دا يو لنډه كيسه ده چې يو ويښ مست او حساس هلك ليكلى ده .
او له اروپايي ژوبو څخه ترجمه شوې ده .دا كيسه دا ښكاره كوي چې ويښ ملتونه د خپلې ملي ژبي سره څنګه مينه لري .
دا كيسه ډېر كلونه وړاندې د كندهار په طلوع افغان ورځپاڼه كې هم خپره شوې ده .
وروســــتــــى لــــــوســـــــت
د پسرلي يو ښكلى سهار وو .
د ګهيځ نرى شمال چلېده .ددې ښكلي سهار په ننداره بوخت وم چې د ښوونځي وخت را څخه تېر شو .
زما خپل سبق ښه نه وو زده .پر لارې تلم او دا مي ويل :چې ښاغلى ښوونكى خو ضرور زما څخه پوښتي او هرومرو به را څخه خواشينى شي .
يو وار مي زړه وغوښته چې بېخي ښوونځي ته ولاړ نه شم .خورا ښه ورځ وه ، هرې خوا ته ګلان غوړېدلي وو .د چوغكو چوڼكى وو .عسكرو خپل تعليم كاوو .كله كله د باجې غږ هم اورېدل كېده .
خو سره له دې ټولو نندارو زه له ښوونځي پاتي نه شوم .
زما پښې د ښوونځي خوا ته رهي وې .
نه پوهېدم چې ولې ؟
پر سړك يوه تخته ځړېدلې وه .شا وخوا ډېر خلك پرې راټول وو .نو ما د ځانه سره وويل چې ضرور خو دلته يوه نوې خبره شته .
ما غوښته چې ددې ډلې لوري ته ولاړ شم .او وګورم چې څه پېښه ده ؟
مګر يو سړي را ته وويل : اوس ښوونځي ته ځي ؟
دا وخت د تګ دى ؟
په دې خبره ډېر شرمنده شوم .
ژر ښوونځي ته لاړم .
په ښوننځي كې خو تر سبق د مخه د هلكانو ډېر زوږ وي مګر نن خو هيڅ نشته .
ټول هلكان پټه خوله دي .
چوپه چوپتيا ده .هلكان ټول په كوټو كې ناست وو . ښاغلي ښوونكى هم دننه وو .زه هم كزټې ته ورغلم . ښوونكي صاحب په خورا شفقت راته وويل :
راځه ، راځه كښېنه .
مونږ بې له تا په سبق پيل كاوو .........
زه ژر پر خپل ځاى كښېناستم
شا وخوا مي وكتل كه ګورم زمونږ د كلي مشران هم دلته ناست دي .
زه ډېر حيران شوم نه پوهېدم چې چې څه پېښه ده .
په دې وخت كې زمونږ ښوونكى صاحب پر چوكۍ ناست وو راته يې وويل :
هلكانو !!
تاسو ته نن وروستى لوست دركووم .
د پردې دښمن له خوا حكم راغلى دى چې تر د ې وروسته به په دې ښوونځي كې زمونږ په ملي ژبه لوست نه وي .
او په پردۍ ژبه به لوست كېږي .
نو ځكه نن دغه ستاسو د ملي ژبې وروستى لوست دى .
سبا بل ښوونكى درته راځي.
نو ګرانو هلكلنو د نن سبق ښه په غور واورئ .
ما چې د ښوونكي دغه خره واورېده نو سړې خولې راباندې راغلې .
ورېږدېدم . اوس نو د هغې تختې خبره ښه راته ښكاره شوه چې څه پرې ليكلي وو ؟
نن زما د خپلې ملي ژبې وروستى لوست دى .
تر اوسه لا ما ليك نه دى زده كړى .
اوف .. خدايه ما خپل وخت څنګه ضايع كړ ؟
كاشكې ما خپل سبقونه زده كولاى
زه د فكر په سيند كې ډوب شوم .هغه لوړستونه چې پرون ما نه زده كول نن مي ډېر ارمان وو .
پټه خوله وم له ډېره غمه مي زړه رېږدېده.
ښوونكې صاحب وويل :
افسوس تاسو يو غيرتي ملت ياست .مګر خپله ژبه به درڅخه پاتې وي .
هلكانو دا خبره ښه په غور واورئ .
چې زمونږ ملي ژبه تر ټولو ښه ژبه ده .داسې خوږه داسې ښكلې ژبه پر دنيا نسته .
تاسو نن محكوم ياست مګر خپله ملي ژبه هېره نكړئ .او ددې له ساتنې څخه لاس وانخلئ.
په دې ډول ښووونكې صاحب كتاب خلاص كړ.
او په ويلو يې پيل وكړ .مونږ ټول په فكر كې ډوب وو .
د خپلې خوږې ملي ژبې لوست مو اورېده .
د لوست وخت تېر شو د ليك وخت راغى .
مونږ ډېر كاغذونه د خپلې خوږې ملي ژبې په ليكنه تور كړل .ټولو ددغې جملې مشق كاوو .
زمونږ ګران وطن ، زمونږ خوږه ملي ژبه
په كوټه كې خورا هوا سړه وه .د مچ بون هم نه وو .د ټولو يوه شونډه لاندې بله پورته وه چې پټه خوله وو .
هو كله كله ،پر كاغذ د قلم كښهار اورېده كېده .
ما چرت واهه . ل ځان سره مي ويل چې :
ښايي سر له سبا به دا خواركۍ كوتره هم په پردۍ ژبه غومبر كوي .
اوف ! څومره بېوزلي ده ؟
ښوونكى صاحب هم په چرت كې ډوب وو .
له ډېرې خواشينۍ څخه يې كله كله سترګو اوښكې كولې .
لويانو خلكو هم نن په خورا خوښۍ سبق ووايه .
ځكه چې دوى پوهېږي چې نن د دوى د ملي ژبې وروستى لوست دى .
په دې وخت كې ساعت دولس بجې ووهلې .
د دښمن د عسكرو د تروم غږ اورېدل كېده .
د ښوونكي صاحب مخ ژېړ شو .بدن يې رېږدېده.په ډېر زحمت ولاړ شو ويې ويل :
ګرانو هلكانو ! زه....زه .....زه ....،
دده ستونى ډك ډك كېده .له خولې څخه يې خبره نه وتله .نو د تختې خوا ته رهي شو.
په رېږدېدلي لاس يې په پنډ خط دا جمله پر تخته وليكله .
زمونږ ملت دي ژوندى وي .
بيا يې مونږ ته په لاس اشاره وكړه .
ويې ويل :
هلكانو ولاړ شئ ټول خپلو كورونو ته .
ښوونځى وتړل شو.
مونږ چې د باندې را وتلو د ټولو تر سترګو اوښكې جاري وې .
آه جار تر خپل وطن
قربان تر خپلې ملي ژبې .