پروني مخونه

(یوه ریښتونې کیسه دَ مینې)

دَ پښتو ناول ( پروني مخونه) ژوندي عکسونه

 

                  

 

زه څه او له چا څخه پوښتنه وكړم ، چي دا زه څه ليكم .. اّيا هغه څه په زړه او ذهن لګي هم كه هسي هوا شي ؟ ­ منم چي زما په مزغو كي راپورته شوي دې تپوس بلا ځوابونه مخي ته په وار وار  راوړاندې کړې دي ، خو كوم څه چي ما غوښتلو .. هغه څه لا مخي ته كه څه هم كټ كټ هغسي نه دي راغلي ­ نو هم زړه ماتى ځكه نه يم ، چي په نن پسې سبا هم را روان دى .. كېدلى شي چي هغه څه هم مخي ته راشي چي زما دَ زړه او ضمير تسكين ورباندي كېږي .. خو يقينًا چي زه به بيا نه يم  . 

 

البته دومره وَشولو، چي پښتنو په يوه صلاح دا خبره اّخير هم وَ منله، چي دَ شوق قلم چي څه هم ليكلي دي .. كه هغه نظم دى كه نثر په كي دَ خېټي خبري دَ نه برابر دي ­ زما په خيال بس دغه ايوارډ او ريوارډ راته ډېر دى چي په خپل قول كي دروغجن او په جذبو كي ملاوټي نه شومه ياد.

 

دا ناول (پروني وخونه) هم شاهد چي هغسي ناول نه وي ، چي تر اوسه په پښتو او ګاونډۍ ژبو كي ليكل شوي دي ­ ولي چي په دې ناول كي هم له "الفه"  تر "يې" پوري هر څه رښتيا دي او هم هغه څه دي چي زما دي  او بس زما شاوخواته زېږېدلي دي ­ ګوا نه يوازي دَ دې ناول پلاټ زما په خپلي كيسې پوري اړه لري بلكې دَ دې ناول ټول كردارونه هم زما ليدلي كتلي كردارونه او راسره دَ ژوند تر دې ساعته څنګ په څنګ راغلي كردارونه دي ، چي زه هم ورپكي دَ سېلاني په بڼه ورګډ يم ­ ياني چپ له هېرو او هيروئيني ، هن چي نور ټول كردارونه په خپلو اصلو نومونو ور كي رول لوبوي لګيا دي ­ دَ وختونو تعين ، دَ سيمو ذكر  ، دَ پېښو نوعيتونه او كېفيتونه هم داسي رښتيا دي لكه په سپينه ورځ كي چي په اّسمان باندي ژېړى لمر څركېږي ­ ولي چي هر څه دَ ډاكومنټري پروف په رنګه نه يوازي له ما سره خوندي پراته دي بلكې په دې ناول كي هر ياد شوى كردار يې ګواهي په خپله خله هم كولى شي . 

 

پاته شوه دَ منظر كشۍ او مكالمو خبره .. نو دلته به دا وَ وايم ، چي دَ ساده كيسې څخه ناول جوړَول  افسانوي او ډرامايي مبالغې غواړي او ما هم داسي حتمًا كړي دي ­ مطلب دَ كيسې دَ خوند زياتولو دپاره مي دَ خپل شاعرانه عادت په سمون خبري په افسانوي او ډرامايي انداز كي نه يوازي كړي دي بلكې ښه ډېره مرچ مصاله مي هم ورګډه كړي ده .

 

ګوا كه څه هم دا زما كيسه ده .. زما دَ تږي ژوند او دَ مړې ميني كيسه ده ، خو تر ځانه پوري مي محدوده كړي ځكه نه ده چي په دې كي دَ فرعونانو ، يونانيانو ، رومنو او عربو دَ لنډ تاريخ سره سره دَ مصر، الجزائر، شام ، اُردن ، عراق او ځيني نورو ليدلو ملكونو سره سم دَ خپل هېوادوالو دَ روئيو، خوئيونو ، كلتور او هر اړخيزه ژوند په باب تجزياتي اشارې دَ يون ليك تنده هم ماتوي ­ چي هغه كه يوې خواته دَ دې ناول كيسه سرته رسوي ، نو بلي خواته وَ لوستونكو ته دَ سېل خوند او پند هم ور په ګوته كېږي ­ ګوا دَ دې پورتنئيو خبرو له سوبه زما كيسه تشه زما دَ تسكين يا دَ تشهير پلمه  څه ، چي دَ رسوائي وسيله هم نه ده ­ بلكې په كي دَ لوستونكو دَ دلچسپۍ خيال هم ساتلو هڅي شوي ده .

 

په دې ناول کې زه افضل شوق په نوم دَ سېلاني او زما شریک حیات یانې ډاکټر وهیبه سکاني افضل په نامه دَ وسا پرته چې څومره کردارونه هم ذکر شوي یا دَ ناول برخه ګرځېدلي دي .... دَ هغو ټولو عکسونه په دې وړاندې کوم، چې زما دَ مینې دَ ریښتونې کیسې صداقت دَ لمر دَ رڼا په شان په ریکارډ باندې ژوندی پاته شي -  ولې چې زه په ادب کې په رښتیاؤ څپړلو باندې یقین لرم .... نه چې په اوتو بوتو-

 

چپ له فرعونانو او دَ مینې دَ کیسې له خینو ډېرو زړو کردارونو ، نور ټول کردارونه نه یاوزې جیات دي بلکې تر اوسه لا ژوندي هم دي – په دې عکسي یوُن کې مې دا هڅه کړې ده، چې درست عکسونه مې دَ کردارونو او په ناول کې یاد شوؤ ځایونو په سمون داسې ورکړي دي، چې که چا زما ناول نه هم وي لوستلی ، نو دَ دې تصویرونو څخه زما ناولي کیسه سنجولی شي –

 

 

                                      توري خاوري                                                                                                                                                       

                                                             

 افضل شوق