نن سهار د ښار خوا ته روان وم
د موټرو تمځاى او آن تر ښار پورې ورسېدم
په ښار كې هر سړى په دغه فكر كې وو
چې څنګه پيسې لاس ته راوړي؟
د ښار هر وګړى په دې ګدردش كې وو چې پيسې يې ګټلې واى.
ځينو خلكو لېږې او ځينو نورو بيا ډېرې غوښتې.
د چا په خيال كې ښه موټرونه
محلونه او ښې مستۍ ګرزېدې .
ځيني د موټر د خرڅېدو په ځاى كې ګرزېدل موټران يې خرڅول او را نيول.
ځيني خلك د بكسونو او پتلونونو څخه مالومېدل چې بهرنيو هېوادونو ته په منظره تلل.
ځينو د فقر په نامه هر سړي ته لاسونه اوږدول.
ځيني له كولنګ او بېلچې سره هك پك ولاړ وو .
څوك د بېكارۍ له لاسه په لاسي او خرګاډيو كې خوب وړي وو .
زما زړه په ټولو خوارانو او مزدورانو سوځېده.
څو ګامه چې وړاندې لاړوم يو زړو موچي ناست وو .
داسي مالومېده چې هره خوا ځينې وركه وه .
له ورايه برېښېده چې زامنو او لورانو يې له څو ورځي راهسي په غوښه څكه نه ده كړې .
او وچه ډودۍ هم په نيمه ګېډه خوري .
تر ټولو مي سخت زړه ور وخوت .
دده سترګې د هر سړي په څپليو او بوټونو كې ښخې وې چې كاشكې يو چا خو خپل بوټونه او څپلۍ ورته د ګنډلو او يا رنګولو د پاره راوړې واى.