د روان کال دسلواغې میاشتې په  28مه نېټه چې د 2016_02_16  نېټې سره برابره وه، ماسپښين دوه نيمې بجې  د افغانستان نوين څېړنیز مرکز د اونۍ د ریسرچ او څېړنې  غونډه پيل شوه.
د غونډې  پيل د عزیزالله له لوري د سپېڅلي کلام په مبارکو ايتونو سره وکړ، چې ورپسې نېغ د غونډې اجندا  ګډونوالو ته وړاندې شوه.
 دافغانستان نوين مطالعاتي مرکز ریس ډاکتر عبدالله هيواد د ازاد بلوچستان   په اړه خورا ګټورې خبرې وکړې، نوموړي وويل بلوچستان چې ستر سوداګريز اهميت لري، نو باید د بلوڅو جنګياليو د پيل شوې مبارزې ملاتړ  وشي.
پاکستان سامراجي فوځ تل د بلوڅو مشران، ځوانان ښځې په شهادت رسولې دي، تر څو په بلوڅو مبارزينو کې د ازادۍ بهيدونکې وينه ودروي، خو د سامراجي فوځ له ظلمونو سره، سره  د بلوچستان د ازادۍ لارویان خپل منزل ته رسېدونکي دي، دوی مبارزې او قربانۍ به د بلوچستان  د ازادۍ لامل ګرځي.
ښاغلي ډاکتر عبدالله هيواد د ګوادر بندر په اهميت او اقتصادي بعدونو باندې هم خورا خوندورې خبرې وکړې، نوموړي  د نړۍ مهم او ستر بندر چې د ازاد بلوچستان يوه مهمه تکيه ګاه شمېرل کېږي، دبلوچستان دغه بندر چې جنوب لويديځ لور ته د عربو بحيرې سره نژدې پروت دی، د یاد بندر ساختمان د کمپکس ه وسیله د 500 چينايي انجنيرانو او مسلکي کارپوهانو له لوري په2002زيږديز کال د مارچ په میاشت کې پيل شو په 2010 او 2050 زيږديزکلونو تر منځ به  ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي.
د بلوڅو ازادي غوښتونکو خپلواکي او له خپلو طبيعي منابعو څخه د استفادې لپاره د ازادۍ په جګړه لګيا دي، خو ډېر کله د پاکستاني فوځيانو له لوري په بلوڅو مبارزينو بريدونه کېږي، چې د  له بشري او اسلامي حقوقو څخه څرګنده سرغړونه ده.
افغانستان نوين مطالعاتي او څېړنيز مرکز چې د 1394ل کا د کب په میاشت کې په فعاليت پيل کړی دی،  له پیله بیا تر اوسه د هيواد په ټولو سرحدونو او ګاونډيو هيوادو ته د روانو اوبو  په اړه د مسلکي او علمي کدرونو له لوري ریسرچ او څېړنه کېږي، چې په ياده موده کې يې زیات پرمختګونه کړي دي.
په  دغه مطالعاتي مرکز کې  د پوهنتون په استادانو سربېره زيات شمېر ځوانان هم په ځان راټول کړي دي، تر څو د هيواد په سرحدونو او  د بهيدونکو اوبو په اړه اغېزمن ريسرچ وکړي.
 
افغانستان نوين مرکز يواځنی څېړنيز ځای دی، چې  په ډيورنډ سربېره د هيواد له ټولو ګاونډيو هيوادونو سره په سرحدي سیمو   منظمه څېړنه کوي او هرې اونۍ په پای کې د پنجشنبې په ماسپښين د اونۍ د تر سره شوي ريسرچ په اړه د ياد مطالعاتي مرکز په کارکوونکو سربېره د پوهنتون محصلين، مدني فعالان هم د اونۍ په تحقيقي غونډه کې برخه اخلي.