زموږ ټلويزیونونه دې ټولنې ته څه ورکوي؟

دنورو ورځو په څېر نن هم ستومانه اطاق ته راورسيدم خو ملګري مې لانه وو راغلي  د چایو ترموز له وړاندي نه ډک  پروت وواو يوه پیاله مي له چایو را ډکه کړه  . کله چې مې بغل واچاوو ، مخامخ ټلویزيون ته مې فکر شو ریموټ ته مې لاس اوږد کړ او سره  تڼۍ مې پرې  ټینګه کړه ، وارله واره د یوه هندي فلم سندره چالانه شوه خدای شته خوند یې راکړ او یوه ګړۍ يې تم کړم   خو سندره لا پای ته نه وه رسیدلې چې دوهم چېنل مې ورباندي ونیوه ، دلته بیا دیوه نوي هندي سریال  د پیلیدو تاوده تاوده اعلانونه خپریدل ، خونديې رانه کړ دریم چینل ته مې مخه کړه  هلته هم د هاپ (HOP)  په نامه د سندرو لړۍ روانه وه خو دا ځل ایله ( له هندي کلتور څخه لږ  را نږدې  شوي وو یوه ایرانۍ سندره يې ور اچولې وه!!!)  ژر مې چینل واړاوو ځلورم چېنل ته ورګډ شوم   بیا هم  یو هندي سریال خو دا ځل په پښتو ژبه ژباړل شوی وو ، ملي ټلويزيون ته  ورغلم  هغه هم له نورو کم نه وو او يوه  خوندوره هندي سندره يې پرې نیولې وه  نور هم همداسي تر پايه ټول شخصي چينلونه په همدې تکراري ، بې خونده ، او د پردي کلتور  او پردو لاسته راوړنو څخه په ګټه يې د اولس وخت بې ځايه ور ضایعه کاوو ،  خدای شته  زړه مي  ډیر بد شو پورته شوم  چې دباندي مي وکتل نږدې ماشام وو ژر مې د لمانځه لپاره اوداسه ته منډه کړه  ، او په زړه کې مي ویل کاشکي خو یو داسي چينل هم  وای چې  لږ تر لږه يې  د لمانځه په وخت خو یې  اذان ورکاوو ( خواخر اسلامي مملکت ده)
دا ددې ويرځپلي ټولني لپاره  د ډيموکراسي په نامه د راغلي نظام هغه  تحفې دي چې انشاالله  ډېر ژر به دا وروسته پاته  او خواره ټولنه له خپل کلتور ، ژبي  رسم رواج او. . .  څخه هم بې برخي کړي . دا منل شوی حقیقت دی چې  رسنۍ په خاصه توګه  انځوريزي او غږيزي رسنۍ په یوه  ټولنه  کې د عام اولس په خاصه توګه د نوي نسل  د فکر ، خیال ، پوهي  ، کلتور ، رسم رواج  اوپه ټوله ژوند کې د بدلون د راوستو توان لري .  خصوصاً په هغو ټولنو کې چې هلته د پوهي کچه کمه وي لکه  زموږ افغاني ټولنه  چې  د نالوستو سلۍ له  ۸۵  څخه هم پورته ده . 
رابه شو ددې خبري حقیقت  ته چې په داسي ټولنه کې چیرته چې  ټوله وګړي نالوستي  ، خوار ، بې وزله  ،او ځپل شوي  وي  د رسنیو او په خاصه توګه د ټلويزيونونو دنده  څه ده . ایا ننۍ ټلویزیوني چینلونه زموږ بې وزلي ټولني ته څه ورکوي ؟  زموږ ځپل شوي کلتور ته څه ورکوي ؟ زموږ نوي نسل ته چې  له تیرو لسیزو څخه یې بې له وینو دردونو اوښکو او وژنو هیځ نه دي زده کړي ،د پوهي او علم دلاسته راولو لپاره  کومه داسي لار او  پروګرام  جوړکړی چې  یو پلار خپلو زامنو ته ووايي چې بچیه ورشه په تلويزيون کې پلانئ پروګرام  ستا د روزني لپاره یو څه لري .
وړاندي مو ددندو خبر ه وکړه نو  په داسي ټولنه کې  د ټلويزیون دندي موږ کولی شو په لاندي توګه  یادي کړو
۱:-  د هیواد ،دین ، کلتور ، ژبی او ادبیاتو راژوندي کول  او نوري نړۍ ته  دهغو ور ښودل .
۲:-   د ماشومانو د زدکړي او مصروفيت لپاره تشویقي او انځوريز  پروګرامونه وړاندي کول
