ډي ګلوبلائزېشن

(دَ اروپا نظمیه جاج)

 

یوې خواته

دَ ګلوبل ویلېج خبرې دي

چې کېږي ،

بلې خواته

دَ قامونو تر منځ لارې

تړل کېږي

او

دَ پُولو دېوالونه

ورځ  په ورځ دَ هېوادونو

دَ اسمان په لور غزېږي

او نړۍ هم

بیرته ورو ورو

دَ پخوا په لور ستنېږي

نوره نوره هم پراخېږي

او

انسان هم له انسانه

بېزاري

لیرې کېږي

ــــــــــــــــــــــــــــــــ افضل شوق /مزل په واؤرو باندې / صفحه ۳۳۲