خدايه بيا کډې بارېږي ـ زړه مي ستړى ستړى کېږي .
بيا يو څوک رانه بېلېږي ـ زړه مي ستړى ستړى کېږي
سپېره دښته نه ختمېږي ـ منزل وار په وار ورکېږي
مازديګر دى لمر ډوبېږي ـ زړه مي ستړى ستړى کېږي
هلته لېري څوک ژړېږي ـ لا زګروي اورېدل کېږي
نيمه شپه ده ډزې کېږي ـ زړه مي ستړى ستړى کېږي
وينم خوب دوړې بادېږي ـ وينې پلو کې ترې پاتېږي
خدايه څه به را پېښېږي ـ زړه مي ستړى ستړى کېږي
ورځ په ورځ راته ګرانېږي ـ نن مي بيا سقيم يادېږي
شپه به بيا څنګه تېرېږي ـ زړه مي ستړى ستړى کېږي
د لېمې له يادولو سره يې كاپي كول پروا نه لري



23.03.2010
- سيد شاه سقيم
د ډاګي په لوړه څنډهيوه غټه لوړه ونه غزېدلى ښاخ ولاړه د سپرلي په انتظار کې
يې بربنډ وجود نيولىچې به بيا پاڼې تازه کړي بيا به وسپړي ګلونهبخملين يو شين لباس به
بيا په تن کړياو د شنه سيوري د لاندېمېله ځاى به وي د نجونونازولي به...
02.04.2010
- سيد شاه سقيم
که ته خبر سې چې زما سترګو کېاوس غم لړلواوښکو ډنډ جوړ کړىنو ته به هم زما پرحالخپلې بې رحمه اوښکې وڅڅوېيوځل خو وليکه چې تاته هم زه ياده يمهيوځل خو وليکه چې ستاسترګې هم ـ مالټوييوځل خو وليکه چې تاته هم زه ګرانه يمهيوځل خو وليکه چې زه هم ستاپه زړه کې اوسمستا دښايستو سترګو لېمه کې اوسم...