دا ته څومره زړور يې

وا دا څومره لوی یاغي يې
چې د څو روپو دپاره
د خپل خدای (ج) سره په جنګ يې
د رسول (ص) مخالفت کړې
له قرآنه يې اوښتی
ای په غبرګو سترګو ړوند شې
ته نه ګورې عزتونه
د ملالو لوټل کېږي
ستا پر وړاندې له سپین ګیرو
ټول کالي يې ایستل کېږي
تي خواره د خپلو میندو
سره غبرګ په اور کې سوزي
ته اوس هم ټوپک پر غاړه
د کاپیرو ساتندوی يې
کله مخکې کله وروسته
کله غبرګ ورسره درومي
راشه ځوانه توبه وکړه
ځه وبیرته مسلمان شه
ګنې لاړې دوزخي يې
که ته نه منې نو راشه
چې قران ته سره کښېنو
بخاري او ترمیزي کې
هم پر تا داسې فتوا ده
چې دوزخ کې ټیکانه دې
له کاپیرو هم بدتره
له دوی هم ځینې ژوره
هی هی ځوانه ډیر افسوس دی
څومره بد ځای ته وردرومې
هغه ځای درکِ اسفل دی

 

اغلې بلېنډه بدرۍ