د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

رښتینی
21.05.2009

هيښ صيب ,محترم وهاج او سقيم صيب ستړي مشئ !

سقيم صيب ستاسو ځواب دكاروان په دي شعر پروت دي :

ښځه

سړي دخـــــــــــــــــدای په جنتــــونوکې چــکروهـــــــلو
دشيـــــــــــدوشاتــــــــواوخوشبـــــــــــــــــوشرابـــــــــــــــو
څـــــه عجيبـــــــه غــــــــــــوندې ويالې بهيــــــــــــــــــدې
ديوې رنګينې ديوې نه تشريح کيـــدونــــــکې نشې

شېبې شېبې نڅيـــــدې
ګلــــــــــــــونه ډېرووګـــــــډيــــــــدل به دعــــــدن په هوا
په هرشبنــــــــم کې به راټــوله وه دټولوکايناتوښکلا
دهرې پاڼې لـــــــــه وږمــــــــــــــــوسره نغمې وريـــــدې
دبلبلکــــــــــــــولــــــــه بڼکـــــــــــوزمزمې وريـــــــــــــدې
[color=blue:3ad133c16b]لکـــــه وي تار دمرغـــــــــــلروپه امېــــــــــــل کې روان
سړی دداسې لذتونــــــــــو په يـــــــوه سېـــل کې روان[/color:3ad133c16b]
دابدي ښـــــــــکلا مېلمــــــــــــــه و دعشـــــــق بريدنه و
يوويښتـــــــه ګواښ په مقــــــــــــابل کې دتوحيدنه و
ورته وواېښي په تعظيـــــــم او په سجـــــــــدوسرونه
دخــــــــــدای دمينې مقـــــــــدســـــــوپرښتـــــــوسرونه
خــــــــودسړي په زړه کې خـــدازده ولې څړيکه راتله
دانرۍ ليکـــــــه پسې ورو ورو غځيـــــــــــده غځيده
چې دسړي ترټولــــــــــــــــومراندوپـــــــورې ورسيــده
درنګين خــــــــــوب يـــــــوه کېږدۍ پرسر ورپېــــــــده
دجنت غېږه لکـــــــــــــه ټال پـــــــه سړي وزنـــــــــګېده
دپرښتــــــــــــوپه دې وطن کې سړی خــــــــــوب يووړ
په جنتـــــــــــونو کې فــــــطرت دسړيتـــــــــــوب يووړ
بس يوناڅـــــــــاپه يوې څپې دمينتـــــــــــــــوب يووړ
خوچې راويښ شويوه ښځــــــه يې په خواکې ناسته
ورته موســـــــــکۍ په مينه مينه په ښکلاکې ناسته
دسړي مخ په اوښکولوندپه خوله موسکا ناسته وه
ورسره جوختــــــــه چې دخپـــل زړګي درزاناسته وه


watanmal
24.05.2009

ورسته له سلامونو

د حامد صيب شعر د ه په تورى خلاص شوى نو دادى زه به د رحمان بابا د شعر يو بيت وليكم

هغه ناوى چه په ځان ښايسته نه وي
څوك به يي څه كاندي ښايست د مور او نيا

============
اوس مى ورته پام شو ، هيښ صيب تاسى خو سقيم صيب ته د ګډوډى په وجه سزا مقرره كړه خو
د حامد صيب سره به څه كوو ، ځكه ستاسى شعر د ي په تورى خلاص شوى او حامد صيب
د س له تورى پيل كړى.

