زه چې تاخلق کړم
ته مې وينه په رګوکې شړې
تادرنګينوکائناتو غيږکې
يوه زره رنګ اويوه ښکلا پيداکړم
تامې احساس ته دجمال سندره وويله
تامې دزړه په تانده زمکه ارزوګانې شنې کړې
تامې دسترګوپه اينو کې يوتصوير کېښود
پاس په تصوير دې راته وليکل
جانان دې يمه
زه دې يوشورکړمه
يوه مينه يو پاڅون دې کړمه
خو اوس يوبل څوک
ستاله لاری غړېدلی يو څوک
زماارمان قتلوي
زما ارزوګانې وژنې
زمادشونډو دمسکاپلوشه
توروتياروکې نغاړي
زماپه سترګوکې تصويردجانان
په سرولمبوکې سوزي
ته ورته ګورې ورته هيڅ نه وايې
زه درته ګران نه يمه ؟
که دابدمرغه داقاتله څېره
زمادوينو په پور اورته بيايې 
14.09.2008
- سيد شاه سقيم
شي ستا يادونه ملهم کله کلهشېبې خوږې شي د غم کله کله
بېله تا زهر شي ګنډېر شي خدايږوخواږه خواږه هم صنم کله کله
زړه کې مې اوسې تل تر تله يارهڅه شول چې نه دې وينم کله کله
ته مې په خيال کې اوسې ځکه اوريپر ګرېوانه مې شبنم کله کله...
14.09.2008
- سيد شاه سقيم
په وطن موجوړماتم دیتورتمونو کې مو شپې ديدا د کوم ظالم له لاسهچې ظلونو کې مو شپې دي
ګران وطن راته سوراور شود دوزخ لمبې ترې خېژيبل محشر ته حاجت نه شته قيامتونو کې مو شپې ديدا د کوم ظالم له لاسهچې ظلمونو کې مو شپې دي
د کابل هره کوڅه موښکلې ښکلې خاطرې دياوس يې وران اوويجاړګورمګړنګونو...