زه دي وينم ګران هيواده سورګلابه !

ډېر لوېدلى يې دژوند له اب وتابه
يوچنجى دى پنجابى دى

چې په سترګونه ښكارېږي
نه په ورځ اونه په شپه كې معلوميژي


خپروي په نيمه شپه كې وزرونه
پاكستان دى چې په برخې  توپانو كې دي مزلونه
ستا بستر دى  داظالم چنجى ليدلى

تر غونچې پورې څوځلې درغلى
ستا په سرو نازكو پاڼو باندې پرېوزي
ستا دزړه ستا دسينې په اوبوكښېوزي

له ښكلا سره دي كړي نامرده مينه
وچوي دي دسينې رنګينه وينه