 ۳:-  د ټولنې د هري طبقې لپاره روزنيز پروګرامونه  ، د مثال په توګه  بزګرانو ته د  ښو او مهمو مشورو او وړانديزونو  ورکول ، یا ملي سوداګرو ته د اقتصادي  سياستونو او لارو چارو ښودل تر څو د ټولني وګړي  له علمي  لارو څخه زیاته  ګټه لاس ته راوړي  .
۴ :- د هيواد دسياسي او اقتصادي  نظام په   پېژندنه  همداراز ددولت  او ملت تر منځ  د یوه پل په توګه کار کول چې دا کار په اوسنۍ سياسي حالت کې ډیر مؤثر تماميږي  .
۵ :- په اسلامي ټولنه کې اخلاقي او شرعي پروګرامونه جوړول همداشان له  علماو او پوهانو سره مخامخ  مرکې ترسره کول څو ملت خپلې ستونزي  له دې لاري څخه حل کړي .
۶ :-   د ځوانانو د علمي سطحي د لوړالي په  خاطر بايد د علم په هره ځانګه  کې  عملي تجربې او له دې لاري څخه  له ځواني  طبقې سره نږدې اړيکې ساتل او دهغوی تشویق او له نشي توکو څخه د هغوی د لري والي په خاطر علمي مشوري ورکول نه د هغو بې لاري کول لکه نن ورځ چې دا لړۍ روانه ده
۷ :-  د کورنیو او ښځو لپاره  په اسلامي  او فغاني چوکاټ کې پروګرامونه جوړول او هغه ستونزي چې په افغاني ټولنه کې لیدل کیږي په ګوته کول او د هغو د اصلاح لپاره کار کول  ، همداشان هغه رواجونه او عنعنات چې د ټولني په ضرر دي مخنيوی کول .
اوداسي نور  چې ما په ډیره ساده توګه ستاسوو ړاندي  يو ځو مهم او ضروری مثالونه راوړل  .
که  ورته ځير شو دا چینلوچې په لومړي سر کې  د طلوع په نامه د افغان ضد خپرونو  چېنل دي ، چې په داورستیو کې څو څو ځلي وشرميده  خو بیا هم په هم هغه  .......... سپور دی . په پورتنیو  لیست شویو دندو کې يې یوې ته هم په دې نيت چې د ټولنې په ګټه دي تمامي شي لاس  نه دی اچولی ، هو کله ناکله د خپلو شخصي او شومو موخو د لاس ته راوړلو په خاطر هر څه کوي  (حتا د خلکو د بې عزته کولو تر حده) .
 ډیر د افسوس ځای دی چې په شپږو کلونو کې نه ملي ټلويزيون  ( چې دهر  ملت  هنداره ده) او نه کوم شخصي چینل چې هره ورځ يې شمیر زیاتيږي  داسي څه  وړاندي کړل  چې  په   هغه کې دي افغاني ټولنه نړیوالو ته انځور کړي  .
 یوه پاکستاني ملګري مې  یوه ورځ په ډیر تمسخر راته وویل  :  (( یار هغه کارونو ته چې تاسو په ۵ کلونو کې لاس واچولو موږ په ۵۰ کلونو کې وانه چاوو په داسي حال کې چې همدا ډيموکراسي موږ ته تر تاسو وړاندي راغلې وه ))  هو دا یو ر يښتونی خو تریخ حقيقت دی چې  د څو خرڅ شویو افغانانو له لاسه نن یوې سپيڅلې افغاني ټولنې ته  داسي  ګوته نيول کيږي ، هغه هم دچا له خوا  . . . !!!  .
موږ له خپل دولت څخه چې اوس (د افغانستان اسلامي جمهوريت)    تر عنوان لاندي په  دې بې وزله ټولنه باندي حکومت کوي دا هیله کوو چې که موږ ته څه نشی راکولی  راڅخه اخلی خو یې مه ، که ددې ټولنې  د در لپاره ملهم جوړ نه شوۍ  او په درملنه کې مو څه ورسره ونه کړل  نور ه خو یې مه ځوروۍ ،   که  ددې شخصی زورواکانو زور نه لرۍ  دومره خو وکړۍ چې نورو داسي شوم غرضو خلکو ته په دومره  مهمو چارو کې واک مه ورکوۍ . ددې ملت درد خوهسی هم چا دوا نه  کړ مالګه  خو مه پرې  شیندۍ . بس د یوه لیکوال په صفت او دهغو حقونو تر سیوري لاندي چې د رسنیو قانون راکړي دي  ځان ته حق ورکوم چې  خپل قلم وښوروم او ستاسو سر ورباندي  وګروم  .


د افغاني ټولنې د ارزښتونو د خونديتوب په هیله

عبدالله شاه ژوندون