د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

هیښ
16.12.2009

سلامونه

پروت یمه یوازې تور غمونه رانه تاودی
هسې خوظاهره سره ګلونه رانه تاودی

[color=white:d862b6ddc6]و[/color:d862b6ddc6]لې د زه جوړلکه مشال کړم ولې ولې
هله شي رڼاچې مې په سرلمبې شي بلې

وژنم که دا اور،ګلزار او حسن شي خزلې
اورکې ګډیدل دي،خدائیګوستادکورمزلې

چارچاپیره تور دتیاروغرونه رانه تاودی
پروت یمه یوازې تور غمونه رانه تاودي

غنی خان

مننه


..Ahmadzai
16.12.2009

سلامونه

[color=darkred:f986d05050]ي[/color:f986d05050]و ځل مې درته بيا دي را تراشلي ماښامونه
زما د بخت په شانته ، پرهر ژلي ماښامونه

اسمانه په دې دوو ستورو دې پام چې غره نه شې
ما هم په رڼو اوښکو دي لمانځلي ماښامونه

بنګړيو سره غبرګې چې چرچڼې ټپې واخلي
شاعرې شي نغمې ژباړي دا ښکلي ماښامونه

لمبې د تنارونو، څه لمبې د نظرونو
وئ ،هېر چې درنه نه شي د خپل کلي ماښامونه

راځي ېې زمزمې چې له ( بزرګې) غلې غلې
دا (اند) دی، هر غزل ېې زنګولي ماښامونه

د لمر جنازه بار وه په اوږو د لوړو څوکو
روان په مشالووو پسې غلي ماښامون[color=indigo:f986d05050]ه[/color:f986d05050]

بلينډه(بدرۍ)


عادل عادل
23.12.2009

سلامونه

دروند احمدزئ وروره الله پاک مو ولیې ولیې شین کړه، د معاصرې ملالې خور شعر چې د ...... هـ ........په توري یې پای موندلئ، په لاندې یو بیت سره ځوابوم:

همدم چې شو شهید زما هر دم شهید په حال
کمئ په دې کاروان کې د غازیانو دئ محال


میوند ننګیال
24.12.2009

ګرانو سلامونه !
عادل صیب !

د لمر نیازی شعر چه په ل سره یی پای موندلی ستاسواو د کتونکو نطر ته ډالی کوم .

[color=white:9e840facac]ل[/color:9e840facac]مر كه په تيارو پسې اېستلى خنجر وتى دى
بيا يې نو شفق هم د ژوندي تابوت اواز ګڼ[color=yellow:9e840facac]ه[/color:9e840facac]


عادل عادل
24.12.2009

سلامونه

دروند ننګیال صیب

[quote:54c893cefa]د لمر نیازی شعر چه په ل سره یی پای موندلی ستاسواو د کتونکو نطر ته ډالی کوم . [/quote:54c893cefa]

ستاسو مطلب به خامخا پدې ډول وي چې: د لمر نیازي شعر چې په ....ل .... سره [color=white:54c893cefa]پیل شوئ[/color:54c893cefa]، ستاسو او د کتونکو نظر ته ډالی کوم.

ډیر ښه ، اوس به کوښښ وکړم داسې بیت ولیکم چې په ....هـ .... سره پیل شي:

هرکس شو دوطن په سرنوشت کې نن ښاغلئ
هر خس شو په ریا سره قاصد سپین مخ نیولئ

قانون د مینې پلئ دا جانان رغیدل غواړي
غازیانو ملا تړئ دا شیطانان ورکیدل غواړي


میوند ننګیال
27.12.2009

ګران عادل عادل صیب سلامونه او نیکی هیلی !
وروه وخت می نه درلوده او عین ستا لیکنه می کا پی کړه چه دا یو غیر قانون یکار دی بهر حال بیا هم درنه بخښنه غواړم .
عادل صیب شعر مو ډیر په زړه پوری وه .

