هيله ده چې په زړه پورې غاړې په تبصرو برخه کې وليکئ څو بېرته پر ليکه شي.
زړه مې نه ځي پښې مې لاړې
دخداى روى دى که به ژاړې
قران مې دى به ګران له ځم
که سپوږمۍ دوې راختې هم
چې مې ستا فکرونه يوسي
بادام ګل وکړي بيا تو سي
زه نازک په بن کوم
که يې څلور نورې وي هم
په نازک به غوړېدم
له ناستو خلکو شرمېدم
موږ د بل والات مرغان يو
نه کينو نه پر چا ګران يو
سپينه ږيره خوله کږه کړي
سړى څنګه ورته يه کړي
سپينې خولې چينجي به وکړې
نازک غوښتې ور مې نه کړې
څنګه درشم په ښکاره
نرۍ ستا کور دى په قبله
راته رادې کړه دوکه
نرۍ په بل مه شې زړه
ستا له ډېرو تومتو
له کلي بند يمه ژېړو
که زه مړه شم ګل خبر کړئ
زما د غاړې اميل ور کړئ
ګل دې خاورې شي ځواني
چې ستا د غاړې اميل وړي
سپينه خوله ازاد غاښونه
پروياله مينځي غابونه
زمابه دونه بخت په څه وي
چې نازک به پر وياله وي
نازک ګل دى د ر غبولې
نجونې ګردې ورته ټولې
ګله دود کا سپيلني
دا ظالمان دې نه پرېږدي
زمى ترسو شنې سوې سپاندې
غم دې زور وکئ راباندې
پسرلى شو شنې سوې سپاندې
غم دې زور وکئ راباندې
پرې مې سوې دز ړ ه ابرې
په زړه ناترسې نه راځې
پسرلى سو سپاندې شنې سوې
پر ما دې غرقې اندېښنې شوې
زړه مې ډک له ارمانو
لکه انګى له سرو دانو
ښايستې که دې باور دى
زما په اوښکو اوبه خور دى
سپين پټکى خړ يې کالي
تر ما ادې ورته باړي
تروږمۍ ده سپي يې خوري
ګران په شنشوبي کې راځي
پر وياله زرکې دڅه وې
زما مطلب ليونو ته وې
زړه مې ايښى ستا پر خوله
راکه لونګ له تپاره
لارې تورې که نرۍ
دشپې درځم نشه سپوږمۍ
لارې تورې که دغرو
زه پر سيکل درځم ژېړو
ستا دسترګو جاوړ خړ
له پنده باسي مساپر
دچورۍ پر پوزه لوړه
مزې تاوکړې چارګله
نه مې ديد درسره کېږي
نه ژېړۍ صبر را لوېږي
ماسړوکى باد وهي
دګران پونډۍ ځولنې خوري
غاښ په ورو رالګوه
چې سهار خاپ نه وي ښکاره
مخ مې ګرد واړه خاپونه
ګرانه مات دې سه غاښونه
اوس مې خوږ سي باړخوګان
پر غاښو درد که دجانان
ته دپلار په کور زړه شوې
خوندکيانې دې واده شوې
خود به ناسته يم سرتوره
ګرانه سېځلې يم بې اوره
نيمه شپه مزل خواري ده
خود ورځم نوې ياري ده
چې په سپينه ورځ درځم
خود به تهمت ددنيا وړم
نجونې راغلې درګې درګې
نه وې ستا ښايستې سترګې
ګران راځي دژمي زنګ دى
ادې وڅکېږه ځاى تنګ دى
تر نږدې ليا لرې ښه يو
موږ عادت په بېلتانه يو
ستا دسر له تاويزو
وماته يو راکړه ژېړو
سپوږمۍ زما اوستا دښمنه
اوس راخېژي سروبنه
زړه مې نه دى پر درښه
نازکه سور دې سه واده
دشپنو ياري دې سره سي
زما به لور له ژړا مړه سي
سپينه خوله شونډه نرۍ
ستا مريدان يو شينخالۍ
ګرمه يم ګرمتيا منم
سبا به پښو ته دګران ځم
بدلوم موزي په ګران
پښتنو سود دى که تاوان
موزيګيه دسپي زو
بلامې واخلې دخالو
ملامت يې ستا پر خوله کم
نرۍ ولاړ سم که جنګ وکم
زما په غېږه کې ويدېږي
په ګران مور څله وېرېږي
ته چې زما له غېږې تلې
دلته کاذب و که سپېدې
زه چې ستا له غېږې تلم
دځان په سد نه پوهېدم
نن مې ښکل کړه ميمونه
مخ له مې هېره وه روژه
زما وستا له ميانه غرونه
سپوږمۍ نه راوړي حالونه
نوک دې مه څرخه په ځمکه
زما دې زړه وخوړ هلکه
په زړه مې نرمه ده ادې
که مرکه اوس را لېږې
زه اوس ځان پټ کړم که ګران
پروڼۍ بيا رالى باران