هو ............... ته به خفه وې رانه
تا به له ما څخه ګیله کړې وي
چې ته مې روغ ولیدې
بیا هم نه مسکه شوم او نه مې ستړي مشي درکړه
د یخو یخو اوبو ډک کنډول خو لرې پریده
خو ما هم هاغه د جنګونو لاره
هاغه د غرونو له وطن راغلې
له شنه سهاره تر ماښام څارله
میندې به ناستې ډکې سترګې بوټ وتلي زړونه
خویندې پرتې به په سجدو وې او دعا په ژبو
له ماشومانو اروا وتې ترې مستي هیره وه
څوک به په څار د کوم یو دنګ زلمي وې
ګلالۍ ناوې به وې داسې ناستې
لکه چې کومې بلا بو پرې کړی
یا وي بتان په کوم ویران مندر کې
چې به لښکر په کومه ورځ په لویه لاره راتلو
څوک به د لارې سر ته لاړې په متي ګامونو
څوک په بلې ولاړې ډکې پيڅې
هو له نرګسو له رامبیلو ډکې
څوک به په منډو شوې کنډول به ېې چینه کې غوپ کړ
د یو اتل ژڼي و مخ ته به ېې په ناز ونیو
خو له شهیدو ژڼو بار اسوته
د چا سلګۍ به شوې په ویر بدلې
له خپلو ټنډو به ېې وشکول شینکي خالونه
زه به هم ناسته وم هكه،پكه
خو ما به سترګې وې ګنډلې د لښکر په بیرغ
نو دې نسکور بیرغ ته وینې مې د تن وچیدې
ځکه خو چوپه ومه
ستا په ژوندي لیدو به هم زره مسکۍ نه شومه
تا به لیدم چې په خپل ځای به هسې ناسته ومه
نه مې همزولو سره ورورڼه ژړل
نه مې هم کومې ناوکۍ ته تسلي ویله
نه به هم کومې بورې مور ته ورترغاړې وتم
ځکه چې ما په زړه خوړلې له لومړۍ ورځې وه
چې هره ورځ به جنازې وي او ویرونه به وي
دا میراتمړی د لښکر بیرغ چې هسک رانه شي
نو یوه ورځ به شنه خالونه د چا پاتې نه شي
تر څو له هر کلي ژڼکي راپاڅیدلي نه وي
چې ددې شنه بیرغ د لاندې اودریدلي نه وي
څو چې امیر مو یو ناره مو یوه شوې نه وي
ترڅو په نوم د تش الله ټول جنګیدلي نه وي
نو دا بیرغ به کله هسک رانشي
او زما خال به هم تر بلې ورځې پاتې نه شي
كاپي يې يوازې د لېمې په يادولو جواز لري