د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

عتیق الله
18.03.2010

خلک په موږ پسی جوړه کړی خو عادل رښتیا هم ځانته همغه شعر برابر کړی چی خلکو زموږ پسی جوړ کړی دی او زه یی ورته لیکم ځکه چی عادل د بیت بازی له اوصولو وتلی دی او د کامران شعر چی په (ه) شروع شوی دی هغه لړۍ يی په احمقانه توګه ماته کړی ده.

زه ورته لیکم
عادله شعر دی بی قافیی دی او ستا .......
ډان ډان ډس


كريم كامران
18.03.2010

[quote:3bc0798572]زما ځواب:

ڼ باندې چې پای مومي ټول دې راته کیښودل
یو درڅخه پاتې دی، هغه دې په خوله کې ږدم[/quote:3bc0798572]

یاره عادل صیب په دې بیت دې ډیر وخندولم :D :D :D :D :D اوس نو رښتیا چې له عتیق الله څخه دې وارپار خطا کړو :)


پښتون یار
18.03.2010

د مينې ډک سلامونه مې ومني

[color=darkred:b710dda5d2]ش[/color:b710dda5d2]هيدان نه دي هغه خون فروشان دي
چه خوني ته خون بهانه كا معا[color=blue:b710dda5d2]ف[/color:b710dda5d2]

ماشاءالله اوس مو ښه كار شروع كړي
تاسو لالاګانو نه به مونږ كشران څه زده كړو

د ښځو كارونه مو شروع كړي
خداي دې خير كړي چه آخير به چيره سره ورسيږي
كه ښكنځلو ته مو زړه كيږي نو جلا د ښكنځلو په نوم نوي موضوع جوړه كړي
زمونږ دا مشاعره مه را خرابوي


عادل عادل
20.03.2010

سلامونه

فاني دنیا یې په خدایئ نیولې خدای یې هیر شي
دا د ډالر په مینه مست، پښتون بابا یې هیر شي

هغه چې مري خو سر یې ټیټ د غلیم پښو ته نه ځي
دوست و دښمن یې دي حیران، شیطاني فال یې دیر شي

په کوم به ویاړمه د کوم یوه عمل وغندم؟
دا مې شو فخر، د هغه تیاره داستان مې ویر شي

د کړیدلي ځوریدلي زړه ارمان به څه وي ؟
چې د نړئ شاهان ټول ورک او ملاجان مې میر شي


عتیق الله
22.03.2010

يا يې ډالر ې په خولې کې شنه دي
يا يې کلدارو ته سترګې مړې دي
ماته معلوم دی هغه عادل دی
چې يې ښکنځلې د ژوندون ملې دي


عتیق الله
22.03.2010

يا يې ډالر ې په خولې کې شنه دي
يا يې کلدارو ته سترګې مړې دي
ماته معلوم دی هغه عادل دی
چې يې ښکنځلې د ژوندون ملې دي
---------------------------------------

غټ ستمی دی په زړه ناپاک دی
يو غوړه مال او توشتاپاک دی
مولا دې يې غرق کړي چې ترېنه خلاص شو
عادل يو باطل دی، په آر دلاک دی


خیریوسی
23.03.2010

تندی دبیا ولی کونځي نیولی
لږ راته وخانده غمونه هیر کړو
راشه خندا ته بهانه جوړه کړو
دنوی کال د مبارک شه ګله


larghonay laraway
23.03.2010

راغلم چې ستاسو جګړه په خوښۍ بدله کړم. ځوانانو د دې پر ځای چې د وطن پر حالاتو وژاړۍ، څومره سپکې سپورې مو پيل کړې دي!
زه به د خير يوسي ورور په ليکنه يو څه وليکم. راځئ چې د بدردو پر ځای شعر وليکو.
په همدې هيله

هر کله راشې د سترګو توره
زما همدمه د زړه ټکوره
تاته دې هم درمبارک شي
رب دې وساته له ظلم اوزوره
***
خندا خو ښه ده، شونډې مو نشته
د خوشاليو ټنډې مو نشته
د ملا تور دی، د باچا زور دی
ربه مونږ خلاص کړې له زور او توره


میوند ننګیال
28.03.2010

سلامونه

دلار وی صیب اخربیت په ه ره خلاص سوی .

