وئيلی كېږي چې ناول داسې ليكل په كار دی چې څوك يې لولي .. نو هغه دي داسې محسوسوي لكه هغه چې يو ښه فلم ګوري ­ او زه هم په دې اړه كې دغه رنګه سوچ لرم .. خو يو سوال مې په ذهن كې په دې باب داسې هم راپورته كېږي .. چې لكه څنګه چې دَ نن ډرامه دَ پرون له ډرامې نه بېله او بدله ده ..هم نوره نوره بدلېږي ­ نو دغه رنګه دَ نن فلم خو هم دَ پرون نه بدله بڼه او ډيمانډ لري ­ نو اّيا دَ نن په ناول كې هم دغسې بدلون په كار دی او كه نه ؟ څه هم كه ځواب په " هو.. بې شكه ولې نه " كې سر ته را اورسي ­ خو دغه اثباتي ځواب به دَ نن دَ ناول كردارونه دَ سينونو او منظرونو په فرېم كې هم دََ فلم په شان " كټ ټو كټ يا شارټ كټ " يا نېغ په نېغه قيصې  سره خواوشا كې ښكاره كوي ­ كوم چې لازمي خبره ده .. چې تجريديت او ابهام ميانځ ته راوړي ­ اوس دلته دا سوال پيدا كېږي چې اّيا .. دغه فارمولا به په پښتو ژبې كې ليكلې شوي ناول باندې هم لاګو كېږي ؟ او كه دَ دې ژبې ناول هم دَ دې ژبې دَ فلم په شان نيم كلاسيكل انداز ته نيږدې نيږدې ليكل پكار دی ؟

          پورته رابرسېره شووْ سوالونو نه زما مطلب دلته دَ افضل شوق دَ دې ناول .. چې په جديده پيرائيه كې ليكلی شوی دی په حق كې داسې بحث كولو نه دی ­ چې دَ پښتني ناول دَ روائيتي چاپ نه يو طرف ته اوساتلی شي ­ ولې مونږ پوهی يُو ... چې " پروني مخونه" څه هم كه په پښتو ژبي كې ليكلی شوی كتاب دی خو پښتني مزاج نه لري او نه يو عام او نا لوستی پښتون قاري ترېنه هغسې خوند اغيستلی شي لكه كوم خوند چې هغه دَ قيصه خوانۍ دَ دوكانونو په تهړو باندې پرتو فلمي قيصو او زړو قيصو يا نكلونو نه اخلي ­ كېدی شي چې زه هم دَ دې ناول هغسې نه اوستايم .. څنګه چې ستائيل په كار دی ­ زما يقين دی چې دَ دې ناول  سره انصاف يو داسې نقاد كولی شي .. چې عالمي ادب يې لوستی وي او دَ اوسنۍ ادبي روئيو نه باخبر وي .. هم ويژن يې پراخ او اّفاقي وي ­ خو وايم به په دې چې چرته شوق صاحب دا نه اوګڼي چې ګني په پښتنو كې دَ هغه په دې ناول هيڅوك نه پوهېږي .. يا پوهېدل نه غواړي ­   

زما دَ پوهې مطابق په ناول كې منظرنګاري تش دَ منظرونو او نندارو يا ماحول رانغاړل نه دي .. بلكه دَ قيصې دَ ښه وضاحت او تسلسل ساتلو دپاره دَ كردارونو په صحيح وخت ، په صحيح موقعه او صحيح مناسبو بڼو كې ښودل هم دي ­ ولې چې ناول دَ انساني ژوند يوه داسې صحيفه وي چې په كې دَ ژوند دَ ستړياګانو، دردونو  او دَ غم يا خوشحالۍ دَ كېفيتونو تاريخ رقم كېږي ­ او په تاريخ كې دَ ښكلو نندارو، منظرو او جغرافيائي ماحول نه  زيات انساني واقعات ، دَ هغوئ روئيې او وختونو سره تړلي رشتې څېړلی شي ­ هم ځكه خو  قيصه دَ ناول دَ غوره شووْ كردارونو په لاس كې وركول په كار ده ­ كوم چې په دې ناول كې افضل شوق كړي دي او زيات اهميت يې خپلې قيصې ته وركړی دی ­ ځكه دَ ده كردارونه ژوندي ژوندي او سترګو وړاندي محسوسېږي ­ كه مونږ اوګورو .. نو په دې درست ناول كې هم دومره ماحولياتي منظر نګاري نه ده شوي .. څومره چې ځمونږ دَ پښتو يا دَ اُردو ژبې دَ زړو ناولونو په يوه باب كې شوي ده ­ خو دَ دې باوجود هم افضل شوق په يو ښه او پُرتاثيره ناول ليكلو كې كامياب شوی دی ­ كوم چې دَ ده هنري كمال څرګندوي .. او افضل شوق په پښتو كې دَ يو ډېر.. بلكه بېخي ډېر جديد ناول نګار په حېثيت ميدان وهلو ته راغلی دی ­ يعنې په دې نيت او سوچ .. لكه څنګه چې دئی په شاعرۍ كې دَ نوي فني انداز او نووْ فكري اّّفاقي موضوعاتو سره تړلی شاعر يادېږي .. او هم دغه رنګه دئی په سفرنامو كې دَ ابن بتوطه په رنګه سېلاني هم مشهور شو ­ لنډه دا، چې افضل شوق  دَ خپل نظم او سفرنامو په رنګه دَ پښتو دَ ناول بڼه هم دَ روائيتي قيصې نه دَ باقاعده اوسني معياري ناول په شكل كې راړول غواړي ­ او زما يقين دی چې دلته به هم ځينې پښتانه نالوستي نقادان هغه په دې جرم معاف نه كړي ­

