له اوښکو مو سېلاب جوړ شو جهان به غرقوي
زاړه واړه به يوسي اوځوانان به غرقوي

چې مړې کوترې خوري او مړو هوسيو پسې ګرځي
بازان به ټپوسان شي او زمريان به غرقوي

په چيغو او فرياد مي ګاونډيان بېحده خوښ وو
له دې نه خبر نه وو چې خپل ځان به غرقوي

يوازې مي کابل ته سورسيلاب راغلى نه دى
ايران ته هم ورځي او پاکستان به غرقوي

همداسې که کشمير مقبوضه باندې يې جنګ وي
په خداي مي دي قسم وي هندوستان به غرقوي

حيران يم چې تراوسه دوى په څه طمع ويده دي
جنګ راغى باجوړ ته او مردان به غرقوي

يوازې د لادن زوى څه داور بڅرکى نه دى
په دغو دسيسو مسلمانان به غرقوي

صادقه! که ميدان ته افغاني زلمو راټوپ کړ
وطن به دې جانان شي غمازان به غرقوي