ان له سهاره د قوې ( کتار ) دراتلو اوازه وه ، دکلي پېغلې او ځوانې ميرمنې له خپلو ماشومانواو قيمتي شيانو سره ليکه – ليکه دغره په لور روانې وې .

شيبه پس کلى له ځوانو ښځو او ميرمنو تش شو . مجاهدين يو- يو له خپلو کورونو را واته او د ټوپک شپيلۍ يې لمر ځلولې . د چنار لاندې سره راټول شول . چا خپلې وسلې پاکولې چا شاژورونه ډکول او چا په چانټو ګوتې وهلې .

قوماندان چې دچنار ډډ ته يې ډډه وهلې وه ، په خپله ماشينداره يې غوړه لته راتېره کړه ، دوه درې ځلې لټ راکش کړ او چې هر وار ترې اخوا دېخوا مرمۍ ولوېدې نو بريتونو لاندې موسکى شو .

بېرته يې شاژور کې کېښودې ، قيد يې وواهه راکټ يې له مېنځه راجګ کړ او بيايې وويل :


هلکو ! ماڅو کرته ويلي چې ترڅو امر شوى نه وي نو ډزې مکوئ ، خو تاسو هغه وخت په ځان نه پوهېږئ ، له قوماندې مخکې شاژورونه تش کړئ .

داځل به داسې نه وي ، اوازې دي چې قوه لويه ده ، که په تخنيک ونه جنګېږو تباه کېږو .

راکټ يې نور هم جګ کړ : او ل ډز به دهمده وي او بيا ... لايې خبره پوره کړې نه وه چې توريالى راوړاندې شو :

قو ماندان صيب ! څو کرته مې درته ويلي ، داځل چې هر څنګه وي راکټ به ماته راکوې او بيا يې خپل پنځه ډزي ټوپک ته چې په شپيلۍ کې يې سور ځونډى بند و لاس ونيو : زه نور دا اوږده بلا نه شم ګرځولى .

ابله قوه کې مې څو مرمۍ ټانک پرې وويشت دکاپر زوى والله که پرې خبر وو ، ترڅو ترې شنې لوخړې پورته نه کړم زړه مې نه يخېږي .

قو ماندان خپلو مجاهدينو ته مخ واړو :

توريالى له ډېره وخته راپسې دى . څو ځلې راته ويلي ، ښه زړوردي ، خو په راکټ مې زړه نه کېږي . سم راته په سُر برابر نه ښکاري .


هسې نه يا ځان ژوبل کړي او يا مو له دې يوه راکټه خلاص کړي .

 
توريالي سترګې سرې شوې ، ټولو ته يې بدې بدې وکتلې او بيا يې دستي چانټه له ټټره خلاصه کړه ، ټوپک يې کېښود او په تلو – تلو کې دګوتې په خوځلو سره وويل : يابه بې سُره توريالى نن خپل سرخوري اويا به ...


قو ماندان څو غږونه ورپسې وکړل ، خو ده يواځې ( راکټ دې په تاسو مبارک وي ) وويل او د ونو په منځ کې ورک شو .


د ماسپښين اذانونو ته لا وخت پاتې وه چې ، د شوبلو ډوب – ډوب غږ ونه راورسېدل .


مجاهدينو د د عا لپې پورته کړې او بيا دسترګو په رپ کې ټاکلو ځايونو ته ورسېدل .


د هغوي له رسېدو سره سم څو چورلکۍ را واوښتې او په شاوخوا سيمو يې دسکروټو باران جوړ کړ .


څو دورې يې ووهلې او بيا بېرته له سترګو پناه شوې . دټانګونو غږونه رانږدې شول ، سړک ته د نږدې کورونو ښيښې په جړقېدو شوې .


توريالي هم له خپل زوړګيلن سره ځان ور رسولى و او له سړک نه لاندې بوټو کې پټ و .


دکتار د اول سر ټانګونه او څو پوځي موټر تېر شول ، خو لا يو خړ ټانګ له دوه موټر و سره پاته وو

، ورو- ورو رانږدې کېدل او د توريالي وينه هم په خوټېدو وه .


لا پناه شوي نه وو چې دراکټ ډز نږدې غره داسې په شوق بدرګه کړ تا به وې ده هم په خپله لمن کې سورمخو يرغلګرو ته زړه ډک و .


ورپسې دماشيندارو غږونه پورته شول ، ځينې موټر به څو ګامه په يوه ډډه روان و او بيا به په ګړنګونو کې ورک شول .


له پوځي موټرو شيبه په شيبه شنې لوخړې پورته کېدې او پر سړک يې خولې خښولې .


ورپسې ټانګانو کې ناستو کسانو چې د خپل سره انقلاب د پرمختګ ضد عناصر يې تورو کندو لېږل ، په سړک کې پاتې موټر يې هم کندو ته غورځول او په تېښته کې يې د پرمختک لاره اواروله .


شيبه وروسته ، دسړک دواړه غاړې له اوسپنيزو خوليو او اوږدو چرمي موزو ډکې شوې .


دګڼو ګروپونو له خوا ډزې روانې وې ، شنو لوګيو يو بل اسمان جوړ کړى و .


وروستى ټانګ زړه نازړه توريالي خواته راورسېد خو چې کله يې په هوا کې د لوګيو ننداره وکړه ، چاينونه يې سست شول ، دمخې تاوولو په لټه کې شو ، توريالي حوصله بايلوله ، د تکبير له زړه لړزونکى غږ سره پرې ور وخوت ، ګيلن نه يې سرپوښ لرې کړ ، راټيټ يې کړ او بيا له اور لګيت نه پلته راوويسته .


په ټانګ کې ناستو کسانو چې له خلاص سر نه دا ننداره وکړه ، سترګې سپينې واوښتې د لاسونو په جګولو سره يې د دوست دوست چيغې پورته کړې .


توريالي چې دګيلن خوله يې هماغه شان ټيټه نيولې وه ، په اشاره يې ټانګ ته له سړکه نه دکوزيدو امر وکړ ، ټانګ لاندې پټيو کې ودرېد او په کې سپاره درې واړه کسان چې لاسونه يې جګ نيولي وو له هغه سره کلي ته راغلل .


مازيګر لمر په پريوتو وو چې ډزې غلې شوې ، دقوې پاتې کسانو او موټر په تېښته ځانونه ولايت ته ورسول ، شيبه پس خړ پړ مجاهدين چې پر شونډو يې د غرور موسکا خوره وه له نوو ماشيندارو او لاس تړلو سور مخو سره راورسېدل .


د قوماندان چې په پټې کې په ټانګ سترګې ونښتې ودرېد ، راکټ پسې سترګې وګرځولې خو چې کله يې توريالى له نوو کسانو او کليوالو سره وليد مخکې راغى ، توريالى پرې غږ کړ :

قو ماندان صيب ودې ليد بې سُره توريالى ؟


قو ماندان او مجاهدين هک پک وو ، ناستو درېواړو هم هرچاته شنې سترګې اړولې او لړزېدل .


قوماندان يو ځل بيا په پټي کې ولاړ ټانګ او توريالي ته وکتل او لايې پوښتنه نه وه کړې چې هغه ټوله کيسه تېره کړه .


قو ماندان نور هم ورنږدې شو : ښه نو په دې لنډ او تنګ وخت کې دې پطرول له کومه کړل ؟


توريالى له خندا شين شو ، ګيلن يې پر سر واړو او چې کله يې ترې دوه درې غټ غړپونه وکړل نو د سور مخو رنګونه لاپسې سره شول ، يوبل ته يې مړې وکتلې او سرونه يې ښکته واچول .