د ډېرو ماتو دروازو ځنځير مي ورشرنګاوو
لكه ملنګ د زيارتو ځنځير كمي وشرنګاوو

په خپله ډېره هوښيارتيا كې چې مي ځانته فام شو
وم لېونى د زولنو ځنځير مي وشرنګاوو


اوس په خپل جرم اعتراف كوم په ډاګه وايم
ستا د مړژواندو ارمانو ځنځير مي وشرنګاوو

ګوندې د كلي ګلبشره به مي غږ وپېژني
لكه طالب د وظيفو ځنځير مي وشرنګاوو

قسمته! تا لكه بې وسه مسافر داسې كړم
ګرزم  د ډېرو جوماتو ځنځير مي وشرنګاوو

چا چې په ما پسې را اخيستې تورې بېرته يوړې
حقمله ! داد ى د هغو ځنځير مي وشرنګاوو