يو تركاڼ، ګنډونكى او جادوګر سره يو ځاى شول . څنګه چې هغوى د يو بې امنه ملك د لارې سفر كوو، نو د يو محفوظ سفر له پاره، هغوى پرېكړه وكړه چې درې واړه يو ځاى لاړ شي. شپه راغله او دوى په ځنګل كې پاتې شول . درې واړو ملګرو لرګي راغونډ كړل، اور يې بل او په نوبت سره يې په پېره پېل وكړ. لومړى تركاڼ پېره شو او د مشغولتيا له پاره يې د يو لرګي په توږلو پېل وكړ. تركان لرګى د يوې ښكلې ښځې په څېر جوړ كړ . له هغې وروسته يې ګنډونكى راويښ كړ او ګنډونكى په پېره ودرېد. ګنډونكي هغه څه چې تركاڼ جوړ كړي وو وليدل، او خپل وخت يې د لرګينې ښځې د جامو په جوړولو، تېر كړ. بيا يې جادوګر راويښ كړ، او جادوګر په پېره شو. كله چې جادوګر هغه څه چې تركاڼ او ګنډونكي جوړ كړي وو وليدل، نو جادوګر د مجسمې ( لرګينې ښځې ) په سر لاس وواهه او يو څو ټكي جادوګري يې وويله، هغه مجسمه راژوندۍ شوه، نور نو سهار شوى وو، كله چې تركاڼ او ګنډونكى راويښ شول هغوى وليدل چې تر څنګ يې يوه ښايسته ښځه ولاړه ده. سمدلاسه هر يو ځان سره پرېكړه وكره چې د هغې ښځې سره واده وكړي. تركاڼ وئيل: بايد زه ورسره واده وكړم، ځكه چې مجسمه ما جوړه كړه. ګنډونكي وئيل: دا خو به هېڅ شى نه واى، كه ما د ښايسته كېدو له پاره جامى نه وى جوړې كړى، جادوګر وئيل: بې ځايه خبرې مه كوۍ ، كه زه نه واى نو هغه به تر اوسه يوه لرګينه ناوه وى، بايد زه ورسره واده وكړم هغو تر ډيره وخته دعوې وكړې. او وروسته هغې ښځې خبرې وكړې نو ټول حيران شول، ښځې وويل: كوم چا چې زه ژوندۍ كړم، زما د پلار په حيث يې عمل وكړ. او هغه چا چې ماته يې جامى جوړې كړې، زما د ورور په توګه يې عمل وكړ. خو هغه چا چې جوړه كړم، زما خاوند دى، ځكه چې يواځې هغه زه لوڅه ليدلې يم. دريواړو ملګرو د ښځې خبرو سره وخندل او د هغې خبرې يې ومنلې. او بيا څلور واړو خپل سفر ته ادامه وركړه.