په مينه
وطنمل


رښتینی
24.05.2009

ښاغلی وطنمل که تاسو لیږ ځیر شﺉ نو خپلی تیروتنی ته به متوجه شﺉ
دلته اصلا دځواب له پاره په غزل کی رنګول شوی بیت وی ټوله غزل یا
شعر له ځواب سره اړیکه نلری بلکی هغه لکه چی وایی طردا للباب راوړل
شوی وی او تاسو چی دی ټکی ته نه یی ځیر شوی نو نو بی ادبی دی معاف
وی ځواب مو هم سم نده ځکه زما شعرپه ن سره پای ته رسیدلی
خو خیر ګومان کوم ګناه به نلری ستاپه الف مختوم ته ځواب را وړم

غزل

لكه مرهم چي څنګه څړيكي له پرهاره باسي

داسي به دوى هم ظالمان له خپله ښاره باسي

ستا روڼ تندى او ستا روښانه اننګي يې بس دي

له خپله كوره ستا مين هره هينداره باسي

د جانان سترګي برابرې شوې زما پر سترګو

په داسي حال كي خو له زړه سره زړه لاره باسي

تور زړي بخت ته دي نو خداى دومره وس نه وركوي

چي ما به ستا د سپينو لېچو له حصاره باسي

[color=darkred:5bedf34971]اوس خو دروېش د نورو خلكو سره زخمونه ګنډي

د خپل زړه غشى به بيا چرته پر قراره باسي[/color:5bedf34971]


و.افغان
25.05.2009

.
.
[color=cyan:cdc49ae000]==================يا به دې زه سيال کړمه وطنه د جـــــــــــــــــــــهان
==================يا به ستا په پښو کې تورې خاورې کړمه ځان[/color:cdc49ae000]
==================ځــان بــه دړې وړې کــــړم خو تا به کــــــړم ودان
==================نر يمه، پښــــــــــتون يم تاته يادې افسانې زما

==================ای زما وطنه

په درنښت


رښتینی
26.05.2009

دوهاج صیب شعر په الف پای ته رسیدلی او دا هم د مرحوم
مولانا غبد الغفار بریالی (دمتوکل صیب پلار) غزل

دادی خط سو راوزرغون پر زنخدان
که شپه وختل په غېږ کې داسمان
[color=black:afd3e89f77]ادم خورې سترګې پټې کړه په زلفو
په ځنګله کې مناسب دي شنه زمريان[/color:afd3e89f77]
شنه خالونه دې دمخ په صفايۍ کې
لکه بند سي په ښيښه کې لړمان
خط دزنې دې دزلفو ترجمې دي
دغه متن دغه شرحه دابيان
بريالى اوستا رخسار سره پوهيږي
دا کاغذ او دا قلمدي شاهدان


هیښ
26.05.2009

سلامونه
واه واه ،الله پاک مو دزړه قوت او دفکر وسعت نصیب کړه .
حبیب الله زړه سواند شینواری وائي:

[color=blue:b6cd92f512]شــــــــــمـــــــــــــــــــــله
نن مې غمو ته فکر وړئ یمــــــــه
دزړه زخمو ته فکر وړئ یمـــــــــه
چې په کې نه وي کوڅې بدې ښکاري
بس لیونو ته فکر وړئ یمـــــــــه
سکڼي ماښام کې ددې خړو دښتو
اوږدو مزلو ته فکر وړئ یمــــــــه
ترخه لګیږي په اغیارو بانــــــدې
خوږې پښتو ته فکر وړئ یمـــــــه
ژوبله احساسه نیمو شپوکې مې اوس
خپلو شعرو ته فکر وړئ یمــــــــه
شمله یې ټیټه حادثوته نه شــــــوه
دې پښتنوته فکر وړئ یمـــــــــه
جنون خو څیرې کړ ګریوان دعقل
دغو وختوته فکر وړئ یمـــــــــه[/color:b6cd92f512]

مننه


رښتینی
27.05.2009

ښایی د درویش ځینی شعرونه تکرار هم وی خو زما په اند
دد رویش شعرونه په تکرار سره هم خوند له لاسه نه ورکوی

نو ښاغلی هیښ ستاسو دځواب له پاره د
درویش صیب دا غزل درواخله !