راشئ چې په دې لاندېنۍ پهره كې دَ افضل شوق په ناول كې دَ منظر نګارۍ نمونه او انداز اوګورو­

" او څه وخت ورسته دَ هغې فرعوني راڼۍ په اشاره باندې يو دنګ او پنډ جلاد، چې تك تور سړی وي په اوږو يو غټ ساتول را اغيستی وي دَ سېلاني په خوا چې څنګه ور روان شي ، نو هغه په چيغو چيغو وائي ..
             -  زه بې قصوره يم .. زه بې قصوره يم
خو جلاد مخ مخته ور روان وي له تناوزمه خنداګانو سره ­ او داسې هم وائي ..
            -  تيار شه مرګ ته اې مشركه
بيا دَ يوې غټې قهقهې وهلو ورسته وائي ..
-  ستا سزا دا ده چې تا شرك كړی دی
-  شرك؟
په ميدان كې ټول غلامان په يوه اّواز داسې دَ حېرانتيا اظهار چې څنګه اوكړي ، نو هلته لرې دَ راڼۍ هاتشيپسوت سره په يوه اړخ كې ناست يو بل خېټور درباري راپورته شي او په خپل درانه غږ كې وائي ..
-  هو.. دې سېلاني ګستاخ  دَ يوه خدای په وړاندې دَ بل خدای درولو هڅه كړي ده
نو ځكه  سېلاني دواړه لاسونه پورته كړي او په تېره چيغه كې وائي ..
-  دا دَ وخت دَ راڼۍ دَ سترګو دهوكه ده .. شرك نه
اوس به يې لا نور څه په خپلې صفائي كې وئيلو، چې دَ خيال له فرعوني نړۍ څخه ناڅاپه هغه وخت خپلي زمانې ته راستون شي، چې  وسا ورباندې غږ اوكړي ..
-  سېلانيه .. درځه چې كوزېږو .. پورټ سعيد راورسېدلو"
      ( شوق "پروني مخونه " ... فصل _  ۱۴... مخ ۲۱۷-۱۸)

دا پورته نقل شوي مكالمه چې څه هم كه زياته منظر نګاري په كې نه ده شوي .. خو دَ لوستونكې په ذهن كې دَ دې مكالماتې اشارو نه دَ منظر او سين بالكل واضح تصوير جوړ كړي ­ او دغه رنګه سټائل په دې ناول كې دَ منظرنګارۍ دپاره په كار راوړل شوی دی ­ يعنې افضل شوق په خپل دې ناول كې داسې تجربې ډېري زياتې كړي دي ­ او هر منظر ته يې په اختصار تصويري بڼه ډېره په فني هنر داسې وركړي ده ­ چې دَ لوستونكي په ذهن كې دَ سين يا دَ واقعې په حقله هيڅ ابهام يا تنده نشي پاتې ­ راشئ چې دا لاندېنۍ بله واقعه هم اوګورو چې افضل شوق په كې دَ منظرنګارۍ په اړه څومره په خپل اختصاري انداز كې كامياب شوی دی ؟

" دا دُنيا زما ده او زه دَ دې ټولي نړۍ يوازينی خدای يم ­ دَ رېګ ميدانونه زما دي، غرونه زما دي .. په سر اسمان او دلا ندې دا ټوله ځمكه زما ده او ....
هغه به له قهره ډك نور نور څه وئيلو، چې دوې ښائسته پېغلې دَ شرابو له سُرايانو سره په موسكا كې په دربار راننوتلې او په يوه صلاح يې په لوړ غږ كې ورته اووئيلو..
-  او مونږ هم ستا يُو اې دَ وخت زوروره فرعونه !!
فرعون دَ هغوئ په لور كتلو ورسته يو دم چپ شو او بيا يې هغوئ ته په ځير ځير كتلو كې نرۍ موسكا په شونډو څه راغله ؟ چې په دربار كې ناستو ساه نيولو خلقو هم سترګي اورپولې او را ژوندي غوندې شولو­
فرعون بيرته دَ كېنستلو ورسته په دربار كې يوې بلې خواته چې سترګې لا سمې نه وې غړولې ، چې درست درباريان ورته په سجدو كې پرېوتلو او هغه وَ جلاد ته ورغږ كړو ..
-  سينيج مه وژنه
تور خرټ او خېټور جلاد په خپل ځای باندې تم كېدو ورسته وَ فرعون ته چې څنګه په مړو اوكتلو، نو هغه ورته سر په اثبات كې ښورولو ورسته وئيلو ..
-  نه ګورې .. چې دَ سينيج سوري لُوڼي دَ ده دَ سر خېر غواړي ؟ "
                                                       ( شوق "پروني مخونه " ... فصل _ ۱۴... مخ ۲۲۵)

