د افغانستان په ځانګړې توګه د كابل ډېرى رسنيو له تېرو څو اونيو راهيسې دخپلو خپرونو ډېرى برخه د ((بيان ازادۍ)) موضوع ته ځانګړې كړې ده.
په رسنيزو كړيو كې د بيان د ازادۍ او له دغې ازادۍ څخه د (سوء استفادې) بحثونه د يو شمېر رسنيو پر ناكورنيو توليداتو له بنديز نه سرچينه اخلي او دا هغه څه دي، چې ډېر لږ د بيان د ازادۍ له ارزښت او حق سره اړخ لګوي. كه د كابل او يو شمېر نورو ولايتونو څو ګوشمېر كسان ((تولسي)) او ((پرينا)) سريالونه ونه ګوري، ايا تندر به را پرېوځي او خلك به له لوږې مړه شي؟ ايا داسې خپرونې او سريالونه، چې نه كورنى توليد دى او نه هم زموږ د خلكو د افكارو ازادي پكې را څرګنديږي، د افغانستان او د افغانستان د قوانينو، فرهنګ او دود په چوكاټ كې پر دومره بحثونو، نيوكو، دريځنيونو، د شخصيتونو په سپكاوي او يو بل ته په جبهه ګيرۍ ارزي؟ قطعاً نه.
په افغانستان كې د بيان ازادي كه په سيمه ييزه كچه له خپل ګاونډ سره ارزول كېږي، غاړه يې هسكه ده او دغسې په يو شمېر مواردو كې بې پولې او بې سروبو له ازادي په هيڅ هېواد كې هم د تطبيق وړ نه ده. په پاكستان، ايران، هند او هر بل د پرتلنې وړ هېواد كې چې يو شمېر هغو يې په كلونو كلونو ولسواكي زغملې او تجربه كړې، د بيان د ازادۍ او رسنيزې ستراتېژۍ يوه پوله او چوكاټ خامخا شته. ددغو هېوادونو كورني او بهرني سياستونه په زغرده د هغوى له رسنيو درك كولاى شو.
 رسنۍ د يوه هېواد د نظام او ولسواكۍ د څلورم ځواك په توګه د ملي ګټو او ټولنيز ذهني- فكري او فرهنګي امنيت او ټيكاو په برخه كې هومره مسووليت لري، څومره چې د يوه نظام د دريو بنسټيزو اجرايه ، مقننه او قضايه قوې پر  غاړه دى. كله، چې رسنيو ته د ولسواكۍ د يوه څلورم ځواك په توګه قايل كيږو، د يوه نظام د يوې برخې او قانون منونكو په توګه يو شمېر مسووليتونه هم راجع كېږي، چې په سر غړونې سره يې ټولنيزې ناخوالې او يوه ذهني- فكري نا امني زيږي. د افغانستان ډېرى رسنيو د څلورم ځواك د ادعا له مخې، په خپلو مسووليتونو كې ډېر لږ او په نشت برابر ګامونه اخستي.
په نورو هېوادونو كې په كړكېچنو او بحراني حالاتو كې رسنۍ د ولس او دولت د مټو او لاس كار ور كوي، خو دلته په دې نيمه كمزورې ولسواكي كې رسنۍ خپل ټول وخت په داسې څه تېروي، چې له بحران او كړكېچ نه د وتلو پرځاى د نورو ستونزو د زيږون سرچينه ګرځي. همدا اوس په ګاونډيو هېوادونو او نړيواله كچه د خوراكي توكو يو ستر بحران دى، نړيواله ميډيا خپلو دولتونو او واكمنو ته د رغنده مشورو او لارښوونې پازه پر مخ بيايي، خو زموږ هغه د ((تولسي)) او ((پرينا)) په څېر په بې ګټو او لږ ارزښتو مسايلو كې ډوبه ده.