[color=blue:25c8ecd95c]هغوى د مځكي پر مخ باندي هديره نه لري

له دې جهانه د وتلو دروازه نه لري[/color:25c8ecd95c]

كه يې له مخه يو طرف ته شوې نه هېر به دي كړي

زما جانان لکه هنداره حافظه نه لري

ته په لستوڼي كي خپل لاس له خلكو لري ساته

ما اورېدلي دي چي دغه مار هوده نه لري

ما ته دنيا د غم يو داسي سمندر ښكاريږي

چي ګردابونه پكي ډېر دي، كناره نه لري

دروېشه تا يو داسي كلي ته پناه راوړله

چي خان يې توره او جمات يې مناره نه لري


شفق
30.05.2009

شاعرانو ماماګانو لكه چه هير شوي مو دي چه د موضوع سر ليك بيت بازي ده
تاسي يو بل ته شعرونه ليكي او كه دي پوره پوره شعر ليكلو ته بيت بازي وايي؟

خير حامد صاحب خپل بيت په == ي == ختم كړي

يا د ليچو زور په كار دى يا د زرو
خوار هغه شو چې په دواړو وي كمزوري


شبيراحمد
30.05.2009

ټولوګډونوالوته په ټوله مينه
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
اومحترم شفق صيب ته ځانګړي سلامونه اونېکي هيلي
ګرانه په پورتنيوماماګانودي اعتراض په ځاي دی زه هم درسره په سلوکي درې سوه موافق يم
خو[size=18:6689887fe9][/size:6689887fe9]
که ته هم دې خپل شعرته پام وکړې نوترماماګانودي غټه غلطي پکي کړي ده
هغه داچې زمونږپه افغانستان کي ټول قومونه دښځي دلاسونوهغه برخه چې بنګړي پکي اچوي د(لېچو)په نامه يادوي اودزلمودلاسونويادي شوي برخي ته مړوندونه وايي نوڅرنګه چې دپېغلوپه لاسونوکي زلمي ته په کتوزورکم وي نوله دې وجي بايدپه شعرکي هم دلېچوپه ځای مړوندوکارول شي
که پورتنيوخپلي تېروتني ته پام نه دي کړی تاسوهم چندياني توجه نده کړي

خوخيرپه هم صورت ستاسوشعرپه (ي)ختم شوی اوزه به يې په (ي)پيل کړم

يوه آخيري ګناه کوم نوبياتوبه وباسم
دشونډوتنده ماتوم نوبياتوبه وباس
مونږه دزړونوجواري چېرته ګټلي نده
يوآخېري داؤلګوم نوبياتوبه وباسم

شاعربه يې خدای خبرچې څوک وي


رښتینی
30.05.2009

ټولو یارانو او ښاغلی شفق او شبیراحمد ته دزړه له کومی سلامونه او نیکی هیلی !
ښاغلی شفق ! ستاسو خبر تردی ځایه درسره منم چی په بیت لوبه یابیت بازی کی
یویو بیت راوړل کیږی او که څو مخه بیرته وګوری نو موږ هم په دی اصل
برابر روان وو خو یوڅه موده مخکی دا بدعت ! ما راپیل کړ چی پوره غزل
راخیستل می پیل کړل اوو داځکه چی دلته زیات بیتونه داسی راځی چی په ی
سره پیل شوی وی
او له دی سره بیا بله ستونزه دا وی چی کله کله یو بیت له شاومخته بیتونو پرته
تقریبا یاخو بی مطلبه او یابیخونده وی نو دلته سړۍ پوره غزل راوړلو ته اړ شی
او ددی له پاره چی دبیت لوبی موشم نه وی خراب شوی نو مطلوب اوځوابی بیت
رنګول شوی وی

اوس دشبیر صیب ځواب ته راځم :

[color=yellow:7e19cad912]منزل ليري، لاره ورانه زه هم ستړى ته هم ستړى

څه دي خوښه ده ارمانه زه هم ستړى ته هم ستړى[/color:7e19cad912]

