زه پدې ژوند خوشحاله نه یم ختمېدل دي پکار
د غلامي حلقه له غاړې خلاصېدل دي پکار


کورموخراب وطن مو وران باغ او باغچی مو لوټ شوې
زلمو راپاڅئ یو قوت شئ ویښېدل دي پکار


که سره یو نشئ وحدت او اتفاق ونکړئ
د دادا کور مو لاس نه وځي خوځېدل دي پکار

اور ورته بل کړئ پکې وسېزئ دا لوی اژدهار
ددې بد جنسه لاس ,پښې ، سر پرېکول دي پکار

نور نو پدې او په هغې نومونو مه بېلېږئ
سره یو لاس شئ د وطن ازادېدل دي پکار