درهم دینار اشرفۍ اخلي عقیده ماتوي
دنفس وږي دباطن ښکلې اینه ماتوي
وعده یې کړې خدایه څنګه به پوره کړي وعده؟
دنن سبا ښکلي خو دغه سلسله ماتوي
ورته به لاره ستړې ستړې منزل لېري ښکاري
که څوک ما یوس شي او دخپل زړه حوصله ماتوي
مایې منلي ما یې هر څه دي منلي دناز
رانه مرغه دعشق دشونډو په بوسه ماتوي
عمري! هو ورسره کړې په پښتو ژبه ده
دا ورته ګرانه چې خبره پښتنه ما توي