نه مي ته شې هېرولاى، نه زما له خياله وزې

ځه پخلا به شو جانانه زه هم ستړى ته هم ستړى

ځغلوې كه مي هر څومره ته به هم راسره ګرځې

قدم ونيسه اسمانه زه هم ستړى ته هم ستړى

د وفا په ورانو لارو بيا سفر غواړې زړګيه؟

دا خبره به شي ورانه زه هم ستړى ته هم ستړى

دروېش وايي ښه به دا وي چي په ځاي سره پرېږدو

اې د سرو لمبو توپانه زه هم ستړى ته هم ستړى

درویش درانی


watanmal
08.06.2009

ورسته له سلامونو

حامد جانه داسى ښكارى چى ياران ستړى شوى او دمه كوى ، خير زه به بيا پيل وكړم ګوندى
د كوم يو ستړيا ختمه شوى وى او سر راپورته كړى يو بيت ووايى:

حامد جانه ستاسى بيت د - ي - په تورى ختم شوى.

[color=white:6eb1fb07c7]يار که يار ته حال په خوله نه وايي څه شو
داحکيم ته پټ څرګند وي له مزاجه [/color:6eb1fb07c7]
--------------------------------- عبدالرحمن بابا

====
====
====

په مينه
وطنمل


شبيراحمد
09.06.2009

ټولوګډون کونکوته په ټوله مينه

سلامونه اونېکي هيلي

اوښاغلي وطنمل صېب ته هم سلامونه
خدای دې ژوندی لري چې ياران راتشويقوي

بهرحال دوطنمل صېب شعرپه ( ه ) ختم شوی
چې دادی زه به يې له ( ه ) پیل کړم

هريوغم ګورئ ملګروله سينې ځي
نه ځي نه ځي دعشق غم په پيمانې ځي

رنځوران كله دمينې ارام مومي
ځكه اوښكې يې له سترګونه چينې ځي
دمجنون چاپه ژوندون قد رونه كړ
پس له مرګه به ترخدايه سترګې سرې ځي
پس له مرګه مي په قبرګلان شنه كړئ
چې يې بوى زماديارتراشيانې ځي
له ادمه تردې دمه دادستوردى
هرمين په غم ككړ له زمانې ځي

زيارمل وردګ

له افغان ادبي بهيرڅخه

ستاسوشبير


Syed Shah SaqeeM
29.06.2009

درنو ملګرو له پوره ډېېېېېېېېېېېېېېېېېېېېېېر ځنډ وروسته دادى بيا په همدغه لار را سيخ شوم .

خداى دي وکړي هغه ياران چې تللي دي بېرته به راشي . حامد صاحب ، وطنمل صاحب ، شبير احمد جانان ، هېښ او نور ملګري يادووم .

شعر بيا په ( ي ) سرخوړلې تمام شوى دى .

ياطالب ،يابه عسکر شي سربه وخوري
د دې کونډې خوارکۍ زوې هم زلمى شو
د چا سترګو ته کتل پکې حرام شول
زندګي هم يو بې خونده شانتې شى شو
ارشاد رغاند

ستاسو د راتګ په هيله .
کنې زه هم لا يوه وه يا درې ځله نور راځم که نه واست بيا نو ..
رفتيم ديګه باماني خودا


و.افغان
07.07.2009

سقيم صاحب:
حوصله به دومره ژر نه بايلئ، ملګري کيداي شي څه آخوا او څه ديخوا مصروف وي،
څرک به يي ضرور ولګيږي.

ستاسو شعر په واو ختم شوي وو، او زه به دای دخوږ ژبي انقلابي شاعر ملنګ يو
څو خواږه شعرونه در ډالۍ کړم:

ورځ مې شوه په انتظار شپه په سودا
ورځ کی هغه ژړوي مې شپه کې دا
لږ خو وخت د کرارۍ زما معلوم کړه
دا خو نه کيږي چې تل تر تل ژړا
ستا په خوښه که ژړيږم یارې خير دی
مګر نه د رقيبانو په سلا
ستا په ور کی چی غماز تور مخ ښکاره شي
لکه څوک چې په مسجد ويني ترسا
ستا په سر باندې ما کور ور کلی پريښود
د مجنون په شانې ګرځم په صحرا
ستا په سر باندې ما ټول اقربا پريښول
يه کمبخته مآوره ته د اقربا
ياره زه ملنګ جان ستا مينې احتياج کړم
ګڼه ما کله احتياج کاوه د چا

دنوميالي شاعر ملنګ جان له خوږو تعبيرونو څخه.

