیال کې ستا اوربل ته ورسیږم
پوښتنه: د [سه] لفظ په س راځی که په څ؟
[color=red:1b7d9c556b][/color:1b7d9c556b]
Kamil
06.04.2011
مه خانده ظالمه كړپهار دزولنو ته مى
ګوره نتيجه كى اخركار دزولنو ته مى
خيزكړه نبي خيله په مورجل باندى وردانګه
زركړه ملتفت كافرپيكاردزولنو ته مى
او(سه) به څ ليكل كيږي. (څه)
اړم
08.04.2011
يو رقيب به د رقيب لپاره ګورم
کله کله په ازغو باندی ازغي خلک اوباسي
پوره(کامل) څه مطلب؟؟؟؟؟
Kamil
08.04.2011
یاران لري زرګونه ،د هر چا سره ساز باز کا
په قول په وعده ځکه تېر بېر دي ښایسته
ځواني لاړه خوشحاله ! راوړه زر ،که عاشقي کړې
یا زر دي یا ځواني چې ورته زېر دي ښایسته
خوشحال خان خټك
هیښ
09.04.2011
سلامونه
هغه ګودر،هغه دخیال مازدیګرئ نشته
حیران ولاړیم په ګوګل کې مې زړګئ نشته
چې موسیده ورته له ورایه دغزل ملکه
لخته ځواني،شرنګ دبنګړو،دخیال منګئ نشته
دهغې پیغلې داحساس کړیکې مې زړه لړزوي
چې ټیک ئې مات دئ دچارګل ئې یوغمئ نشته
ما شرفیار یې په څنګل خوب دجنت لیدلئ
ښکلا ښکلا ده په جانان کې مې کمئ نشته
خان محمد شرفیار
مننه
پښتون یار
10.04.2011
هوښیار مه ګڼه هوښیار ددې دنیا
بې وقوف دئ وقوفدار ددې دنیا
Kamil
11.04.2011
[color=red:4abc5e1072]ه[/color:4abc5e1072]م قاتلان هم مقتولان زما د کلي خلک
د ځان په ظلم مظلومان زما د کلي خلک
خپله ګوزار کوي په ځان زما د کلي خلک
دا لېوني دي په قران زما د کلي خلک
دښمن یې هېر دی، یا خپل ورور په پردو کاڼو ولي
او یا په سر باندې اسمان زما د کلي خلک
اوس دې مرام نه لري، اوس دې هېڅ ارمان نه لري
خو بیا به وکاندي ارمان زما د کلي خلک
تر ټولو مخکې مې اوس دا خلک په کاڼو ولي
زما دوستان، زما یاران، زما د کلي خل[color=red:4abc5e1072]ک [/color:4abc5e1072]
نصرت الهام
پښتون یار
12.04.2011
که ميرويس دی که اکبر که مسجدي دی
هره توره، هر ميدان او تورزن زما دی
Kamil
13.04.2011
[color=red:5ca82aeea2]ي[/color:5ca82aeea2]و کال به نور هم درته تير کړم
زيارت خو نه يې چې جنډې به د تړم[color=red:5ca82aeea2]ه[/color:5ca82aeea2]
۰
13.04.2011
هرڅه اوره هرڅه ګوره زما وروره
...........................هرڅه مکوه هرڅه مه وایه ګوره
پښتون یار
14.04.2011
هرې توبې سره بې شمېره پيمانې ماتوي
نه ماتوي خپل ازلي غوندې سو ګند لېوني
Kamil
14.04.2011
[color=red:d57f6f3d55]ي[/color:d57f6f3d55]ارموپه خواه کې وي پریشان ولې یو
دخپله ځانه ورک حیران ولې یو
مونږ خو هیڅ بد چاسره ندي کړي
په تهمت رنګ د افغانان ولې یو
د یو کفن مو تیار کړی نه وي
د بل وژلو په ارمان ولې یو
یومو کتاب یو مو وطن د ټولو
دمونږ په خپلو کې سره وران ولې یو
همدرده خداي خبر چی ولې داسې
داسر ببر څیرې ګریوان ولې ی[color=red:d57f6f3d55]و[/color:d57f6f3d55]
[color=orange:d57f6f3d55]عبدالولي همدرد[/color:d57f6f3d55]