د تورتم شپه ده هیڅ سحر نلري

اوس مو په چغو څوک باور نلري

دزړه معصوم مرغه دې ونیورانه

په څه به والوزي وزر نلري

دښار د ښکلوو مینه نه کومه

د غره سړي ته کوم ثمر نلري

بدرنگو موخو ته ېې ووژلو

اوس مو یتیمو ته نظرنلري

دزړگي خونه خودې ښه ښکاریږي

خو څلور خواوته هیڅ ور نلري

سادات چا در ته خیرا کړیده

چې دعاگانې دې اثر نلري