مسعود( مسيد) د پښتون قوم د کرلاڼي ښاخ يو ستر ټبر دى، چې د لرې پښتونخوا په وزيرستان، ټانک،بنو، ډېره اسماعيل خان او د افغانستان په لوګر، وردګو، بغلان، کندز او يو شمېر نورو ولايتونو کې اوسيږي. مسعود ( مسيد) پر دريو سترو ښاخونو وېشل کيږي، چې منزي، بهلولزي او شمن خېل ياديږي. افغانستان ته درست راغلي مسعود او وزير قبايل پر وزيرستان د انګرېز د پرله پسې بمباريو له امله کډوال شوي او يو شمېر هغه له جرنېل يارمحمد خان وزيري سره په هغه (نږدې)٥٠٠٠ کسيز لښکر کې راغلي، چې د غازي امان الله خان په غوښتنه يې په کابل کې د حبيب الله کلکاني ( بچۀ سقاو) پاچاهي ور ړنګه کړه.
مسعود قوم په افغانستان او پاکستان کې په څلور ډوله تلفظ کيږي:
مسعود ( معربه شوې بڼه، يا عربي بڼه، چې د نېکمرغه مانا ورکوي)
محسود ( غلطه اوښتې عربي بڼه، چې د کينه کښ مانا ښندي او ډېرى په پاکستاني رسنيو کې کارول کيږي)
مسود ( په اوسنۍ نوې پښتو کې يې (ع) غورځوي او د بڼې له مخې پښتو شوې بڼه ده)
مسيد، اصلي سيمه ييزه بڼه، چې پخپله يې مسعود وګړي کاروي.
په پورتنيو څلورواړو بڼو کې تر ټولو بده او کرکجنه بڼه محسود دى، چې ((نېکمرغه مسعود)) په ((کينه کښ محسود)) اړوي. دغه بڼه ډېرى په پاکستانيو رسنيو او له هغو نه په تقليد سره په افغاني او نورو بهرنيو رسنيو کې کارول کيږي. د پاکستاني رسنيو اغيز پر دې کليمې دومره ډېر شوى ، چې اوس پخپله په وزيرستان کې هم که کوم لوستى پيدا کيږي د نوم تر شا ((محسود)) کليمه کاروي.
برني ( په افغانستان کې ميشت) مسود بيا په بشپړه توګه مسعود کليمه کاروي .
((محسود)) او ((مسعود)) دواړې عربي کليمې دي، چې په متني بڼه ورته کارول کيږي، خو پخپله په سيمه کې دغه قوم په څه نامه ياديږي؟ مسيد. د پير روښان له پېره رانيولې بيا د هغه د روښاني غورځنګ ترپايه پورې د پښتنو دغه ستر او زړور قوم ته يوازې مسيد کليمه کارول شوې ،نه مسعود او محسود او مسود. په شفاهي توګه هم خلک يو بل ته مسيد کليمه کاروي. د مسيد کليمې په اړه يو باور دادى، چې اره بڼه يې مسعود ده، خو دا، چې په وزيري ګړدود کې هر واول تورى پر بل واول بدليږي، نو د مسعود واو په يا بدل شوى او مسيد ترې جوړ شوى دى. که رښتيا داسې وي او پوهان يې راسره ومني، بيا نو اړينه ده، چې موږ په ليکنۍ بڼه کې مسعود وکاروو، نه محسود. او که د رېښې او تاريخي شاليد له مخې راسپړل کيږي او لرغونتوب يې تر اسلام مخکينيو پېرونو ته رسيږي، بيا نو تر ګردو دغو مسيد کليمه غوره ده، ځکه هغه مهال به پر پښتو د عربي ژبې اغيز نه و.
د پايلې په توګه ويلاى شو، چې د مسيد او مسعود کليمې په دوو لاملونو غوره دي:
مسيد خپله سيمه ييزه کارېدونکې کليمه ده او تاريخي شاليد يې زباتوي
مسعود عربي کليمه ده، خو تر محسود او مسود ښه مانا ورکوي او د کينه کښۍ پرځاى نېکمرغي ورکوي.
راځئ نور په خپلو خبرونو، رپوټونو او ليکنو کې د محسود پرځاى( مسعود- مسيد) وکاروو او نور بيت الله مسعود په بيت الله محسود او سېلاب مسعود په سېلاب محسود ( کينه کښ ) ونه ليکو. موږ بايد د نورو تېروتنې تکرار نه کړو، نور، تل په بشري او جغرافيايي نومونو او موقعيتونو کې تېروځي.
کره کتنه