د خبريالۍ ډېرى كارپوهان وېبلاګ ليکنه خبريالي نه ګڼي. دلته دوه لاملونه د بلاګ د خبري سرچينې په توګه د منلو پر وړاندې خنډ جوړوي:
الف- شخصي بڼه:
وېبلاګ د ليكوال يا وېبلاګ چلوونكي شخصي مال دى او هرڅه پكې له يوې شخصي زاويې كتل كيږي. په وېبلاګ كې ډېر لږ پر خبري مسايلو تمتيا كيږي، په داسې حال كې، چې د شخصي بوختياوو او مسلكي توكو برخه يې تر نورو هغو درنده ده.
ب- لږ باوري:
وېبلاګونه د خبر ښې سرچينې نه دي. وېبلاګونو ته خلك د شخصي كتابچو په توګه ګوري، نه د يوې خبري وسيلې په توګه. په همدغه لامل د وېبلاګونو د خبري توكو (خبرونو، رپوټونو او ..) اتباركچه هم خورا ټيټه ده. ډېر لږ به داسې كسان وموندل شي، چې پر وېبلاګ د يوې ښې خبري سرچينې په توګه باور وكړي. دغه راز شوې څيړنې هم داښيي ، چې لوستونكي وېبلاګونو ته د خبرونو لپاره نه ځي، بلكې له خبرونو نه د يوه متفاوت څيز په لټه كې بلاګونو ته سر ښكاره كوي.
ددې اپوټه يو شمېر كسان بيا وېبلاګ رسنۍ او وېبلاګ ليكوالي خپريالي ګڼي. ددوى په اند وېبلاګ د يوې نوې انټرنېټي انلاين وسيلې په توګه خپل ځانګړي مخاطبان لري او وېبلاګونه هم كولاى شي د وېبپاڼو په څېر ښې خبري سرچينې وګرځي. دغه ډله وېبلاګ ليكوالي د نرمې خبريالۍ يوه برخه بولي. په نرمه خبريالي يا نرم خبر كې ډېرى د پېښې شاځمكه او تر پېښې وروسته مسايل راسپړل كيږي، ځكه خو دوى وېبلاګ ليكوالي هم په دغه كتار كې راولي. ددوى په اند، په نرمو خبرونو كې فيچري او شخصي توكي ډېر وي او وېبلاګ ليكوالي هم دا ځانګړنې لري. دا ډله په دې باور ده، چې وېبلاګ به د راتلونكي پېر غوره رسنيزه وسيله وي.
دغه ادعا تر يوه بريده د منلو وړ هم ده، ځكه همدا اوس په نړۍ كې تر دريو ميليونو پورې كسان وېبلاګونه لري، په ميليونونو وېبپاڼې دي، په همدې كچه ورځپاڼې، راډيوګانې او ټلويزيونونه دي، چې دا ټول په خپل وار سره خبريالي تر كس پورې محدودوي. يانې داسې وخت هم راتلونكى دى، چې هر كس يوه رسنۍ ولري، دا كه وېبپاڼه ده، وېبلاګ دى او يا تر دې بله ساده او بې لګښتې احتمالي رسنيزه وسيله. کله کله ، چې پر وېبپاڼو او رسنيو بنديز لګيږي، يا سانسور کيږي، د خلکو او ان ډېرو سترو رسنيو لپاره د اطلاعاتو تر ټولو ښه سرچينه وېپلاګ ګرځي.
د ايران د ټولټاکنو د پايلو پر سر د راپورته شوې شخړې پرمهال په هغه هېواد کې پر رسنيو يو لړ بنديزونه ولګېدل او هيچا هم دلاريونونو تصويرونه نشواى خپرولاى، خو يو شمېر وېبلاګونو دا کار وکړ او د سي اېن اېن او سي بي اېس په څېرو سترو ټلويزيوني شبکو هم بلاګونو ته مخ واړاوه.