زمونږ کلي ته راشه ارمانونه په سلګو دي

د خټو خاورو ډک مو دېوالونه په سلګو دي

 ټکور به ورته څه شي اې طبیبه لېرې کېږه

په وار، وار ناسور شوي پرهرونه په سلګو دي

 له خولې نه مو سندرې د خوښیو هېرې شوې

دزړو د پاسه ستړي فریادونه په سلګو دي

 ژړا مو مېلمه شوې ده خندا ده کډ ېدلې

 شلېدلي تار په تار مو ګرېوانونه په سلګو دي

 په بڼ د پسرلیو مو نن حکم دخزان دي

 د کلي کورمو سوي چنارونه په سلګو دي

نه خوند د میکدو لرو یارانو دغه څه دي

 خالي له محبته مو جامونه په سلګو دي

قاصده له جګړو سره د خولې خبری نه شي

کلام د شونډو هیر زمونږه زړونه په سلګو دي‎