خدايه! څنګه قرار يوسم يو تنکى زلمى مي مړ دى
خدايه! څنګه صبر وکړم يو کمکى زلمى مي مړ دى
ما ژړلي ډير په زوره چې مي دا خبر تر غــــوږ شو
چې صمد روحاني مړ دى ګلالى زلمى مي مړ دى
ربه !دا څنګه دنيا ده خدايه څومره خاموشـــي ده
يو بې وسه يو بې کسه هلمندى زلمى مي مــړ دى
ستا ماشوم په چيغو ژاړي تړمي او ښکې يې بهېږي
د شهيد با با لار څاري څه مسکى زلمى مي مړ دى
ته خفه نه شې صمده! حسرت ډير په تا ژړلــــــي
شهادت دي مبارک شه غرڅنى زلمى مي مــړ دى