ايا زموږ د رسنيو څښتنانو پر دې كله فكر كړى، چې د دولت او خلكو اړتيا څه ده؟ هندۍ ډرامې او كه ډوډۍ اوغله دانه؟ ايا په هغو سختو شرايطو كې، چې خلك لوږې او سړو اخيستي وو، دغه رسنۍ په څو تعصبانه دريځونو او دانشګاه او دانشكدې، پوهنتون او پوهنځي كې بوختې نه وې؟ ايا زموږ رسنيو له جنجالي او بې ګټو چارو پرته تر دغه مهاله داسې څه كړي، چې د بيان ازادۍ د شپږكلنې لاس ته راوړنې د يوې پايلې او ښې ثمرې په توګه يې ياد كړو؟
نړيواله ميډيا خپله خپرنيزه منځپانګه د خلكو له اړتياوو سره سمه عياروي او خپلو ولسونو ته داسې څۀ وړاندې كوي، چې د هغوى د ورځني ژوند اړتيا ده او ډوډۍ او اوبه يې پورې تړلي دي. ايا موږ دغسې څه خپاره كړي، چې خلك خپل ژوند پكې وويني. پر دې ټولو سربېره يوه ستره ستونزه او شرموونكې موضوع دا، چې د بيان ازادي اوس د يوې سياسي او سوداګريزې حربې په توګه كارول كيږي.
د دولت بې پاليسۍ او شړېدلى اپوزيسيون په دې برخه كې د يوه مخكښ په توګه تر ډېره بريالى شوى او په شعوري يا ناشعوري توګه يې يو شمېر رسنۍ د ژبې او قوم په نامه له ځان سره همغږې كړې، چې دا زموږ د رسنيز چاپېريال لپاره ډېره شرموونكې او ګواښناكه موضوع ده.
زموږ ګڼې رسنۍ او يو شمېر د ژورناليستانو مدافعان! په دې لټه كې دي، چې د بيان د ازادۍ په نامه دوه كاره وكړي: يو اړخ ته د نورو سياسي بازار تود و ساتي او بل اړخ ته خپله رسنيزه سوداګري روانه وساتي، ځكه خو ددغو ښاغلو په هره وينا او مركه كې د ((بهرنيانو))، ((بهرنيو سفارتونو)) اندېښنې په ډاګه كېږي.يوه ستره غميزه همداده، چې موږ خپلې ګټې د بهرنيانو په ګټو كې لټوو، خو دې ته پام نه كېږي، چې دغه خوار او بېوزله ولس څه غواړي؟ ايا دوى په رښتيا هم دومره د هندي ډرامو لېوال دي، چې ډوډۍ او اوبه ترې هېرې شي. زما په اند دا مساله به د ښارونو له يوې كوچنۍ طبقې پرته پر ټول ولس په ځانګړې توګه كليواله طبقه د پلي كېدا وړ نه وي. هر څوك چې دغسې يوه بېلګه وړاندې كوي، د ټولنپوهنې او مخاطب پوهنې له مخې له وچ او رد ځواب سره مخ كېږي.
له دې اخوا كه په خپله در سنيو نور توليدات وارزول شي، يوازې په تفريح او سياسي جبهه ګيريو او اړخنيويو كې را غونډيږي. له څو ګوتشمېر رسنيو او راډيو ټلويزيوني شبكو پرته، زموږ، ډيرى رسنيز چاپېريال داسې څه احتوا كوي، چې نه زموږ د ولس غوښتنه ده او نه د بيان د ازادۍ رښتينى او سپيڅلى ارزښت او حق خوندي كولاى شي. د څو هندي سريالونو بندښت كه څوك د بيان د ازادۍ په لار كې خنډ بولي، دا به د بيان ازادۍ ته د هغوى سپكاوى وي، ځكه ددغې ازادۍ دومره را ايسارول او په پرديو افكارو او ازادي كې د خپلو هغو لټول، له خپل مخاطب او چاپېريال نه زموږ د رسنيو د څښتنانو كمزورى درك او واټن زېږول دي. دغه ښاغلي كه غواړي د خپل ولس افكار خلكو ته ور وپېژني ، د بيان د ازادۍ په پامنيوي سره دې كورنى توليد وكړي او د خپل ولس غږ دې خلكو ته ورسوي، چې دا خلك څه غواړي او د ژوند او ژواك فلسفه يې څه ده.