دا پورتنی منظر هم دَ يو مكالمې دَ لارې په ډېر اختصار كې دَ واقعې وضاحت كوي ­ اوس كه .. واقعه يا قيصه  په لنډو خبرو كې واضحه كېږي .. نو وَ تفصيلي قيصو او نكلونو ته څه ضرورت ؟ دا هغه سوال دی چې شايد افضل شوق يې په ذهن كې دَ ليكلو په وخت لري ­ او دئی په خپل دې سوچ كې صحيح هم ځكه دی چې نن سبا وخت ډېر كم وي ­ خلق په لږ وخت كې ډېر څه كول غواړي .. او دَ نن ډيمانډ هم دغه دی ­ يعنې هر ليكوال ته په كار دي .. چې هغه هر څه په لوستونكو نه اوتپي ­ بلكه خبره دي دَ افضل شوق په شان وړه .. خو با مطلبه او په نوي انداز اوكړي ­ نو دغه رنګه به پښتون ليكوال محنت كولو ته جوګه شي او پښتانه لوستونكي به دَ نووْ نووْ خبرو په تلاش كي بيا كتابونه هم لولي .. انشاالله ­


دَ شوق په ناول كې طرزبيان

           وئيلى كېږي .. چې ټولو نه ښه او كامياب ناول هغه وي .. چې په كې دَ ژوند حقيقي تصوير وړاندې كړل شوی وي ­ او داسې افضل شوق هم كړي دي ­ ولې چې څنګه چې دَ دې ناول " پروني مخونه" ابتدا دَ يو مسلسل تلاش او سفر سره تړلي ښكاري .. هم  دغه رنګه په دې ناول كې دَ زرګونو كلونو پخوانۍ زمانې نه تر اوسنۍ زمانې دَ تاريخي حقائقو په اوږو يوه قيصه رارسول ډېر لوی ادبي فن دی ­ كوم چې ناول نګار نه يواځې دغه شاهكار كاوش په ډېر هنر او كمال قلمبند كړی دی  .. وخت يې وركړی دی .. خپل وس نه يې زيات انصاف ورسره كړی دی ­  ولې چې ناول دَ ناول په فارم كې ليكل ډېر ستړی كار دی .. خو شوق صاحب دغه مشكل كار مونږ ته اسانه كړی دی ­ او دَ ناول قيصه يې داسې په ډرامائي انداز تر سره كړې ده ­ چې په هر دويم ګام يو وړكوټې واقعه يا افسانه مخې ته راځي ­ دَ حادثاتو ، واقعاتواو مشاهداتوعلاوه دَ تجرباتو دغه بهير چې څنګه څنګه دَ ماضي نه دَ حال په لور لاري لنډوي ...نو دَ ناول نګار خيالات او افكار هم هغسې دَ تغير دَ مرحلو نه راتېرېږي ­ يعنې په دې ناول كې دَ ذكر شووْ قومونو دَ تهذيب او تمدن نه علاوه دَ ملكونو سېلونه هم په كې داسې رقم شوي دي .. لكه بنده چې يو ښه تاريخي فلم ګوري ­ او دا دَ يو ښه .. بلكه يو ډېر جديد ناول خوبي بللی شي ­ دَ دې ناول قيصه ډېره اوږده ده .. خو افضل شوق داسې په هنري اختصار سرته رسولي ده ، چې تنده په كې تنده نه پاتېږي ­ او تر ټولو لوئيه خبره په دې كې هغه پښتني طرز دی  .. چې دا قصيه په كې بيان شوي ده ­

افضل شوق .. چې په دې ناول كې قيصې ته څنګه دَ سفرنامې افسانوي رنګ په ډرامائي انداز وركوي ­ دغه هنري كمال په وړمبي ځل په پښتو ناول كې مخې ته راغلی دی ­ منم چې دا دَ يو ليكوال دپاره ډېر دَ كړاوْ كار دی  .. خو دَ لوستونكي ذوق، شوق ، معلوماتي او تفريحي ضرورتونه مخې ته ساتل دَ يو ښه اديب ذمه واري هم ده ­ او دلته شوق صاحب هم خپل فن ته هم دغه رنګه تفريحي او اصلاحي رنګونه په ډېر انصاف او خوش اُسلوبي وركړي دي ­ خو زياته به ښه وه كه ده دَ خپل ليك طرز لږ نور اسان ساتلی وی ­ داسې به دَ يو عام قاري خيال هم ساتلی شوی وو ­ خو بيا هم دَ دې باوجود مونږ دې ته ګوته ځكه نه شو نيولی چې دَ افضل شوق خپل يو نظر او معيار دی او ده دَ خپل مخصوص معيار دَ برقرار ساتلو په غرض شايد په شعوري توګه دغسې كړي وي ­ دَ دې په حواله دا وئيلی شو چې كوم معيار ده خپل كړی دی نو دَ ادب دَ يوې طالبعلمي په حېثيت زه دا وئيلی شم چې دا به دَ هر باشعوره پښتون اديب دَ سبا معيار وي ­ او په كار ده، چې دغه رنګ معياري تخليقات په نورو ژبو كې ترجمه كړی شي چې داسې دَ دې تخليقاتو نه نور خلق هم خبر شي ­