[color=blue:125d2ee235]ه[/color:125d2ee235]غه زه وم چي كوڅه كي به دي پروت وم
لــــــــيوني چي ګرځيـــــــدمه هغه زه وم
چي نصـــــيب كي دچاوي هغه زه نه شوم
په نصــــــــــيب چي جنګيدلم ههغه زه وم
ټوله شپه چي به څوك ناست وستاپه غم كي
چــــــــــــــــي به نه ويده كيدمه هغه زه وم
كه ســــــــــــــــيلاب وم ستادميني ابتداكي
روســـــــــته ورو ورو وچيدمه هغه زه وم


كريم كامران
29.03.2010

[color=white:0282067bda]م[/color:0282067bda]ا ښام یې دنکر یزو په سروو ینو لمبولی
سبا به اختر وژني نن هلال په غـشو ولـ[color=green:0282067bda]ي[/color:0282067bda]


میوند ننګیال
03.04.2010

سلامونه ا ونیکی هیلی !

[color=blue:88ad8f6d87]ی[/color:88ad8f6d87]وبل سره په خلاکه دا زمونږه خفه وړونه
یواځي چي رانه شي دجرگو سره راځه
نور هر څه ته مو شا ده قاتلان یو دگلونو
په عقل مي لږ پوه که تدبیرو سره راځه
اغزي راڅخه واخله سره گلونه راته راوړه
دمیني پسرلیه نڅیدو سره راځه
سلام د"غالب" وایه دوطن په مسافرو
خوشحال تول افغانان که دوږمو سره راځه


هیښ
11.04.2010

سلامونه
یارانوداسې ښکاري چې ددنیا جنجالونو راګیر کړي یاستئ او دې حجرې ته دسر ښکاره کولو وخت نه لرئ ،په ډیرو مڼډوئې هم سر نه ورځي ،کله ناکله په خپل حضور سره دښاغلي وطنمل صاحب په خبره دسکوت پیریان وشړئ او حجره مه پریږدئ چې دخاموشۍ په ګردونو کې ډوب شي.
ښاغلي میوند ننګیال چې دغالب صاحب شعر راوړئ دئ په (ه) ختم شوئ دئ،نو ځواب ئې دغنی خان په شعرسره دادئ:

هوښیارهغه وي چې ځان کې خرتوب ویني
خرهغه وي چې خپل ځان ګڼی هوښیار
عاشق هغه وی چې طمع دڅه نه کا
په شرنګار په مخه ځي لکه ابشار
غوث هغه وی چې له ځانه خبرنه وي
خو خبروی له ژړا دغریب خوار
چې دقام دپاره درومی اول اورته
دهغه منم بریتونه کونډه دار
غني هغه دئ چې سرئې دئ بې سُره
کله خر کله نقلي کله هوښیار

مننه


رښتینی
11.04.2010

.
هیښ صیب ! داپه میاشت کی یوځل راتګ به ته وا پيریان وویروی ؟

روڼی اوښکی می راوړی په لمن کی
وړم به یار لره داستوری په لمن کی
مقدره دادی زړه راباندی وسو
که دی نشته خواری نوری په لن کی

درویش درانی


هیښ
13.04.2010

ښاغلئ حامد صاحب !
ستاسو خبره بالکل سمه ده .
دسکوت دپيريانو سره بايدبلا وقفې ډغرې ووهو ،خو يوتن ئې دمقابلې توان نه لري ،بايد ورته ملګري شو .
زه چې دټول افغان دبحث فوروم ګورم ،نو ستاسو په شمول پتنګ صاحب،مولوي صاحب حليمي ،پتوال صاحب،غيرت صاحب او ځنې نور وروڼه ډير وفاداره او فعاله شخصيتونه دي که په څه چل ئې دې حجرې ته رااموخته کړو بيا نو پيريان
بيله تيښتې بله چاره نه لري او دهميش دپاره به کډه وکړي.
ستاسو شعر په (ي) ختم شوئ دئ نو :

[color=red:6e4d07263e]ریدی ګل[/color:6e4d07263e]

[color=white:6e4d07263e]ی[/color:6e4d07263e]وه ورځې یو صحراکې په ښکاروتۍ وم روان
یوګلاب مې ولاړ ولید،پړقیده ښایسته خندان

زه خفه ئې خوا له لاړم ،ماوې،آه،زما په شان
ته هم ګل ئې بدنصیبه ،ورک دزلفو دجانان

نه دچا نیازبینې ګوتې ،نرم مخ له به دیوسي
نه به ښکل دکړي سرې شونډې دیارسره نازک لبان

