ما دَ خپلي ځوانۍ درې يادګاري كالونه دَ كوئټي په سيمه دَ ۱۹۵۶– ۵۸ په ميانځ و ميان كي تېر كړي دي دغه دريو كالونو ما له دَ انسان دوستۍ ، ثقافت او ادب په ډګر ډېر څه ډېرڅه راكړي دي او ما هم وركړي دي زما په ژوند كي چي دَ كوئټي پښتنو څومره مينه ، محبت او اخلاص را پيرزو كړى دى ، نو دا حقيقت دى چي دغه هومره خواږه دَ خپل ژوند په دوه اتيا كاله كي زما نه دي نصيب شوي ځكه نو دَ دغه ټول اولس او هر وګړى زما دومره خوښ دى چي دَ بيان دَ وس نه ماورا دى
افضل شوق هم دَ دغه بختوري خاوري يو ځلنده لعل دى ، زما ډېر خوښ دى ځكه چي دَ كوئټي دَ اړخ هر يو كس زه دَ خپلو "كسو" نه كم نه ګڼم خو افضل شوق فنكار هم دى او زه يې په فن مئين يم ځكه يې نو زه خپل ځان ، خپل ځيګر ګڼم دا جذباتيت نه دى ، حقيقت دى افضل شوق .. افضل هم دى او شوق هم افضل ورته په دې نه وايم چي ګني ډېر قضيلت لري افضل ورته په دې وايم چي خداى پاك ورباندي ډېر ډېر فضل كړى دى دَ هغه شخصيت له خواږه هم وركوي او بركت هم هغه دَ نثري شاعرۍ يو معروف فنكار دى دَ ډېرو هېوادونو سېل يې كړى ، ډېر څه يې ليدلي دي، ډېر څه يې په خپل نړيوال شخصيت كي ځاى كړي دي
افضل شوق .. شوق ځكه دى چي بنده ورسره يو ځل اوويني نو دَ هغه په زړه دَ اشتياق كډي واچَوي چي بيا بيا مي اوليدى هغه ځكه هم شوق دى چي دَ پښتو ليك لوست سره ډېر شوق لري او دَ پښتو ژبي او ادب دَ خېرازۍ او دَ دې سره بې انتها شوق لري دغه شوق دَ هغه دَ نثري شاعرۍ او سفرنامه نګارۍ تر شا يو محرك قوت دى او دغه قوت داسي برقيت لري چي دَ هغه شخصيت ته يې مقناطيسيت بخښلى دى دغه شوق دَ هغه شخصيت " هزار داستاني " كړى دى
هغه اوس دَ خداى پاك په فضل و كرم دَ " اووه ګامه مزل" نه پس دَ څوارلس اروپائي ملكونو څوارلس ګامه مزل ته سېلمه كېږي ډېر زر به دَ دغه سفرحال دَ دوه عنواناتو دلاندي په دوه كتابونو كي چاپ شي ، ما دَ دغه داستاني رويداد څه سېل كړى دى او دې نتيجې ته رسېدلى يم چي سفرنامه يې " الف ليلائي" زړه راكښون لري په دې متن كي دَ يورپي معاشرې دَ " ښه او بد" نه علاوه نور هم ډېر څه وئيلي شوي دي دَ ليك اُسلوب يې سېلابي دى چي بنده په مخه واخلي نو تر هغې نه ايسارېږي ، تر څو چې بلي غاړي ته نه وي رسېدلى ماته دَ " فلېپ ليك" وئيلي شوي دي چي ميدان يې لنډ تنګ دى تفصيلي تجزيه يې شاهد ګران سعيدګوهر دَ خپل علم او فكر دَ جادو په ژبه اوليكي
زه چي دَ افضل شوق فن او فكر ته په فكر شم نو ماته سترګه ور ، دانشور او سخنور ښكاره شي زما يقين دى چي كه دَ هغه تصنيفات داسي په "شوق " چا اولوستل څنګه چي ما لوستلي دي نو هم دغه څه به واي ، څه چي ما اووئيل ماته دَ ګران اجمل خټك يو دُعائيه شعر دَ نيمي صدۍ راسې ياد دى نو زه به دَ هغه په ګل ورينه ژبه افضل شوق ته دُعا اوكړم چي ..
زما درته دُعا ده چي حاصل مي دَ دُعا شې
دَ وخت تورو تيرو ته لكه ستورى دَ صبا شي
اياز داودزئى
116 –E سيټلائټ ټاون _ راولپنډۍ ۵- ۸ -