د غلام خان چاردیوال دغه په زړه پوری شعر ټولو غیرتمندو پښتنو ته ډالی کوم .
شعر یی ډیر اوږد دی خو ما لږ رانقل مړی

[color=blue:5a4f24487a]او امید کو چه وروڼه یی تر اخره ولولی [/color:5a4f24487a]

پرېږده چې دانور ورته دخرو غوندې ګمان وكړي
پرېږده چې پټان خو په ډوډۍ پسې ارمان وكړي
پرېږده چې په نهره باندې شپې يې ماشومان وكړي

پرېږده چې ژبۍ يې شي په چاى اوپه غوړو پسې
پرېږده چې كوڅه په كوڅه وګرځي په اوړو پسې

پرېږده چې دې پښه په مټكوره ځمكه ښخه شي
[color=white:5a4f24487a]يه [/color:5a4f24487a]پټانه خوابه مې ايله درباندې يخه شي

تاخوبه پټانه دخپل ورور مخالفت كاوه
تا به په حجره اوپه جمات كې بغاوت كاوه

كيوتې پټانه داځل سم خټوكې كيوتې
ته خو ډيرزيات مست وې له څادره به دې پښې وتې

څوك به دكرزي صيب له خدمت ځينې انكار وكړي
داسې لوى غلاګانې معاملې به دچاپلار وكړي
بيا يې تماشه كړه دنړۍ جيب ته چې لار وكړي

تاته هيڅ شى نشته خودې نوروته هرڅه شته دى
يه پټانه ژاړه په ژړاكې شرم نشته

تاخو په يوه ګيډه كرزي صيب ته كمپين كاوه
څه په دروغوسر وې هم دې لين هم به دې دين كاوه

اوس ورته ټينګيږه كرزي بل سر ه وعده وكړه
ستاسو په چوكۍ يې په تياره كې معامله وكړه
افرين كرزيه اوس دې جوړه ډرامه كړله
تادپټان ځمكه دپټان په وينوسره كړله
تاچې ددوئ سيمه توروسروته حواله كړله
بس ايله چې خوا دې په پټان غريب سړه كړله

تا هم د پټان په نوم ګټلې پاچاهي ده
هم دې له پټان سره بې شانه دښمني ده
هره شيبه اورو دپټان په كاله جنګ دى

تاته ګلخانه كې كنډولى ايښې دبنګ دى
تاخو له پټان غريب نه اويستو پوستكى

اى دتيمورشاه بابا لمسيه داته څه كى
تاخو ويل چې داځلې زمونږه اقتدار به وي

تا خوويل په تيښته تښتيدلى جنګسالار به وي
تاخوويل چې داځل به كارونه وي روزګار به وي

پټانان دي غولوه راغولوه يې
بس حكومت دى چلوه راچلوه يې
ستا په ډله كې چې څومره پيشكنډيان دي
منفق نه شي بدلوه رابدلوه يې
احتساب له پټانانوسره وكړه
دغه نور ترې بچ كوه رابچ كوه يې
ولس سم دستم ژرنده باندې دل كړه
په والي صيب زغلوه را زغلوه يې
ددوستم په شان نيكان خلك پيدا كړه
فهيم خان دى ځلوه راځلوه يې
له وطن نه دڅرمنو اسمان جوړكړه
رٌعب اوداب دى غروه راغروه يې
دډالرګټلو ښه ښكلې موقع ده
هيروين دي چلوه راچلوه يې
امريكې كه ډالر بند كړل ايران شته دى
ورته څټ دى ګروه راګروه يې


عادل عادل
07.01.2010

سلامونه

یار مې هسې مسخرې کا که رښتیا
زما دواړو کې غبرګون دی په خلوص


عبد السلام
08.01.2010

درنوورونو ته سلامونه:
په (ص) !