په دې ناول كې بې شمېره افسانې  ، ډرامې په مختلفو پړاوْنو قاري يو منفي كردار ( ولن ) چې تهائي لېنډ سره يې تعلق دی او سوپيس په نوم په دې ناول كې خپل كردار ادا كوي .. زيات كړی دی ­ څومره چې سېلاني دَ ډاكټر وسا سره مينه كوي .. سوپيس دَ هغوئ په لاره كې خنډان اچوي ­ خو دَ دې هر څه باوجود دَ سېلاني سوچه مينه كاميابه شي ­ ولې او څنګه؟؟ دَ قاري په ذهن كې دَ راپورته شووْ دې سوالونو په ځواب كې زه په حېثيت دَ يو لوستونكې دا وئيلی شم چې په دې ناول كې .. ناول نګار افضل شوق په فني اصولو دَ خپلې قيصې دَ ژوند خارجي او داخلي كړكېچنونو او مسلو ژوره مطالعه كړي ده او بيا يې په ډېري هنري سليقې سره په پښتني انداز كې دَ ناول قيصه جوړه كړي ده ­ او په داسې انداز .. چې افضل شوق په ناول كې پوخ كاره ښكاري ­ هغه په لوستونكو باندي اوتې بوتې .. دَ ځينو نورو قلمكارانو په شان نه تپي ­ هغه چې كوم ادبي كار هم كړی دی .. جواز يې ورته پيدا كړی دی ­ هم ځكه خو دَ هغه په ادبي كاوشونو كې تكنيكي نيمګړتياوي نه شي ليدلی ­

يو ناول نګار ته په كار دي چې هغه دي په نظر كې دَ قيصې په مناسبت دَ ژوندحادثات، واقعات ، مشاهدات، خيالات، افكاراو تجربات نه يواځې اولري .. بلكه په داسې ژبه دي بيان هم كړي .. چې هغه دَ عوامو ژبه وي ­ او داسې افضل شوق هم په خپل دې ناول كې كړي دي ­ لاكن دَ ده قيصه لږه كړكېچنه په دې ده چې هغه دَ ماضي سره دَ حال تعلق جوړولو هڅه كړي ده او هغه په داسې افسانوي او ډرامائي پېرائيه كې ... چې يو بې سواده لوستونكی پرې كم پوهېدلی شي ­ خو دا دَ ناول نګار ادبي كم همتي نه شي بلل كېدی ­  ولې چې دغه ناول نګار دَ معياري ادب يو داسې مريض ښكاري .. چې په روائيتي دعاګانو باندې نه .. بلكه په  دواګانو رغېږي ­ يعنې هغه .. پښتو نه يواځې دَ پښتنو ژبه ګڼي بلكه هغه دغه پښتو .. خواره پښتو دَ سيالانو سياله هم ګڼي ­ هم ځكه خو.. دا لېونی شوق هـركله دَ نړئيز ادب سره دَ مقابلې په نيت ليدی شي ­ دَ دې خبري ثبوت مونږ ته په دې ناول كې هم ترلاسه كيږي ­

          افضل شوق په دې ناول كې دَ واقعاتو سره تړلي قيصې او افسانې دومره په دلچسپۍ وړاندي كړي دي .. چې دَ هغه په بيانيه  او مكالماتي انداز كې هيڅ قسم ابهام مخې ته نه راځي ­ دَ هغه لهجه او ژبه كه څه هم لږ ډېره علامتي انداز لري .. خو دَ خوږلت دَ وجې  تجريدي اشكال يا بېخي زيات معنوي مشكلات مخې ته نه راوړي ­  ولې چې هغه خپله دغه قيصه په منطقي انداز سر ته رسولو سره سره داسې ژبه هم په استعمال كې راوړي .. چې هغه عام فهمه ده او پښتني محاوراتي بڼه لري ­ خو دَ دې نه علاوه هم دَ هغه دغه ژبه  په معنوي اعتبار سادګي نه لري ­  افضل شوق دَ معيار ساتلو په غرض كله كله خپل لوستونكي په اّزمائش كې هم ساتي ­ خو لوستونكي دَ هغه دَ دې فكري هنر نه اوس ښه بلد شوي دي ­ څه چې هغه په دې ناول كې وئيل غواړي .. هغه هرڅه دَ لوستونكو دَ فهم او سمجهـ په دائرو كې ښكاري ­ خو شرط دا ، چې لوستونكي عام فهمه .. يا سطحي فكر او سوچ لرونكي نه وي ­  