هغه غلې شان موسکئ شووې خان مه کوه خفګان
زه به داصحرا ورنه کړم دایران په ګلستان

دلته زه یو اویکتایم،هلته زر زما په شان
چارچاپیره سپیرې خاورې،زه یوازې یم روښان

دلته دې تورریګستان کې زه درنګ او نور لمبه یم
دښایست چپه نغمه یم ،کرشمه دلامکان

ستا په باغ کې په زرګونو،دي ګلان زماپه شان
یوبې نومه سوردریاب کې یو بې نوم څاڅګئ روان

ته دهم خپله صحرا کې خفه نه شې زما وروره
اخر رابه شي دیدن له دې څوک سوئ غنی خان

مننه


پښتون یار
20.04.2010

[color=red:7e914ff377]ن[/color:7e914ff377]ن بیا هسې د ګلزار په ننداره ځم
چې له یاره سره خوښ هم کناره ځم
چې بر کړی مې خدای لاس په رقیبانو
ترو به زه د هند پر لور په تماشه ځم
چې د هند د ملکو فتحه مې روزي شوه
نور ایران لره په توغ په نغاره ځم
پر دا کړی داد د خدای نه شی پښیمانه
تر نګین مې ایران لاندې شاهانه ځم
معشوقې د ایران ډیرې ترکې شوخې
خدای چې راکي ترکې هند ته دوباره ځم
زه تسخیر د ولایت د خدای په داد کړم
په مدد د حبیب هره خوا تازه ځم
چې زما د ولایت فتحه روزي شوه
تروه به څه د یار له نازه کناره ځم
احمد شاه دنیا فانی ګڼم چې نشته
دنیا پاته له ایمانه به سره ځ[color=blue:7e914ff377]م[/color:7e914ff377]


هیښ
21.04.2010

سلامونه
[color=green:9d15d934fc]س------------------ی-----------------------ل [/color:9d15d934fc]

مالیدلي دفرنګ ښکلي جازونه
چې دلاندې ترې غورځنګ وهی سیندونه
مالیدلي محلونه دل---ن----دن
جینکۍ مستې ،ازادې ګل بدن
مالیدلي داټلي ښایسته ښارونه
سره ئې انګور،سره ئې شراب اوسره ګلونه
مالیدلي دپیرس ښاپیرۍ ښکلې
په کردار،ګفتار خوږې لکه بلبلې
مالیدلي امریکه کې دي ښارونه
چې وریځوته ئې خیږي مکانونه
مالیدلی تاج محل غوټۍ دګلو
دډهلي ښکلي ښارونه دمغلو

[color=white:9d15d934fc]خو[/color:9d15d934fc]

خوچې ووینم دا خپل دخټوکور
رانه هیرشي محلونه ښایسته نور
دانرۍ تنګې کوڅې زما دکلي
ورته څه دي ددنیا ښارونه ښکلي

[color=blue:9d15d934fc]چې خړمخئ ورور پښتون سینې له درشي
درنه هیر به ټول ښایست دبحروبر شي
خدایه شکر چې پیدا دې له دې قام کړم
دپښتون دنر وجود دې یو اندام کړم [/color:9d15d934fc]

څه به کړمه دلندن لوئ محلونه
دپیرس جونې ښایسته ،رومي ګلونه
په والله چې له جنته به شم ستون
که کنځل په کې وانورم دپښتون

غني خان

یادونه:
اټلي(ایټالیا)
پیرس(پاریس)

مننه


پښتون یار
22.04.2010

[color=red:8c65a1caac]ن[/color:8c65a1caac]ن بيا زړه سوز دمينې پارولى غوندې دى
قلم يې په سرو سترګو ژړولى غوندې دى

او تر اوتر كاته دې اشنا ندي بې اثره
قسم دى چې نظر دې جنګولى غوندې دى

ساقي نن دې رپيږي كنډولى په لاس كې ځكه
چاويل چې منګوټى دې ځنځولى غوندې دى

ريباره چې دې شونډې له خندانه نه ټولېږي
ښكارېږي چې اشنادې تخنولى غوندې دى

په مينه كې ژړا او خندا غبرګې تماشې دي
په دې سودا مې تل ځان غولولى غوندې دى

جذبات را نه بياوخاته د ښكلو ياغي ګړته
اميد خومې نن هم چا لمسولى غوندې دى

سېلابه! خوشامندي بدي مه ګڼه په عشق كې
پام وكړه چه اشنا دې نازولى غوندې د[color=blue:8c65a1caac]ى[/color:8c65a1caac]