[color=darkblue:ab4ba586a3]ص[/color:ab4ba586a3]فایی دزړه په کارده نه د ږیرې
---------------------- څو به ږیره ګرځوي شانه عا جی
صوفی لافی دسلوک کا همدالافی
---------------------- سراسر ګڼه دد بې منهاجی
په ملا توره تیاره شوه چې حق پوش شو
---------------------- که په لاس یې فتاوي وي سراجی
زه خوشحال خټک په حب داهل بیتو
---------------------- خارجی اورافضی کړم اٍخراجی


عادل عادل
09.01.2010

سلامونه

یاره هر څه دې لیمو باندې لبیک شه
اُفتیده یم، انتظار یې رانه مکړه !


عبد السلام
10.01.2010

السلام علیکم:

[color=white:1a3cdb0254]ه[/color:1a3cdb0254]ره ګرې ګرې ګشای لري خوشبخته
------------------------- ناامید له خدایه غوټه جبین مه شه
هر مرغه چې دبل غوښې خوري مردار وي
------------------------ ځان حلال کړه لکه زاڼه شاهین مه شه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
[color=darkblue:1a3cdb0254]په دریابونو کې اوسیژه
وړو ویالو کې دې زوال وینم نهنگه[/color:1a3cdb0254]!

[quote:1a3cdb0254]
یاره هر څه دې لیمو باندې لبیک شه
اُفتیده یم، انتظار یې رانه مکړه !
[/quote:1a3cdb0254]


عادل عادل
10.01.2010

سلامونه

هر وګړئ ګړئ فکر بویه وکړي
په ښایست هم په خصلت کې د خپل ځان

لکه خَلق دې خُلُق غواړه له خالقه *
آیینه کې چې روی وینې د جانان

[color=white:0110cee4dc]په بدیع بیان کې یو صنعت دی چې د کلمو لیکلې بڼه به یې یو شان وه خو مانا به یې مختلفې وې، لکه اور بل دې په اوربل دی ..........

* کله چې اینیې ته مخامخ دریژو نو دعا کوو چې اللهم احسن خُلُقي کما احسنت خَلقي .

ژباړه : اې الله پاکه زما خوی او اخلاق داسې ښایسته کړې لکه زما خلقت دې چې ښایسته پیدا کړئ.

الله پاک دې مونږ او تاسو ټول په ښو او نیکو اخلاقو ښایسته کړي، امین[/color:0110cee4dc]


كريم كامران
10.01.2010

ن دی!

[color=white:71db2fcfa6]ن[/color:71db2fcfa6]وره ګناه نلرم پدې ګناه مې مه نيـسئ
زړه کې مې چې پټ ظالم ته بد غوندې کتلي دي


میوند ننګیال
12.01.2010

سلا مونه !

ستا د غېږې نه چې ستا زلفو ته ګورم
[color=white:0e4ac6ace1]یو[/color:0e4ac6ace1] لښکر دی را روان ښکاري چاپېره

شیش محل دی که په خوب کې داسې وینم
چې دا ته یې که مې ځان ښکاري چاپېره

دا دې زنه ، اننګي دي او که شونډې
که د خولې نه دې ګلان ښکاري چاپېره

دا زما د اولس مټې دي خو مړې دي
دا چې ګل غوندې ځوانان ښکاري چاپېره


عادل عادل
13.01.2010

سلامونه

هرې پاڼې د خپل ژوند ته چې نظر کړم
ستا تصویر پکې محسوس دی یاد ژوندئ


كريم كامران
13.01.2010

[color=white:3981766df3]يـــ[/color:3981766df3]ـو ملنګ د زمانې یمه "کاروانه"!
خدای خبر دی چې پاچا ته ورپه زړه شـــ[color=green:3981766df3]ــم[/color:3981766df3]


watanmal
14.01.2010

ورسته له سلامونو څخه.

د لنډيو بحث ښه روان دى ، د كريم كامران صيب بيت د - م - په تورى سر خوړلى
زه به د ميم په تورى پيل وكړم:

مينه مې ديګ زړګى مې غوښې
اوښكې اوبه دى بېلتون اور پسې لړينه

مشواڼۍ وچه كاغذ خلاص شو
قلم مې اوښكى تويوي چې ستړى شومه

وطنمل


عبد السلام
15.01.2010

ستړی مشئ!