په درنښت


شبيراحمد
08.07.2009

ټولوګډونوالوته په ټوله مينه
السلام عليکم
اوښاغلي سقيم صېب ته په ځانګړي مينه کي نغښتي سلامونه

ورورجانه که دومره زردي حوصله بايلله نوګومان نه کوم چې دابيت بازي دي نوره په مخ ولاړه شي
حوصله ټينګه ساته اودلته هره ورځ سرراښکاره کوه دادی ستادشعرځواب به هم درکړم چې ښه پسي خوشحاله شې اګرکه ساپي هم ستاسوځواب درکړی
خوخيردادی ځواب دي درواخله
وايي تيږه چې په خپل ځای وي درنه وي
اوپه خپل بوټي کي ګل ښه معلومېږي
له ټپي ټپي ښکلابه يې څه وايم
ټول جهان ته مي کابل ښه معلومېږي
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

اودساپي صېب ليکلی شعرپه الف ختم شوی
زه به يې دادی له الفه پيل کړم

آې چې نه پکي جلال اونه جمال شته
داسي مينه کي ثواب نشته وبال شته
کاسه پاکوته يې بياکړې ماتي جوړي
دې بدرنګوکي لاهغه زوړکلال شته
محلونه دي سل زره ترېنه ځارشي
زماکلي کي همدغه سترکمال شته

په مينه


سلام

Syed Shah SaqeeM
12.07.2009

سلامونه
درنو ملګرو وهاج ساپی صاحب او شبير احمد جانه
دا دی بيا راغلم .

شبير احمد وروره ! شعر مو په ( ه ) ختم شوی دی .

دا دی دا هم واوره .

[color=cyan:e1bf694980]هسې په خوله وايم چې ښه تېرېږي
بغير له تا وختونه نه تېرېږي
کله چې ستا خواږه یادونه راشي
هغه وختونه ليږ خواږه تېرېږي
ستا د خندا د خوشحالۍ ورځې دي
غمونه ټول زما په زړه تېرېږي .[/color:e1bf694980]

تر بيا


عصمت الله
12.07.2009

سلامونه سلامونه دبیت بازی ټولو کډون کونکو ته او لوستونکو وړاندې کوم
هیله ده چې ټول سره روغ او خوشاله اوسی دغه ده زه هم روسته له ډیر وخت بعد راغلم که ستاسو خوښه وی زه به هم کله کله یو نیم بیت لیکم
خو کورم به چې که د بیت په اخر کی (ی) وه نو ر ځان به لرې ساتم اوکه چا یا په بل ټکې واړوله بیا زه هم یو بیت لیکم .
خو اوس چې کورم بیا (ی) شته دغه ی ته به زه له کومه شعر پیدا کوم
مجبوره چې تکراری بیت ولیکم
یو عشق وه نوی نوی په خوږو نه مړیدو
څه نه وی تــماشـــه وه په لیدو نه مړیدو
خاطر
تول شعر مې په یاد ندی پاتی که غلط نشم دا روستي بیت داسی ده
خاطر په زړه بیمار ده لیږ پوښتنې له راشه
چــې پخــوا به د یـو بــل پـه راتـلـو نه مړیدو


هیښ
13.07.2009

سلامونه

ټولو ته دخوښۍ او نیکمرغۍ ژوند غواړم.
ماشاءالله لوبه ښه روانه ده .
دښاغلي عصمت الله ورور بیت په (و)ختم شوئ نو د (و) په توري به لوبې ته دوام ورکړو.