          په دې خبرې كې هيڅ شك نه پاتې كېږي چې دروغ ... نن ځمونږ دَ معاشرې تر ټولو لوئی ريښتيا بللی شي ­ دروغ وئيل .. دروغ ليكل او اورېدل نن ادبي فن ګڼلی شي ­ خو په دې ناول كې ريښتونی ناول نګار سېلاني افضل شوق دا خبره حقيقت ته رسول غواړي .. چې دَ معروضو بدلون ، دراصل كې دَ موضوعاتو بدلون وي ­ او موضوعات دَ وخت سره سره زېږونې كوي ­ يعنې ناول نګار يقين لري ، چې دَ انسانانو ګېر چاپېره ماحول دومره په تادۍ نه بدلېږي .. چې څومره په تېزۍ باندې دَ هغوئ احساسات او سوچونه تغير سره مخامخ كېږي ­ نوځكه خو دَ افضل شوق اندروني كېفيات دَ موجوده ماحول نه مخ مخته يوُن كوي ­ او دغه رنګه هغه غواړي چې زمانه دي دَ ده په نقش قدم روانه وي ­ ولې چې هغه دَ خپل ذات او خپل بې سواده قام ژوندون دَ نورو مخته وتو قامونو سره په سيالۍ كولو كې ګوري ­ هم دغه وجه ده .. چې هغه په وړو خبرو كې لوئی فكرونه داسې په علامتي او افسانوي انداز كې وړاندې كوي .. چې پښتانه ورته حق بق پاته شي ­ دا هغه طرزبيان دی چې افضل شوق يې په دې ناول كې هم دَ خپلو مختصرو نظمونو په رنګه استعمالوي ­ نو ځكه خو په دې ناول دَ پوهېدلو دپاره زيات وخت ، ډېر غور و فكر او شعوري ادراك نه كار اخيستل په كارېږي ­

          ما دَ خپل تنقيدي استعداد دَ مخې چې څومره كولی شو.. هومره جائزه مې دَ دې ناول " پروني مخونه " په اړه وړاندې كړه ­ نور ګوره چې په دې ناول كې لا خو څه څه شته؟ دا به وخت په وخت نقادان رامخې ته كوي ­ او په اّخر كې زه دا دعا كوم چې الله پاك دي دَ افضل شوق او پښتنو تر ميانځه دَ فكري فهم اوږدې لاري په دې نيت لنډي كړي .. چې پښتو په ګډه مخته بوځي ­ امين ثمه امين

 

                                         حسينه ګل
                                  كاكا صاحب .. تحصيل او ضلع نوښار

 

افضل شوق دَ نقادانو په نظرکې

" ......... افضل شوق  فنكار هم دی او زه يې په فن مئين يم ، ځكه يې زه خپل ځان، خپل ځيګر ګڼم ­ دا جذباتيت نه حقيقت دی ­ افضل شوق .. افضل هم دی او شوق هم ­ افضل ورته په دې وايم چې خدای پاك ورباندې ډېر فضل كړی دی ­ دَ هغه شخصيت ته خواږه هم وركوي او بركت هم ­ هغه دَ نثري شاعرۍ يو معروف فنكار دی ­ دَ ډېرو هېوادونو سېل يې كړی .. ډېر څه يې ليدلي دي .. ډېر څه يې په خپل نړيوال شخصيت كې ځای كړي دي ­ افضل شوق .. شوق ځكه دی چې بنده ورسره يو ځل اوويني نو دَ هغه په زړه دَ اشتياق كډې واچوي چې بيا بيا مې اوليدی ­ شوق دَ هغه دَ نثري شاعرۍ او سفرنامه نګارۍ تر شا يو محرك قوت دی او دغه قوت داسې برقيت لري چې دَ هغه شخصيت ته يې مقناطيسيت بخښلی دی ­ دغه شوق دَ هغه شخصيت هزار داستاني كړی دی ­ زه چې دَ افضل شوق فن او فكر ته په فكر شم نو ماته سترګه ور، دانشور او سخنور ښكاره شي ­ زما دا يقين دی چې كه دَ هغه تصنيفات داسې په شوق چا اولوستل څنګه چې ما لوستي دي نو هم دغه څه به وائي .. څه چې ما اووئيل ­
                                         ( اياز داودزئی  _" مزل په واورو باندي"  بېك ټائټل فلېپ  2004)

" ......... ځمونږ دې سېلاني شاعر حقائق ليدلي او تسليم كړي هم دي خو لهجه او رويه يې بېجده شاعرانه ده­ احساس او شعور يې دَ فلسفي دی خو نظر او ژبه يې دَ شاعر ده ­ دليل يې په حق دی خو تخيل يې شاعرانه دی ­ چې رومانوي طرز اظهار او رموز و اسرار لري ­ ولې دَ دې هر څه باوجود هم دَ انا پرستۍ، خودپسندۍ، احتجاج او بغاوت غېر ذمه دارانه نعرو او دَ جذباتيت او اذيت غېر ضروري كېفياتو نه بچ پاتې شوی دی ­ دا سېلانی شاعر چې چرته تلی دی ، خپل شاعرانه حس او نظر يې دَ ښائست غېږه كې غورځولی دی ­ او دَ مينې په غږ يې پاسولی دی ­ دا هم حقيقت دی چې دې سېلاني شاعر دَ ښائست په ستائينې او دَ مينې په څرګندونې كې بخيلي يا كنجوسي نه ده كړي ­ هر چرته  يې دَ حسن نه فېض موندلی دی او هر چا ته يې دَ مينې تاوْ رسولی دی  ­ او دَ ژوند ساز يې غږولی دی ­ په فن كې يې دَ ژوند حقيقتونو ته يو رومانوي پېكر او رومانوي تصوراتو ته دَ يو حقيقي نظر وركولو هڅه كړی ده ­ او دغې هڅې دَ شاعر دَ فن كېنوس نور هم وسيع كړی دی"
                                                 ( سليم راز _ " په لټون ستا دَ څېرې"  مخ _ 17 او  18)

