هغه په معصومه ژبه راته وويل:
((دا تصوير وينې! دا زندۍ شوی .))
ما تصوير ته په ځير سره وکتل د يوې ونې انځور وو چې ټولې پاڼې يې رژېدلې وې.د هغې ونې په تن کې د يوې ښځې څېره ښکارېده.د ونې ﻻندې د رژېدلو پاڼو پر سريو سړی ناست وو، او داسې راته ښکارېده لکه هغې ونې چې له خپلو رژېدلو پاڼو نه يوعرش ورته جوړ کړی وي.او د هغه د راحت لپاره يې خپلې پاڼې اوارې کړې وې.
(( په دې کې خو هيڅوک هم نه دي زندۍ شوي)) له ځان سره مې وويل.
هغه لکه چې زما خيال لوستلی وي ،په موسکا راته وويل:
((په دې کې ته ځان نه وينې؟))
ما وويل:
((هو د دې ښځې څېره له ما سره ورته والى لري.))
هغه په خندا تر ﻻس ونيولم او د بل تصوير مخ ته يې ودرولم او بيا يې راته وويل:
((دا تصويروينې؟دا هم زندۍ شوی.))
په هغه تصوير کې يوه ښځه وه چې د سمندر تر څنګ په يوه ګوښه څنډه کې ناسته وه اواوښکو يې سمندر ته اوبه ډالۍ کولې.
زه حيرانه شوم او ومې ويل:
((په دې کې خو هم څوک نه دي زندۍ شوي، دا ته ولې ما ته وايې چې دا تصويرونه زندۍ شوي؟))
هغه په لوړ غږ سره وخندل او له ځان سره چې يو څه يې ورکشولم، ژر له بل انځور سره مخامخ کړم.په هغه تصوير کې يو ځلانده زړه وو چې هيڅ ډول رنګ يې نه درلود اوپه يو قفس کې بند وو.خو بيا يې هم له خپلې رڼا سره ټول چاپېريال روښانه کړي و.
ما هر څه ته په ځير سره کتل خو هيڅ داسې څه مې نه ليدل چې زندۍ شوي دې وي.هغه ﻻ هم په لوړ غږسره خندل او وار وار يې دا خبره کوله:
((دلته ټول تصويرونه زندۍ شوي...دلته ټول تصويرونه زندۍ شوي...))
ما په قهرجنه لهجه وويل:
(( ته زما وخت تلف کوې، نه خو دلته څوک زندۍ شوي او نه هم تصوير زندۍ کېږي))
هغه ما ته په ترحم سره وکتل او ويې ويل:
((دا ټول ستا انځورونه دي،دا ته يې!!!
دا ستا ژوند دی او ته ﻻ ډيره پخوا زندۍ شوې يې...))
زما غوسه نوره هم ډېره شوه او ومې ويل:
((زه ژوندۍ يم!!!))
((زه څنګه زندۍ شوې يم؟؟؟))
هغه راته وويل:
((هو ـــــــ ته ژوندۍ يې ،خو ستا ژوند زندۍ شوی.ته د رشتې په رسۍ زندۍ شوې يې.ته ﻻ وخته زندۍ شوې يې...ډيره پخوا زندۍ شوي يې!!!))
زه په فکرو کې ډوبه شوم او په قراره سره مې وپوښتل:
((ته څوک يې؟؟؟))
هغه راته وويل:
((زه ستا هغه خيال يم چې تا زندۍ کړی يم.... تا حتا خپل خيال هم زندۍ کړی.....))
د لېمې له يادولو سره يې كاپي كول پروا نه لري