[color=darkblue:ff3c68f4d1]وینې دزړه مې دماتم پر تندی
شي به سپرغۍ بس دستم پر تندی
له سترګو توی شوې چې غزل مې لیکه
اوښکې پرتې دي دقلم پر تندی
چې داغیار په خولې دې مات کړ راته
څله مې ږدې اوس نو ملهم پر تندی[/color:ff3c68f4d1]حبیب الله زړه سواند شینواری

مننه


هیښ
13.07.2009

سلامونه
ټولو ته دخوښۍ او نیکمرغۍ ژوند غواړم.
ماشاءالله لوبه ښه روانه ده .
دښاغلي عصمت الله ورور بیت په (و)ختم شوئ نو د (و) په توري به لوبې ته دوام ورکړو.

[color=darkblue:490c6219d7]وینې دزړه مې دماتم پر تندی
شي به سپرغۍ بس دستم پر تندی
له سترګو توی شوې چې غزل مې لیکه
اوښکې پرتې دي دقلم پر تندی
چې داغیار په خولې دې مات کړ راته
څله مې ږدې اوس نو ملهم پر تندی[/color:490c6219d7]

حبیب الله زړه سواند شینواری

مننه


Syed Shah SaqeeM
16.07.2009

سلامونه یارانو !
یار دغه يي سرخوړلې هیڅ شرم نه لري .
په هرص ورت ګوزاره به کووم .

یو اس او یوه تېره توره تیاره ولره
زما دا یوه خبره یاده یاره ! ولره .
دروېش درانی .

شعر مې یې هم سم په یاد نه دی .


رښتینی
16.07.2009

سقیم صیب ستړۍ مشی !

دا دی سرخوړلی چاره به تاسو شاعران کوئ او په دانورو
کی به موږ دشاعرانو یاران مرسته درسره کوواوس نو دهــ
وارده :

هر كاڼى په وينو باندي سور دى اوس مينځل غواړي

شه زياتي راكوز د آس له زينـــــــه تـــــــــوره ماتـــــه كړه

درويش


هيواد دوست
16.07.2009

جادوګرې زړه مې واخله
په بدل کې ښکلا را کړه

ها چې زه ورپسې ګرځم
هغه ورکه مانا را کړه

اصلي ځوابي بيت دغه ښکتنۍ دی ، هغه پورتنۍ دضميمي لپاره راوړل سوې .

په مينه


رښتینی
16.07.2009

ته لکه دسپین قران دکرښو جنتی وږمه
زه لکه دعرش له منارونه داذان اهنــــګ

[color=white:1d5fe7ab98]هلته په جنت كي يوه سيمه پښتنه هم شته
مااوتاراوړی له هغه ځایه دعشق لونـــــګ[/color:1d5fe7ab98]

ليوال

ځواب دهیواد دوست صیب په څیر زما هم وروستی بیت ده


هیښ
19.07.2009

سلامونه

سترګو دجانان كې زما ښکلي جهانونه دي
وادې خله دنیا زه وږئ ستا ددنیا نه یمه

[color=blue:2a4afaf565]ګوره دفقیر کچکول کې تاج دسکندر دئ پروت
زه یم دسخیانو دشومانو ګدا نه یمه[/color:2a4afaf565]

زه ئې په غرور درنه دمینې په نوم غواړم
زه ملنګ بې نیازه ستا دویر واویلا نه یمه

هغه مستي غواړم چې ئې مرګ نه شي وژلئ
زه دې دغمونو دبیګا او سبا نه یمه

یو دسپوږمۍڅاڅکئ ماله ټیک له دجانان را
زه یم دخوبونو دلالونو ګدا نه یمه

غني خان

مننه


رښتینی
19.07.2009

.

هــــر ارمـــان شــــو ژوبـل ژوبل،ډیرې هیلې هدیرې شوې
د رڼــو اوښکو ډیــــوو کــــې د ســـرو ویـــنــــو ګلان وسول


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more