" ......... په راتلونكې كهول كې افضل شوق خپله څېره هم لري او دَ خپل انفراديت په قائمولو كې بوحت شاعر هم دی ­ په غزل كې دَ ده شعري رنګ دَ فكري اثباتيت رنګ دی ­ خو زما په نيږدې دئی دَ نظم او په نظم كې هم دَ مختصر نظم شاعر دی ­ دَ ده نظمونه په اختصار كې تفصيل هم ښائي او دَ ده دَ فكر په تجربې كې .. دَ تجربې بيان هم ­ افضل شوق موضوعات لري ­ او كائنات يې موضوع دی خو لطيف او خواږه اړخونه به يې تر بحث لاندې وي ­ افضل شوق زما په نزد دَ نظم او په نظم كې هم دَ مختصر نظم شاعر دی ­ دلته دَ ده كړاوْ، فكري وحدت او دَ موضوع تفصيل زيات پرله پوري ليده شي "
                                            ( پروفېسر ربنواز مائل  _ " شلېدلی امېل"  مخ _ 9  تا 11)
ــــــــــ

" ......... خو دَ پښتنو به پيران زوره ور وْ .. يا به دَ الله تعالى پيرزوئينه وه چې په دې كې داسې نوی كهول راپيدا شو چې نه يوازي به دَ باباګانو وياړلی تاريخ دَ خوندي ساتلو ذمه وهي بلكه دَ نوري نړۍ سره به يې ګام په ګام پر مخ بيايي ­ افضل شوق دَ همدغو استازو په صف كې ولاړ ليكوال دی ­ ده ښاغلي ، دَ ادبياتو په ډولا ډول نوعو كې په برياليتوب قلم چلولی دی ­ سفرنامې يې په پښتنو كې داسې نامې دي چې ان زما په شان سخت دريځي لوستونكي هم خوند پر اخيستی دی ­  تصويرونه يې صفا، راڼه او پر واقعيت ولاړ دي ­ ياد مي شي چې دَ پيښور په يوه عالمي كانفرانس كې، چا منكر په ( اووه ګامه مزل ) نيوكه كوله چې دَ بنكاك حالات يې چې بيان كړي، هغه دَ پښتني معاشرې خلاف دي ­ ما ورته اوويل چې شوق خو څه پښين يا لورالائي منظركشي نه ده كړي ­ بنكاك همدا شان دی چې ده ستايلې ­ سړی استوئ بنكاك ته .. تمه ورنه دَ لورالائي كوئ ­ په دوو نورو سفرنامو كې هم همداسې ، واقعيت ته وفادار چلېدلی دی ­ دَ افضل شوق په قلم دي بركت شي چې داسې ملغلرې په خپل قام لوروي"
                                                         ( سعدالدين شپون _ " پروني مخونه " وړمبۍ ديباچه _2006)

" ......... ښاغلی ليكوال او شاعر افضل شوق تر اوسه پوري دَ يو سېلاني ليكوال په توګه دَ يونليكونو ډېري په زړه پوري بېلګې پښتنو لوستوالو ته وړاندې كړي دي ­ خو دا دی دا ځل دغه دَ نړۍ دَ بېلابېلو برخو دَ ليدلو شوقي سېلاني پښتون ليكوال دَ يو داسې ناول ليكلو تابيا كړي ده چې هم دَ نړۍ له نندارو سره تړلی دی ، هم دَ مينې له كيسو سره، هم دَ بېلا بېلو كلتورونو له پېژندنې سره او هم له هنر سره ، له كيسې او داستاني په زړه پوري بيان سره ­ دَ افضل شوق دغه ناول ډېري ښېګڼې لري ­ دَ يو ښه ناول ډېري زياتې خوبۍ يې په كې خوندي كړي دي ­ " پروني مخونه" يو ډېر خوږ ناول دی او په داسې بڼه كښل شوی دی چې لوستونكی په پرله پسې توګه دَ ځان په لور كشوي او نه يې پرېږدي چې دَ پاتې برخې له لوستلو يې تېر شي­  او دا دَ يو داستاني اثر مهمه خوبي ده او مونږ په پښتو ژبه دَ داسې په زړه پوري اّثارو كښلو او خپرېدنګ ته  ډېره اړتيا لرو ­ دا دَ ژبې دَ شتنۍ او اهميت نښې نښانې دي"
                                                    ( زرين انځور _  " پروني مخونه " دومه ديباچه _2006)

