سهار ښکلى ښايسته وځت وو
ګل ګلاب زما په بخت وو

چې دیدن له یې ورتلمه
ښایسته چمنی تخت وو

خو په پاڼویې ازغي وو
په منګل یې شکول سخت وو


بس چې څنګ ته ورغلمه
ناګهانه ولویدمه

هم مي ګل رپې رپې شو
هم په زړکې زخمي شومه

هم له هغه ګل شوم صبر
هم له بله مي زړه تورشو

که دي پام په دې طرف وي
دازماد ځوانۍ وخت دى