ستاسو ورور فخرالدين


هیښ
08.05.2010

سلامونه

که په ګنج دشاهي فخر شهریارکا
عاشقان ئې ددلبرو په رخسارکا
خرقه پوشو په خرقه کې دئ موندلئ
هغه حظ چې په دنیا ئې دنیا دار کا
پتنګانو لره ورکړ خدائ په اورکې
هغه عیش چې بلبل ئې په ګلزارکا
هغه مخ چې مادرزادښائسته نه وي
مشقت دمشاطې واړه مردارکا
[color=red:49b106cf5d]ی[/color:49b106cf5d]اردناز له خوبه پاڅي پسې ګرزي
چې فلک دعاشقانو بخت بیدارکا
دبلبلونغمه زاغ کولئ نه شي
هرسرود اوازپه طور دخپل تارکا
رحمان هسې بې وقوف سوداګرنه دئ
چې ددین متاع بدله په دینارک[color=blue:49b106cf5d]ا[/color:49b106cf5d]

حضرت عبدالرحمن بابا

مننه


رښتینی
09.05.2010

.

اوښکی په څه باندی کړم وچی خدایه څه لرم زه
لستوڼۍ شته خوپه لستوڼی کی لاس نــــــلرم زه

هیښ صیب مننه او هیله کوم نور وروڼه هم رامخکی شی


پښتون یار
10.05.2010

[color=red:38bf81b3a6]هـ[/color:38bf81b3a6]ــــــــــــر چـــــــــــه نه وي خـــــــــــــوار و زار په طلـــــــــب د خـــــــپل دلـــــــــــــدار

تر پړونـــــــــــــي صدقـــــــــــــــــــــه شــــــــــــه د هــــــــــــــــــغه عاشـــــــــــق دستـار

هــــــــزار حیــــــــــــــــف دی هــــــزار حیف دی هـــــــــــــــزار څــه لا صد هــــــــــزار

چـــــــه عاشـــــــــــق په عاشـــــــــــقی کښــــــــي نــــــــه حــــــــــــلال وي نه مــــــردار

نــــــــــه پتنــــــــــــــګ د خـــــــــپل څــــراغ وي نـــــــه بلــ-ـــــــبل د خــــــپل ګلــــــذار

نــــــــــه مجنــــــــــــون غــــــــوندي رســــوا وي نـــــــه منصـــــــــور غـــــوندي په دار

دواړه نــــــــه کیـــــــــږي رحمــــــــــانــــــــــــــه یابــــــــه یار شـــــــــي یا بـیـــــــــــزا[color=blue:38bf81b3a6]ر[/color:38bf81b3a6]


رښتینی
10.05.2010

.

روڼی اوښکی می را اوری په لمن کی
وړم به یار لره داستــــــوری په لمن کی

په مینه


عادل عادل
12.05.2010

سلامونه

یار ته ستوري په لمن کې ځکه وړمه
چې هر یومې ښویدلئ له ګریوانه

دا به څنګه جوړوې شاعره ځوانه
چې تاوده له اور لمده کړي خپله لاره

اهنګرې پښتنې سترګې د یار دي
پخوي سینه د یار چې اغیار مات کړي


هیښ
23.05.2010

سلامونه

که داستادخاطر مینه په اغیاروي
ستادپاره دې اغیارهم زمایاروي
چې سړئ په یوه مخ باندې مین شي
له یوه مخه ئې سل مخه په کاروي
[color=darkblue:641c87680e]ه[/color:641c87680e]رچې کاندي نوکري دبادشاهانو
خواه ناخواه به ددربانومنت باروي
زه به ستا له رقیبانوڅه مانه کړم
دادستوردئ چې له ګله سره خاروي
څوسل خاره ئې ښخ نه شي په ټټرکې
کله وي چې دبلبل وګل ته لاروي
سجاده به دساقي دلارې فرش کا
هرصوفي چې دسروسترګو خریداروي
په جذبه دعاشقۍ به لیونئ شي
که په قطع افلاطون غوندې هوښیاروي
په رحمان باندې به هیڅ ملامت نه کا
هرسړئ چې ستا له حسنه خبرداروي

مننه


عادل عادل
24.05.2010

سلامونه

یو په بل پسې رحلت دئ لاس او پښې ګیر د هوس
ډک مو پیټئ له ګناوو ځواني ژوند دواړه عبث


عتیق الله
24.05.2010

ثمر نه لري دا واړه عبثيات دي
چې هنر نه لري شعر نه دی چټيات دي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more