[color=darkblue:af7efe6fd3]ه[/color:af7efe6fd3]غه مین چې وي ژړیږی ولي؟
--------------------- خوښ چې کړاو کاندي کړیږی ولي؟


كريم كامران
15.01.2010

دا دعبدالسلام صيب نظر وو چې په ی ختم شوی وو,
اوس زما نظر..

[color=white:0c1f4d18bd]ي[/color:0c1f4d18bd]و دشپې ځلنده ستوری مې ريبار دی
ډېرې شپې به له سپوږمۍ سره ويده ش[color=green:0c1f4d18bd]م[/color:0c1f4d18bd]


هیښ
15.01.2010

سلامونه

ستوري ته اسمان کې یوه ورځ ووې هلال
خدائ ادم له مینه ورکړه موږله تش جمال
زه به په خندا ورکړم داخپل ښائست دکمال
ماله که یوڅاڅکئ مینه راکړي څوک په سوال
[color=white:33e81e2061]م[/color:33e81e2061]ینه حقیقت حسن سایه د حقیقت ده
حسن له زوال شته مینه نه لري زوال

غنی خان

مننه


عادل عادل
17.01.2010

سلامونه

لعل شول لالهانده د پامیر په لوړو څوکو کې
یار مې چې مسکئ شو نن ورغلئ ننواتې وم


كريم كامران
17.01.2010

سلامونه عرض کوم.

[color=white:bff05dde25]م[/color:bff05dde25]ا د صليب له لاسه سره ککره قام ته يوړه
په چا يې ونکړ تاثير نارې مې ډېرې وکړې

[color=white:bff05dde25]م[/color:bff05dde25]ا لا دمخه درته وېل اختره مه رادرومه
زه لا اخته يمه په وير نارې مې ډېرې وکړې

دا د تړون چغې به خامخا منزل ته رسي
د الجهاد او د تکبير نارې مې ډېرې وکړ[color=green:bff05dde25]ې[/color:bff05dde25]


عبد السلام
18.01.2010

[color=white:f8b6c634dc]ي[/color:f8b6c634dc]ار دې ویاړ زما دشوخو کتو نه کا
----------------------- زه په غټوسترګو ړوندیم لکه بوت
ومقدم دخپل خواهش راکې هیڅ نشته
----------------------- کاغذی روغ کړی بوت یم تش کالبوت
زه دعشق په ملامت کې سلامت یم
----------------------- په یونس شو دمورنس ګیډه دحوت
چې په کار زما دمینې کا څوک طعن
----------------------- پرې به وشي دهاروت اودماروت
[color=darkblue:f8b6c634dc]که هرڅو په خط نوخط وکاږي توره
---------------------- زیر به نه کا په دا جهل دا راجپوت[/color:f8b6c634dc]
------------- ښکلي نه درنوي غوږ په نورودورو
------------- چې په غوږ کاندي حمیده ستا یاقو[color=white:f8b6c634dc]ت[/color:f8b6c634dc]


كريم كامران
18.01.2010

سلامونه.

[color=white:d2bca30f73]ت[/color:d2bca30f73]ر څو چي وږي وي دروېشه نو دوستي يې ښه ده
پر خزانه باندې چې كښيني تور ماران دي خل[color=green:d2bca30f73]ك[/color:d2bca30f73]


عادل عادل
18.01.2010

سلامونه

کام ته رسیدلي چې په خط وي د دلبر اشنا
خدایه نصرت وکړې ته د لر او هم د بر اشنا


كريم كامران
19.01.2010

سلامونه.

[color=white:a4c3a090b3]ا[/color:a4c3a090b3]ی خـــدایه له بــلاوو نه یې وســـاتې امـــان کې
چېرته په ګردونو پټ به ناست وي په سنګر اشن[color=green:a4c3a090b3]ا[/color:a4c3a090b3]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more