         
" ......... خصوصاً دَ هغه مختصر نظم ډېر ارزښتناك دی ­ حقيقت دا دی چې دَ ارواښاد ايوب صابر راپس ښه او معياري اّزاد نظم ليكل ډېر مشكل كار دی ، خو افضل شوق چې په مختصر نظم كې  دَ خپل فكر ، خيال او موضوع  دَ اظهار او ابلاغ كوم كوشش كړی دی ، هغه خپل رنګ، اّهنګ ، خوند او تاثير لري ­ دَ ده اصل خوبي دا ده ، چې دَ ده په شاعرۍ باندې دَ هيڅ شاعر اُسلوب حاوي نه ښكاري ­ بلكه داسې محسوېږي چې افضل خپل اظهار په خپل انداز او الفاظ كې كوي ­ دَ افضل شوق په شاعري كې بنيادي موضوع ښكلا او دَ ښكلا لټون دی ­ هغه په حسن نه مړېږي ­ دَ هغه جمالياتي تنده دومره زياته ده چې دَ الطاف حسېن حالي دَ " هی جستجو كه خوب سې خوب تر كهان " غوندې مسلسل تلاش په مرحله كې ښكاري ­ امكان لري چې دا مجازي مينه يې حقيقي مينه اوګرځي "
                                         ( سعيد ګوهر ­ " په لټون ستا دَ څېرې"  مخ _ 25 او 26)

" ......... شوق صاحب چې په ژوندانه كې هم په سفر وي .. دَ " هغې" په تكل كې سرګردانه ګرځي ­ دَ خپل فكر او په دشتونو ښارونو كې هم او په ښكاره هم دَ دغې " پېكر" .. دغې " ښاپېرۍ" تر لاسه كولو او دَ موندلو هڅې كوي ­ ډېر مخونه اوويني او يقين يې په هر مخ راشي .. چې دا هم " هغه" ده ­ خو دا د يقين اوبه يې سراب اوخېږي او دَ مينې تنده يې ماته نشي ­ او شوق صاحب دَ وينا مطابق " دَ سلو يار" شو ­ كه زه خطا شوی نه يم ­ نو دَ شوق صاحب ټول نظمونه په روزمره او ساده الفاظو كې دي خو علامتي رنګ لري او ژور مفهوم په كې پروت دی ­ افضل شوق صاحب دَ امن او سوكالۍ په ارمان دی ­ چرته چې دَ مينې ټول عمري پسرلی وي .. زور ظلم نه وي .. استحصال نه وي ­ خوشحالي ، سوكالي وي ­ دغه څېره ده چې شوق صاحب يې په لټون پسې اوس هم خپل كوشش جاري ساتلی دی ­ او دَ مايوسۍ ښكار شوی نه دی ­ دغه څېره دَ امن ښاپېرۍ ، دَ امن ناوې ده ­ ليك يې جرتمندانه او بېباكه دی"
                                           ( اكرام الله ګران _ " په لټون ستا دَ څېرې"  مخ _ 28 تا 31)

" ......... افضل شوق دَ سهېلي پښتونخوا يو نامتو او مخور شاعر دی ­ خپل انداز، خپل اُسلوب او خپل يو فكر لري ­ دَ ده نوم دَ نوي كهول دَ لومړي قطار په ليكوالو كې په وياړ اخيستل كېدلی شي ­  نظم بالخصوص لنډ نظم دَ ده دَ خوښې ميدان دی چې دَ خپل مافي ضمير دَ اظهار دَ پاره يې خپل كړی دی ­ دَ فكر ژورتيا او دَ خپل چاپېرچل دَ مسائلو كتنه او مخته راويستل دَ افضل شوق دَ شاعرۍ خصوصيت دی ­ په شاعرۍ كې نظم او غزل جلا جلا ميدانونه دي ­ لاكن افضل شوق په دې دواړو ميدانونو كې دَ خپل فكر اّس برابر ځغلولی دی"
                                             ( سرور سودائي _ " شلېدلی امېل"  وړمبی فلېپ _ 1987)

" ......... افضل شوق يو ښكلی شاعر دی ­ دَ هغه په شاعرۍ كې خاصكر نظم ډېر خوږلت او تاثير لري ­ دَ هغه نظم جديد دی  او هغه دَ كلاسيكي او جديد ادب ډېره په سنجيدګۍ او ژور نظره مطالعه كړي ده ­ په غزل كې يې دَ تغزل زور او شستګي ليدی شي ­ دَ افضل شوق په شعري لب ولهجه كې زړې او نوي استعارې په هنري انداز ليدی شي ­ دَ هغه په شاعرۍ كې حقيقي عشق او دَ دې انتها په حواله ډېر اشعار موجود دي ­ دَ افضل شوق دَ شوق انتها او دَ هغه شاعرانه غرور او له محبوب نه كړي ګيلې او شكوې او دَ هغه محبوب دَ لټولو جنون به هغه ضرور په نورو شعرونو ليكولو مجبوروي ­ "
                          ( راشد كنډي _ كتاب " افضل شوق  ايك شخصيت .. ايك تاثر" مخ 21 او 23)

