په زړه را اوري يوه ګړۍ مي نه هېرېږي جانان
 زما له لکه وينه په رګونو کې بهېږي جانان 


روح به مي والوزي له تنه زاره چاودى به شم
خداى مکړه چا که وېل چې نن درنه بېلېږي جانان 


لکه ماڼو درته لوګى شه د لاهور پسرلي .
د کوټې ښاره ! ستا په غېږ کې مي اوسېږي جانان   


لاس مي په لاس کې ټينګ کړي شونډه تر غاښو لاندې کړي
د زړه خبره په خوله نه کوي شرمېږي جانان 


هغه نجلۍ پکې اوسېږي لکه نغښتې پاڼه
د زړه کتاب چې مي هر ځاى خلاص کړې پيلېږي جانان


سقيمه ! بيا به مې ګرېوان په لېونتوب وخاندي .
بيا يې څېرم بيا مي تر سترګو سترګو کېږي جانا
ن