" ......... ښاغلی افضل ادب دَ ليلا مئين دی او دَ مينې په دښته كې يې دَ شوق كېږدۍ خوره كړي ده ­ په دې دښته دَ ښكلا قافلې ځي او راځي او شوق دَ ښكلا كرشمې ترې راټولوي ­ كله كله خو دَ شعر دَ پرۍ دَ غاړي امېل ترې دانه وانه كېږي او شوق په ډېر شوق دَ شلېدلي امېل دانه وانه مرغلري راټولوي ­ دَ ادب دا لېونی او لالهانده مجنون دَ شوق دَ پېريانو خولۍ په سر ږدي او دَ ښكلا اووه ګامه مزل كوي ­ هسې ماته دا لټون ډېر ښكلی ښكاري گ افضل دَ خپل اّئيډيل او معشوق لټون كوي ­ دا ډېر ښكلی ارمان دی . شوق چې په څه كې دا ښكلی معشوق لټوي ، هغه شيان هم ښكلي دي ­ افضل شوق بختور دی .. چې يوه ښكلا په بله ښكلا كې لټوي "
                                                   ( پير محمد كاروان _ " په لټون ستا دَ څېرې" مخ _ 32)
ــــــــــ

" ......... ښاغلي شوق څه ډېر مشرقي او مغربي ملكونه  كتلي دي  او هم دَ دې ( خصوصاً مغربي) ملكونو دَ ادب مطالعه يې ښه ژوره كړي ده ­ نو ظاهره ده دَ هغه په ليك او تخليق كې دَ دغې مطالعې څه اثر به خامخا ښكاره كېږي ­ او هم دغه سبب دی چې ښاغلي شوق په نظم او نثر كې دَ پښتو روائتي ادب نه ډډه كړي ده ­ نو ځكه هم دَ هغوئ په هر ليك او تحرير كې دَ پښتو ادب په حواله يوه نوي تجربه محسوسېږي ­ خو هغه دَ دې ژوري مطالعې دَ تاثر باوجود په شعوري توګه دا كوشش كوي چې هغه دَ پښتو او پښتنو دَ پاره اوليكي او معياري او ليكي ­ خو دا هم كېدی شي چې دَ شوق دغه معياري او تجرباتي ليك دَ " نن" دَ لستونكي دَ ذهني قوت نه بالا وي.. خو ممكنه ده چې دَ دغه نن لوستونكی دومره ذهني، شعوري او عملي قوت حاصل كړي چې دَ شوق دَ " سبا" دپاره ليك مطالعه ورته اسانه شي ­ دا خبره مې په دې بنياد اوكړه چې ښاغلی شوق خپله اعتراف كوي چې هغه دَ نن دَ لوستونكي په ځای دَ سبا دَ لوستونكي دپاره ليكل كوي"
                                         ( طاهر اّفريدي _  ناول  " پروني مخونه " دريمه ديباچه _ 2006)
...... دَ جديد نظم په ميدان كې افضل شوق دَ مختصر ترين جديد نظم ښه شاعر ګڼلی شي ­ په شاعرۍ كې دَ رب نواز مائل شاګرد او ملګری دی ­ دوئ نظم او غزل دواړه ليكي .. خو فطري ميلان يې نظم نه دی ­ دَ افضل شوق دَ نظم موضوعات ډېر سنجيده دي ­ دَ ده لهجه دَ سويلي پښتونخوا ده چې دَ عامو لوستونكو دَ پاره ډېره سليسه نه ده "

                       ( ډاكټر سلمه شاهين _" جديد نظم په پښتو كې" پي اېچ ډي مقاله  مخ _ 445)
......... دَ افضل شوق تخليقي زور او كمال ته چې سوچ كووْ ، نو دا خبره مخامخ راځي چې هغه څه هم محسوس كړي دي .. نو په عمل كې يې انتها ته رسولي دي ­ او دَ هغه دغه تخليقي جنون او فكري لېونتوب نن هغه دَ فن په انتها اودروي ­ غرض ، دَ هغه شعر دی او كه نثر .. په دواړو كې هغه يو لاره وركی، لاروی ليدی شي ­ دَ هغه سفر ، دَ هغه دَ ذات سفر نه دی بلكه دَ ځان دَ پېژندنې ، دَ ځان دَ بيا بيا پيداكونې سفر دی ­ دَ هغه دغه وركوالی هغه ته دَ لټون او تلاش يوه داسې جذبه وركړي ده ­ چې كله كله دغه وركوالی دَ هغه جسماني وجود هم مشكوك كړي ­ خو داسې نه ده ، هغه شته او شكر دی ، مونږ ليدلی دی ­ ډېرو به ليدلی وي ­ خو دَ ده دَ وجودي اظهار كور نيشته ، وطن ئې نيشته ­ خو بيا هم دَ ده هره رشته ځمونږ سره په هنري او فني جواز موجوده ده ، چې قدر يې هم كووْ او منو ئې هم ­ او بله دا ، چې دَ هغه هنري او تخليقي وجود دَ يو ژوندي او متحركه تحريك په شان ځمونږ نه ګېر چاپېر ليدی شي"
                                                   ( حسينه ګل _ " په لټون ستا دَ څېرې" مخ _ 36)